هرانا: د ایران په لاریونونو کې لږ تر لږه ۱۱۹ معترضین نیول شوي او ۷ کسان وژل شوي

د هرانا خبري وېبپاڼې راپور ورکړی، چې د ایران د سراسري اعتراضونو په پنځو ورځو کې لږ تر لږه ۱۱۹ کسان نیول شوي او اووه نور وژل شوي دي. د راپور لهمخې، دا اعتراضونه د ایران د بېلابېلو ولایتونو لږ تر لږه ۳۲ ښارونو ته غځېدلي دي.
