• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

امریکا یو شکمن کس له داعــ.ش څخه په الهام د احتمالي برید په تړاو نیولی دی

۱۲ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲ جنوری ۲۰۲۶، ۲۳:۵۵ GMT+۰تازه شوی: ۱۳ مرغومی ۱۴۰۴ - ۳ جنوری ۲۰۲۶، ۰۲:۳۲ GMT+۰

د امریکا عدلیې وزارت اعلان کړی، چې د کریسټین ستورډیونټ په نوم یو ۱۸ کلن ځوان په شمالي کارولینا کې له داعــ.ش څخه په الهام د «ترهګریز» برید د ترسره کولو په هڅه تورن شوی دی. تورن کس مخکې خبرداری ورکړی و، چې امریکا به د داعــ.ش پر اهدافو د بریدونو بیه پرې کړي.

ستورډیونټ چې امریکايي تبعه دی او تېره میاشت ۱۸ کلن شوی، غوښتل د چاقو او چکش په وسیله د شمالي کارولینا پر یوه پلورنځي برید وکړي.

د ستورډیونټ په اړه څېړنې په ۲۰۲۲ کال کې پیل شوي، هغه مهال چې نوموړی لا قانوني عمر ته نه‌و رسېدلی.

د امریکايي چارواکو په وینا، هغه په انټرنېټ کې د داعش اړوند مطالب لوستي او د دې ډلې وېب‌‌پاڼو ته داخل شوی او وروسته یې له داسې کس سره اړیکه نیولې وه، چې ګومان یې کاوه د داعش غړی دی، خو په حقیقت کې هغه د نیویارک د پولیسو یو پټ مامور و.

په شمالي کارولینا کې د امریکا د څارنوال راس فرګوسن په وینا، ستورډیونټ له یاد استخباراتي کس سره په خبرو کې له داعش سره د وفادارۍ ژمنه کړې وه او د جهاد په تړاو یې خپل پلانونه څرګند کړي و.

د اف‌‌بي‌‌ای چارواکي وایي، دوی د هغه د کور د پلټنې پر مهال د «د نوي کال د ماښام برید» په نوم یو په لاس لیکل شوی سند موندلی، چې پکې ویل شوي و، هدف یې «د امکان تر حده د چاقو په وسیله د ملکي وګړو په نښه کول او د قربانیانو شمیر ۲۰ یا ۲۱» اټکل شوی و.

د هغه له ځایه یو بل لاسلیک شوی یادښت هم ترلاسه شوی، چې په‌کې د «جهاد» غوښتنه لیکل شوې وه. د محکمې د اسنادو له‌مخې، ستورډیونټ په خپلو یادښتونو کې د «امریکا او لوېدیځ د بشپړې ویجاړۍ» غوښتونکی و.

د امریکا فدرالي تحقیقاتي اداره ادعا کوي، هغه په هماغه وخت کې له داسې کس سره په تماس کې و، چې ګومان کېده د داعش غړی دی او دغه کس هغه هڅولی و، چې پر خپل ګاونډي د «چکش او چاقو» په وسیله برید وکړي.

د محکمې د اسنادو له‌مخې، هغه مهال چې نوموړي «په بشپړه توګه تورې جامې اغوستې وې» او له کور څخه د وتلو په درشل کې و، د هغه نیکه یې مخه ونیوله او مهار یې کړ.

د محکمې د اسنادو له‌مخې، هغه د ډسمبر په ۱۵مه په یوه پیغام کې لیکلي و: «زه د مرګ لپاره چمتو یم». او ویلي یې و چې «مسیحي مشرکان او د ال‌جي‌بي‌ټي‌کيو کسان» به هدف ګرځوي.

ترویج لرونکی

محمد نبي: د شاپور ناروغي عادي نه‌ده
۱

محمد نبي: د شاپور ناروغي عادي نه‌ده

۲
تازه خبر

کونړ کې د سوات د کډوالو په کور کې چاودنه؛ د یوې ښځې او ماشومانو په ګډون پنځه کسان وژل شوي

۳

په ټورنټو کې د افغان خبریالانو په ګډون د بیان ازادۍ مرکز خپله درېیمه کلنۍ ناسته ترسره کړی

۴

د پاکستان ډالري جګړه؛ محمود فضلي وایي د سهیل اپریدي څرګندونو د دغه جګړې حقیقت بربنډ کړ

۵

مېټا کمپنۍ د طالبانو اړوند ډېری وټس‌اپ ګروپونه له‌منځه وړي دي

•
•
•

نور کیسې

د جرمني مسیحي سوسیال ګوند: افغانان او سوریایان وباسئ او اوکراینیان جګړې ته واستوئ

۱۲ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲ جنوری ۲۰۲۶، ۲۳:۰۷ GMT+۰

د جرمني د مسیحي سوسیال ګوند یوه طرحه چمتو کړې او په‌کې یې له جرمني څخه د افغانانو او سوریایانو د شړلو او د روسیې پر وړاندې جګړې ته د اوکراینیانو د لېږلو وړاندېز کړی دی. په یاده طرحه کې په جبري توګه د افغانانو او سوریایانو پر اېستنې ټينګار شوی دی.

د جرمني د رسنیو د راپورونو له‌مخې، د مسیحي سوسیال ګوند د جرمني پارلمان ته یو سند چمتو کړی او یاد ګوند پر دې باور دی، چې په سوریه کې د کورنۍ جګړې له پای ته رسېدو وروسته ګڼو سوریايي کډوالو لپاره د «ملاتړ اساسي دلیل» له‌منځه تللی دی.

د جرمني رسنیو دا نه‌ده روښانه کړې، چې د ګوند هدف په دغه هېواد کې مېشت ټول افغانان او سوريايي وګړي دي او که کوم ځانګړی ګروپ.

همدارنګه په یاد سند کې راغلي، هغه کډوال چې په خپله خوښه له جرمني څخه نه‌وځي باید په زوره وشړل شي.

په دغه سند کې همدارنګه وړاندیز شوی، چې په ۲۰۲۶ کال کې باید د افغانانو او سوریایانو په ګډون د منظمو الوتنو له لارې د کډوالو د اېستنې پراخ عملیات ترسره شي.

د یاد ګوند پارلماني ډلې د مونشن تر څنګ په ټول هېواد کې هم د کډوالو د اېستنې مرکزونو او ځانګړو ترمینلونو د جوړولو غوښتنه کړې ده.

د یادې طرحې په یوه برخه کې د اوکرایني کډوالو پر وړاندې هم د سخت چلند وړاندیز شوی دی. د یاد وړاندیز له‌مخې، هغه اوکرایني نارینه چې د عسکري خدمت په عمر دي باید د روسیې پر وړاندې د خپل هېواد د دفاع په موخه بېرته اوکراین ته واستول شي.

د یادې طرحې په بله برخه کې بیا د هغو کسانو د شړلو غوښتنه شوې، چې د «ولسواکۍ دښمنان» بلل کېږي او ټینګار شوی، چې د «خلافت» یا «اسلامي دولت» د رامنځته کولو لپاره عامه کمپاین باید جرم وګڼل شي. د یاد وړاندیز پر بنسټ د جرمني ډیموکراتیک نظم د لغو کولو غوښتنه یا د یهودانو ضد جرمونه ترسره کول باید د استوګنې د جبرې لغو کولو او د دوه ګوني تابعیت په صورت کې باید د جرمني تابعیت یې لغوشي.

دغه دریځ د جرمني د ګیڼ اړخ ګوند له سخت غبرګون سره مخ شوی دی.

د جرمني ګیڼ اړخ ګوند په پارلمان کې دغه طرحه «بدبینانه او له حقوقي اړخه خطرناکه» بللې او ویلي یې دي، چې سوریه او افغانستان خوندي هېوادونه نه‌دي.

له دې وړاندې هم د جرمني لومړي وزیر له دغه هېواد څخه د مجرم سوريايي وګړو د جبري اېستنې بهیر د پیلیدو غوښتنه کړې وه.

ایران: د امریکا غیر‌ مسوولانه دريځ ترهګرۍ ته د ایرانیانو هڅونه ده

۱۲ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲ جنوری ۲۰۲۶، ۲۱:۲۷ GMT+۰

د ایران بهرنیو چارو وزارت په خپلو کورنیو چارو کې د امریکا د ولسمشر او نورو امریکايي چارواکو لاسوهنه غندلې او دا یې له نړۍوالو قوانینو سرغړونه یاده کړې. دغه وزارت ویلي: «د امریکا غیر مسوولانه دريځ تاوتریخوالي او ترهګرۍ ته د ایرانیانو هڅونه ده».

د ایران بهرنیو چارو وزارت د جمعې په ورځ (د مرغومي ۱۲مه) د امریکا د ولسمشر د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې ویلي، چې دا ډول دريځ د ایران ملت پر وړاندې د امریکا د ځورونې او غیر قانوني چلند دوام دی.

بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د امریکا دا هڅې د ملګرو ملتونو د منشور او د هېوادونو د ملي حاکمیت د درناوي په تړاو د نړۍوالو قوانینو له اساسي‌ اصولو څخه سرغړونه ده.

په اعلامیه کې راغلي، چې له ایرانیانو سره د امریکا خواخوږي «غولوونکې» ده او زیاته کړې یې ده: «د ایران په چارو کې د امریکا د بېلابېلو حکومتونو د جرمي مداخلو اوږد تاریخ ته په پام، د ایران د لوی ملت لپاره د خواخوږۍ ادعا منافقانه ده او موخه یې د عامه افکارو غولول او د ایرانیانو پر وړاندې د ترسره شویو ګڼو جرمونو پټول دي».

په اعلامیه کې ټینګار شوی، چې ایرانیان به د ستونزو د حل لپاره په خبرو او تعامل کې هیڅ ډول ناسمې لاسوهنې ته اجازه ور نه‌کړي.

ایران خبرداری ورکړی: «د ایران پر وړاندې د امریکايي چارواکو ګواښوونکي څرګندونې د صهیونیست رژیم د سیمې د کړکیچونو له زیاتولو پالیسۍ سره سم ارزوي او ټینګار کوي چې د هر ډول تیري پر وړاندې به د ایران ځواب چټک، پرېکنده او جامع وي».

ایران په داسي‌ وضعیت کې د سیمې د بې بثاتۍ د پایلو مسووله امریکا یاده کړې.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جمعې په ورځ «د مرغومي ۱۲مه» چې په ایران کې د روانو لاریونونو له شپږمې ورځې سره برابره ده، ویلي، که د ایران حکومت پر سوله‌ییزو لاریونوالو ډزې وکړي او هغوی په تاوتریخوالي سره ووژني، نو امریکا به د دغو خلکو د ژغورلو لپاره لاس په کار شي.

ملګر‍وملتونو ایران کې د لاریونونو په تړاو د تاوتریخوالي راپورونو په اړه اندېښنه څرګنده کړې

۱۲ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲ جنوری ۲۰۲۶، ۲۰:۵۰ GMT+۰

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنر ولکر ټورک له ایراني چارواکو غوښتي، چې د بیان ازادۍ، ازادو ټولنیزو اتحادیو جوړولو او سوله‌ییزې راټولېدنې حقونو ورکړې ته درناوی وکړي. دا په داسې حال کې ده، چې له شپږو ورځو راهیسې په ایران کې د اقتصادي مسایلو په تړاو لاریونونه روان دي.

ولکر ټورک ویلي، چې ملګري ملتونه په ایران کې د روانو اعتراضونو او د تاوتریخوالې راپورونه څاري.

ولکر ټورک زیاته کړې:«هر فرد باید وکولی شي په سوله‌ییزه توګه اعتراض وکړي او خپل شکایتونه څرګند کړي».

په ایران کې له شپږو ورځو راهیسې اعتراضي لاریونونه روان دي. دغه لاریونونه د ډالر پر وړاندې د تومان د ارزښت د رالوېدو له امله راوتي او د راپورونو له‌مخې، دولتي ځواکونو پر معترضینو ډزې هم کړي او له امله یې مرګ ژوبله هم اوښتې، خو کره شمېر یې لا تراوسه مشخص شوی نه‌دی.

له دې سربېره ویل کېږي یو زیات شمېر معترضین د دولتي ځواکونو له لوري هم نیول شوي او ورسره هم مهاله د دغه هېواد ولسمشر مسعود پزشکیان له دلیل پرته د خلکو د نیولو په اړه ویلي، چې د خلکو لپاره باید ستونزې جوړې نه‌شي.

د بریتانیا د امنیت پخوانی وزیر: هغه څه چې په ایران کې پېښېږي پر بریتانیا مستقیم اغېز لري

۱۲ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲ جنوری ۲۰۲۶، ۲۰:۱۷ GMT+۰

د بريتانیا د پارلمان غړی او د امنیت پخوانی وزیر ټام توګندهاټ ویلي: «هغه څه چې په ایران کې پیښیږي په مستقیم ډول پر هغو پېښو اغېز لري، چې په بریتانیا کې رامنځته کېږي». هغه د دې موضوع د لاملونو په اړه وویل، په تېره شاوخوا یوه لسیزه کې، ایران له شلو څخه زیاتو پيښو کې ښکېل دی.

ټام توګندهاټ زیاته کړه: «زموږ استخباراتي او امنیتي ادارې په جدي ډول د ایران اړوندو مسایلو کې ښکېلې دي» او ډېره پاملرنه یې هغو عملیاتو ته کړې، چې د سپاه پاسداران له لوري د بریتانیا په دننه او په ټوله اروپا کې ترسره کېږي.

د بریتانیا د پارلمان دغه غړي همدارنګه وویل: «سپاه پاسداران او همدارنګه د ایران ایت‌الله‌ ملاتړي په بریتانیا کې د نژادي او مذهبي کرکو د پارولو هڅه کوي».

هغه ټینګار وکړ: «ډېرې هغه ډلې چې ځانونه د ازاد فلسطین پلویان بولي او همدارنګه ډېر هغه جریانونه چې له یهودیت ضد سره تړاو لري؛ یوه ښکارنده چې له بده مرغه په تېرو دوو او درېیو کلونو کې په شدت زیاته شوې، د ایران له دولت او رژیم سره اړیکې لري».

د یادونې وړ ده، چې له تېرو شپږو ورځو راهیسې د ایران په ګڼو ښارونو کې د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د تومان ارزښت د رالوېدو له امله پراخ لاریونونه دوام لري. د راپورونو له‌مخې، په ځینو ښارونو کې پر لاریونوالو ډزې هم شوي، خو له امله یې د اوښتې احتمالي مرګ ژوبلې په تړاو په رسمي توګه څه نه‌دي ویل شوي.

مسعود پزشکیان: که اړتیا وي زه خپله له لاریونوالو سره خبرو ته کېنم

۱۲ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲ جنوری ۲۰۲۶، ۱۹:۲۵ GMT+۰

په ایران کې د لاریونونو پراخېدو په غبرګون د یاد هېواد ولسمشر مسعود پزشکیان ویلي:« که اړتیا وي، زه به خپله له لاریونوالو سره خبرې وکړم». په ایران کې له شپږو ورځو راهیسې د ډالر پر وړاندې د تومان ارزښت د رالوېدو له امله پراخ لاریونونه روان دي.

مسعود پزشکیان د جمعې په ورځ (د مرغومي ۱۲مه) د کرنې وزارت له چارواکو سره د یوې ناستې پرمهال ویلي، چې هټیوالو ته د ستونزو په پیدا کېدو خوښ نه‌دی او هغه کسان چې نیول شوي باید خبرې ورسره وشي.

نوموړي زیاته کړې: «که دوی پر حقه وي او په موږ کې تېروتنه وي، نو موږ به هڅه وکړو ځانونه سم کړو».

پزشکیان له دلیل پرته د خلکو د نیولو په اړه ویلي، چې د خلکو لپاره باید ستونزې جوړې نه‌شي.

دا په داسې حال کې ده، چې له تېرو شپږو ورځو راهیسې د ایران په ګڼو ښارونو کې د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د تومان ارزښت د رالوېدو له امله پراخ لاریونونه دوام لري. د راپورونو له‌مخې، په ځینو ښارونو کې پر لاریونوالو ډزې هم شوي، خو له امله یې د اوښتې احتمالي مرګ ژوبلې په تړاو په رسمي توګه څه نه‌دي ویل شوي.