• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

مسعود پزشکیان: که اړتیا وي زه خپله له لاریونوالو سره خبرو ته کېنم

۱۲ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲ جنوری ۲۰۲۶، ۱۹:۲۵ GMT+۰تازه شوی: ۱۲ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲ جنوری ۲۰۲۶، ۲۱:۳۷ GMT+۰

په ایران کې د لاریونونو پراخېدو په غبرګون د یاد هېواد ولسمشر مسعود پزشکیان ویلي:« که اړتیا وي، زه به خپله له لاریونوالو سره خبرې وکړم». په ایران کې له شپږو ورځو راهیسې د ډالر پر وړاندې د تومان ارزښت د رالوېدو له امله پراخ لاریونونه روان دي.

مسعود پزشکیان د جمعې په ورځ (د مرغومي ۱۲مه) د کرنې وزارت له چارواکو سره د یوې ناستې پرمهال ویلي، چې هټیوالو ته د ستونزو په پیدا کېدو خوښ نه‌دی او هغه کسان چې نیول شوي باید خبرې ورسره وشي.

نوموړي زیاته کړې: «که دوی پر حقه وي او په موږ کې تېروتنه وي، نو موږ به هڅه وکړو ځانونه سم کړو».

پزشکیان له دلیل پرته د خلکو د نیولو په اړه ویلي، چې د خلکو لپاره باید ستونزې جوړې نه‌شي.

دا په داسې حال کې ده، چې له تېرو شپږو ورځو راهیسې د ایران په ګڼو ښارونو کې د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د تومان ارزښت د رالوېدو له امله پراخ لاریونونه دوام لري. د راپورونو له‌مخې، په ځینو ښارونو کې پر لاریونوالو ډزې هم شوي، خو له امله یې د اوښتې احتمالي مرګ ژوبلې په تړاو په رسمي توګه څه نه‌دي ویل شوي.

ترویج لرونکی

محمد نبي: د شاپور ناروغي عادي نه‌ده
۱

محمد نبي: د شاپور ناروغي عادي نه‌ده

۲
تازه خبر

کونړ کې د سوات د کډوالو په کور کې چاودنه؛ د یوې ښځې او ماشومانو په ګډون پنځه کسان وژل شوي

۳

په ټورنټو کې د افغان خبریالانو په ګډون د بیان ازادۍ مرکز خپله درېیمه کلنۍ ناسته ترسره کړی

۴

د پاکستان ډالري جګړه؛ محمود فضلي وایي د سهیل اپریدي څرګندونو د دغه جګړې حقیقت بربنډ کړ

۵

مېټا کمپنۍ د طالبانو اړوند ډېری وټس‌اپ ګروپونه له‌منځه وړي دي

•
•
•

نور کیسې

د نوي زېږدیز کال له پیل سره سم د سرو زرو په بیو کې لوړوالی راغلی

۱۲ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲ جنوری ۲۰۲۶، ۱۸:۵۶ GMT+۰

د نوي زېږدیز کال له پیل سره سم د یوه اونس سرو زرو بیه تر ۴۴۰۰امریکايي ډالرو لوړه شوې ده. د تېر کال په پیل کې د یوه اونس سرو زرو بیه شاوخوا ۲۶۰۰ډالر وه، خو جیوپولیټیکي کړکېچونو او د سود کچې د ټیټېدو اټکلونو د خوندي پانګې په توګه ددې نجیبه فلز بیه لوړه کړې ده.

دغه لوړوالي د هغو اسیایي هېوادونو پر بازارونو څه اغېز کړی، چې د سرو زرو پیاوړی مارکېټ لري، لکه افغانستان، پاکستان، متحده عربي امارات او سعودي عربستان.

د کابل ښار یوه زرګر، د نوم نه ښودلو په شرط افغانستان انټرنشنل – پښتو ته ویلي: «د نړیوالو بیو لوړوالی، د طالبانو له لوري د مالیاتو پر ورکړه ټینګار او سړه هوا د دې لامل شوې، چې د سرو زرو بازارونه ساړه شي.»

نوموړی زیاتوي، دا مهال په کابل کې د یوه اونس سرو زرو بیه شاوخوا ۴۳۶۰امریکايي ډالر ده.

برعکس، په پاکستان کې که څه هم د سرو زرو بیې لوړې شوې، خو بازار ګرم دی د ودونو د موسم له امله خلک د سرو زرو پېر ته مخه کړې ده. هلته د یوې تولې (۱۱.۷ګرامه) بیه شاوخوا ۴۶۸زره پاکستانۍ کلدارې ده.

په همدې حال کې، په متحده عربي اماراتو کې هم د سرو زرو بیې لوړې شوې دي او د یوه اونس بیه شاوخوا ۱۶۴۷۰اماراتي درهمه ده.

خو د نړیوال بازار پر خلاف، په سعودي عربستان کې د سرو زرو بیه دومره لوړه شوې نه ده او هلته د یوه اونس بیه شاوخوا ۵۲۸سعودي ریاله ده.

شنونکي وايي، سره زر د نړۍ په مالي محاسبو کې نږدې ۵۰سلنه ونډه لري، له همدې امله ډېری هېوادونه د خپلو پیسو د ملاتړ لپاره په مرکزي بانکونو کې د سرو زرو زېرمې ساتي.

سربېره پر دې، په وروستیو کلونو کې سره زر د اټومي صنعت، الوتکو، توغندیو او دقیقو صنعتي ماشینونو په جوړولو کې هم کارول کېږي، چې دېچارېیې پر بیو اغېزې کړيدي.

د نړیوالو معلوماتو له مخې، د نړۍ د سرو زرو له عمومي زېرمو څخه شاوخوا ۸۰سلنه د افریقا په لویه وچه کې موقعیت لري، چې له دې جملې څخه ۷۵سلنه یوازې په جنوبي افریقا کې دي. خو په ډېری کانونو کې د سرو زرو اندازه د هر هېواد له اقتصادي شرایطو سره تړاو لري.

د شنونکو په اند، د سرو زرو د بیو پرله پسې لوړوالی دا ښيي، چې سوداګر یې د انفلاسیون او اقتصادي بې‌ثباتۍ پر وړاندې د خوندي پانګونې وسیله ګڼي. همدارنګه، سوداګریزې جګړې، پر فدرالي زېرمو فشارونه او نړیوالې سیاسي ترینګلتیاوې هغه عوامل دي، چې په نړیواله کچه یې د سروزرو بیې لوړې کړې دي.

د امریکا د کانګرس غړی: د ایران دیکتاتوري نظام باید د تاریخ «خځل‌ځي» ته وغورځول شي

۱۲ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲ جنوری ۲۰۲۶، ۱۸:۴۲ GMT+۰

د امریکا د کانګرس غړي کارلوس خمنیز د ایران د خلکو د اعتراضونو په ملاتړ کې د ایران ښځو او نارینه وو ته د ازادۍ غوښتنه کړې او ویلي یې دي، چې د ایران دیکتاتوري نظام باید د تاریخ «خځل‌ځي» ته وغورځول شي.

کارلوس خمنیز د جمعې په ورځ (د مرغومې ۱۲مه) په خپله اېکس‌پاڼه لیکلي: «ازادي دې وي د ایران د زړورو ښځو او نارینه وو لپاره، دا بد او ظالمه دیکتاتوري باید د تاریخ «خځل‌ځي»ته وغورځول شي».

د ایران په بېلابېلو ښارونو کې د خلکو اعتراضونه لا هم دوام لري. د سراسري اعتراضونو په شپږمه ورځ، په زاهدان ښار کې معترضانو د حکومت پر ضد شعارونه ورکړل، چې پکې «مرګ پر دیکتاتور»، «مرګ پر خامنه‌يي» او «ایرانه غږ پورته کړه، خپل حق په چیغو وغواړه» شامل و.

تر دې مخکې ډونالډ ټرمپ هم اعلان وکړ، که ایران «پر سوله‌ییزو معترضانو ډزې وکړي او هغوی د تاوتریخوالي په شکل ووژني»، نو متحده ایالات به د خلکو د ژغورلو لپاره اقدام وکړي.

د ټرمپ دې څرګندونو ته ایراني سیاستوال هم چوپ پاتې نه‌شول. د ایران د پارلمان رییس محمدباقر قالیباف په ایران کې د روانو لاریونونو په اړه د ټرمپ څرګندونو ته په غبرګون امریکا ته خبرداری ورکړ، چې د هر ډول احتمالي بې پروا اقدام په صورت کې به ټول امریکايي مرکزونه او ځواکونه هدف وګرځول شي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي په دغه هېواد کې روانو لاریونونو او د ټرمپ وروستیو څرګندونو ته په اشارې ویلي، چې د حاکمیت د نقضېدو په صورت کې دوی پوهیږي، چې کوم ځای په نښه کړي. نوموړي زیاته کړې: «د ټرمپ پیغام احتمال لري د هغو کسانو تر اغېز لاندې وي، چې له ډیپلوماسۍ وېرېږي».

امریکا ته د ایران خبرداری؛ د هر ډول احتمالي اقدام په صورت به امریکايي مرکزونه هدف وګرځو

۱۲ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲ جنوری ۲۰۲۶، ۱۸:۰۹ GMT+۰

د ایران د پارلمان رییس محمد باقر قالیباف په دغه هېواد کې د روانو لاریونونو په اړه د ټرمپ څرګندونو ته په غبرګون امریکا ته خبرداری ورکړی، چې د هر ډول احتمالي بې پروا اقدام په صورت کې به ټول امریکايي مرکزونه او ځواکونه هدف وګرځول شي.

محمد باقر قالیباف په ایران کې د روانو لاریونونو په اړه د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د وروستیو څرګندونو په تړاو امریکا ته په اشاره په خپله اېکس پاڼه لیکلي:« د شیطان چېغې پورته شوې، ځکه چې د جاسوسي خدماتو د وسله‌والو جاسوسانو هغه هڅه چې د خلکو مشروع لاریونونه په تاوتریخوالي او وسله‌والې جګړې بدل کړي له ناکامۍ سره مخ شول».

نوموړي د جمعې په ورځ (د مرغومي ۱۲مه) په خپله اېکس پاڼه ویلي، چې د ایران ولس د تاریخ په اوږدو کې خپل دښمنان همداسې مایوسه کړي او ایران هېڅکله د اعتراض کوونکو صف له بهرنیو «مزدورانو» سره برابر نه‌ګڼي.

نوموړي د ډونالډ ټرمپ څرکندونو ته په اشارې امریکا ته خبرداری ورکړی، چې د هر ډول احتمالي بې پروا اقدام په صورت کې به په سیمه کې ټول امریکايي مرکزونه او ځواکونه هدف وګرځوي.

ټرمپ: که ایران پر لاریونوالو ډزې وکړي، امریکا به د هغوی د ژغورلو لپاره اقدام وکړي | افغانستان انټرنشنل پښتو

دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا ولسمشر نن د جمعې په ورځ ویلي، که د ایران حکومت پر سوله‌ییزو لاریونوالو ډزې وکړي او هغوی په تاوتریخوالي سره ووژني، نو امریکا به د دغو خلکو د ژغورلو لپاره لاس په کار شي.

جواد ظریف: اسراییل د ایران او امریکا د پخلاینې فرصت له‌منځه وړی

۱۲ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲ جنوری ۲۰۲۶، ۱۸:۰۶ GMT+۰

د ایران د بهرنیو چارو وزارت پخوانی وزیر جواد ظریف وایي، اسراییل په سیمه کې د سولې او د ایران او امریکا د پخلاینې فرصتونه له‌منځه وړي دي.نوموړي زیاته کړې، چې د ډيپلوماسۍ په نوم د ټرمپ فشار هېڅکله د ایران پر وړاندې نه‌بریالی کېږي.

جواد ظریف د جمعې په ورځ (د مرغومي ۱۲مه) له الجزیرې ټلویزیون سره په مرکه کې په ایران کې د وروستیو لاریونونو او په سیمه کې د اسراییل او امریکا اړیکو، ډيپلوماسۍ، فشارونو او فعالیتونو په اړه خبرې کړي.

ظریف ویلي، له دې کړکېچه وتل هغه مهال شونې دي، چې امریکا د اسراییل پر ځای د خپلو ملي ګټو د ملاتړ پرېکړه وکړي.

یو شمېر نورو ایراني چارواکو هم په ایران کې د وروستیو لاریونونو په اړه د اسراییل او امریکا پر مداخلې نیوکه کړې او دا یې په خپلو کورنیو چارو کې د دوی لاسوهنه یاده کړې ده.

د ټرمپ څرګندونو ته د عراقچي غبرګون؛ د حاکمیت د نقض په صورت کې پوهېږو کوم ځای په نښه کړو | افغانستان انټرنشنل پښتو

د ایران بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي هم ویلي، چې ځواکونه یې تیار دي او د هغو ځواب ورکوي، چې د دوی حاکمیت تر پښو لاندې کړي.

سعودي عربستان د سویلي یمن د بېلتون‌پالو پر یوې پوځي اډې هوايي بریدونه کړي

۱۲ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲ جنوری ۲۰۲۶، ۱۸:۰۴ GMT+۰

د سعودي عربستان او د سویلي یمن د بېلتون‌پالو ځواکونو ترمنځ د تاوتریخوالي له زیاتېدو سره، ریاض د «سویلي انتقالي شورا» پورې تړلی یو پوځي کمپ د حضرموت په الخصه سیمه کې په نښه کړی دی.

د فرانس پرېس خبري اژانس د راپور له مخې، د حضرموت په سیمه کې د سویلي انتقالي شورا مشر محمد عبدالملک د جمعې په ورځ، د مرغومي ۱۲مه، ویلي چې پر یاد کمپ اووه هوايي بریدونه شوي دي. هغه زیاته کړې چې د کمپ ځواکونه وتوانېدل یو «ځمکنی برید» هم پر شا وتمبوي.

عبدالملک د مرګ‌ ژوبلې کره شمېر نه دی ښوولی، خو تایید یې کړې چې بریدونو ځاني تلفات او مالي زیانونه اړولي دي.

تر دې برید څو ساعته وړاندې، په یمن کې د سعودي عربستان سفیر محمد ال جابر په اېکس خواله رسنۍ کې ولیکل چې د سویلي انتقالي شورا، چې د متحده عربي اماراتو له ملاتړ برخمنه ده، د مرغومي ۱۱مه د عدن په نړیوال هوايي ډګر کې د ریاض د یوه پلاوي الوتکې ته د ناستې اجازه ورنه کړه.

د ال جابر په وینا، دا پرېکړه د دې ډلې د مشر عیدروس الزبیدي په مستقیم امر شوې ده.