• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

اسلام‌اباد: اذربایجان په پاکستان کې د ۲ میلیارده ډالرو په ارزښت پانګونې کوي

۱۲ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲ جنوری ۲۰۲۶، ۲۳:۲۷ GMT+۰

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاق ډار د اذربایجان د اقتصاد له وزیر میکایل جباروف سره په ټيلفوني خبرو کې په پاکستان کې د اذربایجان د دوه میلیارده ډالرو پانګونو د عملي کېدو په تړاو خبرې وکړې.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د جمعې په ورځ (د مرغومي ۱۲مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، دواړو لورو د دوه اړخیزو اړیکو پر اوسني حالت خوښي وښوده او هوکړه یې وکړه، چې دا اړیکې به لا پیاوړې کړي.

محمد اسحاق ډار په دې ټيلیفوني اړیکه کې ټينګار کړی، چې د دواړو هېوادونو تر منځ د لوړې کچې لیدنې او اړیکې د ګډو ګټو او د همکاریو د پیاوړتیا لپاره ډېر ې مهم دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، په دې ټيلیفوني اړیکه کې همداراز هوکړه وشوه، چې په دې برخه کې به یو ځانګړی میکانېزم وروستی شي، څو د پاکستان د اقتصاد په ټاکل شویو سکتورونو کې د اذربایجاني پانګونو لپاره زمینه برابره شي.

په خبرپاڼه کې په دې اړه چې دغه پانګونې به په کومو سکټورونو کېږي او همداراز څه وخت عملي کېږي څه نه‌دي ویل شوي.

ترویج لرونکی

طالبانو د کابل او یوشمېر ولایتونو لپاره د اوبلن ګاز نوې بیې اعلان کړې
۱

طالبانو د کابل او یوشمېر ولایتونو لپاره د اوبلن ګاز نوې بیې اعلان کړې

۲

طالبانو په کندهار او نیمروز کې تر ۱۴زره کیلو ګرامه ډېر نشه‌يي توکي او انساني درمل سوځولي

۳

ولې غوماشې ځینې انسانان ډېر چیچي او ځینې کم؟

۴

له نړیوال جام څخه د ارجنټاین د اېستلو کمپاین کې له ۲۳ میلیونه ډېرو کسانو لاسلیکونه وکړل

۵
ځانګړی

سرچینې: د ملاهبت الله نږدې کړۍ له هغه سره د نړۍوال پلاوي د لیدنې اجازه نه‌ده ورکړې

•
•
•

نور کیسې

د اسلام‌اباد یوې محکمې د درېیو خبریالانو په ګډون ۷ کسان په دوه ځلي عمري بند سزا محکوم کړي

۱۲ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲ جنوری ۲۰۲۶، ۲۲:۱۱ GMT+۰
100%

د اسلام اباد د ترهګرۍ ضد محکمې درې خبریالان، یو یوټیوبر، یو نطاق، یو شنونکی او یو پخوانی پوځي افسر د پاکستان ضد دسیسې پر تور په دوه ـ دوه ځله عمري بند سزا محکوم کړي دي. یادو کسانو پر دوی لګیدلي تورونه رد کړې دي.

د اسلام‌اباد د ترهګرۍ ضد محکمې د ۲۰۲۳ کال د مې نهمې لاریونونو چې د پاکستان حکومت یوه دسیسه بللی، د قضیې په تړاو د عادل راجا په نوم یو یوټیوبر، د وجاهت سعید خان، صابر شاکر او شاهین صهبايي په نومونو درې خبریالان، د حیدر رضا مهدي په نوم نطاق، د معید پیرزاده په نوم د چارو شنونکی او د اکبر حسین په نوم د پاکستان د پوځ یوه چارواکي ته دوه ـ دوه ځله د عمر بند سزا ورکړې ده.

د ۲۰۲۳ کال د مې په ۹مه د عمران خان له نیول کېدو وروسته په اسلام‌اباد کې لاریونونه پیل شول چې په ترڅ کې یې یو شمېر دولتي او پوځي تاسیسات ویجاړ شول او یاد کسان هم د مې نهمې په قضیه کې ښکېل بلل شوي او په عمري بند سزا محکوم کړل شوي دي.

د محکمې په حکم کې ویل شوي، چې تورن کسان د اوو ورځو په جریان کې د استېناف غوښتنه هم کولی شي، خو په ورته مهال د اسلام‌اباد د ترهګرۍ ضد محکمې پولیسو ته امر شوی، څو یاد کسان ونیسي او بندیان یې کړي.

څارنوالۍ یاد کسان د ۲۰۲۳ کال د مې د نهمې د پېښو په تړاو «د دولتي ادارو پروړاندې په ډیجیټل ترهګرۍ» تورن کړي و.

پر یادو کسانو تور دی، چې د مې د نهمې لاریونونو پر مهال یې د دولتي ادارو پر وړاندې د بریدونو هڅولو، اسانتیاوو برابرولو او پراخولو لپاره ډیجیټل پلټفارمونه کارولي دي.

د وجاحت سعید خان په نوم خبریال بیا پر ده لګول شوي تورونه رد کړې دي.

نوموړي پر خپل یوټیوب چینل د یوې ویډیو په خپرولو سره ویلي، چې نوموړی د ۲۰۲۳ کال د مې په ۹مه په پاکستان کې نه، بلکې امریکا کې و او پرې لګول شوي تورونه بې بنسټه دي.

همدارنګه معید پیرزاده هم د اسلام‌اباد د ترهګرۍ ضد محکمې پریکړې په اړه غبرګون ښودلی او په خپله اېکس پاڼه یې لیکلي: «په پاکستان کې د رسنیو د ازادۍ لپاره هېڅ ځای نه‌دی پاتې. پر حکومت نیوکه کول اوس د ترهګرۍ په کچه جرم ګڼل کېږي».

د راپورونو له‌مخې، د اسلام اباد د محکمې له لورې تورن بلل شوي کسان له کلونو راهیسې د حکومت متنقدین پاتې شوي او پلویان يي د محکمې پریکړه د دوی د غږونو د ډب غلي کولو هڅه بولي.

د اسلام‌اباد د ترهګرۍ ضد محکمې قاضي طاهر عباس سپېرا د یادو کسانو د قضیو په اړه پرېکړه د هغوی په غیابت کې اعلان کړې ده.

محکمې یادو کسانو ته په دوو تورونو کې چې یو یې د پاکستان پر ضد او بل د جرمي دسیسې په تورونو په عمري بند سزا محکوم کړي او هر تورن کس پنځه سوه زره کلدارې نغدي جریمه شوی دی.

د پاکستان د انفلاسیون کچه ۵،۶ سلنې ته راټېټه شوې

۱۱ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱ جنوری ۲۰۲۶، ۲۳:۳۸ GMT+۰
100%

د وروستیو معلوماتو له‌مخې، د پاکستان د انفلاسیون کچه په ډسمبر میاشت کې ۵،۶ سلنې ته راټیټه شوې، د انفلاسیون یاده کچه په نوامبر میاشت کې ۶،۱ سلنه وه.

د پاکستان اقتصاد په ۲۰۲۳ کال کې د ۳۰ سلنې پړسوب په پام کې نیولو سره ښه فعالیت ښودلی دی.

د پاکستان د احصايي ادارې ویلي، چې په ډسمیر میاشت کې د خوړو بیې په ځانګړي ډول مېوو او سبزیو بیې راټیټې شوې، چې له امله یې د انفلاسیون پر کچې هم اغېز کړی دی.

د راپور له‌مخې، په ډسمبر میاشت کې د خوراکي توکو بیې په منځني ډول ۱،۷ سلنه راټیټې شوې او دا تمایل په ښاري او کلیوالي دواړو سیمو کې لېدل شوي دي.

دا ارقام وروسته له هغه خپرېږي، چې د پاکستان مرکزي بانک تېره میاشت په ناڅاپي ډول د بنسټیزې سود کچه ۵۰ واحده راټیټه کړه او ۱۰،۵ سلنې ته یې راو‍رسوله. یاده پرېکړه د بازار د تمې خلاف وه، ځکه د هغه ټولو شنونکو وړاندوینې یې برعکس کړې، چې له رویټرز سره یې په خبرو کې ویلي وو، چې مرکزي بانک به سود کچه راکمه نه کړي.

د پاکستان د مالیې وزارت مخکې ویلي وو، چې تمه لري چې د ډسمبر د میاشتې د انفلاسیون کچه به د ۵،۵ تر ۶،۵ سلنې په شاوخوا کې وي.

په ورته مهال د پیسو نړۍوال صندوق خبرداری ورکړی، چې د سود او کچې ژر او بې‌وخته راکمول کېدای شي د پاکستان د ۷ میلیارده ډالرو د پور پروګرام د موخو لپاره خطرونه پیدا کړي.

د پاکستان د څېړنو او امنیتي مطالعاتو مرکز: پاکستان کې د بریدونو کچه ۱۷ سلنه راکمه شوې

۱۱ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱ جنوری ۲۰۲۶، ۲۰:۱۳ GMT+۰
100%

که څه هم ۲۰۲۵ کال د تېرو لسو کلونو پرتله د پاکستان لپاره خونړی و او تېر کال په دغه هېواد کې د تاوتریخوالي پېښې ۳۴ سلنه زیاتې شوې وې، خو وروستیو میاشتو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د لارو بندېدو له امله په پاکستان کې د بریدونو کچه ۱۷ سلنه راټیټه شوې.

د پاکستان د څېړنو او امنیتي مطالعاتو مرکز په خپل کلني راپور کې ویلي، چې د ۲۰۲۵ کال په وروستۍ ربع کې د ملکي وګړو او نظامیانو مرګ‌ژوبله کمه وه. د یاد مرکز د شمېرو له‌مخې، په نومبر میاشت کې د ملکيانو او نظامیانو د مرګ‌ژوبلې کچه ۴ سلنه او ډسمبر کې ۱۹ سلنه راکمه شوې وه.

د افغان طالبانو او پاکستان ترمنځ له شخړې وروسته پاکستان په اکټوبر میاشت کې د تورخم او سپین بولدک ـ چمن په ګډون له افغانستان سره ټولې لارې وتړلي.

د پاکستان د څېړنو او امنیتي مطالعاتو مرکز په خپل کلني راپور کې ویلي، چې ۲۰۲۵ کال د تیرې یوې لسیزې په پرتله د پاکستان لپاره ډېر خونړۍ کال و او په دغه کال کې د تاوتریخوالي پیښې ۳۴ سلنه زیاتې وې.

د راپور له‌مخې، په پاکستان کې له ۲۰۲۱ کال راهیسې د تاوتریخوالي پیښې مخ پر ډېرېدو دي او د راپور له‌مخې، په ۲۰۲۱ کال کې ۳۸ سلنه، په ۲۰۲۲ کې ۱۵ سلنه، په ۲۰۲۳ کې ۵۶ سلنه، په ۲۰۲۴ کې ۶۷ سلنه او په ۲۰۲۵ کال کې ۳۴ سلنه زیاتوالی ثبت شوی دی.

د یاد راپور له‌مخې، د پاکستان د خېبرپښتونخوا تر ډېره د ترهګریزو بریدونه قرباني ده او په ۲۰۲۵ کال کې په یاد ایالت کې د تاوتریخوالي د پېښو د قربانیانو شمېر ۲۳۳۱ ته لوړ شوی دی.

ورپسې په بلوچستان کې هم تېر کال ۹۵۶ کسان قرباني شوي دي.

په راپور کې ویل شوي، چې تېر کال په پنجاب ایالت کې د تاوتریخوالې کچه ټیټه وه او یوازې ۲۵ پیښې ثبت شوې، چې له امله یې ۴۰ کسان وژل شوي او ۲۴ نور ټپیان شوي دي.

د راپور له‌مخې، په سند ایالت کې هم ۵۱ پیښې ثبت شوې چې له امله ۵۶ کسان وژل شوي او ۴۰ تنه نور ټپیان شوي دي.

د پاکستان د څېړنو او امنیتي مطالعاتو مرکز په راپور کې ویل شوي، چې ۲۰۲۵ کال د پاکستان د حکومت د وسله‌والو مخالفینو لپاره هم خونړی و.

د یاد مرکز د راپور له‌مخې، تېر کال په ۳۳۹۲ امنیتي عملیاتونو کې شاوخوا ۲۰۲۶۰ وسله‌وال وژل شوي دي.

په یاد راپور کې ویل شوي، چې په ۲۰۲۵ کال کې د ۲۰۲۴ کال په پرتله د ملکي وګړو د مرګ‌ژوبلې کچه ۲۴ سلنه لوړه وه، خو د امنیتي ځواکونو د مرګ‌ژوبلې کچه بیا ۵ سلنه کمه وه.

پاکستاني رسنۍ: په بلوچستان کې د نجونو ښوونځي ته نږدې چاودنې ۶ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

۱۱ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱ جنوری ۲۰۲۶، ۱۹:۳۰ GMT+۰
100%

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی، چې د بلوچستان د سبي په سیمه کې د نجونو ښوونځي ته نږدې په یوه بمي چاودنه کې یو ملکي کس وژل شوی او پنځه نور ټپيان دي. په سیمه کې پولیسو ویلي، چې ټپیان یې روغتیايي مرکز ته لېږدولي دي.

پاکستاني رسنیو د پنجشنبې په ورځ (د مرغومي ۱۱مه) د سیمه‌یيزو پولیسو له قوله لیکلي، چې نامعلومو موټرسایکل سپرو د چنک څلور لارې ته څېرمه د نجونو یوه ښوونځي مخې ته د لاسي بم برید کړی.

په راپور کې د یو کس د وژل کېدو او پنځو نورو د ټپي کېدو خبر ورکړل شوی.

په خبر کې ویل شوي، چې د موټرسایکل سپرو تر برید وروسته له سیمې تښتېدلي دي.

پولیسو په سیمه کې د پلټنو خبر ورکړی.

تر اوسه د برید مسوولیت کومې ډلې پر غاړه نه‌دی اخیستی.

په افغانستان کې بند پاتې پاکستاني محصلان: چارواکي چوپ دي، راتلونکی مو له خطر سره مخ دی

۱۱ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱ جنوری ۲۰۲۶، ۱۸:۰۳ GMT+۰
•
رحمان بونیری
100%

د افغانستان په پوهنتونونو کې پر زده کړو بوخت پاکستاني محصلین وایي چې له تېرو څو اونیو راهیسې له جدي ستونزو سره مخ دي او خپل هېواد ته د ستنېدو هڅې یې تر اوسه بې‌پایلې پاتې دي. د پاکستان بهرنیو چارو وزارت پخلی کوي چې نږدې ۱۲۰۰پاکستاني وګړو د بېرته ستنېدو لپاره د مرستې غوښتنه کړې .

د کابل په سپین غر پوهنتون کې د پاکستاني محصلینو یو استازي او د طب محصل عدنان خان افغانستان انټرنشنل ته وویل چې دوی نږدې له یوې میاشتې راهیسې هڅه کوي د روانو رخصتیو پر مهال بېرته خپلو کورونو ته ولاړ شي، خو د تورخم لارې د تړل کېدو له امله یې دا هڅې له خنډ سره مخ شوې دي.

عدنان خان زیاتوي چې محصلینو څو ځله د پاکستان له اړوندو چارواکو او سفارتي ادارو سره اړیکه نیولې، خو تر اوسه یې کوم روښانه او عملي ځواب نه دی ترلاسه کړی.

نوموړی وايي، « پاکستاني چارواکو راباندې ځانونه غلي کړي دي؛ نه زموږ ستونزې اوري او نه کومه اسانه لاره راته ښيي».

افغانستان انټرنشنل هڅه وکړه چې په کابل او اسلام‌اباد کې د اړوندو چارواکو دریځ واخلي، خو د پرله‌پسې ټیلیفوني تماسونو او پیغامونو سره سره، تر اوسه کوم ځواب ترلاسه نه شو.

خو په اسلام‌اباد کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر اندرابي په یوه خبري غونډه کې ویلي، چې تر دې دمه هغه پاکستاني وګړي چې په افغانستان کې بند پاتې وو او د پاکستان له سفارت سره یې اړیکه نیولې وه، یو شمېر بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

د بهرنیو چارو وزارت د ویاند په وینا، تر اوسه ۱۵محصلین او ۲۹۱نور پاکستاني وګړي چې په افغانستان کې بند پاتې وو او د کابل د پاکستان له سفارت سره یې اړیکه درلوده، په خوندي ډول پاکستان ته ستانه شوي دي.

نوموړي وویل چې په دې لړ کې سفارت له ځایي افغان چارواکو سره اړینه همغږي کړې او اړوندو کسانو ته یې لازمې مرستې برابرې کړې دي.

طاهر اندرابي زیاته کړه چې په ټولیز ډول ۱،۱۹۹پاکستاني وګړو په کابل کې د پاکستان په سفارت کې د بېرته ستنېدو لپاره د مرستې غوښتنه کړې وه. د هغه په وینا، په دې کسانو کې ۵۴۹ محصلین او ۴۰۲نور وګړي شامل دي، چې ځینې یې له خپلو کورنیو سره وو.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند وویل چې له دې ډلې څخه ۱۵ محصلین او ۲۹۱وګړي د هوا له لارې پاکستان ته ستانه شوي دي.

خو عدنان خان وايي چې په کابل کې له پاکستاني چارواکو سره د بیا بیا تماسونو باوجود هم دوی ته تر اوسه کوم عملي ځواب نه دی ورکړل شوی.

ځینو نورو پاکستاني محصلینو هم افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې د سرحدي لارې تړل کېدو نه یوازې د هغوی تګ راتګ اغېزمن کړی، بلکې د کورنیو اندېښنې یې هم زیاتې کړې دي. د محصلینو په وینا، که ستونزې ژر حل نه شي، ښايي ګڼ شمېر زده کوونکي د خپلو زده کړو پرېښودو ته اړ شي.

د افغانستان انټرنشنل د دې پوښتنې په ځواب کې چې د محصلینو لومړنۍ او جدي غوښتنه څه ده، عدنان خان وویل چې دواړه هېوادونه دې د زده کوونکو انساني او تعلیمي ستونزو ته جدي پاملرنه وکړي او پر کرښه د تګ راتګ لپاره دې عاجلې حل‌لارې ولټوي.

د افغانستان انټرنشنل د معلوماتو له مخې، هر کال لسګونه پاکستاني محصلین د لوړو زده کړو لپاره افغانستان ته ځي، چې ډېری یې د طب محصلین وي.

عدنان خان وايي چې دوی د افغانستان پوهنتونونه ځکه غوره کړي، چې د زده کړو معیار پکې لوړ او لګښتونه یې د پاکستان په پرتله کم دي.