پزشکیان: موږ د «شهادت» لپاره چمتو یو

د ایران ولسمشر مسعود پزشکيان د قاسم سلیماني د تلین مراسمو کې وویل: «موږ د شهادت لپاره چمتو یو، ځکه شهادت د انسان لپاره تر ټولو ښکلی نصیب دی.»

د ایران ولسمشر مسعود پزشکيان د قاسم سلیماني د تلین مراسمو کې وویل: «موږ د شهادت لپاره چمتو یو، ځکه شهادت د انسان لپاره تر ټولو ښکلی نصیب دی.»
هغه زیاته کړه: «موږ د خپل هېواد لپاره هر ډول قربانۍ ته چمتو یو. زموږ ظالم دوښمنان دې موږ د شهادت په نوم نه وېروي.»پزشکيان زیاته کړه: «موږ به له خپلو ټولو دولتي چارواکو په پوره ځواک ملاتړ وکړو او هڅه به کوو.»دا په داسې حال کې ده، چې قاسم سلیماني د امریکا یوه ډرون برید کې وژل شوی و او نن یې شپږم تلین دی.

اسراییل د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د غزې په تړانګه کې د ۳۷ لویو نړیوالو مرستندویه سازمانونو د فعالیت جوازونه ځنډول شوي دي. اسراییل ویلي چې د دې سازمانونو جوازونه د امنیت او شفافیت د شرایطو نه پوره کولو له امله ځنډول شوي.
له اسراییل بهر د یهودیانو په چارو کې د دغه هېواد اړوند وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې د دې سازمانونو جواز د امنیت او شفافیت د شرایطو نه پوره کولو له امله ځنډول شوی دی.
یاد وزارت زیاته کړې چې اصلي ستونزه د دې سازمانونو له خوا د خپلو فلسطیني کارکوونکو بشپړ او تصدیق شوي معلومات نه وړاندې کول دي.
د اسراییلي چارواکو په وینا، دا اقدام د دې لپاره دی چې د «ترهګرو عناصرو» د نفوذ مخه په بشردوستانه بنسټونو کې ونیول شي.
طالبانو ویلي، چې د «دوتاڼي» په نوم یو خصوصي شرکت غواړي په کندوز کې د ۱۳.۵ میلیونه ډالرو په ارزښت د ۲۰ میګاواټه لمریزې برېښنا د تولید په پروژه کې پانګونه وکړي. د دوی په وینا، دغه شرکت د یادې پروژې د تطبیق لپاره له طالبانو د ۲۰۰ جریبه ځمکې غوښتنه کړې ده.
د یاد شرکت مسوولینو د سېشنبې په ورځ (د مرغومي ۹مه) په کندوز کې د طالبانو له والي سره د ۲۰ میګاواټه لمریزې برېښنا د تطبیق په پروژه کې د پانګونې پلان شریک کړی.
په کندوز کې د طالبانو د والي دفتر د یادې پروژې د پلي کولو لپاره د ځمکې د تثبیت په موخه د یو ګډ پلاوي د ټاکلو لارښوونه کړې.
طالبانو زیاته کړې، چې د همدې پروژې په پلي کولو سره به ۱۵ زره کورنیو ته ډاډمنه برېښنا برابره شي.
د جرمني پولیس وایي چې غلو د دغه هېواد د ګلزنکیرشن ښار د «شپارکاسه بانک»د یوې څانګې خزانه په نښه کړې او ګڼ شمېر د امانتونو او سروزرو ساتلو صندوقونه یې مات کړي دي. جرمنۍ رسنۍ وايي، چې ډېر زیانمن شوي مشتریان ترکي الاصله دي.
د پولیسو د معلوماتو له مخې، د غلا شویو شتمنیو ارزښت شاوخوا ۳۰میلیونه یورو ته رسېږي.
پولیس وایي، د غلا پر مهال په بانک کې د اور لګېدود خبرتیا سیستم فعال شوی و، چې له امله یې اور وژونکي او د پولیس ځواکونه ودانۍ ته ورسېدل. د پلټنو پر مهال د خزانې خونې ته د ناقانونه ننوتلو نښې ولیدل شوې.
د پولیسو په وینا، غلو د یوې لویې برمې (ډریل) په وسیله ځانونه د بانک د خزانې خونې ته رسولي او هلته یې د امانتونو صندوقونه پرانیستي او لوټلي دي.
د طالبانو بهرنیو چارو وزارت، د اسراییل له خوا د فدرالي جمهوریت سومالیا د «سوماله لیند» د سیمې د خپلواک دولت په توګه پېژندل په کلکه غندلي او دا یې د نړیوال قانون او د سومالیا د ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا سرغړونه بللې ده.
د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې د اسراییل دغه اقدام د اسلامي هېواد د وېش هڅه بلل کېږي او په سیمهییزه کچه د سولې او ثبات لپاره منفي پایلې لري.
وزارت ټینګار کړی چې د داسې اقداماتو هېڅ قانوني مشروعیت یا بنسټ نشته.
په په خپرپاڼه کې د نړیوالو قوانینو د رعایت او د اسلامي هېوادونو د حاکمیت ساتنې غوښتنه شوې او یادونه شوې، چې د سیمې په ثبات او امنیت کې د هر ډول بهرني مداخلت مخنیوی اړین دی.
اوکرایني رسنیو خبر ورکړی چې بېګاه شپه، ددغه هېواد بې پېلوټه الوتکو د روسیې په سمارا ولایت کې د سیزران د تېلو تصفیه خونو باندې برید کړی. راپورونه زیاتوي، د برید له امله په ښار برېښنا هم پرې شوې.
په ټولنیزو رسنیو کې خپرو شویو ویډیوګانو او د سیمې د اوسېدونکو د څرګندونو له مخې، دغه تصفیهخونه څو ځله په نښه شوې ده.
راپورونه وایي، چې د سیزران ښار یوه برېښنايي فرعي شبکه هم د برید هدف ګرځېدلې او یوه ویډیو د دغې شبکې پر مستقیم لګېدنه دلالت کوي.
د ښار اوسېدونکو د برید له امله د برېښنا پرې کېدو خبر ورکړی دی.
تر اوسه د روسیې چارواکو د دې برید په اړه رسمي څرګندونې نه دي کړي.