• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

نوې شمېرې ښيي چې په افغانستان کې د خوراکي توکو بیې او د درملنې لګښتونه لوړ شوي

۱۱ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱ جنوری ۲۰۲۶، ۱۰:۲۷ GMT+۰

د افغانستان په بازارونو کې د خوراکي توکو بیې ۴،۲ سلنه لوړې شوې دي. د غلو دانو په بیو کې ۳،۵ سلنه، د غوړیو په بیو کې ۱۳،۹، د غیرخوراکي موادو بیې ۱،۹، د پوښاک ۳،۱ او د درملنې لګښتونه ۱۷،۲ سلنه لوړ شوي. دغه راز د مصرفي توکو د بیو د شاخص میاشتنی انفلاسیون ۲،۸ سلنه لوړ شوی.

د طالبانو د احصایې ادارې د پنجشنبې په ورځ، د مرغومي پر ۱۱مه، اعلان وکړ، چې په لیندۍ میاشت کې د غلو دانو په بیو کې ۳،۵ سلنه، د غوړو په بیو کې ۱۳،۹ سلنه او د بېلابېلو سبزیو په بیو کې ۲۹ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

د طالبانو داحصایې او معلوماتو ادارې ویلي چې د غیرخوراکي توکو بیې هم لوړې شوې دي.

د دې ادارې په وینا، د غیرخوراکي موادو بیې ۱،۹ سلنه، د جامو او پوښاک بیې ۳،۱ سلنه او د درملنې لګښتونه ۱۷،۲ سلنه زیات شوي دي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې دې ادارې ویلي چې د روان کال لېندۍ په میاشت کې د مصرفي توکو د بیو د شاخص میاشتنی انفلاسیون ۲،۸ سلنه لوړ شوی، چې لامل یې د خوراکي او غیرخوراکي توکو د بیو زیاتوالی دی.

همدارنګه، د دې ادارې د معلوماتو له مخې، د ۱۴۰۴ لمریز کال لېندۍ د میاشتې نقطه‌ پر نقطه انفلاسیون د تېر کال د همدې میاشتې په پرتله ۸،۶ سلنه زیاتوالی ښيي.

دا په داسې حال کې ده چې له پاکستان سره د افغانستان سوداګریزي لارې له دریو میاشتو راهیسې د هر ډول سوداګرۍ پر مخ تړلې پاتې دي. اقتصادي کارپوهان باور لري چې د دغو لارو بندېدل د وارداتي توکو د بیو د لوړېدو له مهمو لاملونو څخه دي.

تر دې وړاندې، د سوداګرۍ او پانګونې خونې ویلي و چې د افغان سوداګرو وارداتي توکي له شپږو تر شپږ نيمو میلیارده ډالرو په ارزښت د پاکستان په بندرونو کې بند پاتې دي، چې دې چارې د هېواد پر بازارونو مستقیم اغېز کړی دی.

ترویج لرونکی

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي
۱

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۲

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۳
تازه خبر

د شهزاده سرای په وسله وال برید کې د الله ګل مجاهد د زوی په ګډون ۴ کسان وژل شوي

۴

د پاکستان پولیس: له پېښور څخه شکارپور ته تښتول شوې نجلۍ مو وژغورله

۵

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

•
•
•

نور کیسې

طالبانو په یمن کې ښکیل لوري تفاهم او خبرو اترو ته هڅولي

۱۱ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱ جنوری ۲۰۲۶، ۱۰:۲۰ GMT+۰

په داسې حال کې، چې په کوردننه طالبانو د بین الافغاني خبرو اترو مخه ډب کړې، د دې ډلې د بهرنیو چارو وزارت د یمن ښکیلې خواوې تفاهم او خبرو اترو هڅولې. یاد وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د یمن د ملي یووالي، ځمکنۍ بشپړتیا او ثبات لپاره د ښکېلو لوریو هڅې ستايي او ارزښتناکې یې بولي.

طالبانو د پنجشنبې په ورځ، د مرغومي پر ۱۱مه په یوه اعلامیه کې وویل، چې په یمن کې وروستي سیاسي او امنیتي بدلونونه له نږدې څاري.

په اعلامیه کې ویل شوي چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت له ټولو اړخونو غواړي له هغو کړنو ډډه وکړي چې د یمن یووالي، ثبات او د سیمې امنیت ته زیان رسوي.

همداراز یاد وزارت هیله څرګنده کړې چې ټول ښکېل اړخونه، په ځانګړي ډول یمني لوري، د ستونزې د حل لپاره تفاهم او خبرو اترو ته لومړیتوب ورکړي، څو په یمن کې د بې‌ثباتۍ د لا زیاتېدو مخه ونیول شي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ټینګار کړی چې د روان بحران د حل لپاره سیاسي تفاهم او سوله‌ییزې خبرې تر ټولو اغیزناکه لاره ده.

طالبان داسې مهال د یمن په اړه دغه اعلامیه ور کوي، چې په کوردننه او بهر دغه ډله له ګڼو مخالفتونو سره مخ ده او د دوحې د پرېکړې له مخې هم دې ته نه ده چمتو شوې، چې د بین الافغاني خبرو اترو له لارې له ښکیلو لوریو سره خبرو اترو ته کښیني.

د بودجې د کمښت له امله؛ پژواک خبري اژانس خپل لسګونه کارکوونکي له دندو ګوښه کړي

۱۱ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱ جنوری ۲۰۲۶، ۰۹:۴۲ GMT+۰

سرچینو افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي، چې پژواک خبري اژانس د بودجې د کمښت له امله د مرکز او ولایتونو په کچه د ښځینه‌وو په ګډون شاوخوا ۲۵کارکوونکي له دندو ګوښه کړي دي. د یاد خبري اژانس یوه کارکوونکي افغانستان انټرنشنل پښتو ته د دغه خبرې پخلی کړی دی.

نوموړي ټینګار کړی، د کارکوونکو ډېره برخه له دندو ګوښه شوې او یوازې محدود شمېر کسان له ډېرو کمو تنخواوو سره خپلو کارونو ته دوام ورکوي. دا په داسې حال کې ده، چې یاد اژانس تر دې وړاندې هم شاوخوا ۳۰کارکوونکي له دندې ګوښه کړي وو.

پژواک خبري اژانس په ۲۰۰۳زېږدیز کال کې پر فعالیت پیل وکړ؛ خو د اقتصادي ستونزو له کبله یې ورځ تر بلې د کارکوونکو شمېر مخ په کمېدو دی. افغانستان انټرنشنل پښتو ونه توانېد، چې په دې تړاو د پژواک خبري اژانس د مسوولینو نظر واخلي.

دا په داسې حال کې ده، چې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته په افغانستان کې ګڼې رسنۍ د اقتصادي ستونزو او بودجې د کمښت له امله تړل شوې دي.

سمېع سادات: طالبانو په ۲۰۲۵کې هم د افغانانو وژلو، ځورولو او د شتمنیو لوټلو ته دوام ورکړی و

۱۱ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱ جنوری ۲۰۲۶، ۰۸:۵۸ GMT+۰

د افغانستان د متحدې جبهې مشر جنرال سمېع سادات وایي، په تېر ۲۰۲۵کال کې هم طالبانو د افغانانو وژلو، ځورولو او د شتمنیو لوټلو ته دوام ورکړی و. هغه وایي، وخت رارسېدلی چې افغانان باید پر کابل دغه واکمنه ډله نسکوره کړي.

دغه پخواني پوځي چارواکي د ۲۰۲۶کال د پیل په مناسبت پر اېکس پاڼه یوه پېغام کې لیکلي: «باید خپلې ټولې وړتیاوې سره راټولې کړو، هېواد ته ستانه شوي او د طالبانو له منګولو څخه د خپل وطن د ازادولو لپاره مبارزه وکړو». هغه ویلي، که څه هم د ازادۍ دغه لاره له سختو کږلېچونو ډکه ده؛ خو بیا هم د طالبانو پر وړاندې د بریا څرکونه شته.

هغه ویلي، په تېر ۲۰۲۵کال کې افغانان له سختو کړاوونو سره مخ وو چې یو یې هم له پاکستان او ایران نه د ۳مېلیونه افغان کډوالو ستنېدنه وه. د ښاغلي سادات په خبره؛ په یاد کال کې د امریکا حکومت چې د دوی متحد هم و، له افغانانو مخ واړاوه.

له بل پلوه په جنیوا کې د افغانستان استازي نصیر احمد اندېشه هم د طالبانو ډېپلوماټیک وضعیت د اندېښنې وړ بللی او ویلي یې دي، چې د دغه ډلې د ویاندویانو د ادعاوو برعکس ۲۰۲۵کال په حقیقت کې د طالبانو لپاره د شاتګ، ماتې او د ډېپلوماټیکو اړیکو د ړنګېدو کال و.

طالبي ګومارنې؛ ملاهبت الله د لسو طالب چارواکو دندې بدلې کړې

۱۱ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱ جنوری ۲۰۲۶، ۰۸:۴۰ GMT+۰

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پنج‌شنبه د (مرغومي ۱۱مه) پر اېکس پاڼه لیکلي، چې د ملاهبت الله په امر لس تنه طالب چارواکي تغیر او د دغې ډلې د کورنیو چارو وزارت چوکاټ کې په دندو ګومارل شوي دي. په دغه تازه ګومارنو کې د طالبانو د یوشمېر ولایتونو واليان نورو ولایتونو ته تغیر شوي دي.

د مجاهد د معلوماتو له مخې؛ ملاهبت الله جوزجان کې خپل مخکېنی والي ګل حیدر شفق د بامیانو لپاره د نوي والي په توګه ټاکلی او د بامیان مخکېنی والي ملا عبدالله سرحدي یې بیا د هغه پر ځای جوزجان کې ګومارلی دی. همدا راز د یادې ډلې د چارو ادارې د فساد سره د مبارزې مخکېنی رییس مولوي غلام الرحمن حیدري د ننګرهار ولایت مرستیال او د خالد قول اردو مخکېنی درستیزوال حافظ انځر ګل یې بیا د لغمان ولایت د مرستیال په توګه ټاکلی دی.

ملا هبت الله همدا راز د لغمان لپاره امنیه قوماندان، د سپین بولدک کمیسار، د کندهار میوند ولسوالۍ لپاره ولسوال، د کندهار زون د حمایوي کنډک قوماندان او د سمنګان ولایت لپاره امنیه قوماندان هم تغیر کړي دي. د طالبانو مشر د تېر په څېر یو ځل بیا یوازې طالب ملایان او د خپلې ډلې جنګي غړي په دندو ګومارلي دي.

ملاهبت الله د خپل طبعیت له مخې؛ د طالبانو په حکومتي چوکاټ کې هېڅ سیاسي ګوند او د دغه ډلې د نظریاتو خلاف کسانو ته ځای نه ورکوي. نړۍوال بنسټونه او حکومتونه نیوکې کوي، چې طالبانو په افغانستان کې حکومتي سېسټم یوازې تر خپلې ډلې پورې محدود کړی او نورو افغانانو ته په دولتي دندو او لوړو حکومتي څوکیو کې ونډه نه ورکوي.

د ۲۰۲۶کال په لومړۍ ورځ؛ طالبانو په روزګان، بلخ او ننګرهار کې اته کسان په دُرو وهلي دي

۱۱ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱ جنوری ۲۰۲۶، ۰۸:۲۱ GMT+۰

د طالبانو سترې محکمې د درېیو جلا خبرپاڼو په خپرولو سره ویلي، چې په روزګان، بلخ او ننګرهار ولایتونو کې یې اته کسان په دُرو وهلي دي. د یادې محکمې په خبره؛ دغه کسان یې «د زنا، لواطت، الکولي مشروباتو د پلور او غلا» په تور په دُرو وهلي دي.

د یادې محکمې له‌خوا په لومړۍ خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په روزګان ولایت کې یې شپږو کسانو ته «د غلا او لواطت» په تور له يو تر دوو کلونو تنفيذي بند او ۳۹ـ ۳۹ دُرو سزا ورکړې ده. د یادې محکمې له‌خوا په دویمې خبرپاڼه کې راغلي، چې په ننګرهار ولایت کې یې یو کس ته د «زنا» په تور د دوه کلن تنفيذي بند او ۳۹ دُرو سزا ورکړې ده.
یادې محکمې په خپلې درېیمې خبرپاڼه کې ویلي، چې په بلخ ولایت کې یې یو کس ته د «الکولي مشروباتو د پلور» په تور د یو کلن تنفیذي بند او ۳۹ دُرو سزا ورکړې ده.

د طالبانو سترې محکمې د خپرو شویو شمېرو له‌مخې؛ دغې ډلې د خپلې واکمنۍ له پیل راهیسې ۱۸۴۸ کسانو ته په عام محضر کې سزاوې ورکړې دي. په دغه کسانو کې ۲۵۰ مېرمنې هم شاملې دي.

دغې ډلې په ۲۰۲۵ کال کې بیا لږ تر لږه ۱۰۳۰ کسان د بېلابېلو تورونو په تور په عام محضر کې په دُرو وهلي دي. د افغانستان انټرنشنل - پښتو د څېړنو له‌مخې؛ په ۲۰۲۵ کال کې په افغانستان کې بدني سزاوې د تېر کال پرتله دوه برابره زیاتې شوې وې.