• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان وایي څه باندې ۷۲ زره جریبه دولتي ځمکه یې پانګه‌والو ته په کرایه ورکړې ده

۱۵ مرغومی ۱۴۰۴ - ۵ جنوری ۲۰۲۶، ۱۹:۳۷ GMT+۰

د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت ویلي، چې پانګه‌والو او سوداګرو ته یې د ۷۲ زره او ۲۵۰ جریبه دولتي ځمکې د اجارې ورکولو لړۍ پیل کړې ده. دغه وزارت وایي، دا اقدام د طالبانو د مشر هبت‌الله اخوندزاده له‌خوا د ځمکې د اجارې قانون تر تصویب وروسته ترسره شوی دی.

د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر عطاءالله عمري د دوشنبې په ورځ (د مرغومي ۱۵مه) ویلي، چې د ځمکو د اجارې د دغه تړونونو له لاسلیک سره به هر کال ۶۷ میلیونه او ۵۰۸ زره افغانۍ د دولت خزانې ته ورجمع شي.

عمري ویلي، چې وړاندې په اجاره د دولتي ځمکو ورکړه د قانون د نشتوالي له امله ځنډېدلې وه.

نوموړي‌ دا د کورنیو او بهرنیو سوداګرو لپاره د پانګونې په برخه کې ښه فرصت ګڼلی.

طالبانو په دې اقدام سره په هېواد کې د کاروبار د زیاتېدو، ځوانانو ته د کاري فرصتونو د رامنځته کېدو، د کورنیو او بهرنیو سوداګرو لپاره د پانګونې زمینې برابرېدو هيله ښودلې او د خپلو عاید د زیاتېدو یوه سرچینه یې یاده کړې.

واک ته د طالبانو له رسېدو را وروسته دغه ډله ادعا کوي، چې د هېواد په بېلابېلو برخو کې یې په میلیونونه جریبه ځمکه له غصب او زورواکو څخه خلاصه کړې؛ خو طالبانو تر اوسه د غصب څخه د خلاصو شویو ځمکو دقیق ارقام نه دي‌ وړاندې کړي.

ترویج لرونکی

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟
۱
معلومات او ټېکنالوژي

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟

۲

ترکیې ۲۰زره افغانانو ته د مالدارۍ په برخه کې کاري ویزې صادرې کړې دي

۳

روسی چارواکی: په کابل کې به د روسیې د ولسي ډیپلوماسۍ مرکز جوړ شي

۴

طالبانو د هبت‌الله تر توشیح وروسته د زوجینو د تفریق اصولنامه په رسمي جریده کې خپره کړې

۵

ملا شیرین د کندهار د ولسوالیو له امنیه قوماندانانو سره د نشه‌يي توکو په تړاو ناسته کړې

•
•
•

نور کیسې

امریکا په میدان وردګو کې د یوې بې‌پیلوټه الوتکې د غورځېدو په اړه له تبصرې ډډه وکړه

۱۵ مرغومی ۱۴۰۴ - ۵ جنوری ۲۰۲۶، ۱۸:۵۶ GMT+۰

د امریکا دفاع وزارت په میدان وردګو ولایت کې د یوې بې‌پیلوټه الوتکې د غورځېدو د پېښې د تایید یا رد څخه ډډه کړې. داسې ګومان کېږي، چې دغه الوتکه د امریکا د هوايي ځواک پورې اړه لري.

پنټاګون د دوشنبې په ورځ د افغانستان انټرنشنل د پوښتنې په ځواب کې چې دا الوتکه د «اېم‌کیو–۹ ریپر» ډول دی، وویل چې «په دې اړه کوم معلومات نه‌لري».

دا بې‌پیلوټه الوتکه د پنجشنبې په ورځ (د مرغومي ۱۱مه) غورځېدلې ده. له دې پېښې وروسته د دې الوتکې پاتې شونې انځورونه او ویډیوګانې په ټولنیزو رسنیو کې خپرې شوې، چې په ځینو کې د پېښې په ځای کې د طالبانو حضور هم ښکاري.

طالبانو تر اوسه په رسمي ډول د دې الوتکې د غورځېدو په اړه کوم څرګند نظر نه دی ورکړی.

د ایران رسنیو لیکلي، چې طالبانو دغه بې‌پیلوټه الوتکه ویشتلې ده، خو په امریکا کې د پوځي چارو څېړونکی فرزاد ندیمي باور لري، چې یاده الوتکه د تخنیکي ستونزې له امله غورځېدلې ده.

امریکا له افغانستان څخه تر وتلو وروسته، د دې هېواد د هوايي څارنې لپاره د بې‌پیلوټه الوتکو کارولو ته مخه کړې ده. د امریکا پوځي چارواکو ویلي، چې په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د فعالیتونو د څار لپاره پر دغو الوتکو تکیه کوي.

طالبانو منلې ده، چې امریکايي الوتکې د افغانستان هوايي حریم ته ننوځي او دا مهال د فضا د بشپړ کنټرول او د دغو الوتکو سره د مقابلې توان نه‌لري.

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد مخکې پاکستان تورن کړی و، چې د امریکايي بې‌پیلوټه الوتکو د افغانستان فضا ته د ننوتلو زمینه برابروي.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان ژغورنې ملي شورا مشر محمد عمر داوودزي تېره ورځ له افغانستان انټرنشنل سره په تازه مرکه کې وویل، چې امریکایانو د افغانانو د ارادې په پوهېدو سره د مخامخ اشغال د تګلارې پر ځای د پټ اشغال لاره غوره کړې ده.

نوموړی په دې باور دی، چې امریکا نور د دې لېوالتیا نه‌لري چې د ډېرو ځواکونو په لېږلو او پوځي مداخلې سره کوم هېواد اشغال کړي. خو دا څرګندونې داسې مهال کېږي، چې د امریکا د بهرني سیاست سابقه ښيي، دغه هېواد وخت ناوخت د خپلو ګټو لپاره پوځي حضور ته ترجیح ورکړې او ان که دا د اشغال بڼه هم خپله کړي.

د مقاومت جبهې طالبان د دوی د یوه غړي جسد ته پر سپکاوي تورن کړل

۱۵ مرغومی ۱۴۰۴ - ۵ جنوری ۲۰۲۶، ۱۸:۱۵ GMT+۰

د مقاومت جبهې طالبان د ظفر په نوم د دوی د یوه وسله‌وال جسد ته پر سپکاوي تورن کړي او د طالبانو دغه چاره یې غندلې او همداراز یې له نړۍوالو غوښتي، چې د طالبانو دغه چاره جنګي جنایت وګڼي او ویې غندي. دې جبهې د ظفر د وژنې او همداراز له جسد سره یې د شوي چلند په تړاو توضېحات نه‌دي ورکړي.

سره له دې چې مقاومت جبهې په خپله خبرپاڼه کې چې د دوشنبې په ماښام (د مرغومي ۱۵مه) خپور شوی، د ظفر په نوم د دوی د یوه وسله‌وال د وژنې د څرنګوالي او همداراز له جسد سره یې د شوي چلند په تړاو توضېحات نه‌دي ورکړي، خو داسې ناتایید شوي راپورونه شته چې هغه پرون په بغلان کې د ښویېدنې او له یوې ډبې سره د جنګېدو له امله مړ شوی او د دغو ناتایید شویو راپورونو پر بنسټ، طالبانو د شپې له‌خوا د هغه پر قبر برید کړی دی.

مقاومت جبهې د طالبانو دغه چلند ښکاره شرعي او انساني ضد جنایت بللی او زیاته کړې یې ده: «داسې دوښمن چې ان د ازادۍ د مبارزانو له جسد څخه هم وېره لري، په اصل کې په دغه ډول جنایتونو سره خپله بې وسي او ناچاري نندارې ته وړاندې کوي».

دغې جبهې خبرداری ورکړی: «د افغانستان د عزتمندو نارینه وو او ښځو پر وړاندې د دغو بې‌حرمتیو او جنایتونو حساب به له طالبانو واخیستل شي او هېڅ جنایت به پرته له ځواب پاتې نه‌شي».

طالبانو لا تراوسه د مقاومت جبهې د دغه تور په تړاو څه سپیناوی نه‌دی کړی.

طالبانو په هلمند کې د نشه‌يي توکو یوه کارخونه کشف او په تړاو یې ۲۰ کسان نیولي

۱۵ مرغومی ۱۴۰۴ - ۵ جنوری ۲۰۲۶، ۱۸:۰۱ GMT+۰

په هلمند کې د طالبانو د امنیه قومندانۍ ویاند نصیر احمد مهاجر وايي، چې په موسی‌کلا ولسوالۍ کې یې د نشه‌یي توکو یوه کارخونه تر کشف وروسته له‌منځه وړې ده. د نوموړي په خبره، په دې تړاو ۲۰ کسان نیول شوي او ډېر ژر به عدلي او قضايي بنسټونو ته وسپارل شي.

په هلمند کې د طالبانو د امنیه قومندانۍ ویاند نصیر احمد مهاجر د دوشنبې په ورځ (د مرغومي ۱۵مه) ویلي، له یادې کارخونې ۵۰ کیلو نشه‌يي مواد، ۱۵ کیلو مایع تاریاک، ۱۱۰ کیلو اهاک او د نشه‌يي توکو په پروسس کې یوه اندازه کارېدونکي وسایل هم ترلاسه شوي دي.

نوموړي ویلي، چې ټول ترلاسه شوي نشه‌يي مواد او وسایل له‌منځه وړل شوي او نیول شوي کسان به هم ډېر ژر عدلي او قضايي بنسټونو ته وسپارل شي.

د طالبانو لوړپوړو نظامیانو د روانې میاشتې په پيل کې په هلمند کې په یوې لویه غونډه کې له خلکو غوښتي و، چې د نشه يي‌ توکو د کر، تولید، قاچاق او کاروبار د مخنیوي په اړه د هبت‌الله اخوندزاده حکم عملي کړي.

دغې ډلې ګواښ کړی، چې له سرغړونکو سره به قانوني چلند وشي.

طالبان وایي په پنځو ولایتونو کې یې د جنایي جرمونو په تور ۲۵ کسان نیولي دي

۱۵ مرغومی ۱۴۰۴ - ۵ جنوری ۲۰۲۶، ۱۵:۱۵ GMT+۰

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د هېواد په پنځو بېلابېلو ولایتونو کې یې د جنایي جرمونو په تور ۲۵ کسان نیولي دي.

یاد وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د پولیسو ځواکونو یې د جلا جلا عملیاتو پر مهال په سمنګان ولایت کې ۱۳کسان د جوارګرۍ په تړاو نیولي دي.

همدارنګه، په هرات ولایت کې ۸ کسان د غلا په تور، په بغلان کې دوه غله او په نیمروز ولایت کې هم دوه نور کسان د غلا په تړاو نیول شوي دي.

د خبرپاڼې له مخې، دغه کسان د پرله‌پسې هڅو او عملیاتو په لړ کې نیول شوي دي.

په همدې حال کې، د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویلي چې د پکتیکا ولایت د اورگون ولسوالۍ د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې پولیسو د کشفي عملیاتو پر مهال یو میل کلاشنکوف، ۱۰ شاجورې، یو میل تومانچه او د بریټا او مکاروف شاوخوا ۶۰۰مرمۍ کشف او ضبط کړې دي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ټینګار کړی چې د هېواد په کچه به د جنایي جرمونو پر وړاندې عملیات دوام ولري.

په تورخم کې سبا د افغانستان او پاکستان ګډه کمېټه خبرې اترې کوي

۱۵ مرغومی ۱۴۰۴ - ۵ جنوری ۲۰۲۶، ۱۴:۵۲ GMT+۰

د افغانستان او پاکستان د سوداګرو یوه ګډه کمېټه سبا په تورخم کې د سوداګریزو لارو د پرانېستلو په تړاو غونډه کوي. سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې په دې ګډه کمیټه کې د افغانستان ۷ او د پاکستان شپږ غړي شامل دي.

د افغانستان په استازیتوب په دې خبرو اترو کې د محمد ولی امیني په مشرۍ خان جان الکوزی، عنایت الله صدیق زی، میراجان سلیمان خیل، حاجي مسعود راحت، حاجي همایون خواجه زاده او محمد سلیمان بن شاه ګډون کوي او د پاکستان د پلاوي مشري د دغه هېواد د سوداګرۍ او صنعت د خونې سلاکار سید جواد حسین کاظمي کوي او سردار محمد ایوب مریاڼی، حاجي محمد یوسف اپریدی، حاجي قدیرالله وزیر، شیرین خان اپریدی او انجینیر دارو خان اچکزی یې غړي دي.

د کمېټې ډېری غړي پر ډیورنډ کرښه د پرتو ولایتونو او ولسوالیو د سوداګرۍ له خونو غوره شوي دي.

د پاکستاني پلاوي مشر سید جواد حسین کاظمي ویلي چې د ګډې کمیټې د مذاکراتو اساسي هدف د افغانستان او پاکستان د تجارتي لارو بیړني بیا پرانیستل، د سرحدي مدیریت د خنډونو له منځه وړل او د دوه اړخیزې سوداګرۍ دوام تضمینول دي.

هغه زیاته کړې چې په مذاکراتو کې به یو جامع او عملي پلان جوړ شي چې د سوداګرو او عامو خلکو ستونزې په دوامداره توګه حل شي.

نوموړي همدارنګه وویل چې د سبا ورځې مذاکراتو کې د پام وړ پرمختګ تمه کېږي او دواړې خواوې د مثبتو پایلو ترلاسه کولو هیله لري. د کاظمي په وینا، د پاکستان حکومت کمیټې ته د بشپړې پرېکړې واک ورکړی دی.

د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د کړکېچ له امله د روان کال د اکتوبر له ۱۲مې نېټې راهیسې ټولې سوداګریزې لارې د هر ډول تګ راتګ پرمخ تړل شوې دي.

طالبانو د لارې پرانېستل په باوري تضمینونو پورې مشروط کړي دي.