• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان وایي په څلورو ولایتونو کې یې ۲۲ کسان د بېلابېلو جرمونو په تور نیولي دي

۱۱ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱ جنوری ۲۰۲۶، ۰۹:۲۲ GMT+۰

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت خبر ورکړی، چې د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې یې په څلورو ولایتونو کې ۲۲ کسان د بېلابېلو جرمونو په تړاو نیولي دي. د یاد وزارت د معلوماتو له مخې؛ دغه کسان په هرات، بغلان، کندوز او بلخ ولایتونو کې «د غلا او نامشروع اړیکو» په تور نیول شوي دي.

یاد وزارت ویلي، چې نیول شوي کسان تر لومړنیو څېړنو وروسته د دغې ډلې اړوندو عدلي او قضایي ارګانونو ته سپارل شوي دي.

ترویج لرونکی

طالبانو د کابل او یوشمېر ولایتونو لپاره د اوبلن ګاز نوې بیې اعلان کړې
۱

طالبانو د کابل او یوشمېر ولایتونو لپاره د اوبلن ګاز نوې بیې اعلان کړې

۲

طالبانو په کندهار او نیمروز کې تر ۱۴زره کیلو ګرامه ډېر نشه‌يي توکي او انساني درمل سوځولي

۳

ولې غوماشې ځینې انسانان ډېر چیچي او ځینې کم؟

۴

له نړیوال جام څخه د ارجنټاین د اېستلو کمپاین کې له ۲۳ میلیونه ډېرو کسانو لاسلیکونه وکړل

۵

د طالبانو د هواپوهنې ادارې په ۱۰ ولایتونو کې د سختو ورښتونو او سېلابونو خبرداری ورکړی

•
•
•

نور کیسې

سمېع سادات: طالبانو په ۲۰۲۵کې هم د افغانانو وژلو، ځورولو او د شتمنیو لوټلو ته دوام ورکړی و

۱۱ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱ جنوری ۲۰۲۶، ۰۸:۵۸ GMT+۰
100%

د افغانستان د متحدې جبهې مشر جنرال سمېع سادات وایي، په تېر ۲۰۲۵کال کې هم طالبانو د افغانانو وژلو، ځورولو او د شتمنیو لوټلو ته دوام ورکړی و. هغه وایي، وخت رارسېدلی چې افغانان باید پر کابل دغه واکمنه ډله نسکوره کړي.

دغه پخواني پوځي چارواکي د ۲۰۲۶کال د پیل په مناسبت پر اېکس پاڼه یوه پېغام کې لیکلي: «باید خپلې ټولې وړتیاوې سره راټولې کړو، هېواد ته ستانه شوي او د طالبانو له منګولو څخه د خپل وطن د ازادولو لپاره مبارزه وکړو». هغه ویلي، که څه هم د ازادۍ دغه لاره له سختو کږلېچونو ډکه ده؛ خو بیا هم د طالبانو پر وړاندې د بریا څرکونه شته.

هغه ویلي، په تېر ۲۰۲۵کال کې افغانان له سختو کړاوونو سره مخ وو چې یو یې هم له پاکستان او ایران نه د ۳مېلیونه افغان کډوالو ستنېدنه وه. د ښاغلي سادات په خبره؛ په یاد کال کې د امریکا حکومت چې د دوی متحد هم و، له افغانانو مخ واړاوه.

له بل پلوه په جنیوا کې د افغانستان استازي نصیر احمد اندېشه هم د طالبانو ډېپلوماټیک وضعیت د اندېښنې وړ بللی او ویلي یې دي، چې د دغه ډلې د ویاندویانو د ادعاوو برعکس ۲۰۲۵کال په حقیقت کې د طالبانو لپاره د شاتګ، ماتې او د ډېپلوماټیکو اړیکو د ړنګېدو کال و.

طالبي ګومارنې؛ ملاهبت الله د لسو طالب چارواکو دندې بدلې کړې

۱۱ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱ جنوری ۲۰۲۶، ۰۸:۴۰ GMT+۰
100%

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پنج‌شنبه د (مرغومي ۱۱مه) پر اېکس پاڼه لیکلي، چې د ملاهبت الله په امر لس تنه طالب چارواکي تغیر او د دغې ډلې د کورنیو چارو وزارت چوکاټ کې په دندو ګومارل شوي دي. په دغه تازه ګومارنو کې د طالبانو د یوشمېر ولایتونو واليان نورو ولایتونو ته تغیر شوي دي.

د مجاهد د معلوماتو له مخې؛ ملاهبت الله جوزجان کې خپل مخکېنی والي ګل حیدر شفق د بامیانو لپاره د نوي والي په توګه ټاکلی او د بامیان مخکېنی والي ملا عبدالله سرحدي یې بیا د هغه پر ځای جوزجان کې ګومارلی دی. همدا راز د یادې ډلې د چارو ادارې د فساد سره د مبارزې مخکېنی رییس مولوي غلام الرحمن حیدري د ننګرهار ولایت مرستیال او د خالد قول اردو مخکېنی درستیزوال حافظ انځر ګل یې بیا د لغمان ولایت د مرستیال په توګه ټاکلی دی.

ملا هبت الله همدا راز د لغمان لپاره امنیه قوماندان، د سپین بولدک کمیسار، د کندهار میوند ولسوالۍ لپاره ولسوال، د کندهار زون د حمایوي کنډک قوماندان او د سمنګان ولایت لپاره امنیه قوماندان هم تغیر کړي دي. د طالبانو مشر د تېر په څېر یو ځل بیا یوازې طالب ملایان او د خپلې ډلې جنګي غړي په دندو ګومارلي دي.

ملاهبت الله د خپل طبعیت له مخې؛ د طالبانو په حکومتي چوکاټ کې هېڅ سیاسي ګوند او د دغه ډلې د نظریاتو خلاف کسانو ته ځای نه ورکوي. نړۍوال بنسټونه او حکومتونه نیوکې کوي، چې طالبانو په افغانستان کې حکومتي سېسټم یوازې تر خپلې ډلې پورې محدود کړی او نورو افغانانو ته په دولتي دندو او لوړو حکومتي څوکیو کې ونډه نه ورکوي.

د ۲۰۲۶کال په لومړۍ ورځ؛ طالبانو په روزګان، بلخ او ننګرهار کې اته کسان په دُرو وهلي دي

۱۱ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱ جنوری ۲۰۲۶، ۰۸:۲۱ GMT+۰
100%

د طالبانو سترې محکمې د درېیو جلا خبرپاڼو په خپرولو سره ویلي، چې په روزګان، بلخ او ننګرهار ولایتونو کې یې اته کسان په دُرو وهلي دي. د یادې محکمې په خبره؛ دغه کسان یې «د زنا، لواطت، الکولي مشروباتو د پلور او غلا» په تور په دُرو وهلي دي.

د یادې محکمې له‌خوا په لومړۍ خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په روزګان ولایت کې یې شپږو کسانو ته «د غلا او لواطت» په تور له يو تر دوو کلونو تنفيذي بند او ۳۹ـ ۳۹ دُرو سزا ورکړې ده. د یادې محکمې له‌خوا په دویمې خبرپاڼه کې راغلي، چې په ننګرهار ولایت کې یې یو کس ته د «زنا» په تور د دوه کلن تنفيذي بند او ۳۹ دُرو سزا ورکړې ده.
یادې محکمې په خپلې درېیمې خبرپاڼه کې ویلي، چې په بلخ ولایت کې یې یو کس ته د «الکولي مشروباتو د پلور» په تور د یو کلن تنفیذي بند او ۳۹ دُرو سزا ورکړې ده.

د طالبانو سترې محکمې د خپرو شویو شمېرو له‌مخې؛ دغې ډلې د خپلې واکمنۍ له پیل راهیسې ۱۸۴۸ کسانو ته په عام محضر کې سزاوې ورکړې دي. په دغه کسانو کې ۲۵۰ مېرمنې هم شاملې دي.

دغې ډلې په ۲۰۲۵ کال کې بیا لږ تر لږه ۱۰۳۰ کسان د بېلابېلو تورونو په تور په عام محضر کې په دُرو وهلي دي. د افغانستان انټرنشنل - پښتو د څېړنو له‌مخې؛ په ۲۰۲۵ کال کې په افغانستان کې بدني سزاوې د تېر کال پرتله دوه برابره زیاتې شوې وې.

اېټالیا افغانستان ته شاوخوا درې مېلیون ډالره مرسته ځانګړې کړه

۱۱ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱ جنوری ۲۰۲۶، ۰۷:۳۶ GMT+۰
100%

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو اماني صندوق خبر ورکړی، چې اېټالیا افغانستان ته ۲.۸ مېلیون ډالره مرسته ځانګړې کړې ده. د دغه مرستې موخه د کلتوري میراثونو ساتنه او د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې د اقتصادي او ټولنیزو حل لارو پرمخ وړل دي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو اماني صندوق د پنجشنبې په ورځ (د مرغومي ۱۱مه) پر اېکس پاڼه لیکلي، چې دغه مرسته د افغانستان لپاره د یوځای شویو خدمتونو د وړاندې کولو ګډه هڅه ده.

د افغانستان اماني صندوق د ۲۰۲۵کال په پای کې وویل، په دغه کال کې یې لږترلږه له یو مېلیون افغانانو سره مرسته کړې چې ۴۰ سلنه یې ښځې او نجونې دي. دغه صندوق د ۲۰۲۵کال د هیلو او مقاومت کال یاد کړی او لیکلي یې دي، چې په دغه کال کې یې د مرستندویه بنسټونو څخه ۲۴.۷ مېلیونه ډالر ترلاسه کړي دي.

اېټالیا دغه مرسته په داسې حال کې کړې، چې ملګرو ملتونو ویلي افغانستان به په ۲۰۲۶کال کې د نړۍ له لویو بشري ناورینونو سره مخ وي. د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږۍ دفتر (اوچا) په راپور کې خبرداری ورکړی، چې افغانستان به په ۲۰۲۶کال کې لا هم د نړۍ له لویو بشري ناورینونو سره پاتې شي.

اوچا وايي، په ۲۰۲۶کال کې به شاوخوا ۲۲مېلیونه کسان چې د افغانستان د نفوس ۴۵ سلنه جوړوي؛ بشرپاله مرستو ته اړتیا ولري.

طالبان وایي تر دې دمه بېرته ستنېدونکو کډوالو ته تر ۱۲۴زره جریبه ډېره ځمکه ځانګړې شوې ده

۱۱ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱ جنوری ۲۰۲۶، ۰۷:۱۸ GMT+۰
100%

د طالبانو ویاند مرستیال حمدالله فطرت وایي، په تېر ۲۰۲۵کال کې له ګاونډیو هېوادونو بېرته ستنېدونکو افغان کډوالو لپاره ۱۲۴زره او ۶۷۴ جریبه ځمکه ځانګړې شوې او د اړتیا په صورت کې به نوره ځمکه هم ورته ځانکړې شي.

نوموړي پر اېکس پاڼه د ۲۰۲۵کال راپور په خپرولو سره ویلي، تر دې دمه په بامیان، لغمان، بلخ، کندوز او کندهار ولایتونو کې پر ۲زره او ۶۹۸ کورنیو نمرې وېشل شوې دي او دغه لړۍ لاهم دوام لري.

د هغه په وینا؛ له دې ډلې ۴۱ ښارګوټي تثبیت شوي، د ۳۴ ښارګوټو سروې هم ترسره شوې او د ۷ نورو ښارګوټو چارې تر کار لاندې دي. سره له دې چې طالبانو افغانستان ته د بېرته ستنېدونکو کډوالو لپاره په ځینو ولایتونو کې د اوسېدو ځانګړي پنډغالي او ښارګوټي جوړ کړي؛ خو تازه ستانه شوي کډوال له بې‌کارۍ او د سرپناه له نشتوالي شکایت کوي او ځینې کسان هڅه کوي بېرته پر ناقانونه لارو له هېواده ووځي.

طالبان دغه څرګندونې داسې مهال کوي، چې په تېرو څلورو کلونو کې له درېیو هېوادونو څه باندې ۷ مېلیونه افغانان هېواد ته ستانه شوي دي. د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویلي، چې د یادې ډلې له واکمنېدو راهیسې له پاکستان، ایران او ترکیې هېوادونو ۵۹۷۸۶۳ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۴مېلیونه او ۲۸۳زرو ته رسېږي؛ په جبري ډول او خپله خوښه بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.