د بشري کړکېچ په اوج کې؛ تېر کال شاوخوا ۲،۸ مېلیونه افغان کډوال افغانستان ته ستانه شوي

د طالبانو حکومت وايي، په ۲۰۲۵ کال کې د بهرنیو هېوادونو څخه شاوخوا دوه مېلیونه او اته سوه زره افغان کډوال بېرته هېواد ته راګرځېدلي، چې اکثر یې په بېلابېلو سیمو کې ځای پر ځای شوي، خدمات ورته وړاندې شوي او اوس ورته ښارګوټو کې د کورونو د وېش پلان عملي کېږي.
