• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ټرمپ جمهوري غوښتونکو ته: که موږ منځمهاله ټاکنې ونه ګټو، زه به استیضاح شم

۱۶ مرغومی ۱۴۰۴ - ۶ جنوری ۲۰۲۶، ۱۷:۴۳ GMT+۰

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سې ‌شنبې په ورځ وویل چې جمهوري غوښتونکي باید د ۲۰۲۶ کال منځمهاله ټاکنې وګټي، که نه نو ډیموکراټان به یې استیضاح کړي.

ټرمپ په واشنګټن کې د استازو جرګې د جمهوري غوښتونکو غړو په یوه غونډه کې وویل:
«تاسې باید منځمهاله ټاکنې وګټئ، ځکه که موږ منځمهاله ټاکنې ونه ګټو، نو همدا به وي یعنې هغوی به حتماً یو دلیل پیدا کړي چې ما استیضاح کړي.»

هغه زیاته کړه: «زه به استیضاح شم.»

ولسمشر ټرمپ له خپلو جمهوري غوښتونکو ملګرو وغوښتل چې د جنسیتي سیاستونو، روغتیايي پاملرنې او د ټاکنو د اصلاحاتو په ګډون بېلابېلو موضوعاتو کې په لا متحد ډول مبارزه وکړي.

د نومبر په ټاکنو کې د ټرمپ اجنډا تر پوښتنې لاندې ده، ځکه په دغو ټاکنو کې به د استازو جرګې ټولې څوکۍ او د مشرانو جرګې د څوکيو درېیمه برخه سیالۍ ته وړاندې شي.

ټرمپ د خپلې وینا پر مهال د جمهوري غوښتونکو لپاره د یوې تاریخي بریا وړاندوینه وکړه، خو په عین حال کې یې د تاریخي دود په اړه اندېښنه وښوده، ځکه معمولاً د واکمن ولسمشر ګوند په منځمهاله ټاکنو کې ښه نتیجه نه اخلي.

هغه د کینیډي په مرکز کې، چې د واشنګټن د هنرونو یو مرکز دی، وویل:«کاشکې تاسې راته تشریح کړې وای چې د عامو خلکو په ذهن کې څه روان دي.»

د استازو جرګې جمهوري غوښتونکو تر دې دمه ټرمپ ته ډېر درناوی ښودلی او د لګښتونو او نورو چارو په اړه یې د کانګرس ډېری واکونه د هغه ادارې ته پرېښي دي. خو اوس یې د خپلواکۍ ځینې نښې هم ښکاره شوې دي.

ټرمپ له ۲۰۱۷ څخه تر ۲۰۲۱ پورې د خپلې ولسمشرۍ پر مهال دوه ځله د ډیموکراټانو تر مشرۍ لاندې د استازو جرګې له خوا استیضاح شو. پر هغه تور لګېدلی و چې له اوکراین سره تړلو چارو کې یې له واک ناوړه ګټه اخیستې او همدارنګه د ۲۰۲۱ کال د جنورۍ په ۶مه د کانګرس پر ودانۍ له برید وروسته یې ناسمه رویه لرله. خو د جمهوري غوښتونکو تر واک لاندې مشرانو جرګې هغه په دواړو قضیو کې بې‌ګناه وباله.

ترویج لرونکی

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟
۱
معلومات او ټېکنالوژي

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟

۲

ترکیې ۲۰زره افغانانو ته د مالدارۍ په برخه کې کاري ویزې صادرې کړې دي

۳

روسی چارواکی: په کابل کې به د روسیې د ولسي ډیپلوماسۍ مرکز جوړ شي

۴

طالبانو د هبت‌الله تر توشیح وروسته د زوجینو د تفریق اصولنامه په رسمي جریده کې خپره کړې

۵

ملا شیرین د کندهار د ولسوالیو له امنیه قوماندانانو سره د نشه‌يي توکو په تړاو ناسته کړې

•
•
•

نور کیسې

سرچینې: په تخار کې د طالبانو مرستیال والي لاریونوال ګواښلي دي

۱۶ مرغومی ۱۴۰۴ - ۶ جنوری ۲۰۲۶، ۱۷:۳۸ GMT+۰

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د تخار په چاه‌اب ولسوالۍ کې د سرو زرو کان د استخراج پر سر له نښتو وروسته، طالبانو یو شمېر ځایي اوسېدونکي نیولي او د سیمې ځینې خلک لادرکه شوي. د سرچینو په وینا، د تخار لپاره د طالبانو مرستیال والي محمد نادر حقجو لاریونوالو ته ګواښونه کړي دي.

تر اوسه د نیول شویو کسانو د شمېر او لادرکه شویو خلکو د برخلیک په اړه نور جزییات نه دي ورکړل شوي.

سرچینې وايي، چې د طالبانو مرستیال والي پرون چاه اب ولسوالۍ ته تللی و.

طالبانو مخکې ویلي وو، چې د کان‌کیندونکو او ځایي خلکو ترمنځ د نښتو د څېړلو لپاره یې یو پلاوی چاه‌اب ته لېږلی او منلې یې وه چې دغه نښتې ځاني او مالي تلفات لري، خو د کره شمېرو په اړه یې څه نه دي ویلي.

تر دې وړاندې، ځایي سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي وو، چې د طالبانو اړوند شرکتونو له‌خوا د سرو زرو د کان د استخراج پر سر د چاه‌اب د اوسېدونکو او دغو شرکتونو ترمنځ په نښتو کې لږ تر لږه درې ځایي اوسېدونکي او یو طالب وژل شوي او ۱۶ نور کسان ټپیان شوي دي.

د سرچینو په وینا، اعتراض کوونکو د شرکتونو تجهیزات سوځولي او د دغو شرکتونو مسوولانو سیمه پرېښې ده.

په ورته وخت کې، د طالبانو د دفاع وزارت د استخباراتو پخواني مرستیال صلاح‌الدین سالار په خپله فېسبوک پاڼه کې پر «فساد، قوم‌پالنې او د شخصي او قبیلوي ګټو پر لومړیتوب» نیوکې کړې دي. هغه ویلي، د محدودو کسانو په لاس د ملي شتمنیو او سرچینو تمرکز د ولس او واکمنو ترمنځ واټن ژور کړی او د واک مشروعیت یې تر پوښتنې لاندې راوستی دی.

د چاه‌اب ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، د دوی اعتراضونه د سرو زرو د بې بریده استخراج، د چاپېریال جدي زیانونو او د اوبو د پرې کېدو له امله پیل شوي او د طالبانو د پلاوي له ورتګ سره سره، وضعیت لا هم ترینګلی دی.

د پاکستاني طالبانو د یوې ډلې مشر حافظ ګل بهادر وايي پوځ د سولې پرځای تسلیمي ترې غواړي

۱۶ مرغومی ۱۴۰۴ - ۶ جنوری ۲۰۲۶، ۱۶:۱۱ GMT+۰

د پاکستاني طالبانو یو تن مشر ګــل بهــادر په یوه غږیز پیغام کې ویلي چې د دوی ډلې له ۲۰۱۴ کال څخه تر ۲۰۲۶ پورې څو ځله د پاکستان حکومت ته د سولې او مذاکراتو وړاندیزونه کړي، خو د ده په وینا، د پاکستان پوځ د خبرو پر ځای د تسلیمۍ غوښتنه کړې او پر دوی یې پوځي عملیات کړي دي.

نوموړي په خپل غږیز پیغام کې، چې د ۲۰۲۶ کال د جنوري پر لومړۍ نېټه ثبت شوی او یوه کاپي یې افغانستان انټرنشنل ته رسېدلې، ادعا کړې چې د وزیرستان شاوخوا ۵۰ سلنه خاوره د دوی تر ولکې لاندې ده.

نوموړی زیاتوي، چې «۵۰ سلنه ځمکه مو په زور نیولې ده».

هغه د خپلې وژل کېدا په اړه د تېر کال ادعاوې رد کړې او زیاته یې کړه چې دی نه په سپیره، نه په برمل او نه هم ارګون کې وژل شوی او نه هم د دښمن کومه طرحه پر ده بریالۍ شوې ده.

ګل بهادر ټینګار کړی چې دی د افغانستان په خاوره کې نه دی، بلکې په وزیرستان کې د خپل پلار او نیکه په سیمه کې حضور لري. هغه ویلي، په هغو سیمو کې چې د ده د وژل کېدو دعوې کېږي، نه اوسیږي او نه هم هلته تللی دی، او زیاتوي چې د وروستیو بمباریو غږونه یې هم نه دي اورېدلي.

ګل بهادر وايي، چې دوی کافي جنګیالي لري او افغان بهرنیو جنګیالیو ته اړتیا نه لري.

نوموړي ویلي چې د دوی حضور باید د چا لپاره د پلمې په توګه ونه کارول شي او ټینګار یې کړی چې دا پیغام یې د همدې وضاحت لپاره خپور کړی دی.

د سولې او مذاکراتو په اړه ګل بهادر ویلي چې د «ضرب عضب» عملیات د پاکستان حکومت د امریکا په امر پیل کړل او اوسنۍ جګړه یې د پاکستان د پوځ د ظلم پایله بللې ده.

هغه ادعا کړې چې د وزیرستان ورانۍ او ملکي زیانونه د پاکستان د پوځ د عملیاتو له امله رامنځته شوي او ویلي یې دي چې د پوځ او حکومت ظلم به پای ته ورسوي. د ده په وینا، دوی د سولې خبرې نه دي رد کړې، بلکې دا هغه لوري رد کړې چې «واک نه لري او د بل لپاره یې جګړه پیل کړې ده».

ګل بهادر د پاکستان د پوځ له‌خوا د «خوارجو» اصطلاح کارول هم رد کړي او ویلي یې دي، خوارج هغه څوک دي چې د قران او سنتو خلاف عمل کوي، خو د ده په وینا، نن د امریکا او بریتانیا ترڅنګ د پاکستان پوځ ولاړ دی او طالبانو ته د خوارجو خطاب کوي.

هغه په دې ۲۶ دقیقه يي وینا کې د خپلې ډلې پر جنګیالیو غږ کړی، چې له نشه يي توکو، فیسبوک او ګرځنده ټیلیفونونو نه ځانونه لرې وساتي.

د طالبانو والي: حکومت په زور نه کېږي

۱۶ مرغومی ۱۴۰۴ - ۶ جنوری ۲۰۲۶، ۱۵:۵۸ GMT+۰

د طالبانو د بامیان والي عبدالله سرحدي د دغه ولایت له دیني عالمانو او مشرانو سره په یوه غونډه کې وویل چې حکومت باید د خلکو لپاره وي او د خلکو خدمت وکړي. هغه ټینګار وکړ چې "حکومت په زور نه کېږي."

د طالبانو د بامیان ولایت والي عبدالله سرحدي تیره ورځ د مرغومي پر ۱۵مه په یوه ناسته کې د هر ډول قومي، مذهبي او ژبني تعصب په له منځه وړلو هم ټینګار وکړ.

عبدالله سرحدي په دې وروستیو کې د طالبانو د مشر ملا هیبت الله په امر د جوزجان د والي په توګه ټاکل شوی دی.

د طالبانو دغه چارواکی د "زور له لارې حکومت" ردولو ته په داسې حال کې اشاره کوي، چې د طالبانو ادارې واک ته له بیا رسېدا راهیسې په ځانګړې توګه د ښځو او لږکیو پر وړاندې د زور او جبر پر بنسټ پالیسۍ پلې کړې دي.

ذبیح الله مجاهد: د پاکستان د پوځ د ویاند څرګندونې "پاروونکې او بې‌منطقه تبلیغات" دي

۱۶ مرغومی ۱۴۰۴ - ۶ جنوری ۲۰۲۶، ۱۵:۲۸ GMT+۰

د طالبانو ویاند د پاکستان د پوڅ د ویاند وروستۍ څرګندونې غیرمسوولانه او پاروونکې وبللې. مجاهد د پاکستان له اړوندو ادارو غوښتي چې د رسمي دریځونو له چوکاټه د وتلو او د افغانستان په اړه د بې‌منطقه تبلیغاتو پر ځای د خپلو داخلي مسایلو پر حل ترکیز وکړي.

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد د سې شنبې په ورځ، د مرغومي پر ۱۵مه د پاکستان د پوځ د ویاند وروستیو څرګندونو ته غبرګون ښودلی او وايي، هغه تبصرې چې د یو خبري کنفرانس پر مهال د افغانستان د حکومتي او ټولنیز جوړښت په اړه شوې، له واقعیت سره هېڅ تړاو نه لري او د یو مسوول پوځي دریځ له معیارونو سره په ټکر کې دي.

ذبیح‌الله مجاهد پر اېکس په یوه لړۍ پیغامونو کې ویلي، چې «اسلامي امارت دا ډول غیرمسوولانه او پاروونکې څرګندونې په کلکو ټکو غندي او د پاکستان له اړوندو ادارو غواړي چې د رسمي دریځ له چوکاټه د وتلو او د افغانستان په اړه د بې‌منطقه تبلیغاتو پر ځای پر خپلو کورنیو ستونزو تمرکز وکړي».

د طالبانو ویاند ټینګار کړی چې افغانستان یو خپلواک او باثباته هېواد دی، قوي امنیتي جوړښت او مقتدره رهبرۍ لري او د هېواد پر ټوله خاوره بشپړ حاکمیت لري.

نوموړي زیاته کړې چې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه او د ګواښ ژبه د افغان ولس لپاره د منلو وړ نه ده.

ذبیح‌الله مجاهد همداراز د پاکستان پر اړوندو ادارو غږ کړی چې « د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د حساسیت په نظر کې نیولو سره مسوولانه دریځ غوره کړي او له سنجیده څرګندونو کار واخلي».

د پاکستان پوځ ویاند ویلي، چې په افغانستان کې نه ټول‌ګډونه حکومت شته او نه هم ترهګري ختمه شوې، بلکې «دا هېواد د ترهګرو او غیر دولتي وسله‌والو» پر مرکز بدل شوی.

احمد چودري شریف ویلي، چې شاوخوا ۲۵۰۰ بهرني وسله وال له سوریې نه افغانستان ته رسېدلي دي.

هغه وویل، په افغانستان کې نه حکومت شته، نه ترهګري له منځه تللې، بلکې برعکس، دده په وینا، «دا هېواد د ترهګرو او غیر دولتي وسله‌والو» پر مرکز بدل شوی دی.

نوموړي وویل، افغان طالبان چې اوس د «مور سازمان» په توګه عمل کوي، تحریک طالبان پاکستان یې د خپل تشکیلاتي جوړښت له مخې بیا منظم کړی، روزنه، لارښوونه او تنظیم یې ورکړی دی.

د شریف چودري په وینا، افغان طالبانو یوه ناسمه بیانیه هم جوړه کړې، چې ګواکې دوی امریکا او نړیوال ایتلاف له افغانستان نه په زور ایستلي او له همدې له لارې د ځوانانو او مذهبي احساساتو د پارولو هڅه کوي او خپل صفونه پراخوي. هغه وویل چې د امریکا د وتلو لاملونه نور څه وو، خو په دې اړه یې جزئیات ورنه کړل.



یونیسف: د افغانستان له ۹۰ سلنې ډېر ۱۰ کلن ماشومان ساده متن نه شي لوستلای

۱۶ مرغومی ۱۴۰۴ - ۶ جنوری ۲۰۲۶، ۱۵:۲۱ GMT+۰

د یونیسف کلني راپور له مخې، په ۲۰۲۵ کال کې په افغانستان کې د پوهنې سیستم له سختو او بې‌مخینې ننګونو سره مخ و. د دغه راپور له مخې، په ۲۰۲۵ کال کې نږدې ۴میلیونه ماشومان له ښوونځيوبې برخې وو او شاوخوا ۲،۲ میلیونه نجونې له تعلیمي نظامه په بشپړ ډول اېستل شوې دي.

د یونیسف د تازه راپور موندنې ښيي چې که څه هم په تېرو دوو لسیزو کې د زده‌کړو لاسرسی پراخ شوی و، خو له ۲۰۲۱ کال وروسته سیاسي بدلونونو، محدودوونکو پالیسیو، دوامدارو بشري بحرانونو او کمې مالي پانګونې د دې پرمختګ ډېره برخه بېرته له منځه وړې ده.

د رپوټ پر بنست، پایله دا ده چې میلیونونه ماشومان، په ځانګړي ډول نجونې له زده‌کړو بې‌برخې پاتې دي او د زده‌کړې کیفیت په جدي ډول ټیټ شوی دی.

د دغه راپور له مخې، په ۲۰۲۵ کال کې نږدې ۴میلیونه ماشومان له ښوونځيوبې برخې و. د یونیسف د معلوماتو له مخې، نجونې تر ټولو ډېرې اغېزمنې شوې دي؛ له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده‌کړو بندیز د دې لامل شوی چې شاوخوا ۲،۲ میلیونه نجونې له تعلیمي نظامه په بشپړ ډول ووځي. دې وضعیت نه یوازې د هغوی د زده‌کړې حق تر پښو لاندې کړی، بلکې د ټولنې پر راتلونکي، اقتصاد او ټولنیز ثبات یې هم ژور منفي اغېز کړی.

راپور ښيي چې د افغانستان ماشومان له یو ستر تعلیمي بحران سره مخ دي. له ۹۰سلنې ډېر لس کلن ماشومان نه شي کولی یو ساده متن ولولي او درک یې کړي. دا شمېره افغانستان د نړۍ له هغو هېوادونوله جملې شمېري چې له “ښوونځي پرته د زده‌کړې” تر ټولو لوړه کچه لري. د مسلکي ښوونکو کمښت، په ځانګړي ډول د ښځینه ښوونکو نشتوالی، ضعیف تدریسي مواد او د ارزونې محدود نظامونه د زده‌کړې د کمزورو پایلو اصلي لاملونه بلل شوي دي.

د راپور په اساس، د هېواد په کچه نږدې نیمایي ښوونځي معیاري ودانۍ نه لري. ډېری ښوونځي له برېښنا، پاکو اوبو، تشنابونو او خوندي انګړه بې‌برخې دي. دا ستونزې په ځانګړي ډول د نجونو پر حاضرۍ ناوړه اغېز کوي، ځکه د خوندي چاپېریال نشتوالی د کورنیو اندېښنې زیاتوي.

یونیسف وایي چې د خوندي او معیاري ښوونیزو فضاوو له پراخېدو پرته، د زده‌کړې دوام ناشونی دی.

د راپور له مخې، د ماشومتوب لومړنۍ زده‌کړې لا هم په افغانستان کې خورا محدودې دي؛ له ۳ تر ۵ کلنۍ کم تر یو سلنه ماشومان په دې پروګرامونو کې شامل دي. همداراز، یوازې شاوخوا ۲۷سلنه افغان ښځې د لوستلو سواد لري چې دا د نړۍ له تر ټولو ټیټو کچو څخه ده. یونیسف ټینګار کوي چې د ماشومتوب زده‌کړې او د ښځو په لیک لوست پانګونه د اوږدمهاله بدلون لپاره حیاتي ارزښت لري.

راپور زیاتوي د طبیعي افتونو، فقر، او له ایران او پاکستان څخه د کډوالو د پراخې راستنېدنې له امله، د پوهنې سیستم نور هم تر فشار لاندې راغلی دی. اټکل کېږي چې په نوي کال کې به شاوخوا ۸،۹ میلیونه ماشومان بېړنیو تعلیمي مرستو ته اړتیا ولري. راستنېدونکي ماشومان، په ځانګړي ډول نجونې له ۱۲ کلنۍ پورته، د ښوونځیو د کمښت او موجودو محدودیتونو له امله له جدي خنډونو سره مخ دي.

سره له دې ټولو ننګونو، راپور کې ټینګار شوی چې لا هم د بدلون فرصتونه شته. د بنسټیزو زده‌کړو ساتنه، د ښوونکو روزنه او ملاتړ، د خوندي او ټول‌شموله ښوونځیو پراختیا او د مهارتونو زده‌کړه چې د کار بازار اړتیاوو سره برابره وي، کولی شي د بشري اړتیاوو او راتلونکي بیا رغونې ترمنځ پُل جوړ کړي.

د راپور وروستۍ برخه کې راغلي چې یونیسف له خپلو ملي او نړیوالو شریکانو سره یو ځای په دې هڅه کې دی چې په افغانستان کې د هر ماشوم د زده‌کړې حق خوندي کړي. دغه اداره ټینګار کوي چې پرته له همغږو، دوامداره او کافي پانګونو، د افغانستان د پوهنې کړکېچ به لا پسې ژور شي.