طالبان: خوست کې مو شپږ مېرمنې د کورني ظلم او جبري نکاح له ګواښ ژغورلي

د طالبانو امربالمعروف وزارت وایي، محتسبینو یې په خوست ولایت کې، په بېلابېلو اقداماتو کې شپږ مېرمنې د کورني ظلم، فزیکي او رواني ځورونې او غیر شرعي نکاح له ګواښونو څخه ژغورلي دي.

د طالبانو امربالمعروف وزارت وایي، محتسبینو یې په خوست ولایت کې، په بېلابېلو اقداماتو کې شپږ مېرمنې د کورني ظلم، فزیکي او رواني ځورونې او غیر شرعي نکاح له ګواښونو څخه ژغورلي دي.
ددغه وزارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د خوست ولایت کې د امربالمعروف ریاست د ښځو د حقونو په ساتنه کې ژمن پاتې شوي او په دې لړ کې یې درې مېرمنې د خپلي رضا پرته د جبري نکاح له خطره وژغورلي.
په خبرپانه کې راغلي: «یادې مېرمنې د کورنۍ د غړو له خوا د جبري نکاح هڅو سره مخ وې، خو زموږ د هڅو او خبرېدو وروسته، هغوی ته د شرعي حق ورکولو په موخه د اجباري نکاح مخنیوی وشو.»
د وزارت خبرپاڼه زیاتوي، د یوې بلې کړنې په ترڅ کې درې مېرمنې له مختلفو کورني ظلمونو څخه ژغورل شوي. د خبرپاڼې له مخې، ځینې یې له دغو ښځو څخه د تېرو پنځو کلونو راهیسې د خپلو خاوندانو له لوري فزیکي او رواني ځورونې سره مخ وې.


د ملګرو ملتونو د ښاري پراختیا اداره (UN-Habitat) وایي په کابل کې یې د جاپان د نړیوالې همکارۍ ادارې (JICA) له خوا پیل شوي «د پېسو په بدل کې کار» پروګرام خلکو ته د عاید فرصتونه برابر کړي، ترڅو د بېوزلۍ او اقتصادي ستونزو سره مبارزه وکړي او خپل ښاري چاپېریال ښه کړي.
یو این هبیتات په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، جان محمد محمدي، چې په کابل کې د ګذر ګلخانه په غیر رسمي استوګنځي کې ژوند کوي، د دې پروګرام له لارې د خپلې کورنۍ د اړتیاوو پوره کولو فرصت موندلی دی.
نوموړی۶۷ کلن دی، د اوږدې ناروغۍ او جګړې له امله یې دواړه پښې او د لاس درې ګوتې زیانمنې شوې دي. سره له دې ستونزو، جان محمد وايي: «زه خپل معیوبیت ته اجازه نه ورکوم چې زما ژوند محدود کړي.»
جان محمد وویل: «زموږ کورنۍ له میاشتو راهیسې لومړی ځل کافی خواړه درلودل، پرته له دې چې له ګاونډیانو پور واخلو.»
د ملګرو ملتونو د ښاري پراختیا اداره وایي، د «د پیسو په بدل کې کار» پروګرام په ترڅ کې ۵۰ کسانو ته د دوو میاشتو لپاره د عاید فرصتونه برابر شوي.
دغه اداره ټینګار کوي چې د افغانستان په ښارونو کې ډېرې کورنۍ د بېوزلۍ او اقتصادي بېثباتۍ له ستونزو سره مخ دي.
د ملګرو ملتونو د بشري اړتیاوو او غبرګون پلان (HNRP 2025) ښيي چې د معیوبو کسانو په کورنیو کې د بېکارۍ کچه د ملي اوسط په پرتله پنځه ځله لوړه ده او د ماشوم کار کچه ۳۱٪ ده.
دغه پروګرام له لارې خلکو ته د کار فرصتونه نه یوازې د عاید سبب شوي، بلکې د ښاري چاپېریال د ښه والي او ټولنیز مشارکت فرصتونه هم برابر کړي دي.

د میدان وردګو ولایت طالب مسوولین وایي، د ملا هبت الله د فرمان له مخې، په دغه ولایت کې راستنېدونکو کډوالو ته د استوګنې ځمکو د وېش بهیر پیل شوی دی.
د دغه ولایت طالب مسوولینو په وینا، په نوي ښارګوټي کې به شاوخوا ۸۰۰ کورنیو ته د استوګنې نمرې ووېشل شي. همداراز، یاد ښارګوټی ټول ۱۲۰۰ د استوګنې نمرې لري او ورسره یو روغتیایي مرکز، ښوونځی او تفریحي پارک هم پکې شامل دي.
تر دې وړاندې د طالبانو مرستیال ویاند حمدالله فطرت ویلي و، چې له ګاونډیو هېوادونو بېرته ستنېدونکو افغان کډوالو لپاره ۱۲۴زره او ۶۷۴ جریبه ځمکه ځانګړې شوې او د اړتیا په صورت کې به نوره ځمکه هم ورته ځانکړې شي.
هغه همداراز نوموړي زیاته کړې وه، چې تر دې دمه په بامیان، لغمان، بلخ، کندوز او کندهار ولایتونو کې پر ۲زره او ۶۹۸ کورنیو لپاره ځمکې وېشل شوې دي او دغه لړۍ لاهم دوام لري.

د جمهوري پر مهال په سریلانکا کې د افغانستان سفیر محمد اشرف حیدري ویلي، افغان مشرانو د امریکا د ځواک د متوازن سیاستونو انعطاف او سټراټیژیک اولویتونه په سمه توګه ونه پېژندل، او د دې له امله یې هېواد د بهرني ملاتړ پر متکي پاتې کړ.
حیدري په ایکسپوسټ کې څرګنده کړې، «واشنګټن هېڅکله په اصولي ډول یو اړخیزه تګلاره نه ده غوره کړې، امریکا د خپلو ملي ګټو د بدلیدونکو اړتیاوو له مخې خپلو تهاجمي او دفاعي سیاستونو ته بیاکتنه کړې ده.»
هغه د امریکا د تېرو څو لسیزو ستراتیژیک تګلارو مثالونه راوړل: په ۱۹۸۰مو کلونو کې یې د مجاهدینو ډلې د شوروي اتحاد د ځپلولو لپاره کارولې، او په ۲۰۰۰مو کلونو کې له بن نړیوال پلان څخه مستقیمو مذاکراتو ته د طالبانو سره مخامخ شوې، چې د بن د پروژې ډیموکراټیک هدف یې تر ډېره حده کمزوری کړ.
حیدري ټینګار کړی، «دا د امریکا د بېثباتۍ نښه نه وه، بلکې د ځواک سیاست و.»
هغه افغان مشرانو باندې انتقاد کړی چې د امریکا د سټراټیژیک انعطاف واقعیت یې ونه پېژند، او د ملي، مسلکي افغانانو پر ځای یې خپلواکو مشوره ورکونکو ته ترجیح ورکړه.
حیدري لیکلي، «د لنډمهاله ادارې له لومړۍ ورځې باید د بهرني ملاتړ څخه د داخلي ځان بسیاینې د جوړولو لپاره ګټه اخیستل شوې وای، او له مرستندویه دولت څخه خپلواک دولت جوړونې فرصت له لاسه ورکړل شو.»
هغه ټینګار کړی، د امریکا د ظرفیت نه، بلکې د لومړیتوبونو د بدلون له امله افغان مشران پاتې راغلل، او د هېواد تاریخي ناکامۍ همداسې پېښې شوې.

د ملګرو ملتونو په جینوا دفتر کې د افغانستان استازي نصیر احمد اندېشه ویلي، د طالبانو مشر ملا هبتالله د خپل واک خوندي ساتلو لپاره له پراخو داخلي ننګونو سره مخ دی. نوموړی زیاتوي، د جګپوړو چارواکو ځای پر ځای کولو او داخلي پاکسازي کړنو دوام د هغه نفوذ کمزوری کړی دی.
اندېشه په اېکس لیکلي: «ملا هبتالله اوس په کندهار کې تقریبا پټ دی او هیڅ کس پرې باور نه لري. د طالبانو په رهبرۍ کې د جګپوړو کسانو د اونیزو بدلونونو او پاکسازۍ کړنو له امله د هغه کنټرول کمزوری شوی او د مخالفو حلقو نفوذ زیات شوی دی».
هغه زیاته کړې: «هبتالله د یوې مهمې څانګې د ورځنیو چارو د خپلواکې څارنې سره موافق نه دی، خو په دې برخه کې زیات څه نشي کولای». په دې معنا چې د طالبانو د داخلي څانګو فعالیتونه د مشر د مستقیم کنټرول څخه بهر پرمخ ځي، چې د ډلې واکمني یې کمزوره کړې ده.
اندېشه ټینګار کړی چې نړیواله ټولنه باید د طالبانو په دننه کې د رامنځته شویو شخړو او داخلي ستونزو په اړه دقیق معلومات ولري، څو د افغانستان د بشري حقونو او انساني ناورین مدیریت لپاره موثر اقدامات ترسره کړي.

د افغانستان لپاره د پاکستان پخواني ځانګړي استازي اصف دراني ویلي، ځینې افغان پوهان په بېځایه ډول ټولې ستونزې پاکستان ته راجع کوي، داسې انګېرنه کوي لکه چې پخواني افغان مشرانو هېڅ ستونزه نهلرله. هغه وایي، د ترهګرو پر وړاندې باید اقدام وشي او افغانستان باید د ورور په توګه وپالل شي.
اصف دراني پر اېکس پاڼه لیکلي: «دا خورا خندونکي ده چې ځینې افغان پوهان ټولې ملامتۍ پاکستان ته ور اچوي، لکه چې پخواني افغان مشران له اسمان څخه راښکاره شوي وي. داسې بیانونه ورکول کېږي لکه پاکستان د سردار داود پر ړنګېدو، د شوروي اتحاد پر یرغل بللو، یا د افغانانو پاکستان ته د راتګ غوښتلو مسول وي».
هغه زیاتوي چې تر دې وروستیو، پاکستان د طالبانو جوړوونکی بلل کېده او طالبان د پاکستان د په کنټرول کې ښودل کېدل، خو که دا خبره رښتیا وای، د تحریک طالبان پاکستان (TTP) وروستۍ وژنې او تاوتریخوالی به نه وای شوی.
دراني ټینګار کړی چې «افغانستان د خپلو حاکمانو پروا نه لري، لا هم زموږ ورور هېواد دی. خو پاکستان باید د TTP ترهګرو فعالیتونو، که له افغانستان څخه وي یا د خېبر پښتونخوا ایالت کې په کلک لاس مقابله وکړي».