• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د سوداګرۍ د بیا پیل کېدو لپاره افغان او پاکستاني سوداګرو ګډه ۱۲کسیزه کمېټه جوړه کړه

۱۴ مرغومی ۱۴۰۴ - ۴ جنوری ۲۰۲۶، ۰۹:۵۶ GMT+۰

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګریزو راکړو ورکړو د بیا فعالولو لپاره د دواړو هېوادونو سوداګریزو مشرانو په یوې انلاین غونډه کې د دوه اړخیزې سوداګرۍ د پراختیا او د لارو د بیا پرانېستل کېدو په تړاو خبرې کړې دي.

نن یکشنبه د (مرغومې ۱۴مه) دې غونډه کې د دواړو هېوادونو څخه د شپږ شپږ غړو ګډه ۱۲کسیزه کمېټه جوړه شوه. د دې کمیټې لومړنۍ رسمي غونډه به د جنورۍ په ۶مه په تورخم کې جوړه شي او د سوداګریزو راکړو ورکړو د بیا پیل کېدو په تړاو به په‌کې بحثونه وشي.

د پاکستان له لوري د کمیټې مشري د سرحدي سوداګرۍ شورا رییس سید جواد حسین کاظمي او د افغانستان له لوري د سوداګرۍ او صنايعو د خونو فدراسیون سرپرست سید کریم هاشمي کوي. د دې کمیټې غونډې به په میاشتني توګه په کابل، اسلام اباد او نورو ښارونو کې ترسره شي او موخه یې د دوه اړخیزې سوداګرۍ پراختیا او د شته ستونزو حل ښودل شوی.

ترویج لرونکی

طالبانو د کابل او یوشمېر ولایتونو لپاره د اوبلن ګاز نوې بیې اعلان کړې
۱

طالبانو د کابل او یوشمېر ولایتونو لپاره د اوبلن ګاز نوې بیې اعلان کړې

۲

طالبانو په کندهار او نیمروز کې تر ۱۴زره کیلو ګرامه ډېر نشه‌يي توکي او انساني درمل سوځولي

۳

ولې غوماشې ځینې انسانان ډېر چیچي او ځینې کم؟

۴

له نړیوال جام څخه د ارجنټاین د اېستلو کمپاین کې له ۲۳ میلیونه ډېرو کسانو لاسلیکونه وکړل

۵
ځانګړی

سرچینې: د ملاهبت الله نږدې کړۍ له هغه سره د نړۍوال پلاوي د لیدنې اجازه نه‌ده ورکړې

•
•
•

نور کیسې

طالبان :د ۴۳۰ مدرسو او ښوونځیو د بیارغونې لپاره څه باندې ۲۰۰میلیونه افغانۍ ځانګړې شوې دي

۱۴ مرغومی ۱۴۰۴ - ۴ جنوری ۲۰۲۶، ۰۹:۲۷ GMT+۰
100%

د طالبانو د پوهنې وزارت د ودانیو او املاکو د ساتنې رییس سمیع الحق حماس ویلي، چې د ۱۴۰۴ لمریز کال له پیل راهیسې د عادي بودیجې څخه د ۲۰۵ میلیونو افغانیو په لګښت ۴۳۰ مدرسې، تعلیمي او اداري مرکزونه بیارغول کېږي. له دې ډلې ۲۰۳ پروژې بشپړې شوې او پاتې ۲۲۷ پروژې د جوړېدو په حال کې دي.

د طالبانو په بیا واکمنېدو سره د مدرسو جوړولو چارې ګړندۍ شوD او خلک وایي، چې ښوونځيو ته پاملرنه کمه شوې ده.

د راپورونو له مخې، په افغانستان کې ۲۱۰۰۰ مدرسې جوړې شوې، په داسې حال کې چې په ټول هېواد کې ۱۸۰۰۰ښوونځي دي او په میلیونونو نجونې له زده کړو بې برخې دي.

د طالبانو د پوهنې وزارت د معلوماتو له مخې، په ۲۰۲۴ کال کې لږ تر لږه یو میلیون ماشومان د دیني زده کړو لپاره په مدرسو کې شامل شوي، چې په دې سره په مدرسو کې د ټولو زده کوونکو شمېر تر ۳،۶ میلیونو رسېږي.

د ایران د کار وزارت مرستیال وزیر د کاري همکارۍ د پراختیا لپاره کابل ته راغلی

۱۴ مرغومی ۱۴۰۴ - ۴ جنوری ۲۰۲۶، ۰۸:۳۹ GMT+۰
100%

د ایران اسلامي جمهوریت د کار، تعاون او ټولنیزې هوساینې وزارت مرستیال وزیر سید مالک حسینی د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ کابل ته سفر کړی، څو له طالب چارواکو سره د کاري اړیکو، د کار ځواک د تبادلې او د افغان کارګرانو د حقونو پر خوندیتوب خبرې وکړي.

د طالبانو کار او ټولنیزو چارو وزارت په یوه خپره پاڼه کې ویلي، د ایران اسلامي جمهوریت د کار، تعاون او ټولنیزې هوساینې وزارت مرستیال وزیر سید مالک حسینی، د یوه رسمي پلاوي په مشرۍ کابل ته رسېدلی دی.

په خپرپاڼه کې راغلي، نوموړي سره په دې پلاوي کې د خارجي اتباعو د اشتغال عمومي مدیر علي باقري، د کاري اتشو ګروپ او دوه‌اړخیزو اړیکو رییس حمید رضا رایکا، او د کارپنځونې او اشتغال د پراختیا معاونیت مرستیال محسن قوامي شامل دي.

په خبرپاڼه کې همدا راز راغلي، د کار او ټولنیزو چارو وزارت پلاوي د کابل په نړیوال هوايي ډګر کې له ایراني پلاوي هرکلی کړی دی.

د خبرپاڼې له مخې، تمه ده چې ایراني پلاوی به د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو له وزیر ملا عبدالمنان عمري سره په دوه‌اړخیزو کاري اړیکو، د کار ځواک په تبادله، د فني او حرفوي زده‌کړو د پراختیا، په ایران کې د مېشتو افغان کارګرانو د حقونو پر خوندیتوب او یو شمېر نورو مهمو موضوعاتو خبرې او لیدنې ولري.

کریم خرم: ۲۰۲۶ کال د لا زیاتو جګړو نښې لري چې افغانستان به هم ترې اغیزمن شي

۱۴ مرغومی ۱۴۰۴ - ۴ جنوری ۲۰۲۶، ۰۷:۴۹ GMT+۰
100%

د جمهوري نظام پر مهال د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزیر عبدالکریم خرم، د امریکا له لوري پر ونزویلا برید ته په غبرګون کې ویلي، چې دا وضعیت ښيي چې ۲۰۲۶ کال به د جګړو کال وي او افغانستان ته به هم بدې پایلې ولري.

خرم وایي دغه څرګندونې پر خپل اکس پاڼه کړې او ویلي یې دي، چې د دغو پېښو له امله نړیوال حقوق، ډېپلوماټیک اصول، د دولتونو حاکمیت او د ملګرو ملتونو منشور خپل ارزښت له لاسه ورکوي او پر ځای یې د زور سیاست حاکمېږي.

نوموړي ټینګار کړی چې پر ونزویلا برید به د سیمې او افغانستان لپاره هم بدې پایلې ولري.

د هغه په وینا، تر ټولو ستر زیان چین ته رسېږي، ځکه چین د ونزویلا د تېلو شاوخوا ۸۰ سلنه پېرودونکی و او له عملیاتو څو ساعته وړاندې مادورو د چین د لوړپوړي پلاوي کوربه و.

دا وضعیت د چین پانګونې له خطر سره مخ کوي او ښايي چین اړ شي د تېلو اړتیا له روسیې پوره کړي. خرم دا هم د لاتینې امریکا څخه د چین د شړلو د بهیر پیل بولي.

هغه زیاتوي، داسې اټکل کېږي چې پر ونزویلا برید د ایران پر ضد د احتمالي برید پیلامه وي، ځکه امریکا د هرمز تنګي د تړل کېدو له امله د تېلو د صادراتو د درېدلو اندېښنه لري او ونزویلا د بدیل په توګه ارزوي.

د کریم خرم په خبره، که دا سناریو عملي شي، د افغانستان دوه ګاونډي هېوادونه به مستقیم اغېزمن شي، چې دا به په طبیعي ډول پر افغانستان هم اغېز ولري.

تېره ورځ له دوه زره زیات افغان کډوال له ایران او پاکستان څخه افغانستان ته جبري ستانه شوي

۱۴ مرغومی ۱۴۰۴ - ۴ جنوری ۲۰۲۶، ۰۷:۱۵ GMT+۰
100%

د طالبانو تر واک لاندې د کډوالو او راستنېدونکو چارو مسوولانو خبر ورکړی، چې پرون له ایران او پاکستان څخه ۳۹۰ افغان کورنۍ چې ټول ۲۰۹۶تنه کیږي د هېواد بېلابېلو لارو افغانستان ته جبري ستنې شوې دي.

د کډالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون د ورکړل شوو معلوماتو له مخې،له دغو کورنیو څخه ۳۳۲کورنۍ چې ۱۸۴۲تنه دي د ننګرهارد تورخم له لارې،۳۷ کورنۍ چې ۱۶۸تنه دي د کندهار د سپین بولدک له لارې، ۱۴ کورنۍ چې ۵۹تنه دي د هرات د اسلام‌کلا، او ۷ کورنۍ چې شمبر یې ۳۷تنه کیږي د نیمروز د ورېښمو پله، له لارې هېواد ته ستانه شوې دي.

سرچینې زیاتوي، یادې کورنۍ د راستنېدو پر مهال د اړوندو ادارو له‌خوا ثبت او لومړنۍ مرستې ورسره ترسره شوې دي.

یاده دې وي چې، پرون د طالبانو حکومت ویلي، چې په ۲۰۲۵ کال کې د بهرنیو هېوادونو څخه شاوخوا دوه مېلیونه او اته سوه زره افغان کډوال بېرته هېواد ته راګرځېدلي، چې اکثر یې په بېلابېلو سیمو کې ځای پر ځای شوي، خدمات ورته وړاندې شوي او اوس ورته ښارګوټو کې د کورونو د وېش پلان عملي کېږي.

طالبان وایي هرات نه په ۹ میاشتو کې له ۲۲ زره ټنو زیاتې تازه مېوې بهر ته صادر شوي

۱۴ مرغومی ۱۴۰۴ - ۴ جنوری ۲۰۲۶، ۰۷:۰۸ GMT+۰
100%

د هرات ولایت طالب چارواکي وايي، په تېرو ۹ میاشتو کې له دغه ولایت څخه ۲۲٬۰۲۴ټنه تازه مېوې بهر ته صادر شوې چې ارزښت یې تر ۱۶ میلیونو ډالرو ډېر دی، دچارواکو په وینا، دې صادراتو د سیمې د اقتصاد او د بزګرانو عوایدو په زیاتولو کې مهم رول لوبولی دی.

د هرات ولایت مقام له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، په تېرو ۹ میاشتو کې د دغه ولایت ۲۲٬۰۲۴ټنه تازه مېوې، د ۱۶٬۳۳۳٬۶۹۲ډالرو په ارزښت، بهرنیو بازارونو ته صادرې شوې دي.

خبرپانه زیاتوي، د صادرو شوو مېوو په کتګوریو کې بېلابېل میوې شامل دي چې ګڼو هېوادونو ته صادر شوي دي.

مقام په دې اړه ټینګار کړی چې دغه صادرات د هرات د اقتصاد د ودې او د بزګررانو د عوایدو په زیاتوالي کې مهمه ونډه لري.

د هرات ولایت مقام څرګنده کړې چې د ولایت د تولید او صادراتو ظرفیت لوړ دی او هیله من دي چې په راتلونکي کې د اسانتیاوو د برابرېدو سره به د صادراتو کچه نوره هم لوړه شي.