طالبان وایي په پکتیکا کې یې دوه ښځې د کوډو په تور نیولې دي

د طالبانو د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدو وزارت خبر ورکړی، په پکتیکا ولایت کې د دوی د محتسبانو لهخوا هغه دوه ښځې نیول شوې چې څو کاله یې د نارینهو جامو په اغوستلو سره د کوډو له لارې خلکو ته د «دیني باورونو او ټولنیزو اصولو» خلاف زیان رسولی و.





