• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

بې پولې ډاکټران: له پاکستان څخه د افغان کډوالو جبري ایستلو بشري بحران لا پسې ژور کړی

۱۲ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲ جنوری ۲۰۲۶، ۱۴:۲۴ GMT+۰

د بې پولې ډاکټرانو سازمان وایي، د ژمي له سړې هوا سره هم‌مهاله له پاکستان څخه د افغان کډوالو جبري ایستلو په افغانستان کې بشري بحران لا پسې ژور کړی او د ښځو او ماشومانو ژوند یې له جدي ګواښونو سره مخ کړی دی.

دغه سازمان د جمعې په ورځ، د مرغومي په ۱۲مه، په یوه راپور کې ویلي، چې د افغان کډوالو ایستل په یوه «ناورین راوړونکي بشري بحران» اوښتي او د افغانستان د خلکو کړاوونه یې څو برابره زیات کړي دي.

په راپور کې راغلي: «د نیول کېدو وېره د دې لامل شوې، چې ډېر کډوال روغتیایي مرکزونو ته مراجعه ونه کړي. دا وېره د رواني ټکان له امله د سقط جنین، د نه درمل شوو ناروغیو او د اسنادو د نشتون له کبله د روغتیایي خدمتونو له ترلاسه کولو د ډډې سبب شوې ده.»

بې‌پولې ډاکټرانو زیاته کړې، چې د ژمي له پیل سره هم‌مهاله د کډوالو ایستل د هغوی وضعیت لا خراب کړی او ټینګار یې کړی، چې ژمی د بې‌سرپناه افغان کډوالو لپاره «مرګونی» دی.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ تازه ویلي، چې د ۲۰۲۵کال له جنورۍ تر نومبر پورې شاوخوا ۱.۸میلیونه افغانان له ایران او نږدې ۹۰۰زره نور له پاکستان څخه افغانستان ته ستانه شوي دي.

په راپور کې د بلوچستان په یوه مرکز کې د پنځه میاشتني افغان ماشوم یادونه هم شوې، چې د یوې شپې لپاره یې د سختې یخنۍ او د لومړنیو اسانتیاوو د نشتون له امله وضعیت بحراني شو، روغتون ته ولېږدول شو او وروسته یې ساه ورکړه.

د دې سازمان مشر، شو وېبینګ ویلي: «ژوندونه له جدي ګواښ سره مخ دي. افغان کورنۍ اړې شوې چې د ایستلو له وېرې ډک ژوند او یا د بېرته ستنېدو له خطرونو څخه یو غوره کړي. پاکستان باید ډاډ ورکړي، چې هېڅوک په زور بېرته نه ستنول کېږي.»

په ورته وخت کې، د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) خبرداری ورکړی، چې افغانستان به په ۲۰۲۶کال کې هم د نړۍ له سترو بشري بحرانونو څخه یو پاتې شي. د اوچا د معلوماتو له مخې، په ۲۰۲۶کال کې به شاوخوا ۲۲میلیونه کسان، چې د افغانستان د نفوس ۴۵سلنه جوړوي، بشري مرستو ته اړتیا ولري.

ترویج لرونکی

طالبانو د کابل او یوشمېر ولایتونو لپاره د اوبلن ګاز نوې بیې اعلان کړې
۱

طالبانو د کابل او یوشمېر ولایتونو لپاره د اوبلن ګاز نوې بیې اعلان کړې

۲

طالبانو په کندهار او نیمروز کې تر ۱۴زره کیلو ګرامه ډېر نشه‌يي توکي او انساني درمل سوځولي

۳

ولې غوماشې ځینې انسانان ډېر چیچي او ځینې کم؟

۴

له نړیوال جام څخه د ارجنټاین د اېستلو کمپاین کې له ۲۳ میلیونه ډېرو کسانو لاسلیکونه وکړل

۵
ځانګړی

سرچینې: د ملاهبت الله نږدې کړۍ له هغه سره د نړۍوال پلاوي د لیدنې اجازه نه‌ده ورکړې

•
•
•

نور کیسې

اصف دراني: افغانستان د طالبانو تر واک لاندې د«ډبرو دورې»پر لور روان دی

۱۲ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲ جنوری ۲۰۲۶، ۱۴:۰۳ GMT+۰
100%

د افغانستان په چارو کې د پاکستان پخوانی استازی اصف درانی وایي، چې د طالبانو واکمني د افغانستان د پخوانیو واکمنو له کړنو سره کوم بنسټیز توپیر نه لري او دا هېواد د طالبانو تر واک لاندې د «ډبرو دورې» پر لور روان دی.

اصف دراني د جمعې په ورځ، د مرغومي ۱۲مه، پر ایکس خواله رسنۍ ویلي: «د طالبانو د واکمنۍ پر مهال افغانستان د ډبرین عصر پر لور روان دی. ښځې بې‌سواده پرېښودل شوې دي، داسې ښکاري لکه شتون یې چې هېڅ ارزښت ونه لري.»

نوموړي د افغانستان د پخواني حکومت پر چارواکو هم نیوکه کړې او لیکلي یې دي، چې «سلګونه پخواني قومندانان او چارواکي، چې په تېرو دوو لسیزو کې یې هېواد وران کړ، اوس په هوسا ژوند کې شپې سبا کوي.»

اصف دراني زیاته کړې، چې د پاکستان هر اقدام د افغانانو له لوري له طعنو، ملامتیو او نیوکو سره مخ کېږي. هغه طالبانو ته په خطاب کې لیکلي: «سړی حیران پاتې کېږي چې دا د کوم ډول اسلام استازیتوب کوئ. خدای دې پر افغانستان رحم وکړي.»

د طالبانو او پاکستان ترمنځ اړیکې تر دې وړاندې هم د نښتو، سوداګریزو لارو د تړل کېدو او د دوه‌اړخیزې سوداګرۍ د درېدو له امله ترینګلې شوې وې، چې دا مهال د دواړو لورو اړیکې تر ټولو ټیټې کچې ته رسېدلې دي.

اصف دراني تر دې وړاندې هم ویلي وو، چې په پاکستان کې هېڅوک د «طالبانو اسلام» نه غواړي او دا ډول تفکر د سیمې لپاره د منلو وړ نه دی.

د ۲۰۲۶کال په لومړۍ ورځ؛ ۴۶۲ کډوالې کورنۍ له ایران او پاکستان نه افغانستان ته ستنې شوې

۱۲ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲ جنوری ۲۰۲۶، ۰۴:۵۳ GMT+۰
100%

د طالبانو تر واک لاندې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون (د مرغومي ۱۲مه) خبر ورکړی، چې پرون د ۲۰۲۶کال په لومړۍ ورځ له ایران او پاکستان نه ۴۶۲ کورنۍ افغانستان ته ستنې شوې دي.

د دغه کمېسیون د راپور له مخې؛ دغه کډوال د کندهار د سپین بولدک، د ننګرهار د تورخم، د هلمند د بهرامچې، د هرات د اسلام‌کلا او د نیمروز د ورېښمو پله له لارې ستانه شوي دي.

په راپور کې راغلي، د دغه کسانو له ډلې د تورخم له لارې ۲۵۰ کورنۍ، د سپین بولدک له لارې ۲۵ کورنۍ، د بهرامچې له لارې ۱۱۵ کورنۍ، د ورېښمو پله له لارې ۵۴ او د اسلام‌کلا له لارې ۱۸ کورنۍ افغانستان ته ستنې شوې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې په پاکستان او ایران کې د افغان کډوالو وضعیت د اندېښنې وړ دی. راپورونه ښيي، چې د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې د پولیسو د عملیاتو په لړ کې افغان کډوال د پلټنو، نیولو او جبري اېستلو له ګواښ سره مخ دي.
له تېرو درېیو کلونو راهیسې له ګاونډیو هېوادونو د افغان کډوالو د اېستلو لړۍ چټکه شوې ده.

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت خبر ورکړی، چې یوازې په تېرې لېندۍ میاشت کې له ایران، ترکیې او پاکستان نه ۲۴۱زره او ۷۸۰ کډوال افغانستان ته ستانه شوي دي.

د دغه وزارت له‌خوا په درېیو جلا خپرو شویو خبرپاڼو کې راغلي، چې له دې ډلې له ایران نه ۱۰۶زره او ۴۰۳ کډوال، له ترکیې ۱۶۸۸ او له پاکستان نه ۱۳۳زره او ۶۸۹ کډوال بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.

طالبان وایي سږکال یوازې تخار ولایت ته تر ۱۱زره ډېر کډوال ستانه شوي دي

۱۱ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱ جنوری ۲۰۲۶، ۰۵:۴۸ GMT+۰
100%

په تخار ولایت کې د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو ریاست خبر ورکړی، چې په روان کال کې له ګاونډیو هېوادونو څخه تر ۱۱زره ډېر کډوال دغه ولایت ته ستانه شوي دي. د دغه ریاست په وینا؛ د تېرو کلونو پرتله دغه ولایت ته د ستنېدونکو کډوالو په شمېر کې زیاتوالی راغلی دی.

په تخار ولایت کې د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو رییس شېراحمد انوري ویلي، چې ټولو ستنېدونکو کډوالو لپاره د کافي او مناسبې مرستې برابرولو وس نه‌لري. هغه له نړۍوالې ټولنې او مرستندویه ادارو غوښتنه کړې، چې د راستنېدونکو کډوالو ملاتړ او د هغوی د بیا مېشتېدو اسانتیا لپاره دې خپلې همکارۍ ته دوام ورکړي.

تر دې وړاندې د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت خبر ورکړی و، چې د روان کال له پیل راهیسې د بندیانو په ګډون تر ۲مېلیونه او ۴۳۰زره ډېر کډوال په خپله خوښه او جبري توګه له ګاونډیو هېوادونو بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.

له بل پلوه بیا تازه ستانه شوي کډوال له بې‌کارۍ او د سرپناه له نشتوالي شکایت کوي او ځینې کسان د دغه ستونزو له کبله هڅه کوي بېرته پر ناقانونه لارو له هېواده ووځي.

په پېښور کې ګڼ افغان کډوال د پورونو له امله د خښتو په بټيو کې ګرو شوي

۱۰ مرغومی ۱۴۰۴ - ۳۱ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۱:۲۴ GMT+۰
100%

د پېښور په شاوخوا کې د «ټیله بند مسکین» په نوم کمپ کې ګڼ افغان کډوال له کلونو راهیسې د خښتو په بټیو کې له سختو شرایطو سره ژوند کوي. دغه کډوال وايي، چې د کمزوري اقتصاد او پورونو له امله په دغو بټیو کې ګرو شوي دي.

د «ټیله بند مسکین» کمپ یو شمېر افغان کډوالو د چهارشنبې په ورځ (د مرغومي ۱۰مه) د افغانستان انټرنشنل - پښتو سره په مرکه کې ویلي، چې د یو شمېر بې‌وسه کورنۍ ښځې، نارینه او ماشومان د لږ مزد او سختو شرايطو له امله کار کولو ته اړ شوي.

د کمپ اوسېدونکي وايي، دغه کورنۍ د مجبوریتونو له امله او د خپلو پورونو د ادا کولو لپاره د خښتو په بټیو کې ګرو شوي دي.

د دغه کمپ اوسېدونکی ۴۰ کلن ملا جان د افغانستان انټرنشنل - پښتو سره په مرکه کې ویلي، چې تر سختو پورونو لاندې دی او دوی ته اجازه هم نه ورکول کېږي، چې د بټیو د باندي‌ ووځي.

هغه زیاته کړې: «دلته پیدا شوی یم او اوس ۴۰ کان یم، ۲۰ لکه کالداري قرضداره یم، موږ څه وکړو، دلته یې ګرو کړي یو چې باید د کار په بدل کې پور ادا کړو.»

دغه کورنۍ زیاتوي، چې د ناروغۍ د درملنې او نورو ستونزو د حل لپاره هم بهر نه پرېښودل کېږي.

دوی له نړۍوالو او پاکستان حکومت څخه غوښتنه کړې، چې په دې برخه کې ورسره همکاري وکړي ترڅو له ستونزو خلاص او افغانستان ته ستانه شي.

تېره ورځ؛ تر ۲زره ډېر کډوال له ایران او پاکستان نه افغانستان ته ستانه شوي

۱۰ مرغومی ۱۴۰۴ - ۳۱ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۵:۴۸ GMT+۰
100%

د طالبانو تر واک لاندې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون (د مرغومي ۱۰مه) خبر ورکړی، پرون له ایران او پاکستان نه ۴۵۰ کورنۍ چې ټول‌ټال ۲۲۵۴ کسان کېږي؛ افغانستان ته ستنې شوې دي. د دغه کمېسیون په راپور راغلي، له دغه کډوالو سره یې ۴۷۴زره او ۸۰۰ افغانۍ مالي مرسته هم کړې ده.

د دغه کمېسیون د راپور له مخې؛ دغه کډوال د کندهار د سپین بولدک، د ننګرهار د تورخم، د هرات د اسلام‌کلا او د نیمروز د ورېښمو پله له لارې ستانه شوي دي.

په راپور کې راغلي، د دغه کسانو له ډلې د تورخم له لارې ۳۵۲ کورنۍ، د سپین بولدک له لارې ۶۲ کورنۍ، د ورېښمو پله له لارې ۱۱ او د اسلام‌کلا له لارې ۲۵ کورنۍ افغانستان ته ستنې شوې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې په پاکستان او ایران کې د افغان کډوالو وضعیت د اندېښنې وړ دی. راپورونه ښيي، چې د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې د پولیسو د عملیاتو په لړ کې افغان کډوال د پلټنو، نیولو او جبري اېستلو له ګواښ سره مخ دي.
له تېرو درېیو کلونو راهیسې له ګاونډیو هېوادونو د افغان کډوالو د اېستلو لړۍ چټکه شوې ده.

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت خبر ورکړی، چې یوازې په تېرې لېندۍ میاشت کې له ایران، ترکیې او پاکستان نه ۲۴۱زره او ۷۸۰ کډوال افغانستان ته ستانه شوي دي.

د دغه وزارت له‌خوا په درېیو جلا خپرو شویو خبرپاڼو کې راغلي، چې له دې ډلې له ایران نه ۱۰۶زره او ۴۰۳ کډوال، له ترکیې ۱۶۸۸ او له پاکستان نه ۱۳۳زره او ۶۸۹ کډوال بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.