• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پنټاګون پر تایوان له ۳۲۸ میلیون ډالرو ډېرو پوځي تجهیزاتو پلورل تصویب کړل

۱۱ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱ جنوری ۲۰۲۶، ۱۷:۱۱ GMT+۰

د امریکا د جګړې وزارت د یوه امریکایي شرکت(لاک هیډ مارټین)له لارې پر تایوان له ۳۲۸میلیون ډالرو څخه د زیاتو پوځي تجهیزاتو پلورل تصویب کړل. د رویټرز خبري اژانس دراپور له مخې، پنټاګون دا ګام د هغه څه د پوره کولو لپاره پورته کړ چې واشنګټن د تایوان لپاره «بیړنۍ عملیاتي اړتیا» بللې ده.

دا په داسې حال کې ده چې متحده ایالات له چین سره رسمي اړیکې لري، خو دله تایوان ټاپو سره هم غیر رسمي اړیکې ساتي.

ترویج لرونکی

طالبانو د کابل او یوشمېر ولایتونو لپاره د اوبلن ګاز نوې بیې اعلان کړې
۱

طالبانو د کابل او یوشمېر ولایتونو لپاره د اوبلن ګاز نوې بیې اعلان کړې

۲

طالبانو په کندهار او نیمروز کې تر ۱۴زره کیلو ګرامه ډېر نشه‌يي توکي او انساني درمل سوځولي

۳

ولې غوماشې ځینې انسانان ډېر چیچي او ځینې کم؟

۴

له نړیوال جام څخه د ارجنټاین د اېستلو کمپاین کې له ۲۳ میلیونه ډېرو کسانو لاسلیکونه وکړل

۵
ځانګړی

سرچینې: د ملاهبت الله نږدې کړۍ له هغه سره د نړۍوال پلاوي د لیدنې اجازه نه‌ده ورکړې

•
•
•

نور کیسې

اسراییل په غزې تړانګه کې د ۳۷ مرستندویه سازمانونو فعالیت ځنډولی

۱۱ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱ جنوری ۲۰۲۶، ۱۶:۴۱ GMT+۰
100%

اسراییل د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د غزې په تړانګه کې د ۳۷ لویو نړیوالو مرستندویه سازمانونو د فعالیت جوازونه ځنډول شوي دي. اسراییل ویلي چې د دې سازمانونو جوازونه د امنیت او شفافیت د شرایطو نه پوره کولو له امله ځنډول شوي.

له اسراییل بهر د یهودیانو په چارو کې د دغه هېواد اړوند وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې د دې سازمانونو جواز د امنیت او شفافیت د شرایطو نه پوره کولو له امله ځنډول شوی دی.

یاد وزارت زیاته کړې چې اصلي ستونزه د دې سازمانونو له خوا د خپلو فلسطیني کارکوونکو بشپړ او تصدیق شوي معلومات نه وړاندې کول دي.

د اسراییلي چارواکو په وینا، دا اقدام د دې لپاره دی چې د «ترهګرو عناصرو» د نفوذ مخه په بشردوستانه بنسټونو کې ونیول شي.

په ایران کې د اقتصادي ستونزو پرضد لاریونونو کې څو کسان وژل شوي

۱۱ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱ جنوری ۲۰۲۶، ۱۴:۲۲ GMT+۰
100%

رویټرز راپور ورکړې چې په ایران کې د پنجشنبې په ورځ د اقتصادي ستونزو پر ضد لاریونونو کې تاوتریخوالی شوی او څو کسان وژل شوي دي. دا تر ټولو لوی لاریونونه بلل شوي چې په وروستیو دریو کلونو کې په ایران کې کیږي.

د فارس نیمه دولتي خبري اژانس د یوې «باخبره سرچینې» له قوله ویلي، چې د لورېګان په ښار کې د پولیسو او وسله‌والو لاریون کوونکو ترمنځ په نښتو کې څو کسان وژل شوي دي.

د بشري حقونو یوې ډلې «هنګاو» هم ویلي، چې په لورېګان کې امنیتي ځواکونو پر مظاهره چیانو ډزې کړې او یو شمېر کسان یې وژلي او ټپیان کړي دي.

د لورېګان پیښې او تر دې وړاندې د امنیتي ځواکونو د یوه غړي او د یوه بل لاریون کوونکي وژل کېدل، په ټول ایران کې د روانو لاریونونو د شدیدېدو نښه بلل کېږي.

دا لاریونونه د یکشنبې له ورځې راهیسې پیل شوي دي.

د سپاه پاسداران قول اردو د انقلابي ساتونکو قول اردو وویل، چې د هغوی اړوند د بسیج رضاکار ځواک یو غړی «امیرحسام خداياري فرد» دکوه‌دشت ښار کې وژل شوی او ۱۳ نور ټپیان دي.

هنګاو ویلي، چې د چهارشنبې په ورځ د اصفهان په ولایت کې یولاریون کوونکی وژل شوی دی.

راپورونه زیاتوي چې د پنجشنبې په ورځ د فارس ولایت د مرودشت ښار کې هم لاریونونه شوي دي. همدارنګه رپوټونه وايي، په کرمانشاه، خوزستان او همدان ولایتونو کې یو شمېر لاریون کوونکي نیول شوي دي.

یو شمېر لاریون کوونکو د اخوندانو خلاف شعارونه ور کړي او وايي، چې د اخوندانو حکومت سږ کال سقوط کوي.

پاکستان او هند د خپلو اټومي تاسیساتو لېستونه سره تبادله کړل

۱۱ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱ جنوری ۲۰۲۶، ۱۴:۰۵ GMT+۰
100%

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، اسلام اباد او نوي ډیلي د پنجشنبې په ورځ د خپلو اټومي تاسیساتو تازه شوي لېستونه سره تبادله کړل. د یاد وزارت ویاند طاهر حسین اندرابي وویل، چې دا تبادله پر اټومي تاسیساتو د بریدونو د مخنیوي له تړون سره سمه شوې ده.

دغه تړون په ۱۹۸۸ کال کې د دواړو هېوادونو تر منځ لاسلیک شوی و اوله ۱۹۹۲ کال راهیسې دواړه هېوادونه د هر کال پر لومړۍ ورځ دا لېستونه سره شریکوي.

همدارنګه، د ۲۰۰۸ کال د کونسلګرۍ تړون له مخې، دواړه هېوادونه د بندیانو لېستونه هم د جنورۍ او جولای پر لومړۍ نېټه سره تبادله کوي.

د چین-تایوان اړیکو په اړه اندرابي وویل چې پاکستان په دوامداره توګه د چین ملاتړ کوي او د چین اصولو ته پابند دی.

د سویس د تېرې شپې د اورلګېدنې د مړو شمېر ۴۰ تنو ته رسېدلی

۱۱ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱ جنوری ۲۰۲۶، ۱۳:۵۵ GMT+۰
100%

سویسي او ایټالیايي چارواکو ویلي، چې د نوي کال پر شپه د سویس د کرانز-مونتانا په یوه کلب کې د اور لګېدو له کبله تر ۴۰ پورې کسان مړه شوي او شاوخوا ۱۰۰ نور ټپیان دي. د سویس پولیسو ویلي چې "لسګونه" کسان مړه شوي دي.

اور د ډسمبر پر ۳۱مه د کرانز-مونتانا په یوه بار کې چې «لو کونستلاڅیون» نومېږي ولګېد.

د اور لګېدو لامل چې لومړی د چاودنې په ډول و، تر اوسه روښانه نه دی، خو چارواکو ویلي، چې داسې ښکاري دا یوه پېښه وه، نه برید.

د سویس پولیسو وویل چې "لسګونه" کسان مړه شوي او شاوخوا ۱۰۰ټپيان شوي دي.

په سویس کې د ایټالیا سفیر ویلي، چې د سویس پولیسو معلومات ښيي چې شاوخوا ۴۰ کسان مړه شوي. سویسي چارواکو د کره شمیرې له ورکولو ډډه کړې ده.

ویډیويي مواد ښيي چې امبولانسونه پر لیکه ولاړ دي او هلیکوپټر د پېښې قربانیان نږدې روغتونونو ته لیږدوي.

دوو ځوانو فرانسوۍ ښځو چې په بار کې وې، فرانسوي تلویزیون بي ایف ایم ته وویل چې اور د کلب په زیرزمیني کې د یوه بوتل له امله پیل شوی چې «د میلاد شمعې» پکې وې او له لرګین چت سره ډېر نږدې نیول شوی و.

د رویټرز له خوا تایید شوې ویډیو ښيي چې اور له ودانۍ څخه خپرېږي او خلک له کلب نه بهر منډې وهي او چیغې وهي.

د سیمې د پولیسو مشر فریدریک ګیسلر وویل: « زموږ په شمېر شاوخوا ۱۰۰ټپيان دي، چې ډېری یې جدي حالت لري او له بده مرغه لسګونه کسان مړه شوي ګڼل کېږي».

په ۲۰۲۵کال کې خبریالان او پاکستانۍ رسنۍ له سخت حکومتي سانسور سره مخ وې

۱۱ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱ جنوری ۲۰۲۶، ۰۷:۴۲ GMT+۰
100%

د پاکستان د ورځپاڼو د مدیرانو شورا (CPNE) د رسنیو د ازادۍ او څار کمېټې له‌خوا خپور شوی کلنی راپور ښيي، چې دغه هېواد کې رسنۍ او خبریالان له سخت حکومتي کنټرول او سانسور سره مخ وو. دوی وایي، خبریالان په ۲۰۲۵کال کې له سختو جدي ننګوونو او ګواښونو سره هم مخ شوي.

د راپور له مخې؛ دغه ګواښونو کې د خبریالانو وژل کېدل، نیول کېدل، د خیانت قضیو جوړېدل، د خپرونو د جبري بندولو امرونه، د بانکي حسابونو تړل، د ممنوع‌الخروج کسانو په نوملړ کې د خبریالانو نومونو شاملول او د دولتي ادارو د اعلانونو بندول په‌کې شامل وو.

په راپور کې ویل شوي، چې یوازې په ۲۰۲۵کال کې پنځه خبریالان وژل شوي، شپږ نور د قضیو، نیونو او یا هم د حکومتي اقداماتو سره مخ شوي او درې نور خبریالان د ځورولو هدف ګرځېدلي دي. همدارنګه، په همدې کال کې دوه خبري ناستې بندې شوې، پر دوو رسنیزو دفترونو بریدونه شوي او د رسنیو پر وړاندې د تاوتریخوالي دوه جدي پېښې ثبت شوې دي.

راپور زیاتوي، چې د دې ټولو تر څنګ دوه پراخ ډیجیټلي محدودیتونه او د یوې لانجمنې قانوني مسودې تصویب، د بیان ازادۍ ته درنه ضربه رسولې ده. یو شمېر خبریالان له فوق‌العاده اقداماتو سره هم مخ شوي؛ لکه د ملي پېژندپاڼو ځنډول، د بانکي حسابونو تړل او د ۲۰۱۶کال د «برېښنایي جرمونو د مخنیوي قانون (PECA)» پر بنسټ عدلي تعقیب.

د پاکستانۍ ورځپاڼو د شورا په وینا؛ په ټول پاکستان کې د چاپي او برېښنایي رسنیو خپرېدونکې محتوا تر ډېره یو شان شوې، چې دا حالت په دغه هېواد کې د خپلواک ژورنالېزم د راتلونکي په اړه جدي پوښتنې راولاړوي.

د همدې وضعیت له امله پاکستان په ۲۰۲۵کال کې د بې‌پولې خبریالانو (ار‌ اېس اېف) د مطبوعاتو د ازادۍ په نړۍوال شاخص کې شپږ درجې شاته تللی او د ۲۰۲۴کال د ۱۵۲م مقام څخه ۱۵۸م ځای ته لوېدلی دی.

راپور ټینګار کوي، چې د پاکستاني حکومت سخت‌دریځې تګلارې او د PECA قانون جبري او وسیله‌يي کارونه، پر اعلانونو سخت کنټرول، د رسنیو لپاره محدودوونکې لارښوونې او پراخ سانسور، ډېرې ورځپاڼې تړل کېدو ته اړ اېستې دي.

د راپور د لیکوالانو په وینا؛ د یو شمېر لویو رسنیو تحریریه خونې اوس تشې شوې او ګڼو رسنیزو بنسټونو په پراخه کچه د خپلو کارکوونکو ګوښه‌کېدو ته مخه کړې ده.