• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ایران: د امریکا غیر‌ مسوولانه دريځ ترهګرۍ ته د ایرانیانو هڅونه ده

۱۲ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲ جنوری ۲۰۲۶، ۲۱:۲۷ GMT+۰تازه شوی: ۱۲ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲ جنوری ۲۰۲۶، ۲۳:۰۳ GMT+۰

د ایران بهرنیو چارو وزارت په خپلو کورنیو چارو کې د امریکا د ولسمشر او نورو امریکايي چارواکو لاسوهنه غندلې او دا یې له نړۍوالو قوانینو سرغړونه یاده کړې. دغه وزارت ویلي: «د امریکا غیر مسوولانه دريځ تاوتریخوالي او ترهګرۍ ته د ایرانیانو هڅونه ده».

د ایران بهرنیو چارو وزارت د جمعې په ورځ (د مرغومي ۱۲مه) د امریکا د ولسمشر د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې ویلي، چې دا ډول دريځ د ایران ملت پر وړاندې د امریکا د ځورونې او غیر قانوني چلند دوام دی.

بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د امریکا دا هڅې د ملګرو ملتونو د منشور او د هېوادونو د ملي حاکمیت د درناوي په تړاو د نړۍوالو قوانینو له اساسي‌ اصولو څخه سرغړونه ده.

په اعلامیه کې راغلي، چې له ایرانیانو سره د امریکا خواخوږي «غولوونکې» ده او زیاته کړې یې ده: «د ایران په چارو کې د امریکا د بېلابېلو حکومتونو د جرمي مداخلو اوږد تاریخ ته په پام، د ایران د لوی ملت لپاره د خواخوږۍ ادعا منافقانه ده او موخه یې د عامه افکارو غولول او د ایرانیانو پر وړاندې د ترسره شویو ګڼو جرمونو پټول دي».

په اعلامیه کې ټینګار شوی، چې ایرانیان به د ستونزو د حل لپاره په خبرو او تعامل کې هیڅ ډول ناسمې لاسوهنې ته اجازه ور نه‌کړي.

ایران خبرداری ورکړی: «د ایران پر وړاندې د امریکايي چارواکو ګواښوونکي څرګندونې د صهیونیست رژیم د سیمې د کړکیچونو له زیاتولو پالیسۍ سره سم ارزوي او ټینګار کوي چې د هر ډول تیري پر وړاندې به د ایران ځواب چټک، پرېکنده او جامع وي».

ایران په داسي‌ وضعیت کې د سیمې د بې بثاتۍ د پایلو مسووله امریکا یاده کړې.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جمعې په ورځ «د مرغومي ۱۲مه» چې په ایران کې د روانو لاریونونو له شپږمې ورځې سره برابره ده، ویلي، که د ایران حکومت پر سوله‌ییزو لاریونوالو ډزې وکړي او هغوی په تاوتریخوالي سره ووژني، نو امریکا به د دغو خلکو د ژغورلو لپاره لاس په کار شي.

ترویج لرونکی

محمد نبي: د شاپور ناروغي عادي نه‌ده
۱

محمد نبي: د شاپور ناروغي عادي نه‌ده

۲
تازه خبر

کونړ کې د سوات د کډوالو په کور کې چاودنه؛ د یوې ښځې او ماشومانو په ګډون پنځه کسان وژل شوي

۳

په ټورنټو کې د افغان خبریالانو په ګډون د بیان ازادۍ مرکز خپله درېیمه کلنۍ ناسته ترسره کړی

۴

د پاکستان ډالري جګړه؛ محمود فضلي وایي د سهیل اپریدي څرګندونو د دغه جګړې حقیقت بربنډ کړ

۵

مېټا کمپنۍ د طالبانو اړوند ډېری وټس‌اپ ګروپونه له‌منځه وړي دي

•
•
•

نور کیسې

ملګر‍وملتونو ایران کې د لاریونونو په تړاو د تاوتریخوالي راپورونو په اړه اندېښنه څرګنده کړې

۱۲ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲ جنوری ۲۰۲۶، ۲۰:۵۰ GMT+۰

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنر ولکر ټورک له ایراني چارواکو غوښتي، چې د بیان ازادۍ، ازادو ټولنیزو اتحادیو جوړولو او سوله‌ییزې راټولېدنې حقونو ورکړې ته درناوی وکړي. دا په داسې حال کې ده، چې له شپږو ورځو راهیسې په ایران کې د اقتصادي مسایلو په تړاو لاریونونه روان دي.

ولکر ټورک ویلي، چې ملګري ملتونه په ایران کې د روانو اعتراضونو او د تاوتریخوالې راپورونه څاري.

ولکر ټورک زیاته کړې:«هر فرد باید وکولی شي په سوله‌ییزه توګه اعتراض وکړي او خپل شکایتونه څرګند کړي».

په ایران کې له شپږو ورځو راهیسې اعتراضي لاریونونه روان دي. دغه لاریونونه د ډالر پر وړاندې د تومان د ارزښت د رالوېدو له امله راوتي او د راپورونو له‌مخې، دولتي ځواکونو پر معترضینو ډزې هم کړي او له امله یې مرګ ژوبله هم اوښتې، خو کره شمېر یې لا تراوسه مشخص شوی نه‌دی.

له دې سربېره ویل کېږي یو زیات شمېر معترضین د دولتي ځواکونو له لوري هم نیول شوي او ورسره هم مهاله د دغه هېواد ولسمشر مسعود پزشکیان له دلیل پرته د خلکو د نیولو په اړه ویلي، چې د خلکو لپاره باید ستونزې جوړې نه‌شي.

د بریتانیا د امنیت پخوانی وزیر: هغه څه چې په ایران کې پېښېږي پر بریتانیا مستقیم اغېز لري

۱۲ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲ جنوری ۲۰۲۶، ۲۰:۱۷ GMT+۰

د بريتانیا د پارلمان غړی او د امنیت پخوانی وزیر ټام توګندهاټ ویلي: «هغه څه چې په ایران کې پیښیږي په مستقیم ډول پر هغو پېښو اغېز لري، چې په بریتانیا کې رامنځته کېږي». هغه د دې موضوع د لاملونو په اړه وویل، په تېره شاوخوا یوه لسیزه کې، ایران له شلو څخه زیاتو پيښو کې ښکېل دی.

ټام توګندهاټ زیاته کړه: «زموږ استخباراتي او امنیتي ادارې په جدي ډول د ایران اړوندو مسایلو کې ښکېلې دي» او ډېره پاملرنه یې هغو عملیاتو ته کړې، چې د سپاه پاسداران له لوري د بریتانیا په دننه او په ټوله اروپا کې ترسره کېږي.

د بریتانیا د پارلمان دغه غړي همدارنګه وویل: «سپاه پاسداران او همدارنګه د ایران ایت‌الله‌ ملاتړي په بریتانیا کې د نژادي او مذهبي کرکو د پارولو هڅه کوي».

هغه ټینګار وکړ: «ډېرې هغه ډلې چې ځانونه د ازاد فلسطین پلویان بولي او همدارنګه ډېر هغه جریانونه چې له یهودیت ضد سره تړاو لري؛ یوه ښکارنده چې له بده مرغه په تېرو دوو او درېیو کلونو کې په شدت زیاته شوې، د ایران له دولت او رژیم سره اړیکې لري».

د یادونې وړ ده، چې له تېرو شپږو ورځو راهیسې د ایران په ګڼو ښارونو کې د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د تومان ارزښت د رالوېدو له امله پراخ لاریونونه دوام لري. د راپورونو له‌مخې، په ځینو ښارونو کې پر لاریونوالو ډزې هم شوي، خو له امله یې د اوښتې احتمالي مرګ ژوبلې په تړاو په رسمي توګه څه نه‌دي ویل شوي.

مسعود پزشکیان: که اړتیا وي زه خپله له لاریونوالو سره خبرو ته کېنم

۱۲ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲ جنوری ۲۰۲۶، ۱۹:۲۵ GMT+۰

په ایران کې د لاریونونو پراخېدو په غبرګون د یاد هېواد ولسمشر مسعود پزشکیان ویلي:« که اړتیا وي، زه به خپله له لاریونوالو سره خبرې وکړم». په ایران کې له شپږو ورځو راهیسې د ډالر پر وړاندې د تومان ارزښت د رالوېدو له امله پراخ لاریونونه روان دي.

مسعود پزشکیان د جمعې په ورځ (د مرغومي ۱۲مه) د کرنې وزارت له چارواکو سره د یوې ناستې پرمهال ویلي، چې هټیوالو ته د ستونزو په پیدا کېدو خوښ نه‌دی او هغه کسان چې نیول شوي باید خبرې ورسره وشي.

نوموړي زیاته کړې: «که دوی پر حقه وي او په موږ کې تېروتنه وي، نو موږ به هڅه وکړو ځانونه سم کړو».

پزشکیان له دلیل پرته د خلکو د نیولو په اړه ویلي، چې د خلکو لپاره باید ستونزې جوړې نه‌شي.

دا په داسې حال کې ده، چې له تېرو شپږو ورځو راهیسې د ایران په ګڼو ښارونو کې د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د تومان ارزښت د رالوېدو له امله پراخ لاریونونه دوام لري. د راپورونو له‌مخې، په ځینو ښارونو کې پر لاریونوالو ډزې هم شوي، خو له امله یې د اوښتې احتمالي مرګ ژوبلې په تړاو په رسمي توګه څه نه‌دي ویل شوي.

د نوي زېږدیز کال له پیل سره سم د سرو زرو په بیو کې لوړوالی راغلی

۱۲ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲ جنوری ۲۰۲۶، ۱۸:۵۶ GMT+۰

د نوي زېږدیز کال له پیل سره سم د یوه اونس سرو زرو بیه تر ۴۴۰۰امریکايي ډالرو لوړه شوې ده. د تېر کال په پیل کې د یوه اونس سرو زرو بیه شاوخوا ۲۶۰۰ډالر وه، خو جیوپولیټیکي کړکېچونو او د سود کچې د ټیټېدو اټکلونو د خوندي پانګې په توګه ددې نجیبه فلز بیه لوړه کړې ده.

دغه لوړوالي د هغو اسیایي هېوادونو پر بازارونو څه اغېز کړی، چې د سرو زرو پیاوړی مارکېټ لري، لکه افغانستان، پاکستان، متحده عربي امارات او سعودي عربستان.

د کابل ښار یوه زرګر، د نوم نه ښودلو په شرط افغانستان انټرنشنل – پښتو ته ویلي: «د نړیوالو بیو لوړوالی، د طالبانو له لوري د مالیاتو پر ورکړه ټینګار او سړه هوا د دې لامل شوې، چې د سرو زرو بازارونه ساړه شي.»

نوموړی زیاتوي، دا مهال په کابل کې د یوه اونس سرو زرو بیه شاوخوا ۴۳۶۰امریکايي ډالر ده.

برعکس، په پاکستان کې که څه هم د سرو زرو بیې لوړې شوې، خو بازار ګرم دی د ودونو د موسم له امله خلک د سرو زرو پېر ته مخه کړې ده. هلته د یوې تولې (۱۱.۷ګرامه) بیه شاوخوا ۴۶۸زره پاکستانۍ کلدارې ده.

په همدې حال کې، په متحده عربي اماراتو کې هم د سرو زرو بیې لوړې شوې دي او د یوه اونس بیه شاوخوا ۱۶۴۷۰اماراتي درهمه ده.

خو د نړیوال بازار پر خلاف، په سعودي عربستان کې د سرو زرو بیه دومره لوړه شوې نه ده او هلته د یوه اونس بیه شاوخوا ۵۲۸سعودي ریاله ده.

شنونکي وايي، سره زر د نړۍ په مالي محاسبو کې نږدې ۵۰سلنه ونډه لري، له همدې امله ډېری هېوادونه د خپلو پیسو د ملاتړ لپاره په مرکزي بانکونو کې د سرو زرو زېرمې ساتي.

سربېره پر دې، په وروستیو کلونو کې سره زر د اټومي صنعت، الوتکو، توغندیو او دقیقو صنعتي ماشینونو په جوړولو کې هم کارول کېږي، چې دېچارېیې پر بیو اغېزې کړيدي.

د نړیوالو معلوماتو له مخې، د نړۍ د سرو زرو له عمومي زېرمو څخه شاوخوا ۸۰سلنه د افریقا په لویه وچه کې موقعیت لري، چې له دې جملې څخه ۷۵سلنه یوازې په جنوبي افریقا کې دي. خو په ډېری کانونو کې د سرو زرو اندازه د هر هېواد له اقتصادي شرایطو سره تړاو لري.

د شنونکو په اند، د سرو زرو د بیو پرله پسې لوړوالی دا ښيي، چې سوداګر یې د انفلاسیون او اقتصادي بې‌ثباتۍ پر وړاندې د خوندي پانګونې وسیله ګڼي. همدارنګه، سوداګریزې جګړې، پر فدرالي زېرمو فشارونه او نړیوالې سیاسي ترینګلتیاوې هغه عوامل دي، چې په نړیواله کچه یې د سروزرو بیې لوړې کړې دي.

د امریکا د کانګرس غړی: د ایران دیکتاتوري نظام باید د تاریخ «خځل‌ځي» ته وغورځول شي

۱۲ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲ جنوری ۲۰۲۶، ۱۸:۴۲ GMT+۰

د امریکا د کانګرس غړي کارلوس خمنیز د ایران د خلکو د اعتراضونو په ملاتړ کې د ایران ښځو او نارینه وو ته د ازادۍ غوښتنه کړې او ویلي یې دي، چې د ایران دیکتاتوري نظام باید د تاریخ «خځل‌ځي» ته وغورځول شي.

کارلوس خمنیز د جمعې په ورځ (د مرغومې ۱۲مه) په خپله اېکس‌پاڼه لیکلي: «ازادي دې وي د ایران د زړورو ښځو او نارینه وو لپاره، دا بد او ظالمه دیکتاتوري باید د تاریخ «خځل‌ځي»ته وغورځول شي».

د ایران په بېلابېلو ښارونو کې د خلکو اعتراضونه لا هم دوام لري. د سراسري اعتراضونو په شپږمه ورځ، په زاهدان ښار کې معترضانو د حکومت پر ضد شعارونه ورکړل، چې پکې «مرګ پر دیکتاتور»، «مرګ پر خامنه‌يي» او «ایرانه غږ پورته کړه، خپل حق په چیغو وغواړه» شامل و.

تر دې مخکې ډونالډ ټرمپ هم اعلان وکړ، که ایران «پر سوله‌ییزو معترضانو ډزې وکړي او هغوی د تاوتریخوالي په شکل ووژني»، نو متحده ایالات به د خلکو د ژغورلو لپاره اقدام وکړي.

د ټرمپ دې څرګندونو ته ایراني سیاستوال هم چوپ پاتې نه‌شول. د ایران د پارلمان رییس محمدباقر قالیباف په ایران کې د روانو لاریونونو په اړه د ټرمپ څرګندونو ته په غبرګون امریکا ته خبرداری ورکړ، چې د هر ډول احتمالي بې پروا اقدام په صورت کې به ټول امریکايي مرکزونه او ځواکونه هدف وګرځول شي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي په دغه هېواد کې روانو لاریونونو او د ټرمپ وروستیو څرګندونو ته په اشارې ویلي، چې د حاکمیت د نقضېدو په صورت کې دوی پوهیږي، چې کوم ځای په نښه کړي. نوموړي زیاته کړې: «د ټرمپ پیغام احتمال لري د هغو کسانو تر اغېز لاندې وي، چې له ډیپلوماسۍ وېرېږي».