• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

سرچینې: طالبانو خپل څلور تنه جنګیالي پر پاکستان د برید په تور محکمې ته معرفي کړي

عبدالله همیم
عبدالله همیم

خبریال

۱۶ مرغومی ۱۴۰۴ - ۶ جنوری ۲۰۲۶، ۱۸:۱۹ GMT+۰تازه شوی: ۱۶ مرغومی ۱۴۰۴ - ۶ جنوری ۲۰۲۶، ۲۰:۱۲ GMT+۰

طالب سرچینو افغانستان انټرنشنل-پښتو ته ویلي، چې د لیندۍ میاشتې په ۱۴مه د سپین بولدک په ولسوالۍ کې له پاکستان سره د اوربند د ماتېدو په تور، د طالبانو استخباراتو د دې ولسوالۍ د کمیسارۍ څلور منسوبین نیولي او دا مهال په بند کې دي.

طالب سرچینو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته ویلي، چې د لیندۍ میاشتې په ۱۴مه نېټه د شپې ناوخته د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کې د طالبانو او پاکستاني سرحدي ځواکونو ترمنځ نښته شوې. دغو نښتو نږدې څلور ساعته دوام وکړ او د پاکستان له لوري د هاوان مرمۍ لګېدو له امله پنځه ملکي وګړي وژل شوي او پنځه نور ټپیان شوي دي.

د طالب سرچینو د معلوماتو له‌مخې، له یادې نښتې یوه ورځ وروسته د طالبانو استخباراتو وموندله چې د لیندۍ میاشتې په ۱۴مه نېټه د شپې ناوخته د سپین بولدک د کمیسارۍ څلور طالب منسوبینو د ګزمې پر مهال د ډیورنډ کرښې ته نږدې پر پاکستاني سرتېرو ډزې کړې وې، چې له امله یې وروسته نښته رامنځته شوې وه.

د معلوماتو له‌مخې، یاد څلور طالب جنګیالي وروسته د طالبانو د کندهار د استخباراتو د چارواکو له لوري ونیول شول او زندان ته واستول شول.

سرچینې زیاتوي، پر یادو کسانو تور دی چې له پاکستان سره د اوربند هوکړه یې ماته کړې او د خپلو مشرانو له امر څخه یې سرغړونه کړې ده.

یاد کسان د استخباراتو له څېړنو وروسته د کندهار مرکزي زندان کې بندیان دي او تر اوسه یې محاکمه نه ده ترسره شوې.

سرچینو ویلي، چې ډېر ژر به یاد کسان محاکمه او سزا به ورکړل شي.

سرچینو د یادو طالب جنګیالیو نومونه ملا لعلي، حقاني، حزب‌الله او عبدالسلام ښودلي دي.

له پاکستان سره د اوربند ماتولو کې یاد دوه کسان هم شامل وو او اوس د کندهار په زندان کې دي
100%
له پاکستان سره د اوربند ماتولو کې یاد دوه کسان هم شامل وو او اوس د کندهار په زندان کې دي

طالبانو په رسمي ډول د یادو کسانو د نیولو او محاکمه کولو په تړاو څه نه دي ویلي، خو د لیندۍ په ۱۴مه نېټه د شپې ناوخته د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد په خپلې اېکس‌پاڼې لیکلي و، جګړه لومړۍ د پاکستاني ځواکونو له لوري پیل شوې ده.

مجاهد دغه راز زیاته کړې وه: «متاسفانه چې نن ماښام پاکستاني اړخ یوځل بیا د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کې د افغانستان په طرف بریدونه پیل کړل چې د اسلامي امارت ځواکونه هم غبرګون ته اړ شول».

د طالبانو او پاکستان ترمنځ پر ډیورنډ کرښې شخړې له هغه وروسته لا پسې زیاتې او تاوتریخجنې شوې، چې د اکټوبر په میاشت کې پاکستان د کابل په ګډون د افغانستان پر ځینو ولایتونو هوايي بریدونه ترسره کړل.

طالبانو له دې برېدونو وروسته له پاکستان څخه د غچ اخیستو په موخه د یادې ډلې د دفاع وزیر یعقوب مجاهد په امر پر ډیورنډ کرښه پر پاکستاني ځواکونو څو ساعته پرله‌پسې برېدونه وکړل.

د طالبانو او پاکستان ترمنځ له یادې شخړې وروسته، لومړی قطر بیا ترکیې او وروسته سعودي عربستان د دواړو هېوادونو ترمنځ منځګړیتوب وکړ، خو د یادو هېوادونو په منځګړیتوب ټول مذاکرات له کومې مطلوبي پایلې پرته پای ته ورسېدل او لا هم د افغانستان او پاکستان ترمنځ ټولې سوداګریزې لارې او هر ډول تګ‌راتګ په ټپه ولاړې دي.

ترویج لرونکی

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟
۱
معلومات او ټېکنالوژي

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟

۲

ترکیې ۲۰زره افغانانو ته د مالدارۍ په برخه کې کاري ویزې صادرې کړې دي

۳

روسی چارواکی: په کابل کې به د روسیې د ولسي ډیپلوماسۍ مرکز جوړ شي

۴

طالبانو د هبت‌الله تر توشیح وروسته د زوجینو د تفریق اصولنامه په رسمي جریده کې خپره کړې

۵

ملا شیرین د کندهار د ولسوالیو له امنیه قوماندانانو سره د نشه‌يي توکو په تړاو ناسته کړې

•
•
•

نور کیسې

د طالبانو د والي خبرداری: خلک دې د کوکناور د کر او د نشه‌یي توکو له کاروبار څخه لاس واخلي

۱۶ مرغومی ۱۴۰۴ - ۶ جنوری ۲۰۲۶، ۱۸:۰۸ GMT+۰

په هلمند کې د طالبانو والي امان‌الدین منصور په موسی‌کلا ولسوالۍ کې یوې غونډې ته د وینا پرمهال خبرداری ورکړ، چې خلک باید د کوکنارو له کر او د نشه‌يي توکو له کاروبار څخه لاس واخلي، که نه له سختو سزاوو سره به مخ شي. نوموړی وایي، دا د هبت‌الله امر دی او عملي کول یې پر ټولو واجب دی.

په هلمند کې د طالبانو والي امان‌الدین منصور د سې شنبې په ورځ (د مرغومي ۱۶مه) د یوه پلاوي په مشرۍ موسی‌کلا ولسوالۍ ته سفر کړی و او هلته یې په یوه غونډه کې د نشه‌يي توکو د کاروبار پر بندیز، د عامه‌ګټو پروژو پر پلي کېدو، د کاري فرصتونو پر برابرولو، بدیل معیشت او نورو اړوندو موضوعاتو خبرې وکړې.

د طالبانو والي په دې غونډه کې ویلي: «خلک دې د کوکنارو د کښت او اړوندو نورو چارو څخه په کلکه ډډه وکړي او نور دې پر دې چارو خپل وخت او مصارف بې‌ځایه نه لګوي».

نوموړي ټینګار کړی، چې په دې برخه کې یې دریځ او مبارزه جدي ده او هېچاته به د نشه‌يي توکو د کښت او کاروبار اجازه ورنه‌کړي.

نوموړي خبرداری ورکړی: «له سرغړوونکو سره به حتمي او اصولي چلند وشي».

په غونډه کې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت استازي فضلي ټینګار وکړ، چې د نشه‌يي توکو ضد مبارزې په برخه کې به د خپل لوی مشر هبت‌الله اخوندزاده، احکام پلي کوي.

دا په داسې حال کې ده، چې پرون د هلمند د طالبانو د امنیه قومندانۍ ویاند نصیر احمد مهاجر خبر ورکړ، چې په موسی‌کلا ولسوالۍ کې د نشه‌يي توکو یوه کارخونه کشف او له منځه وړل شوې ده. د هغه په وینا، په تړاو یې ۲۰ کسان نیول شوي چې ډېر ژر به عدلي او قضايي بنسټونو ته وسپارل شي.

ټرمپ جمهوري غوښتونکو ته: که موږ منځمهاله ټاکنې ونه ګټو، زه به استیضاح شم

۱۶ مرغومی ۱۴۰۴ - ۶ جنوری ۲۰۲۶، ۱۷:۴۳ GMT+۰

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سې ‌شنبې په ورځ وویل چې جمهوري غوښتونکي باید د ۲۰۲۶ کال منځمهاله ټاکنې وګټي، که نه نو ډیموکراټان به یې استیضاح کړي.

ټرمپ په واشنګټن کې د استازو جرګې د جمهوري غوښتونکو غړو په یوه غونډه کې وویل:
«تاسې باید منځمهاله ټاکنې وګټئ، ځکه که موږ منځمهاله ټاکنې ونه ګټو، نو همدا به وي یعنې هغوی به حتماً یو دلیل پیدا کړي چې ما استیضاح کړي.»

هغه زیاته کړه: «زه به استیضاح شم.»

ولسمشر ټرمپ له خپلو جمهوري غوښتونکو ملګرو وغوښتل چې د جنسیتي سیاستونو، روغتیايي پاملرنې او د ټاکنو د اصلاحاتو په ګډون بېلابېلو موضوعاتو کې په لا متحد ډول مبارزه وکړي.

د نومبر په ټاکنو کې د ټرمپ اجنډا تر پوښتنې لاندې ده، ځکه په دغو ټاکنو کې به د استازو جرګې ټولې څوکۍ او د مشرانو جرګې د څوکيو درېیمه برخه سیالۍ ته وړاندې شي.

ټرمپ د خپلې وینا پر مهال د جمهوري غوښتونکو لپاره د یوې تاریخي بریا وړاندوینه وکړه، خو په عین حال کې یې د تاریخي دود په اړه اندېښنه وښوده، ځکه معمولاً د واکمن ولسمشر ګوند په منځمهاله ټاکنو کې ښه نتیجه نه اخلي.

هغه د کینیډي په مرکز کې، چې د واشنګټن د هنرونو یو مرکز دی، وویل:«کاشکې تاسې راته تشریح کړې وای چې د عامو خلکو په ذهن کې څه روان دي.»

د استازو جرګې جمهوري غوښتونکو تر دې دمه ټرمپ ته ډېر درناوی ښودلی او د لګښتونو او نورو چارو په اړه یې د کانګرس ډېری واکونه د هغه ادارې ته پرېښي دي. خو اوس یې د خپلواکۍ ځینې نښې هم ښکاره شوې دي.

ټرمپ له ۲۰۱۷ څخه تر ۲۰۲۱ پورې د خپلې ولسمشرۍ پر مهال دوه ځله د ډیموکراټانو تر مشرۍ لاندې د استازو جرګې له خوا استیضاح شو. پر هغه تور لګېدلی و چې له اوکراین سره تړلو چارو کې یې له واک ناوړه ګټه اخیستې او همدارنګه د ۲۰۲۱ کال د جنورۍ په ۶مه د کانګرس پر ودانۍ له برید وروسته یې ناسمه رویه لرله. خو د جمهوري غوښتونکو تر واک لاندې مشرانو جرګې هغه په دواړو قضیو کې بې‌ګناه وباله.

سرچینې: په تخار کې د طالبانو مرستیال والي لاریونوال ګواښلي دي

۱۶ مرغومی ۱۴۰۴ - ۶ جنوری ۲۰۲۶، ۱۷:۳۸ GMT+۰

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د تخار په چاه‌اب ولسوالۍ کې د سرو زرو کان د استخراج پر سر له نښتو وروسته، طالبانو یو شمېر ځایي اوسېدونکي نیولي او د سیمې ځینې خلک لادرکه شوي. د سرچینو په وینا، د تخار لپاره د طالبانو مرستیال والي محمد نادر حقجو لاریونوالو ته ګواښونه کړي دي.

تر اوسه د نیول شویو کسانو د شمېر او لادرکه شویو خلکو د برخلیک په اړه نور جزییات نه دي ورکړل شوي.

سرچینې وايي، چې د طالبانو مرستیال والي پرون چاه اب ولسوالۍ ته تللی و.

طالبانو مخکې ویلي وو، چې د کان‌کیندونکو او ځایي خلکو ترمنځ د نښتو د څېړلو لپاره یې یو پلاوی چاه‌اب ته لېږلی او منلې یې وه چې دغه نښتې ځاني او مالي تلفات لري، خو د کره شمېرو په اړه یې څه نه دي ویلي.

تر دې وړاندې، ځایي سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي وو، چې د طالبانو اړوند شرکتونو له‌خوا د سرو زرو د کان د استخراج پر سر د چاه‌اب د اوسېدونکو او دغو شرکتونو ترمنځ په نښتو کې لږ تر لږه درې ځایي اوسېدونکي او یو طالب وژل شوي او ۱۶ نور کسان ټپیان شوي دي.

د سرچینو په وینا، اعتراض کوونکو د شرکتونو تجهیزات سوځولي او د دغو شرکتونو مسوولانو سیمه پرېښې ده.

په ورته وخت کې، د طالبانو د دفاع وزارت د استخباراتو پخواني مرستیال صلاح‌الدین سالار په خپله فېسبوک پاڼه کې پر «فساد، قوم‌پالنې او د شخصي او قبیلوي ګټو پر لومړیتوب» نیوکې کړې دي. هغه ویلي، د محدودو کسانو په لاس د ملي شتمنیو او سرچینو تمرکز د ولس او واکمنو ترمنځ واټن ژور کړی او د واک مشروعیت یې تر پوښتنې لاندې راوستی دی.

د چاه‌اب ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، د دوی اعتراضونه د سرو زرو د بې بریده استخراج، د چاپېریال جدي زیانونو او د اوبو د پرې کېدو له امله پیل شوي او د طالبانو د پلاوي له ورتګ سره سره، وضعیت لا هم ترینګلی دی.

د پاکستاني طالبانو د یوې ډلې مشر حافظ ګل بهادر وايي پوځ د سولې پرځای تسلیمي ترې غواړي

۱۶ مرغومی ۱۴۰۴ - ۶ جنوری ۲۰۲۶، ۱۶:۱۱ GMT+۰

د پاکستاني طالبانو یو تن مشر ګــل بهــادر په یوه غږیز پیغام کې ویلي چې د دوی ډلې له ۲۰۱۴ کال څخه تر ۲۰۲۶ پورې څو ځله د پاکستان حکومت ته د سولې او مذاکراتو وړاندیزونه کړي، خو د ده په وینا، د پاکستان پوځ د خبرو پر ځای د تسلیمۍ غوښتنه کړې او پر دوی یې پوځي عملیات کړي دي.

نوموړي په خپل غږیز پیغام کې، چې د ۲۰۲۶ کال د جنوري پر لومړۍ نېټه ثبت شوی او یوه کاپي یې افغانستان انټرنشنل ته رسېدلې، ادعا کړې چې د وزیرستان شاوخوا ۵۰ سلنه خاوره د دوی تر ولکې لاندې ده.

نوموړی زیاتوي، چې «۵۰ سلنه ځمکه مو په زور نیولې ده».

هغه د خپلې وژل کېدا په اړه د تېر کال ادعاوې رد کړې او زیاته یې کړه چې دی نه په سپیره، نه په برمل او نه هم ارګون کې وژل شوی او نه هم د دښمن کومه طرحه پر ده بریالۍ شوې ده.

ګل بهادر ټینګار کړی چې دی د افغانستان په خاوره کې نه دی، بلکې په وزیرستان کې د خپل پلار او نیکه په سیمه کې حضور لري. هغه ویلي، په هغو سیمو کې چې د ده د وژل کېدو دعوې کېږي، نه اوسیږي او نه هم هلته تللی دی، او زیاتوي چې د وروستیو بمباریو غږونه یې هم نه دي اورېدلي.

ګل بهادر وايي، چې دوی کافي جنګیالي لري او افغان بهرنیو جنګیالیو ته اړتیا نه لري.

نوموړي ویلي چې د دوی حضور باید د چا لپاره د پلمې په توګه ونه کارول شي او ټینګار یې کړی چې دا پیغام یې د همدې وضاحت لپاره خپور کړی دی.

د سولې او مذاکراتو په اړه ګل بهادر ویلي چې د «ضرب عضب» عملیات د پاکستان حکومت د امریکا په امر پیل کړل او اوسنۍ جګړه یې د پاکستان د پوځ د ظلم پایله بللې ده.

هغه ادعا کړې چې د وزیرستان ورانۍ او ملکي زیانونه د پاکستان د پوځ د عملیاتو له امله رامنځته شوي او ویلي یې دي چې د پوځ او حکومت ظلم به پای ته ورسوي. د ده په وینا، دوی د سولې خبرې نه دي رد کړې، بلکې دا هغه لوري رد کړې چې «واک نه لري او د بل لپاره یې جګړه پیل کړې ده».

ګل بهادر د پاکستان د پوځ له‌خوا د «خوارجو» اصطلاح کارول هم رد کړي او ویلي یې دي، خوارج هغه څوک دي چې د قران او سنتو خلاف عمل کوي، خو د ده په وینا، نن د امریکا او بریتانیا ترڅنګ د پاکستان پوځ ولاړ دی او طالبانو ته د خوارجو خطاب کوي.

هغه په دې ۲۶ دقیقه يي وینا کې د خپلې ډلې پر جنګیالیو غږ کړی، چې له نشه يي توکو، فیسبوک او ګرځنده ټیلیفونونو نه ځانونه لرې وساتي.

د طالبانو والي: حکومت په زور نه کېږي

۱۶ مرغومی ۱۴۰۴ - ۶ جنوری ۲۰۲۶، ۱۵:۵۸ GMT+۰

د طالبانو د بامیان والي عبدالله سرحدي د دغه ولایت له دیني عالمانو او مشرانو سره په یوه غونډه کې وویل چې حکومت باید د خلکو لپاره وي او د خلکو خدمت وکړي. هغه ټینګار وکړ چې "حکومت په زور نه کېږي."

د طالبانو د بامیان ولایت والي عبدالله سرحدي تیره ورځ د مرغومي پر ۱۵مه په یوه ناسته کې د هر ډول قومي، مذهبي او ژبني تعصب په له منځه وړلو هم ټینګار وکړ.

عبدالله سرحدي په دې وروستیو کې د طالبانو د مشر ملا هیبت الله په امر د جوزجان د والي په توګه ټاکل شوی دی.

د طالبانو دغه چارواکی د "زور له لارې حکومت" ردولو ته په داسې حال کې اشاره کوي، چې د طالبانو ادارې واک ته له بیا رسېدا راهیسې په ځانګړې توګه د ښځو او لږکیو پر وړاندې د زور او جبر پر بنسټ پالیسۍ پلې کړې دي.