• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو په تېرو څلورو کلونو کې له خپلو ۱۱ زره جنګیالیو د زده کړو د تثبیت ازموینه اخیستې ده

۱۵ مرغومی ۱۴۰۴ - ۵ جنوری ۲۰۲۶، ۱۴:۰۴ GMT+۰تازه شوی: ۱۵ مرغومی ۱۴۰۴ - ۵ جنوری ۲۰۲۶، ۱۷:۲۳ GMT+۰

د طالبانو د پوهنې وزارت په تېرو څلورو کلونو کې له هغو ۱۱ زره وسله والو د زده کړو د تثبیت ازموینه اخیستې، چې د جګړې پرمهال له عصري زده کړو پاتې شوي وو. یاد وزارت زیاتوي، چې دا جنګیالي به له ازموینې وروسته له اووم څخه تر ۱۲ ټولګیو کې شامل شي.

طالبانو ته نژدې امید راډیو نن دوشنبه، د مرغومي پر ۱۵مه راپور خپور کړ، چې په کابل کې د طالبانو د پوهنې وزارت اړوند د اساسي او ثانوي زده‌کړو ریاست د ددې ډلې له ۱۰۰ تنو وسله والو څخه د زده‌کړو د تثبیت ازموینه واخیسته.

د طالبانو پوهنې وزارت مسوولین وايي، چې ددې ډلې له بیا واکمنېدو وروسته دا ۵۴ ځل دی چې له زده کړو د پاتې خپلو وسله والو د تثبیت ازموینې اخېستل کېږي او اړوندو ټولګیو ته جذبېږي.

په ورته مهال، د طالبانو وسله وال خوښ دي چې د عصري زده‌کړو زمینه ورته برابره شوې ده.

شنونکي وايي، چې طالبان له دې لارې غواړي د تېر حکومت پاتې مامورین چې په بېلابېلو ادارو کې پر دندو بوخت دي، لرې او پرځای یې خپل باوري وسله وال په دندو وګوماري.

طالبانو د نتقیص په نامه ګڼ شمیر پخواني مامورین پر کور کینول او دا لړۍ یې روانه ساتلې ده.

دوه ورځې وړاندې د طالبانو د هلمند په امنیه قوماندانۍ کې سرچینو افغانستان انټرنشنل - پښتو ته ویلي، چې طالبانو په یاده قوماندانۍ کې د تېر حکومت شاوخوا ۳۰ تنه مسلکي کارمندان له دندو وشړل.

ترویج لرونکی

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟
۱
معلومات او ټېکنالوژي

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟

۲

ترکیې ۲۰زره افغانانو ته د مالدارۍ په برخه کې کاري ویزې صادرې کړې دي

۳

روسی چارواکی: په کابل کې به د روسیې د ولسي ډیپلوماسۍ مرکز جوړ شي

۴

طالبانو د هبت‌الله تر توشیح وروسته د زوجینو د تفریق اصولنامه په رسمي جریده کې خپره کړې

۵

ملا شیرین د کندهار د ولسوالیو له امنیه قوماندانانو سره د نشه‌يي توکو په تړاو ناسته کړې

•
•
•

نور کیسې

لاریون کوونکو په تخار کې د طالبانو د سرو زرو د استخراج وسایل وسوځول

۱۵ مرغومی ۱۴۰۴ - ۵ جنوری ۲۰۲۶، ۱۳:۴۳ GMT+۰

د تخار ولایت د چاه‌اب ولسوالۍ د سمتي سیمې اوسېدونکو د سروزرو د کان د استخراج پر سر په شخړو کې د طالبانو اړوند شرکتونو وسایلو ته اور اچولی دی. په نښتو کې درې لاریونوال او یو د طالبانو غړی وژل شوي دي.

ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې په دغو نښتو کې تر اوسه د سیمې درې اوسېدونکي او د طالبانو یو غړی وژل شوي دي. د سرچینو په وینا، د ټپیانو شمېر ۱۶ کسانو ته رسېدلی دی.

سرچینې زیاتوي چې د چاه‌اب ولسوالۍ د اوسېدونکو او طالبانو ترمنځ د سرو زرو د استخراج پر سر نښتې لا هم روانې دي او وضعیت په چټکۍ سره د خرابېدو په حال کې دی.

افغانستان انټرنشنل ته په رسېدلو ویډیوګانو کې د نښتو له سیمې دود پورته کېږي.

د ځايي سرچینو د معلوماتو له مخې، د اعتراضونو له پراخېدو او د نښتو له سختېدو وروسته د طالبانو اړوند شرکتونو مسوولینو سیمه پرېښې او «د تېښتې په حال کې دي».

د سیمې اوسېدونکي وايي چې د معترضانو د وژل شویو او ټپیانو شمېر مخ په زیاتېدو دی.

سرچینو همدارنګه ویلي چې خلک د چاپېریالي زیانونو او د شرکتونو د بې بریده کیندنو له امله د اوبو د بندېدو په اعتراض کې راوتلي دي.

د چاه‌اب ولسوالۍ اوسېدونکي تېره جمعه هم له هغو طالبانو سره ونښتل چې د سرو زرو کان د استخراج لپاره سیمې ته ننوتل.

د ځايي سرچینو په وینا، یاد شرکتونه له بشر نورزي سره نږدې اړیکې لري، چې د نشه‌یي توکو یو لوی قاچاقبر او د طالبانو له مهمو مالي ملاتړکوونکو بلل کېږي. د چاه‌اب اوسېدونکي د دریو شرکتونو پر فعالیتونو اعتراض لري.

یو شمېر افغان سوداګر په بلخ کې ۵۰ میلیونه ډالره پانګونه کوي

۱۵ مرغومی ۱۴۰۴ - ۵ جنوری ۲۰۲۶، ۱۳:۱۱ GMT+۰

د طالبانو اړوند سرچینې وايي، ټاکل شوې د روانې اونۍ تر پایه به د مزارشریف ښار په بېلابېلو برخو کې د خصوصي سکټور له لوري ۵۰ میلیون ډالره پانګونه وشي. د سرچینو په وینا، یو شمېر افغان سوداګر د یوه سهامي شرکت په جوړیدو سره غواړي د مزارشریف ښار په بېلابېلو برخو کې پانګونه وکړي.

د طالبانو تر واک لاندې حریت راډیو ته سرچینو ویلی، چې د یادې پانګونې پیل به همدا روانه اونۍ د ۱۰ میلیونه ډالرو په ارزښت د ترمینلونو له جوړیدو پیل او ګڼو خلکو ته به پکې د کار زمینه برابره شي.

د افغانستان لپاره د امریکا د مرستو کمښت او د ښځو د حقونو او بندیانو د خلاصون په برخه کې د طالبانو د نه‌همکارۍ له امله د بندیزونو ګواښونو پر خصوصي پانګوالو فشار زیات کړی، چې د هېواد اقتصاد ته ساه ورکړي.

د طالبانو تر واک لاندې افغانستان بانک هم تېره ورځ له خصوصي بانکونو غوښتي، چې په بهر کې خپلې پانګونې کمې او په کوردننه پروژو کې ونډه واخلي.

په امریکا کې یو افغان د ترهګریز برید د پلانولو په تور په ۱۵ کاله بند محکوم شوی

۱۵ مرغومی ۱۴۰۴ - ۵ جنوری ۲۰۲۶، ۱۱:۴۳ GMT+۰

د امریکا د کډوالۍ او ګمرکاتو قوانینو د پلي کولو اداره وايي، د عبدالله حاجي زاده په نامه یو افغان، چې د ۲۰۲۴کال د ټاکنو په ورځ یې د ترهګریز برید د ترسره کولو پلان درلود، په ۱۵ کاله بند محکوم شوی دی. نوموړی به له بند تېرولو وروسته افغانستان ته شړل کیږي.

ددغې ادارې د معلوماتو له مخې، عبدالله حاجي زاده، چې د امریکا دایمي استوګنې کارت (ګرین‌کارډ) یې درلود، د داعش ډلې په ګټه یې د یوې توطیې په ترڅ کې هڅه کړې وه چې دوه کلاشنکوفونه ( ای کې – ۴۷) او ۵۰۰ مرمۍ ترلاسه کړي.

د چارواکو په وینا، نوموړی په بشپړ ډول ښه پوهېده چې دا وسلې به د ۲۰۲۴کال د ټاکنو په ورځ د تاوتریخوالي د یوه برید لپاره کارول کېږي.

چارواکي وایي، د دې قضیې څېړنه دکډوالۍ او ګمرکاتو قوانینو د پلي کولو ادارې د کورني امنیت د څېړنو ځانګړو اجنټانو پیل کړې وه. یادو اجنټانو د پلټنې پر مهال د تلاشي قانوني حکمونه عملي کړل او په پایله کې یې اړوند کسان ونیول.

د امریکا عدلي ارګانونو عبدالله حاجي زاده د ترهګرۍ د ملاتړ او د تاوتریخوالي د برید د پلان جوړولو په تور مجرم وباله او هغه یې په ۱۵کلن بند محکوم کړ.

د امریکا د کډوالۍ او ګمرکاتود ادارې د اعلان له مخې، له دې وروسته چې حاجي زاده خپله د بند موده بشپړه کړي، د یادې ادارې د پلي کولو او ایستلو څانګه (یي ار او) به نوموړی له امریکا څخه افغانستان ته وشړي.

امریکايي چارواکو ټینګار کړی چې د ټاکنو د بهیر پر وړاندې هر ډول ګواښ جدي نیول کېږي او امنیتي ادارې به د کورنۍ او نړیوالې ترهګرۍ پر وړاندې خپلې هڅې جاري وساتي.

ایران هر کال افغانانو ته په مشروط ډول ۲۰۰ زره کاري ویزې ور کوي

۱۵ مرغومی ۱۴۰۴ - ۵ جنوری ۲۰۲۶، ۱۱:۱۸ GMT+۰

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت وایي، د ایران د کار، تعاون او ټولنیزې هوساینې وزارت مرستیال وزیر له طالب چارواکو سره په لیدنه کې ژمنه کړې چې د همکارۍ د پیاوړتیا په صورت کې به هر کال افغان کارګرو ته تر ۲۰۰۰ کاري ویزې ورکړي.

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت د کار چارو معیین مولوي محمدزاهد احمدزي د ایران اسلامي جمهوریت د کار، تعاون او ټولنیزې سوکالۍ وزارت له مرستیال وزیر سید مالک حسیني او ورسره مل پلاوي سره په کتنه کې په افغانستان کې د فني او حرفوي زده‌کړو د پراختیا، ایران ته د ماهرو افغان کارګرانو د قانوني لېږد، د کاري، علمي او عملي تجربو د شریکولو او نورو اړوندو موضوعاتو په اړه خبرې اترې کړې دي.

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ د مرغومي پر ۱۵مه وویل، چې د وزارت معیین له ایراني پلاوي او په کابل کې د ایران سفیر محمدرضا بېکدلي سره په ناسته کې په ایران کې د مېشتو غیرقانوني افغان کارګرانو لپاره د قانوني کاري جوازونو د اسانتیا، په افغانستان کې د فني او حرفوي زده‌کړو د پروګرامونو د کمیت او کیفیت د لوړولو، د ګډو تخنیکي او حرفوي روزنیزو پروګرامونو د جوړولو او د ایران د بریالیو کاري بازار تجربو په برخه کې د همکارس غوښتنه کړې ده.

نوموړي زیاته کړې چې دا مهال بېکاري د افغانستان له سترو ننګونو څخه ده او د دې ستونزې د حل لپاره د ګاونډیو هېوادونو همکاري او تجربې ډېرې مهمې دي.

د ایران د کار، تعاون او ټولنیزې هوساینې وزارت مرستیال وزیر سید مالک حسیني په دې ناسته کې ویلي، چې هېواد یې چمتو دی له افغانستان سره د کارګرانو د قانوني تنظیم، د ماهرو او مسلکي کاریګرو د تبادلې، او د فني او حرفوي زده‌کړو د لنډمهاله او اوږدمهالو پروګرامونو د پلي کېدو په برخه کې هراړخیزه همکاري وکړي.

هغه همدارنګه ټینګار کړی، چې باید د بصیر حرفوي زده‌کړو مرکز ته جدي پاملرنه وشي، په ایران کې مېشت غیرقانوني افغان کډوال قانوني هویتي اسناد ترلاسه کړي او ایران ته د غیرقانوني کارګرانو د تګ مخه ونیول شي، څو د قانوني کارګرو د استولو لپاره زمینه برابره شي.

د طالبانو د یاد وزارت په وینا، سید مالک حسیني ژمنه کړې، چې د یادو شویو موضوعاتو د حل په صورت کې به ایران هر کال افغانانو ته تر ۲۰۰ زرو پورې کاري ویزې ورکړي.

له دې وړاندې د تلې میاشتې پر ۲۵مه د ایران د بهرنیو چارو وزارت د جنوبي اسیا عمومي رییس محمدرضا بهرامي د طالبانو د کډوالو چارو له وزیر عبدالکبیر سره په لیدنه کې اعلان کړی و، چې ایران افغان کارګرانو ته ۲۰۰ زره کاري ویزې ځانګړې کوي.

نوموړي ټینګار کړی و، چې د ایران او طالبانو ترمنځ په ایران کې د بې‌اسناده افغان کډوالو د وضعیت په اړه خبرې اترې به دوام ولري او ډېر ژر به د ایران یو لوړپوړی پلاوی کابل ته سفر وکړي.

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویلي، دواړو لوریو هوکړه کړې چې د کاري فرصتونو، د کاري بازار د اړتیاوو د تثبیت، فني او حرفوي زده‌کړو، کډوالو چارو او نورو اړوندو موضوعاتو د تعقیب لپاره به یوه ګډه کاري کمېټه جوړوي، چې د راتلونکو هوکړه‌لیکونو د لاسلیک لپاره لاره اواره شي.

د کارګرانو د حقونو د ډلې راپورونه ښيي چې افغان کارګران په ایران کې ډېری له معیار نه ټیټ معاشونه ترلاسه کوي او قانوني خونديتوبونه، لکه بیمه او د کار خوندي چاپېریال، نه لري.

طالبان وايي چې په ۲۰۲۵ کال کې د صادراتو او وارداتو کچه شاوخوا ۱۳ میلیارده ډالره وه

۱۵ مرغومی ۱۴۰۴ - ۵ جنوری ۲۰۲۶، ۱۱:۰۲ GMT+۰

د طالبانو د صنایعو او سوداګرۍ وزارت وايي، چې له ستونزو او ننګونو سره سره په تېر ۲۰۲۵ کال کې د افغانستان د صادراتو او وارداتو کچه شاوخوا ۱۳ میلیارده ډالر وه. د طالبانو د شمیرو له مخې، صادرات یو ۱میلیارد او ۸۰۷میلیونه ډالرو ته رسېدلي او واردات ۱۲میلیارد او ۱۲۵میلیونه ډالر وو.

د طالبانو صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند عبدالسلام اخوندزاده په یوه ویډيويي کلیپ کې ویلي، په ۲۰۲۴ کال کې د افغانستان صادرات او واردات ۱۲ میلیارده او ۴۲۲ میلیونه ډالرو ته رسیدلې وو، خو په ۲۰۲۵ کال کې یې کچه لوړه شوې ده.

د طالبانو د سوداګرۍ وزارت ویاند وايي، د افغانستان اصلي صادرات هند، پاکستان، ازبکستان، متحده عربي اماراتو، قزاقستان، ایران، ترکیې، چین، عراق او تاجکستان ته شوي دي.

نوموړی زیاتوي، چې صادراتي توکو کې انځر، ممیز، هګۍ، سکاره، پنبه، پسته، بادام، زعفران، مڼې، انګور، انار، مرخیړي، د انرژۍ مشروبات، کاني ډبرې، غالۍ او ځڼغوزي شامل دي.

د افغانستان اصلي واردوونکي هیوادونه ایران، متحده عربي امارات، پاکستان، چین، ترکمنستان، ازبکستان، روسیه، قزاقستان، مالیزیا او هند دي.

د طالبانو د سوداګرۍ وزارت ویاند ټینکار کوي، چې تېر کال د افغانستان او پاکستان د سوداګریزو لارو تړل کېدو پر سوداګرۍ کوم منفي ناثیر نه درلود.