• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

امریکايي سناتور: که ایران اټومي فعالیتونه بیا پیل کړي، نو ټرمپ به پرې برید وکړي

۱۶ مرغومی ۱۴۰۴ - ۶ جنوری ۲۰۲۶، ۰۹:۳۴ GMT+۰

د امریکا د جمهوري‌پال ګوند سناتور ریک سکاټ خبرداری ورکړی، که ایران د خپل اټومي او توغندیز پروګرام پراختیا ته دوام ورکړي؛ نو د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ به پر دغه هېواد سخت پوځي برید وکړي. دغه څرګندونې د تهران او واشنګټن ترمنځ د کړکېچ د بیا زیاتېدو نښه بلل کېږي.

هغه د ایران د اټومي او توغندیزو فعالیتونو په اړه د ډونالډ ټرمپ د وروستیو خبرداریو په تړاو ویلي، که تهران یو ځل بیا د اټومي تاسیساتو جوړولو او پراختیا ته مخه کړي؛ نو د امریکا له لوري د پوځي برید احتمال شته.

ښاغلي سکاټ ویلي: «که هغوی بیا مخکې ولاړ شي او د اټومي تاسیساتو جوړول پیل کړي؛ نو زما په اند ټرمپ به پرې سخت بمبار وکړي.» ډونالډ ټرمپ په دې وروستیو کې په جلا، جلا ویناوو کې د ایران د اټومي پروګرام د بیا پیل او همدارنګه د ایران د حکومت له‌خوا د لاریونوالو د ځپلو او وژلو په تړاو خبرداری ورکړی دی.

ترویج لرونکی

طالبانو د کابل او یوشمېر ولایتونو لپاره د اوبلن ګاز نوې بیې اعلان کړې
۱

طالبانو د کابل او یوشمېر ولایتونو لپاره د اوبلن ګاز نوې بیې اعلان کړې

۲

طالبانو په کندهار او نیمروز کې تر ۱۴زره کیلو ګرامه ډېر نشه‌يي توکي او انساني درمل سوځولي

۳

ولې غوماشې ځینې انسانان ډېر چیچي او ځینې کم؟

۴

له نړیوال جام څخه د ارجنټاین د اېستلو کمپاین کې له ۲۳ میلیونه ډېرو کسانو لاسلیکونه وکړل

۵
ځانګړی

سرچینې: د ملاهبت الله نږدې کړۍ له هغه سره د نړۍوال پلاوي د لیدنې اجازه نه‌ده ورکړې

•
•
•

نور کیسې

رانا ثناالله: موږ پوهېږو چې د تحریک انصاف بنسټ اېښودونکی مذاکرات نه غواړي

۱۶ مرغومی ۱۴۰۴ - ۶ جنوری ۲۰۲۶، ۰۵:۴۹ GMT+۰
100%

د سیاسي چارو په برخه کې د پاکستان د لومړي وزیر سلاکار رانا ثناالله وايي، که څه هم شهباز شریف تحریک انصاف ګوند ته د خبرو اترو وړاندیز وکړ؛ خو «موږ پوهېږو چې عمران خان خبرې اترې نه غواړي.»

تر دې وړاندې د پاکستان دفاع وزیر خواجه محمد اصف هم ویلي و، دوی خبرو اترو ته چمتو دي؛ خو د تحریک انصاف ګوند ورسره ناوړه چلند کوي. د هغه په وینا؛ سره له دې چې د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف درې، څلور ځلې د خبرو اترو بلنه ورکړې؛ خو د تحریک انصاف ګوند له خبرو اترو انکار کوي.

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف په دې وروستیو کې د تحریک انصاف ګوند ته د خبرو اترو بلنه ورکړې وه. نوموړي د کابینې غونډې ته په وینا کې ویلي و، چې تر دې وړاندې یې هم د تحریک انصاف ګوند ته د خبرو اترو بلنه ورکړې وه او اوس د هېواد د پرمختګ لپاره یو وار بیا د خبرو بلنه ورکوي.

هغه زیاته کړې وه:« ما تحریک انصاف ګوند ته تر دې وړاندې هم د مذاکراتو بلنه ورکړې وه او اوس یو ځل بیا د مذاکراتو بلنه ورکوم؛ خو دغه مذاکرات یوازې د مشروع غوښتنو پربنسټ کېدای شي.»

تر اوربند وروسته؛ پر غزې د اسراییل په بریدونو کې تر ۴۰۰ ډېر فلسطینیان وژل شوي دي

۱۶ مرغومی ۱۴۰۴ - ۶ جنوری ۲۰۲۶، ۰۴:۴۷ GMT+۰
100%

د فلسطین روغتیا وزارت خبر ورکړی، چې د اکټوبر له لسمې نېټې د اوربند له پیل راهیسې تر اوسه پر غزې د اسراییل په بریدونو کې لږترلږه ۴۲۰ فلسطینیان وژل شوي او ۱۱۸۴ نور بیا ټپیان شوي دي. د راپور له مخې؛ یوازې د اکټوبر په ۱۹مې او ۲۹مې نېټې بریدونو کې ټولټال ۱۵۴ کسان وژل شوي دي.

د اسراییل او حماس ترمنځ د اوربند تړون د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د وړاندیز شوې طرحې پر بنسټ ټینګ شو. د یادې طرحې په لومړي پړاو کې یوشمېر اسراییلي او فلسطیني بندیان هم خوشې شوي وو.

الجزیرې ټلوېزیوني شبکې راپور ورکړی، چې د جګړې له پیل راهیسې تراوسه پورې پر غزې د اسراییل په بریدونو کې ۷۱زره او ۳۸۶ فلسطینیان وژل شوي دي. په راپور کې راغلي، چې د اسراییل په هوایي او ځمکنیو بریدونو کې بیا د فلسطین ۱۷۱زره او ۲۶۴وګړي ټپیان شوي هم دي.

په دې مرګ ژوبله کې ډېری یې ښځې او ماشومان دي.

کېم جونګ اون په اوکراین کې د خپلو سرتېرو قرباني وستایله

۱۶ مرغومی ۱۴۰۴ - ۶ جنوری ۲۰۲۶، ۰۳:۰۹ GMT+۰
100%

د شمالي کوریا مشر کېم جونګ اون د اوکراین په جګړه کې د خپلو وژل شویو سرتېرو ستاینه کړې او هغوی یې اتلان یاد کړي دي. نوموړي دغه څرګندونې د یادو سرتېرو د یاد څلي د جوړېدو چارو څخه د لېدنې پرمهال کړې دي.

د KCNA دولتي خبري اژانس د راپور له مخې؛ کېم جونګ اون د دوشنبې په ورځ د یاد څلي د جوړولو چارې وکتلې، چې د هغو سرتېرو په یاد جوړېږي چې له دغه هېواده بهر په جګړو کې وژل شوي دي.

د راپورونو له مخې؛ شمالي کوریا د روسیې سره د متقابل دفاعي تړون له مخې په ۲۰۲۴کال کې شاوخوا ۱۴زره سرتېري د اوکراین جګړې ته واستول؛ څو د روسي ځواکونو ترڅنګ وجنګېږي. د سویلي کوریا، اوکراین او لوېدیځو سرچینو د معلوماتو له مخې؛ په دغه جګړو کې له ۶زرو ډېر د شمالي کوریا سرتېري وژل شوي دي.

د KCNA له‌خوا په خپرو شویو انځورونو کې ښکاري، چې کېم جونګ اون او لور یې جو اې د یاد څلي په سیمه کې نیالګي هم کېنولي. په همدې حال کې په پلازمېنه پیونګ‌یانګ کې د انځورونو یو نندارتون هم پرانیستل شوی، چې د کېم جونګ اون تر مشرۍ لاندې د شمالي کوریا پرمختګونه نندارې ته وړاندې کوي. دغه نندارتون داسې مهال پرانیستل شوی، چې دغه هېواد د ګوند د یوې مهمې غونډې د جوړېدو لپاره چمتووالی نیسي.

سان مجله:د لاریونونو تر ځپلو وروسته امریکا پر ایران د برید لپاره اروپا ته جنګي الوتکې لېږي

۱۶ مرغومی ۱۴۰۴ - ۶ جنوری ۲۰۲۶، ۰۰:۴۶ GMT+۰
100%

د برېتانیا «سان مجلې» راپور ورکړی، چې د لاریونونو تر ځپلو وروسته یوشمېر امریکایي پوځي جېټ الوتکې او ځانګړي ځواکونه برېتانیا او جرمني ته لېږدول شوي دي. تر دې وړاندې ټرمپ خبرداری ورکړی و، که په ایران کې لاریون کوونکي ووژل شي؛ نو د امریکا له‌خوا به له سخت ګوزار سره مخ شي.

یادې مجلې زیاته کړې، ښايي د الوتکو او امریکایي ځواګونو لېږد د ایران له اوسني وضعیت سره تړاو ولري. د راپور له مخې؛ د امریکا د ۱۶۰مې ځانګړو هوايي عملیاتو د قطعې اړوند (سي -۱۷) او (دوه ای‌سي-۱۳۰) الوتکې د برېتانیا په رف فیرفورډ هوايي اډه کې ښکته شوې دي.

په راپور کې راغلي: «ګومان کېږي چې جنګي الوتکې د ایران مشر علي خامنه‌یي څاري، چې له پراخو لاریونونو سره مخ دی.» د راپور په پای کې ویل شوي: «۱۶۰مه قطعه تر ډېره د ارزښتناکه او مهمو موخو پر وړاندې د چټکو او لوړو ګواښونو ماموریتونو مسوولیت لري.»

ډونالډ ټرمپ خبرداری ورکړی، که ایران لاریونوال ووژني، امریکا به «سخت» غبرګون وښيي. دا په وروستیو ورځو کې په ایران کې د پراخو لاریونونو پرمهال د امریکا د ولسمشر دویم خبرداری دی.

اوکراین: روسیې په خارکییف کې د انرژۍ تاسیسات او په دنیپرو کې د امریکا یو شرکت په نښه کړل

۱۶ مرغومی ۱۴۰۴ - ۶ جنوری ۲۰۲۶، ۰۰:۱۸ GMT+۰
100%

د اوکرایني چارواکو په وینا، روسیې د دوشنبې په ورځ (د مرغومي ۱۵مه) د اوکراین پر دویم لوی ښار خارکییف پنځه توغندیز بریدونه ترسره کړل او له امله یې د انرژۍ بنسټیزې زېربناوې زیانمنې شوې او همداراز یې په سوېل ختیځ ښار دنیپرو کې د امریکايي کرنیزو توکو تولیدوونکي شرکت «بونګه» په نښه کړ.

د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر اندري سیبیها وايي، چې دنیپرو کې د امریکا اړوند پر یوه شرکت د روسیې برید د دې څرګندونه کوي، چې ولادیمیر پوتین د امریکا په مشرۍ له نږدې څلورو کلونو راهیسې د روانې جګړې د پای ته رسولو لپاره هڅو ته هېڅ درناوی نه‌لري.

د خارکییف ښاروال ایهور تېرېخوف بیا ویلي، چې پر ښار شوي بریدونه «یوازې پر تاسیساتو بریدونه نه‌دي، بلکې دا د تودوخې پر سیستم، پر اوبو او د خلکو پر عادي ژوند بریدونه دي. دوی هڅه کوي موږ د وېرې او تیارې له لارې مات کړي».

هغه په مشخص ډول په دې تړاو چې د روسیې په دغو بریدونو کې کوم تاسیسات په نښه شوي، څه نه‌دي ویلي.

ویل کېږي، پر خارکییف د روسیې په یادو بریدونو کې لږ تر لږه یو ملکي وګړی ټپي شوی دی، خو لا تر اوسه روسیې د دغو بریدونو په تړاو څه نه‌دي ویلي.