• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو په هلمند کې د نشه‌يي توکو یوه کارخونه کشف او په تړاو یې ۲۰ کسان نیولي

۱۵ مرغومی ۱۴۰۴ - ۵ جنوری ۲۰۲۶، ۱۸:۰۱ GMT+۰

په هلمند کې د طالبانو د امنیه قومندانۍ ویاند نصیر احمد مهاجر وايي، چې په موسی‌کلا ولسوالۍ کې یې د نشه‌یي توکو یوه کارخونه تر کشف وروسته له‌منځه وړې ده. د نوموړي په خبره، په دې تړاو ۲۰ کسان نیول شوي او ډېر ژر به عدلي او قضايي بنسټونو ته وسپارل شي.

په هلمند کې د طالبانو د امنیه قومندانۍ ویاند نصیر احمد مهاجر د دوشنبې په ورځ (د مرغومي ۱۵مه) ویلي، له یادې کارخونې ۵۰ کیلو نشه‌يي مواد، ۱۵ کیلو مایع تاریاک، ۱۱۰ کیلو اهاک او د نشه‌يي توکو په پروسس کې یوه اندازه کارېدونکي وسایل هم ترلاسه شوي دي.

نوموړي ویلي، چې ټول ترلاسه شوي نشه‌يي مواد او وسایل له‌منځه وړل شوي او نیول شوي کسان به هم ډېر ژر عدلي او قضايي بنسټونو ته وسپارل شي.

د طالبانو لوړپوړو نظامیانو د روانې میاشتې په پيل کې په هلمند کې په یوې لویه غونډه کې له خلکو غوښتي و، چې د نشه يي‌ توکو د کر، تولید، قاچاق او کاروبار د مخنیوي په اړه د هبت‌الله اخوندزاده حکم عملي کړي.

دغې ډلې ګواښ کړی، چې له سرغړونکو سره به قانوني چلند وشي.

ترویج لرونکی

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟
۱
معلومات او ټېکنالوژي

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟

۲

ترکیې ۲۰زره افغانانو ته د مالدارۍ په برخه کې کاري ویزې صادرې کړې دي

۳

روسی چارواکی: په کابل کې به د روسیې د ولسي ډیپلوماسۍ مرکز جوړ شي

۴

طالبانو د هبت‌الله تر توشیح وروسته د زوجینو د تفریق اصولنامه په رسمي جریده کې خپره کړې

۵

ملا شیرین د کندهار د ولسوالیو له امنیه قوماندانانو سره د نشه‌يي توکو په تړاو ناسته کړې

•
•
•

نور کیسې

طالبان وایي په پنځو ولایتونو کې یې د جنایي جرمونو په تور ۲۵ کسان نیولي دي

۱۵ مرغومی ۱۴۰۴ - ۵ جنوری ۲۰۲۶، ۱۵:۱۵ GMT+۰

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د هېواد په پنځو بېلابېلو ولایتونو کې یې د جنایي جرمونو په تور ۲۵ کسان نیولي دي.

یاد وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د پولیسو ځواکونو یې د جلا جلا عملیاتو پر مهال په سمنګان ولایت کې ۱۳کسان د جوارګرۍ په تړاو نیولي دي.

همدارنګه، په هرات ولایت کې ۸ کسان د غلا په تور، په بغلان کې دوه غله او په نیمروز ولایت کې هم دوه نور کسان د غلا په تړاو نیول شوي دي.

د خبرپاڼې له مخې، دغه کسان د پرله‌پسې هڅو او عملیاتو په لړ کې نیول شوي دي.

په همدې حال کې، د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویلي چې د پکتیکا ولایت د اورگون ولسوالۍ د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې پولیسو د کشفي عملیاتو پر مهال یو میل کلاشنکوف، ۱۰ شاجورې، یو میل تومانچه او د بریټا او مکاروف شاوخوا ۶۰۰مرمۍ کشف او ضبط کړې دي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ټینګار کړی چې د هېواد په کچه به د جنایي جرمونو پر وړاندې عملیات دوام ولري.

په تورخم کې سبا د افغانستان او پاکستان ګډه کمېټه خبرې اترې کوي

۱۵ مرغومی ۱۴۰۴ - ۵ جنوری ۲۰۲۶، ۱۴:۵۲ GMT+۰

د افغانستان او پاکستان د سوداګرو یوه ګډه کمېټه سبا په تورخم کې د سوداګریزو لارو د پرانېستلو په تړاو غونډه کوي. سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې په دې ګډه کمیټه کې د افغانستان ۷ او د پاکستان شپږ غړي شامل دي.

د افغانستان په استازیتوب په دې خبرو اترو کې د محمد ولی امیني په مشرۍ خان جان الکوزی، عنایت الله صدیق زی، میراجان سلیمان خیل، حاجي مسعود راحت، حاجي همایون خواجه زاده او محمد سلیمان بن شاه ګډون کوي او د پاکستان د پلاوي مشري د دغه هېواد د سوداګرۍ او صنعت د خونې سلاکار سید جواد حسین کاظمي کوي او سردار محمد ایوب مریاڼی، حاجي محمد یوسف اپریدی، حاجي قدیرالله وزیر، شیرین خان اپریدی او انجینیر دارو خان اچکزی یې غړي دي.

د کمېټې ډېری غړي پر ډیورنډ کرښه د پرتو ولایتونو او ولسوالیو د سوداګرۍ له خونو غوره شوي دي.

د پاکستاني پلاوي مشر سید جواد حسین کاظمي ویلي چې د ګډې کمیټې د مذاکراتو اساسي هدف د افغانستان او پاکستان د تجارتي لارو بیړني بیا پرانیستل، د سرحدي مدیریت د خنډونو له منځه وړل او د دوه اړخیزې سوداګرۍ دوام تضمینول دي.

هغه زیاته کړې چې په مذاکراتو کې به یو جامع او عملي پلان جوړ شي چې د سوداګرو او عامو خلکو ستونزې په دوامداره توګه حل شي.

نوموړي همدارنګه وویل چې د سبا ورځې مذاکراتو کې د پام وړ پرمختګ تمه کېږي او دواړې خواوې د مثبتو پایلو ترلاسه کولو هیله لري. د کاظمي په وینا، د پاکستان حکومت کمیټې ته د بشپړې پرېکړې واک ورکړی دی.

د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د کړکېچ له امله د روان کال د اکتوبر له ۱۲مې نېټې راهیسې ټولې سوداګریزې لارې د هر ډول تګ راتګ پرمخ تړل شوې دي.

طالبانو د لارې پرانېستل په باوري تضمینونو پورې مشروط کړي دي.

طالبانو په پروان او کونړ ولایتونو کې ۱۴ کسان په عام محضر کې په دُرو وهلي دي

۱۵ مرغومی ۱۴۰۴ - ۵ جنوری ۲۰۲۶، ۱۴:۴۱ GMT+۰

د طالبانو ستره محمکه وایي چې په پروان ولایت کې یې د نشه یي توکو د خرڅلاو او کارولو په تور ۱۲ کسان او په کونړ ولایت کې یې دوه تنه د اخلاقي فساد په تور په عام محضر کې په دُرو وهلي دي.

د طالبانو د سترې محکمې په خبرپاڼه کې راغلي، چې د یادو ولایتونو ابتدایه محکمو تورنو کسانو ته له یوه کال تر ۱۳ میاشتو حبس او له ۱۰ څخه تر ۳۹ درو د وهلو سزاوې ټاکلې وې چې نن په عام محضر کې عملي شوې.

له هغه وروسته چې طالبان یو ځل بیا پر افغانستان واکمن شوي، د ملا هبت‌الله اخوندزاده د یوه فرمان له صادرېدو وروسته یې په عام محضر کې د بدني سزاوو لکه په دُرو وهل او اعدامونه بیا پیل کړي دي.

د بشري حقونو سازمانونو، ملګرو ملتونو او یو شمېر هېوادونو د طالبانو دغه اقدام غندلی دی.

خو طالبان د دغو سزاوو دفاع کوي او وایي چې دا مجازات د «اسلامي شریعت» پر بنسټ عملي کېږي.

طالبانو په تېرو څلورو کلونو کې له خپلو ۱۱ زره جنګیالیو د زده کړو د تثبیت ازموینه اخیستې ده

۱۵ مرغومی ۱۴۰۴ - ۵ جنوری ۲۰۲۶، ۱۴:۰۴ GMT+۰

د طالبانو د پوهنې وزارت په تېرو څلورو کلونو کې له هغو ۱۱ زره وسله والو د زده کړو د تثبیت ازموینه اخیستې، چې د جګړې پرمهال له عصري زده کړو پاتې شوي وو. یاد وزارت زیاتوي، چې دا جنګیالي به له ازموینې وروسته له اووم څخه تر ۱۲ ټولګیو کې شامل شي.

طالبانو ته نژدې امید راډیو نن دوشنبه، د مرغومي پر ۱۵مه راپور خپور کړ، چې په کابل کې د طالبانو د پوهنې وزارت اړوند د اساسي او ثانوي زده‌کړو ریاست د ددې ډلې له ۱۰۰ تنو وسله والو څخه د زده‌کړو د تثبیت ازموینه واخیسته.

د طالبانو پوهنې وزارت مسوولین وايي، چې ددې ډلې له بیا واکمنېدو وروسته دا ۵۴ ځل دی چې له زده کړو د پاتې خپلو وسله والو د تثبیت ازموینې اخېستل کېږي او اړوندو ټولګیو ته جذبېږي.

په ورته مهال، د طالبانو وسله وال خوښ دي چې د عصري زده‌کړو زمینه ورته برابره شوې ده.

شنونکي وايي، چې طالبان له دې لارې غواړي د تېر حکومت پاتې مامورین چې په بېلابېلو ادارو کې پر دندو بوخت دي، لرې او پرځای یې خپل باوري وسله وال په دندو وګوماري.

طالبانو د نتقیص په نامه ګڼ شمیر پخواني مامورین پر کور کینول او دا لړۍ یې روانه ساتلې ده.

دوه ورځې وړاندې د طالبانو د هلمند په امنیه قوماندانۍ کې سرچینو افغانستان انټرنشنل - پښتو ته ویلي، چې طالبانو په یاده قوماندانۍ کې د تېر حکومت شاوخوا ۳۰ تنه مسلکي کارمندان له دندو وشړل.

لاریون کوونکو په تخار کې د طالبانو د سرو زرو د استخراج وسایل وسوځول

۱۵ مرغومی ۱۴۰۴ - ۵ جنوری ۲۰۲۶، ۱۳:۴۳ GMT+۰

د تخار ولایت د چاه‌اب ولسوالۍ د سمتي سیمې اوسېدونکو د سروزرو د کان د استخراج پر سر په شخړو کې د طالبانو اړوند شرکتونو وسایلو ته اور اچولی دی. په نښتو کې درې لاریونوال او یو د طالبانو غړی وژل شوي دي.

ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې په دغو نښتو کې تر اوسه د سیمې درې اوسېدونکي او د طالبانو یو غړی وژل شوي دي. د سرچینو په وینا، د ټپیانو شمېر ۱۶ کسانو ته رسېدلی دی.

سرچینې زیاتوي چې د چاه‌اب ولسوالۍ د اوسېدونکو او طالبانو ترمنځ د سرو زرو د استخراج پر سر نښتې لا هم روانې دي او وضعیت په چټکۍ سره د خرابېدو په حال کې دی.

افغانستان انټرنشنل ته په رسېدلو ویډیوګانو کې د نښتو له سیمې دود پورته کېږي.

د ځايي سرچینو د معلوماتو له مخې، د اعتراضونو له پراخېدو او د نښتو له سختېدو وروسته د طالبانو اړوند شرکتونو مسوولینو سیمه پرېښې او «د تېښتې په حال کې دي».

د سیمې اوسېدونکي وايي چې د معترضانو د وژل شویو او ټپیانو شمېر مخ په زیاتېدو دی.

سرچینو همدارنګه ویلي چې خلک د چاپېریالي زیانونو او د شرکتونو د بې بریده کیندنو له امله د اوبو د بندېدو په اعتراض کې راوتلي دي.

د چاه‌اب ولسوالۍ اوسېدونکي تېره جمعه هم له هغو طالبانو سره ونښتل چې د سرو زرو کان د استخراج لپاره سیمې ته ننوتل.

د ځايي سرچینو په وینا، یاد شرکتونه له بشر نورزي سره نږدې اړیکې لري، چې د نشه‌یي توکو یو لوی قاچاقبر او د طالبانو له مهمو مالي ملاتړکوونکو بلل کېږي. د چاه‌اب اوسېدونکي د دریو شرکتونو پر فعالیتونو اعتراض لري.