• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

تېره ورځ له دوه زره زیات افغان کډوال له ایران او پاکستان څخه افغانستان ته جبري ستانه شوي

۱۴ مرغومی ۱۴۰۴ - ۴ جنوری ۲۰۲۶، ۰۷:۱۵ GMT+۰

د طالبانو تر واک لاندې د کډوالو او راستنېدونکو چارو مسوولانو خبر ورکړی، چې پرون له ایران او پاکستان څخه ۳۹۰ افغان کورنۍ چې ټول ۲۰۹۶تنه کیږي د هېواد بېلابېلو لارو افغانستان ته جبري ستنې شوې دي.

د کډالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون د ورکړل شوو معلوماتو له مخې،له دغو کورنیو څخه ۳۳۲کورنۍ چې ۱۸۴۲تنه دي د ننګرهارد تورخم له لارې،۳۷ کورنۍ چې ۱۶۸تنه دي د کندهار د سپین بولدک له لارې، ۱۴ کورنۍ چې ۵۹تنه دي د هرات د اسلام‌کلا، او ۷ کورنۍ چې شمبر یې ۳۷تنه کیږي د نیمروز د ورېښمو پله، له لارې هېواد ته ستانه شوې دي.

سرچینې زیاتوي، یادې کورنۍ د راستنېدو پر مهال د اړوندو ادارو له‌خوا ثبت او لومړنۍ مرستې ورسره ترسره شوې دي.

یاده دې وي چې، پرون د طالبانو حکومت ویلي، چې په ۲۰۲۵ کال کې د بهرنیو هېوادونو څخه شاوخوا دوه مېلیونه او اته سوه زره افغان کډوال بېرته هېواد ته راګرځېدلي، چې اکثر یې په بېلابېلو سیمو کې ځای پر ځای شوي، خدمات ورته وړاندې شوي او اوس ورته ښارګوټو کې د کورونو د وېش پلان عملي کېږي.

ترویج لرونکی

ولې مو وېښته توییږي او څنګه یې مخه ونیسو؟
۱
روغتیا او ژوند

ولې مو وېښته توییږي او څنګه یې مخه ونیسو؟

۲

محمد نبي: د شاپور ناروغي عادي نه‌ده

۳
تازه خبر

کونړ کې د سوات د کډوالو په کور کې چاودنه؛ د یوې ښځې او ماشومانو په ګډون پنځه کسان وژل شوي

۴

په ټورنټو کې د افغان خبریالانو په ګډون د بیان ازادۍ مرکز خپله درېیمه کلنۍ ناسته ترسره کړی

۵

د پاکستان ډالري جګړه؛ محمود فضلي وایي د سهیل اپریدي څرګندونو د دغه جګړې حقیقت بربنډ کړ

•
•
•

نور کیسې

طالبان وایي هرات نه په ۹ میاشتو کې له ۲۲ زره ټنو زیاتې تازه مېوې بهر ته صادر شوي

۱۴ مرغومی ۱۴۰۴ - ۴ جنوری ۲۰۲۶، ۰۷:۰۸ GMT+۰

د هرات ولایت طالب چارواکي وايي، په تېرو ۹ میاشتو کې له دغه ولایت څخه ۲۲٬۰۲۴ټنه تازه مېوې بهر ته صادر شوې چې ارزښت یې تر ۱۶ میلیونو ډالرو ډېر دی، دچارواکو په وینا، دې صادراتو د سیمې د اقتصاد او د بزګرانو عوایدو په زیاتولو کې مهم رول لوبولی دی.

د هرات ولایت مقام له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، په تېرو ۹ میاشتو کې د دغه ولایت ۲۲٬۰۲۴ټنه تازه مېوې، د ۱۶٬۳۳۳٬۶۹۲ډالرو په ارزښت، بهرنیو بازارونو ته صادرې شوې دي.

خبرپانه زیاتوي، د صادرو شوو مېوو په کتګوریو کې بېلابېل میوې شامل دي چې ګڼو هېوادونو ته صادر شوي دي.

مقام په دې اړه ټینګار کړی چې دغه صادرات د هرات د اقتصاد د ودې او د بزګررانو د عوایدو په زیاتوالي کې مهمه ونډه لري.

د هرات ولایت مقام څرګنده کړې چې د ولایت د تولید او صادراتو ظرفیت لوړ دی او هیله من دي چې په راتلونکي کې د اسانتیاوو د برابرېدو سره به د صادراتو کچه نوره هم لوړه شي.

طالبان: خوست کې مو شپږ مېرمنې د کورني ظلم او جبري نکاح له ګواښ ژغورلي

۱۴ مرغومی ۱۴۰۴ - ۴ جنوری ۲۰۲۶، ۰۶:۳۶ GMT+۰

د طالبانو امربالمعروف وزارت وایي، محتسبینو یې په خوست ولایت کې، په بېلابېلو اقداماتو کې شپږ مېرمنې د کورني ظلم، فزیکي او رواني ځورونې او غیر شرعي نکاح له ګواښونو څخه ژغورلي دي.

ددغه وزارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د خوست ولایت کې د امربالمعروف ریاست د ښځو د حقونو په ساتنه کې ژمن پاتې شوي او په دې لړ کې یې درې مېرمنې د خپلي رضا پرته د جبري نکاح له خطره وژغورلي.

په خبرپانه کې راغلي: «یادې مېرمنې د کورنۍ د غړو له خوا د جبري نکاح هڅو سره مخ وې، خو زموږ د هڅو او خبرېدو وروسته، هغوی ته د شرعي حق ورکولو په موخه د اجباري نکاح مخنیوی وشو.»

د وزارت خبرپاڼه زیاتوي، د یوې بلې کړنې په ترڅ کې درې مېرمنې له مختلفو کورني ظلمونو څخه ژغورل شوي. د خبرپاڼې له مخې، ځینې یې له دغو ښځو څخه د تېرو پنځو کلونو راهیسې د خپلو خاوندانو له لوري فزیکي او رواني ځورونې سره مخ وې.

ملګري ملتونه: د کابل استوګنو بې‌وزله او معیوب وګړو د عاید او هیلو نوې لارې موندلي

۱۴ مرغومی ۱۴۰۴ - ۴ جنوری ۲۰۲۶، ۰۶:۲۰ GMT+۰

د ملګرو ملتونو د ښاري پراختیا اداره (UN-Habitat) وایي په کابل کې یې د جاپان د نړیوالې همکارۍ ادارې (JICA) له خوا پیل شوي «د پېسو په بدل کې کار» پروګرام خلکو ته د عاید فرصتونه برابر کړي، ترڅو د بې‌وزلۍ او اقتصادي ستونزو سره مبارزه وکړي او خپل ښاري چاپېریال ښه کړي.

یو این هبیتات په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، جان محمد محمدي، چې په کابل کې د ګذر ګلخانه په غیر رسمي استوګنځي کې ژوند کوي، د دې پروګرام له لارې د خپلې کورنۍ د اړتیاوو پوره کولو فرصت موندلی دی.

نوموړی۶۷ کلن دی، د اوږدې ناروغۍ او جګړې له امله یې دواړه پښې او د لاس درې ګوتې زیانمنې شوې دي. سره له دې ستونزو، جان محمد وايي: «زه خپل معیوبیت ته اجازه نه ورکوم چې زما ژوند محدود کړي.»

جان محمد وویل: «زموږ کورنۍ له میاشتو راهیسې لومړی ځل کافی خواړه درلودل، پرته له دې چې له ګاونډیانو پور واخلو.»

د ملګرو ملتونو د ښاري پراختیا اداره وایي، د «د پیسو په بدل کې کار» پروګرام په ترڅ کې ۵۰ کسانو ته د دوو میاشتو لپاره د عاید فرصتونه برابر شوي.

دغه اداره ټینګار کوي چې د افغانستان په ښارونو کې ډېرې کورنۍ د بې‌وزلۍ او اقتصادي بې‌ثباتۍ له ستونزو سره مخ دي.

د ملګرو ملتونو د بشري اړتیاوو او غبرګون پلان (HNRP 2025) ښيي چې د معیوبو کسانو په کورنیو کې د بې‌کارۍ کچه د ملي اوسط په پرتله پنځه ځله لوړه ده او د ماشوم کار کچه ۳۱٪ ده.

دغه پروګرام له لارې خلکو ته د کار فرصتونه نه یوازې د عاید سبب شوي، بلکې د ښاري چاپېریال د ښه والي او ټولنیز مشارکت فرصتونه هم برابر کړي دي.

طالبان وایي په میدان وردګو کې راستنېدونکو کډوالو ته د ځمکو د وېش بهیر پیل شوی

۱۴ مرغومی ۱۴۰۴ - ۴ جنوری ۲۰۲۶، ۰۵:۵۵ GMT+۰

د میدان وردګو ولایت طالب مسوولین وایي، د ملا هبت الله د فرمان له مخې، په دغه ولایت کې راستنېدونکو کډوالو ته د استوګنې ځمکو د وېش بهیر پیل شوی دی.

د دغه ولایت طالب مسوولینو په وینا، په نوي ښارګوټي کې به شاوخوا ۸۰۰ کورنیو ته د استوګنې نمرې ووېشل شي. همداراز، یاد ښارګوټی ټول ۱۲۰۰ د استوګنې نمرې لري او ورسره یو روغتیایي مرکز، ښوونځی او تفریحي پارک هم پکې شامل دي.

تر دې وړاندې د طالبانو مرستیال ویاند حمدالله فطرت ویلي و، چې له ګاونډیو هېوادونو بېرته ستنېدونکو افغان کډوالو لپاره ۱۲۴زره او ۶۷۴ جریبه ځمکه ځانګړې شوې او د اړتیا په صورت کې به نوره ځمکه هم ورته ځانکړې شي.

هغه همداراز نوموړي زیاته کړې وه، چې تر دې دمه په بامیان، لغمان، بلخ، کندوز او کندهار ولایتونو کې پر ۲زره او ۶۹۸ کورنیو لپاره ځمکې وېشل شوې دي او دغه لړۍ لاهم دوام لري.

محمد اشرف حیدري: افغان مشرانو د امریکا سټراټیژیک انعطاف په سمه توګه ونه پېژند

۱۴ مرغومی ۱۴۰۴ - ۴ جنوری ۲۰۲۶، ۰۵:۱۲ GMT+۰

د جمهوري پر مهال په سریلانکا کې د افغانستان سفیر محمد اشرف حیدري ویلي، افغان مشرانو د امریکا د ځواک د متوازن سیاستونو انعطاف او سټراټیژیک اولویتونه په سمه توګه ونه پېژندل، او د دې له امله یې هېواد د بهرني ملاتړ پر متکي پاتې کړ.

حیدري په ایکسپوسټ کې څرګنده کړې، «واشنګټن هېڅکله په اصولي ډول یو اړخیزه تګلاره نه ده غوره کړې، امریکا د خپلو ملي ګټو د بدلیدونکو اړتیاوو له مخې خپلو تهاجمي او دفاعي سیاستونو ته بیاکتنه کړې ده.»

هغه د امریکا د تېرو څو لسیزو ستراتیژیک تګلارو مثالونه راوړل: په ۱۹۸۰مو کلونو کې یې د مجاهدینو ډلې د شوروي اتحاد د ځپلولو لپاره کارولې، او په ۲۰۰۰مو کلونو کې له بن نړیوال پلان څخه مستقیمو مذاکراتو ته د طالبانو سره مخامخ شوې، چې د بن د پروژې ډیموکراټیک هدف یې تر ډېره حده کمزوری کړ.

حیدري ټینګار کړی، «دا د امریکا د بې‌ثباتۍ نښه نه وه، بلکې د ځواک سیاست و.»

هغه افغان مشرانو باندې انتقاد کړی چې د امریکا د سټراټیژیک انعطاف واقعیت یې ونه پېژند، او د ملي، مسلکي افغانانو پر ځای یې خپلواکو مشوره ورکونکو ته ترجیح ورکړه.

حیدري لیکلي، «د لنډمهاله ادارې له لومړۍ ورځې باید د بهرني ملاتړ څخه د داخلي ځان بسیاینې د جوړولو لپاره ګټه اخیستل شوې وای، او له مرستندویه دولت څخه خپلواک دولت جوړونې فرصت له لاسه ورکړل شو.»

هغه ټینګار کړی، د امریکا د ظرفیت نه، بلکې د لومړیتوبونو د بدلون له امله افغان مشران پاتې راغلل، او د هېواد تاریخي ناکامۍ همداسې پېښې شوې.