• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو د میدان وردګ څه باندې ۱۶۴ کیلوګرام یاقوت پر نږدې ۱۱نیم میلیونه ډالره وپلورل

۱۵ مرغومی ۱۴۰۴ - ۵ جنوری ۲۰۲۶، ۲۱:۱۱ GMT+۰

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت د میدان وردګ د نرخ ولسوالۍ د شاه کابل خورد سیمې ۱۶۴ اعشاریه ۵۰۷ کیلوګرامه یاقوت پر نږدې ۱۱نیم میلیونه ډالرو وپلورل. طالبانو له دې سربېره په کابل کې ترلاسه کړي سلګونه کیلو ګرامه عقیق او لاجورد هم پلورلي دي.

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت د دوشنبې په ورځ (د مرغومي ۱۵مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، دغه یاقوت چې څه موده مخکې داوطبۍ ته وړاندې شوي و، بالاخره نن د احمد فواد شېرزوی شرکت د داوطلبۍ ګټونکی شو.

دغه شرکت یو کیلو ګرام یاقوت په ۷۰ زره ډالرو وپېرل. په دې بیې سره د دغو یاقوت ټولییز ارزښت ۱۱ میلیونه او ۴۸۰ زره ډالره کېږي.

له دې سره سم، د کابل په شمالي دروازه کې ترلاسه شوي ۱۲۵۵ کیلوګرامه عقیق او ۲۷۲ کیلوګرامه لاجورد هم نن د طالبانو له لوري په یوې داوطلبۍ کې وپلورل شول.

په دې داوطلبۍ کې یو کیلوګرام عقیق پر ۱۱۵ افغانۍ او یو کیلو ګرام لاجورد پر ۱۵۰ افغانیو وپلورل شول.

د یادونې وړ ده، چې د کاني سرچینو ټول عواید مخامخ د دولت خزانې ته ځي او د کاني سرچینو په اړوندو ساحو کې اوسېدونکو لپاره د ژوند هېڅ ډول امکانات نه‌برابرېږي.

ترویج لرونکی

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟
۱
معلومات او ټېکنالوژي

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟

۲

ترکیې ۲۰زره افغانانو ته د مالدارۍ په برخه کې کاري ویزې صادرې کړې دي

۳

روسی چارواکی: په کابل کې به د روسیې د ولسي ډیپلوماسۍ مرکز جوړ شي

۴

طالبانو د هبت‌الله تر توشیح وروسته د زوجینو د تفریق اصولنامه په رسمي جریده کې خپره کړې

۵

ملا شیرین د کندهار د ولسوالیو له امنیه قوماندانانو سره د نشه‌يي توکو په تړاو ناسته کړې

•
•
•

نور کیسې

طالبان وایي په بغلان کې د ۲۱ زره کسانو لپاره د پاکو اوبو رسولو زمینه برابره شوې

۱۵ مرغومی ۱۴۰۴ - ۵ جنوری ۲۰۲۶، ۲۰:۰۰ GMT+۰

په هېواد کې د وچکالۍ د اوږدې څپې په ترڅ کې، د طالبانو د کلیو بیارغونې او پراختیا اداره وايي چې په بغلان کې یې په ولسوالیو کې د اوبو رسولو ۱۸ شبکې جوړې او ۲۱ نورې ترمیم کړې دي. یادې ادارې ویلي، د دغو شبکو په جوړېدو سره شاوخوا ۲۱ زره کسانو ته د پاکو اوبو رسولو زمینه برابره شوې ده.

په بغلان کې د طالبانو د کلیو، بیارغونې او پراختیا ریاست مسوولینو د دوشنبې په ورځ (د مرغومي ۱۵مه) ویلي، چې د وچکالۍ ځپلو له امله یو شمېر نورې زیانمنې سیمې یې هم مشخصې کړي او ژر به پرې د اوبو رسولو شبکې جوړې کړي.

د دوی په وینا: «زموږ ریاست ټولې زیانمنې ساحې مشخصې کړې دي. په ډېری سیمو کې پروژې روانې دي او هلته چې د اوبو رسولو شبکې یا پروژې په پلان کې شاملې شوې نه دي، د همدې کال په ترڅ کې به یې کارونه پیل شي».

په بغلان کې د طالبانو د کلیو، بیارغونې او پراختیا ریاست مسوولین همداراز وایي چې په روان کال کې د ۱۲۷ میلیونه افغانیو په ارزښت ۲۱ تخریب شوي او ۱۸ نوې د اوبو رسولو شبکې د جوړولو پلان لري.

د اوبو کمښت په افغانستان کې یو له لویو ننګونو څخه ده. څه موده وړاندې د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت ویلي و، چې په افغانستان کې د ځمکې لاندې اوبو کچه ټیټه شوې او هېواد د اوبو له کمښت سره مخ دی.

طالبان وایي څه باندې ۷۲ زره جریبه دولتي ځمکه یې پانګه‌والو ته په کرایه ورکړې ده

۱۵ مرغومی ۱۴۰۴ - ۵ جنوری ۲۰۲۶، ۱۹:۳۷ GMT+۰

د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت ویلي، چې پانګه‌والو او سوداګرو ته یې د ۷۲ زره او ۲۵۰ جریبه دولتي ځمکې د اجارې ورکولو لړۍ پیل کړې ده. دغه وزارت وایي، دا اقدام د طالبانو د مشر هبت‌الله اخوندزاده له‌خوا د ځمکې د اجارې قانون تر تصویب وروسته ترسره شوی دی.

د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر عطاءالله عمري د دوشنبې په ورځ (د مرغومي ۱۵مه) ویلي، چې د ځمکو د اجارې د دغه تړونونو له لاسلیک سره به هر کال ۶۷ میلیونه او ۵۰۸ زره افغانۍ د دولت خزانې ته ورجمع شي.

عمري ویلي، چې وړاندې په اجاره د دولتي ځمکو ورکړه د قانون د نشتوالي له امله ځنډېدلې وه.

نوموړي‌ دا د کورنیو او بهرنیو سوداګرو لپاره د پانګونې په برخه کې ښه فرصت ګڼلی.

طالبانو په دې اقدام سره په هېواد کې د کاروبار د زیاتېدو، ځوانانو ته د کاري فرصتونو د رامنځته کېدو، د کورنیو او بهرنیو سوداګرو لپاره د پانګونې زمینې برابرېدو هيله ښودلې او د خپلو عاید د زیاتېدو یوه سرچینه یې یاده کړې.

واک ته د طالبانو له رسېدو را وروسته دغه ډله ادعا کوي، چې د هېواد په بېلابېلو برخو کې یې په میلیونونه جریبه ځمکه له غصب او زورواکو څخه خلاصه کړې؛ خو طالبانو تر اوسه د غصب څخه د خلاصو شویو ځمکو دقیق ارقام نه دي‌ وړاندې کړي.

امریکا په میدان وردګو کې د یوې بې‌پیلوټه الوتکې د غورځېدو په اړه له تبصرې ډډه وکړه

۱۵ مرغومی ۱۴۰۴ - ۵ جنوری ۲۰۲۶، ۱۸:۵۶ GMT+۰

د امریکا دفاع وزارت په میدان وردګو ولایت کې د یوې بې‌پیلوټه الوتکې د غورځېدو د پېښې د تایید یا رد څخه ډډه کړې. داسې ګومان کېږي، چې دغه الوتکه د امریکا د هوايي ځواک پورې اړه لري.

پنټاګون د دوشنبې په ورځ د افغانستان انټرنشنل د پوښتنې په ځواب کې چې دا الوتکه د «اېم‌کیو–۹ ریپر» ډول دی، وویل چې «په دې اړه کوم معلومات نه‌لري».

دا بې‌پیلوټه الوتکه د پنجشنبې په ورځ (د مرغومي ۱۱مه) غورځېدلې ده. له دې پېښې وروسته د دې الوتکې پاتې شونې انځورونه او ویډیوګانې په ټولنیزو رسنیو کې خپرې شوې، چې په ځینو کې د پېښې په ځای کې د طالبانو حضور هم ښکاري.

طالبانو تر اوسه په رسمي ډول د دې الوتکې د غورځېدو په اړه کوم څرګند نظر نه دی ورکړی.

د ایران رسنیو لیکلي، چې طالبانو دغه بې‌پیلوټه الوتکه ویشتلې ده، خو په امریکا کې د پوځي چارو څېړونکی فرزاد ندیمي باور لري، چې یاده الوتکه د تخنیکي ستونزې له امله غورځېدلې ده.

امریکا له افغانستان څخه تر وتلو وروسته، د دې هېواد د هوايي څارنې لپاره د بې‌پیلوټه الوتکو کارولو ته مخه کړې ده. د امریکا پوځي چارواکو ویلي، چې په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د فعالیتونو د څار لپاره پر دغو الوتکو تکیه کوي.

طالبانو منلې ده، چې امریکايي الوتکې د افغانستان هوايي حریم ته ننوځي او دا مهال د فضا د بشپړ کنټرول او د دغو الوتکو سره د مقابلې توان نه‌لري.

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد مخکې پاکستان تورن کړی و، چې د امریکايي بې‌پیلوټه الوتکو د افغانستان فضا ته د ننوتلو زمینه برابروي.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان ژغورنې ملي شورا مشر محمد عمر داوودزي تېره ورځ له افغانستان انټرنشنل سره په تازه مرکه کې وویل، چې امریکایانو د افغانانو د ارادې په پوهېدو سره د مخامخ اشغال د تګلارې پر ځای د پټ اشغال لاره غوره کړې ده.

نوموړی په دې باور دی، چې امریکا نور د دې لېوالتیا نه‌لري چې د ډېرو ځواکونو په لېږلو او پوځي مداخلې سره کوم هېواد اشغال کړي. خو دا څرګندونې داسې مهال کېږي، چې د امریکا د بهرني سیاست سابقه ښيي، دغه هېواد وخت ناوخت د خپلو ګټو لپاره پوځي حضور ته ترجیح ورکړې او ان که دا د اشغال بڼه هم خپله کړي.

د مقاومت جبهې طالبان د دوی د یوه غړي جسد ته پر سپکاوي تورن کړل

۱۵ مرغومی ۱۴۰۴ - ۵ جنوری ۲۰۲۶، ۱۸:۱۵ GMT+۰

د مقاومت جبهې طالبان د ظفر په نوم د دوی د یوه وسله‌وال جسد ته پر سپکاوي تورن کړي او د طالبانو دغه چاره یې غندلې او همداراز یې له نړۍوالو غوښتي، چې د طالبانو دغه چاره جنګي جنایت وګڼي او ویې غندي. دې جبهې د ظفر د وژنې او همداراز له جسد سره یې د شوي چلند په تړاو توضېحات نه‌دي ورکړي.

سره له دې چې مقاومت جبهې په خپله خبرپاڼه کې چې د دوشنبې په ماښام (د مرغومي ۱۵مه) خپور شوی، د ظفر په نوم د دوی د یوه وسله‌وال د وژنې د څرنګوالي او همداراز له جسد سره یې د شوي چلند په تړاو توضېحات نه‌دي ورکړي، خو داسې ناتایید شوي راپورونه شته چې هغه پرون په بغلان کې د ښویېدنې او له یوې ډبې سره د جنګېدو له امله مړ شوی او د دغو ناتایید شویو راپورونو پر بنسټ، طالبانو د شپې له‌خوا د هغه پر قبر برید کړی دی.

مقاومت جبهې د طالبانو دغه چلند ښکاره شرعي او انساني ضد جنایت بللی او زیاته کړې یې ده: «داسې دوښمن چې ان د ازادۍ د مبارزانو له جسد څخه هم وېره لري، په اصل کې په دغه ډول جنایتونو سره خپله بې وسي او ناچاري نندارې ته وړاندې کوي».

دغې جبهې خبرداری ورکړی: «د افغانستان د عزتمندو نارینه وو او ښځو پر وړاندې د دغو بې‌حرمتیو او جنایتونو حساب به له طالبانو واخیستل شي او هېڅ جنایت به پرته له ځواب پاتې نه‌شي».

طالبانو لا تراوسه د مقاومت جبهې د دغه تور په تړاو څه سپیناوی نه‌دی کړی.

طالبانو په هلمند کې د نشه‌يي توکو یوه کارخونه کشف او په تړاو یې ۲۰ کسان نیولي

۱۵ مرغومی ۱۴۰۴ - ۵ جنوری ۲۰۲۶، ۱۸:۰۱ GMT+۰

په هلمند کې د طالبانو د امنیه قومندانۍ ویاند نصیر احمد مهاجر وايي، چې په موسی‌کلا ولسوالۍ کې یې د نشه‌یي توکو یوه کارخونه تر کشف وروسته له‌منځه وړې ده. د نوموړي په خبره، په دې تړاو ۲۰ کسان نیول شوي او ډېر ژر به عدلي او قضايي بنسټونو ته وسپارل شي.

په هلمند کې د طالبانو د امنیه قومندانۍ ویاند نصیر احمد مهاجر د دوشنبې په ورځ (د مرغومي ۱۵مه) ویلي، له یادې کارخونې ۵۰ کیلو نشه‌يي مواد، ۱۵ کیلو مایع تاریاک، ۱۱۰ کیلو اهاک او د نشه‌يي توکو په پروسس کې یوه اندازه کارېدونکي وسایل هم ترلاسه شوي دي.

نوموړي ویلي، چې ټول ترلاسه شوي نشه‌يي مواد او وسایل له‌منځه وړل شوي او نیول شوي کسان به هم ډېر ژر عدلي او قضايي بنسټونو ته وسپارل شي.

د طالبانو لوړپوړو نظامیانو د روانې میاشتې په پيل کې په هلمند کې په یوې لویه غونډه کې له خلکو غوښتي و، چې د نشه يي‌ توکو د کر، تولید، قاچاق او کاروبار د مخنیوي په اړه د هبت‌الله اخوندزاده حکم عملي کړي.

دغې ډلې ګواښ کړی، چې له سرغړونکو سره به قانوني چلند وشي.