• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د کردستان ۱۲۰ فعالین: د اعتراض حق په رسمیت وپېژنئ او نیول شوي معترضین ازاد کړئ

۱۴ مرغومی ۱۴۰۴ - ۴ جنوری ۲۰۲۶، ۲۳:۴۴ GMT+۰تازه شوی: ۱۶ مرغومی ۱۴۰۴ - ۶ جنوری ۲۰۲۶، ۰۰:۱۴ GMT+۰

په ایران کې د اعتراضونو په پراخېدو، د یو شمېر معترضینو له وژل کېدو او د معترضینو د نیونو په دوام، د کردستان ۱۲۰ فعالینو د یوې اعلامیې په خپرولو سره د ایران ولس له سوله‌ییزو اعتراضونو په ملاتړ، د اعتراض حق د په رسمیت پېژندنې او همداراز د نیول شویو معترضینو د ازادېدو غوښتنه وکړه.

د کردستان د سیاسي، مدني او د بشري حقونو د ۱۲۰ فعالینو په دې اعلامیه کې ‌چې د یکشنبې په ورځ (د مرغومي ۱۴مه) خپره شوې راغلي، له وروستیو تحولاتو سره سره د کردستان په ګډون د ایران په بېلابېلو سیمو کې د نیونو تازه څپه پیل شوې ده.

یادو فعالینو ویلي، په داسې حال کې چې د دولت ویانده د اعتراض حق د رسمیت پېژندنې خبره کوي، خو له سوله‌ییزو لاریونوالو سره د امنیتي ځواکونو چلند د حاکمیت د کړنو متناقص تصویر وړاندې کوي.

د دغو فعالینو په باور، له معترضینو سره دغه ډول چلند د مدني او سیاسي حقونو له بنسټیزو اصولو او کنوانسیونو سره په ټکر کې دي چې ایران یې هم غړی دی.

دوی د اعتراض حق او د معترضینو د غوښتنو پر اورېدل کېدو له ټينګار سربېره د وژل شویو معترضینو له کورنیو سره غمشریکي کړې او همداراز یې د ټولو نیول شویو معترضینو د ازادېدو او د ایراني ولس غوښتنو ته د رسېدنې غوښتنه کړې ده.

ترویج لرونکی

ولې مو وېښته توییږي او څنګه یې مخه ونیسو؟
۱
روغتیا او ژوند

ولې مو وېښته توییږي او څنګه یې مخه ونیسو؟

۲

محمد نبي: د شاپور ناروغي عادي نه‌ده

۳
تازه خبر

کونړ کې د سوات د کډوالو په کور کې چاودنه؛ د یوې ښځې او ماشومانو په ګډون پنځه کسان وژل شوي

۴

په ټورنټو کې د افغان خبریالانو په ګډون د بیان ازادۍ مرکز خپله درېیمه کلنۍ ناسته ترسره کړی

۵

د پاکستان ډالري جګړه؛ محمود فضلي وایي د سهیل اپریدي څرګندونو د دغه جګړې حقیقت بربنډ کړ

•
•
•

نور کیسې

د ایران د سراسري اعتراضونو په اتمه ورځ څه وشول؟

۱۴ مرغومی ۱۴۰۴ - ۴ جنوری ۲۰۲۶، ۲۳:۲۴ GMT+۰

په ایران کې د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د تومان د ارزښت رالوېدو له امله د مرغومي په اوومه پراخ اعتراضي لاریونونه پيل شوي او لا هم دوام لري. د دغو اعتراضونو په اتمه ورځ د اسراییل لومړي وزیر وویل: «په ډېر احتمال سره به د ایران ملت خپل برخلیک په خپله وټاکي».

د ایران انټرنشنل د راپور له‌مخې، د دغو اعتراضونو په اتمه ورځ (یکشنبه د مرغومي ۱۴مه) د تهران په بېلابېلو سیمو کې د ایران امنیتي ځواکونه له معترضینو سره نښتي او پرې اوښکې بهوونکي ګاز یې هم شیندلي دي.

دغه معترضین د دولت او مذهبي مشر خامنه‌يي ضد شعارونو په ورکړې سره د ایران په بېلابېلو سیمو لاریونونو ته مخه کړې او لا هم دوام لري.

یو شمېر معترضین د یکشنبې په ورځ (د مرغومي ۱۴مه) د ایران په بېلابېلو سیمو کې د وژل شویو معترضینو په جنازې مراسمو کې ګډون وکړ او ورسره یې «مرګ پر خامنه‌يي» شعار ورکړ.

د ایران د سراسري اعتراضونو په لړ کې د دغه هېواد د فوټبال ملي لوبډلې پخواني سر روزونکي محمد مایلي‌کهن، د فوټبال ملي لوبډلې لوبډلمشر علي‌رضا جهانبخش او یو شمېر نورو لوبغاړو له نورو لوبغاړو وغوښتل، چې د ایران له سراسري اعتراضونو ملاتړ وکړي.

په دې لړ کې د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو نن (یکشنبه د مرغومي ۱۴مه) په یوې غونډه کې وویل: «موږ د ازادۍ، حریت او عدالت لپاره د ایران د خلکو له مبارزو سره خپل پیوستون اعلانوو».

هغه زیاته کړه: «د دې احتمال ډېر دی، چې موږ داسې شېبه وګورو چې د ایران ملت خپل برخلیک په خپله وټاکي».

هانا سازمان: د ایران په ۲۵ ولایتونو او ۶۰ ښارونو کې په اوومه ورځ هم لاریونونه دوام درلود

۱۴ مرغومی ۱۴۰۴ - ۴ جنوری ۲۰۲۶، ۲۳:۰۲ GMT+۰

د هانا په نوم د بشري حقونو سازمان ویلي، چې په اوومه ورځ هم په ایران کې لاریونونو دوام درلود او تردې مهاله د ایران په ۲۵ ولایتونو، ۶۰ ښارونو کې ۱۷۴ ځایونو کې لاریونونه تر سره شوې دي.

د بشري حقونو د یاد سازمان د راپور له مخې، په ایران کې د لاریونونو په دوام د یاد هېواد په ۱۵ پوهنتونو کې هم د زده کړیالانو له لوري ۱۸ اعتراضي لاریونونه ثبت شوي دي.

د راپورونو له مخې، د لاریونونو جغرافیه پراخه شوې ده او حکومت هم د لاریونونو د کرارۍ لپاره په ځینو ښارونو کې اضافي امنیتي کسان ځای پرځای کړې دي.

د ایران له یو شمېر ښارونو څخه د لاریونونو په خپرو شویو ویډیو ګانو کې ښکاري، چې په عامه ځایونو کې امنیتي فضا تاوتریخوالي نیولي او امنیتي کسان د ګڼې ګوڼې د کنټرول وسایلو څخه په استفاده پر لاریونوالو اوښکې بهونکي ګاز شیندي.

ځینو رسنیو د امنیتي کسانو له لوري پر لاریونوالو د ډزو راپورونه هم ورکړي دي.

د ایران په سراسري اعتراضونو کې تر اوسه د ۱۶ وژل شویو معترضینو هویت خپور شوی

۱۴ مرغومی ۱۴۰۴ - ۴ جنوری ۲۰۲۶، ۲۲:۴۹ GMT+۰

په ایران کې د اقتصادي مسایلو او په ځانګړې توګه د ډالر پر وړاندې د تومان د ارزښت د رالوېدو له امله له اتو ورځو راهیسې پراخ اعتراضي لاریونونه پیل شوي او لا هم روان دي. ایران انټرنشنل په دغو اعتراضونو کې د ایراني ځواکونو له لوري د ۱۶ وژل شویو معترضینو نوملړ خپور کړی دی.

د ایران انټرنشنل د ارزونو له‌مخې، ښايي د وژل شویو کسانو شمېر تر دې هم لوړ وي. په دغو لاریونونو کې د ایراني ځواکونو په جنګي او ساچمه‌يي مرمیو کې لسګونه نور معترضین هم ټپيان شوي دي.

د «هرانا» په نوم د ایران د بشري حقونو بنسټ په خپل تازه راپور کې ویلي، د ایران په تېرو اوو ورځو اعتراضونو کې لږ تر لږه په ۱۷۴ سیمو کې اعتراضي راټولېدنې، لاریونونه او کاري اعتصابونه شوي دي. د دغه راپور له‌مخې، په دې موده کې لږ تر لږه ۵۸۲ معترضین هم د ایراني ځواکونو له لوري نیول شوي دي.

په ایران کې دغو پراخو لاریونونو چې د مرغومي په ۷مه پیل شوي ګڼ کورني او نړۍوال غبرګونونه راپارولي او ورسره جوخت یې د ایران له دولت څخه غوښتي، چې له معترضینو سره ناوړه چلند ودروي، نیول شوي کسان ازاد کړي او د دغو معترضینو غوښتنو ته رسېدنه وکړي.

د یادونې وړ ده، چې د ایران په ځينو سیمو کې انټرنېټ یا بند شوی او یا هم ټکنی شوی دی.

غوث جانباز: د مادورو نسکورېدل د روسیې لپاره ډېرې منفي پایلي لري

۱۴ مرغومی ۱۴۰۴ - ۴ جنوری ۲۰۲۶، ۲۱:۵۳ GMT+۰

پخوانی افغان ډیپلومات غوث جانباز وايي، چې د امریکا له لوري د ونزوېلا د ولسمشر نیکولاس مادورو له نیولو وروسته به روسیه د ستراتیژیک موقعیت د له لاسه ورکولو ترڅنګ په مالي، استخباراتي او نورو برخو کې له منفي پایلو سره مخ شي.

د امریکايي ځواکونو له‌خوا د ونزوېلا د ولسمشر له نیولو وروسته پخواني افغان ډیپلومات غوث جانباز ویلي، چې د مادورو په نسکورېدو سره به روسیه له پنځو مهمو منفي پایلو سره مخ شي.

جانباز ویلي، ښايي روسیه لوېدیځه نیمه کره کې ستراتیژیک موقعیت له لاسه ورکړي او د روسیې جیوپولیټیک وزن به په چټکۍ سره کم شي.

د جانباز په خبره، ښايي له مادورو وروسته به د ونزوېلا نوی حکومت د یاد هېواد د تېلو په پروژو کې د روسیې سترې پانګونې لغوه کړي او روسیه به په مالي برخه کې ستر زیان وویني.

نوموړي زیاته کړې ده، چې د مادورو سقوط به د مرکزي افریقا جمهوریت، مالي، بورکینافاسو او د مرکزي اسیا هېوادونو په څېر حکوتونو مشرانو ته دا وښيي، چې د روسیې ملاتړ اغېزناک نه‌دی او ښايي د یادو هېوادونو مشران خپله پاملرنه واشنګټن ته واړوي.

غوث جانباز ویلي، چې د مادورو سقوط به د روسيي د مشرانو په منځ کې د درز راپیدا کېدو ترڅنګ، په ونزوېلا کې د روسیې استخباراتي خدماتو او څارنې مرکز افشا کېدو او د اوکراین د جګړې لپاره د بودیجې په ګډون نورې منفي پایلي هم ولري.

د راپورونو له‌مخې، د ونزوېلا ولسمشر مادورو د روسیې له ملاتړ څخه برخمن و. د روسیې حکومت د یاد هېواد نفوذ لرونکي شخصیتونه په دې قانع کړې وو، چې د مادورو رژیم به زیانمن نه‌شي.

د مادورو له نیولو وروسته له منفي پایلو سره د روسیې د مخ کېدو په اړه اندېښنې پر داسې مهال راپیدا شوې، چې دوه شپې وړاندې امریکايي ځواکونو د شپې په تیاره کې د ونزوېلا ولسمشر نیکولاس مادورو او د هغه مېرمن په خپل کور کې ونیول او نیویارک ته یې انتقال کړل.

پخوانی نوموتی افغان لیکوال، شاعر او خبریال شاه زلمی زلمی په کډوالۍ کې ومړ

۱۴ مرغومی ۱۴۰۴ - ۴ جنوری ۲۰۲۶، ۲۱:۵۱ GMT+۰

د افغانستان رسنیو ملاتړ سازمان وايي، د هېواد نوموتی لیکوال، شاعر او خبریال شاه زلمی زلمی د نا علاجه ناروغۍ له امله په کډوالۍ کې په جرمني کې ومړ. شاه زلمی زلمی د افغانستان په ډېرو رسنیو او په ځانګړې توګه ټلوېزیونونو کې د خبر مدیریتي چارې مخته وړې دي.

شاه زلمی زلمی چې په دې وروستیو کلونو کې په جرمني کې له خپلې کورنۍ سره ژوند کاوه، له کلونو راهیسې له ناعلاجه «سرطان» ناروغۍ کړېده او بالاخره د یکشنبې په ورځ (د مرغومي ۱۴مه) په جرمني کې ساه ورکړه.

د افغانستان رسنیو ملاتړ سازمان په همدې تړاو په یوې اعلامیه کې د هغه مړینه د افغانستان د ژورنالېزم په ډګر کې یوه ستره ضایعه بللې ده.

په اعلامیه کې راغلي: «ښاغلي زلمي د خپلې مسلکي وړتیا، ژمنتیا او ژورنالېزم له لارې د رسنیز ډګر لپاره ارزښتمن خدمتونه کړي چې تل به د خلکو په زړونو کې ځای لري».

د یادونې وړ ده، چې شاه زلمی زلمی له لیکوالۍ او شاعرۍ سربېره په افغانستان کې په ګڼو رسنیو کې د کار تجربه لري. تر ټولو زیاته کاري مخېنه یې په «افغان، شمشاد او میوند» ټلوېزیونونو کې وه. هغه په دغو ټلوېزیونونو کې د ویاندۍ تر څنګ د خبرونو د مدیریت چارې هم پرمخ وړي دي.

هڅه مو وکړه، چې د شاه زلمي زلمي له کورنۍ سره د هغه د مړینې د تاییدۍ لپاره اړیکه ونیسو، خو له پرله‌پسې هڅو سره سره بریالي نشوو، خو ډېریو پخوانیو همکارانو او ملګرو یې د هغه مړینه هم تایید کړې ده.