• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په سوډان کې د ډرون برید له امله د ماشومانو په ګډون ۱۳ کسان وژل شوي دي

۱۷ مرغومی ۱۴۰۴ - ۷ جنوری ۲۰۲۶، ۰۸:۲۳ GMT+۰

په سوډان کې د ډرون برید له امله د ماشومانو په ګډون لږترلږه ۱۳ کسان وژل شوي دي. دغه برید د سوډان د «العبید» ښار په یوې استوګنیزې ودانۍ شوی دی. راپورونه ښیي، چې په وژل شویو کسانو کې اته ماشومان هم شامل دي او ډېری قربانیان د یوې کورنۍ غړي دي.

دغه برید د چټک ملاتړ ځواکونو (RSF) له لوري د پوځ تر کنټرول لاندې سیمه کې شوی دی. تر اوسه کومې ډلې د یاد برید مسوولیت نه‌دی منلی؛ خو په سوډان کې د پوځ او چټک ملاتړ ځواکونو (RSF) ترمنځ له تېرو څو کلونو راهیسې تاوتریخوالی روان دی، چې په ترڅ کې یې زرګونه کسان وژل شوي او مېلیونونه نور بې‌ځایه شوي دي.

په سوډان کې روانې درې کلنې جګړې شاوخوا ۱۴ مېلیونه خلک بې‌ځایه کړي او او ۲۱ مېلیونه یې له سختې لوږې سره مخ کړي دي. د راپورونو له مخې؛ د جګړې د دوام له امله مرستو ته د اړمنو خلکو لاسرسی خورا محدود شوی دی.

ترویج لرونکی

جرمني د ۲۰۲۶ کال له اګست وروسته د افغان پاسپورټونو تمدید په رسمیت نه پېژني
۱

جرمني د ۲۰۲۶ کال له اګست وروسته د افغان پاسپورټونو تمدید په رسمیت نه پېژني

۲

د هواپوهنې اداره: په ۱۷ ولایتونو کې د باران، تالندې، سېلیو او سېلابونو راوتو اټکل شوی

۳

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي لاهم کابل ته بېرته نه دی ستون شوی

۴

په کندهار کې د محتسبانو له بندیزونو سره هممهاله دیني عالمانو د تبلیغ دودیز کمپاین پیل کړی

۵

د انساني قاچاق پراخې څپې؛ طالبان وایي تېره میاشت په نیمروز کې تر ۹۰۰ ډېر کسان نیول شوي

•
•
•

نور کیسې

ایران اسراییل ته د جاسوسۍ په تور یو کس اعدام کړ

۱۷ مرغومی ۱۴۰۴ - ۷ جنوری ۲۰۲۶، ۰۷:۴۳ GMT+۰
100%

د ایران قضایه قوې اړوند «میزان» خبري اژانس د چهارشنبې په ورځ (د مرغومي ۱۷مه) راپور ورکړی، چې د علي اردستاني په نوم یو ایرانی وګړی «اسراییل ته د جاسوسۍ» په تور اعدام شوی دی.

دغه اژانس ویلي، «علي اردستاني د خواله رسنیو له لارې د اسراییل د استخباراتي او ترهګریز سازمان موساد له‌خوا جذب شوی و او د ټاکلو پیسو او بې‌بنسټه ژمنو په بدل کې یې موساد ته ماموریتونه ترسره کړي دي.»

د راپورونو له مخې؛ د ۱۲ ورځنۍ جګړې له پای ته رسېدو وروسته د ایران حکومت یوشمېر نور ایراني وګړي هم اسراییل ته د جاسوسۍ په تور اعدام کړي دي. ویل کېږي، چې د دغه کسانو محاکمه د مدافع وکیل پرته په غیرعلني محکمو کې ترسره شوې ده.

له بل پلوه د بشري حقونو فعالانو د دغه قضیو د څېړلو بهیر ناعادلانه او له قانون سره په ټکر کې بللی.

د ایران انټرنشنل سرچینې: تراوسه شاوخوا ۸۰۰ عراقي شیعه وسله‌وال ایران ته لېږل شوي دي

۱۷ مرغومی ۱۴۰۴ - ۷ جنوری ۲۰۲۶، ۰۰:۵۰ GMT+۰
100%

ایران انټرنشنل په یوه ځانګړي راپور کې ویلي، چې له څلورو ورځو راهیسې ایران‌پلوه عراقي وسله‌والو د ایران د لاریونونو د ځپلو په موخه د ایراني ځواکونو د ملاتړ لپاره د خپلو کسانو جلب او جذب پیل کړی دی. سرچینې زیاتوي، تر دې دمه شاوخوا ۸۰۰ عراقي شیعه وسله‌وال ایران ته استول شوي دي.

ایران انټرنشنل په خپل ځانګړي راپور کې ویلي، چې ایران ته لېږدول شوي ۸۰۰ عراقي شیعه وسله‌وال زیاتره د کتایب، حزب‌الله، حرکت‌النجباء، سیدالشهدا او بدر ډلو غړي دي.

په خبر کې راغلي، چې د عراق حکومت له ایران سره د مرستې لپاره د دې ځواکونو له خوځښت څخه خبر دی.

ایران انټرنشنل ته رسېدلي راپورونه ښيي، چې د دغو ځواکونو لېږد د شلمچې، چذابه او خسروي له درېیو سرحدي دروازو ترسره کېږي او رسمي لاره یې «مشهد ته د امام رضا د مقدسو ځایونو د زیارت سفر» ښودل شوې ده. خو په واقعیت کې دغه ځواکونه په اهواز کې د خامنه‌یي په اډه کې راټولېږي او بیا بېلابېلو سیمو ته د تاوتریخوالي ډکو لاریونونو د ځپلو لپاره استول کېږي.

د مادورو مخالفې څېرې ونزوېلا ته د بېرته ستنېدو ژمنه وکړه او د ازادو ټاکنو غوښتنه یې کړې

۱۷ مرغومی ۱۴۰۴ - ۷ جنوری ۲۰۲۶، ۰۰:۱۷ GMT+۰
100%

د ونزوېلا د اپوزیسیون اصلي مشرې ماریا کورینا ماچادو اعلان وکړ، چې هغه غواړي د امریکایی ځواکونو له‌خوا د نیکولاس مادورو له نیول کېدو وروسته ژر تر ژره هېواد ته ستنه شي. هغې د ازادو ټاکنو ترسره کول له اوسني ناورین څخه د وتلو یوازینۍ لاره ګڼلې.

د رویټرز د راپور له‌مخې د مادورو حکومت له ځينو څېرو سره د همکارۍ لپاره د ټرمپ ادارې متحاط چلند اندېښنې زیاتې کړې دي.

د رویټرز په وینا، د مادورو له نیول کېدو وروسته د ونزوېلا د اپوزیسیون نوموتې مشرې په خپل لومړي دریځ کې ویلي، چې ونزوېلا ته د بېرته ستنېدو او د سیاسي لېږد د بهیر د پرمخ بېولو لپاره چمتو ده. ماچادو ټینګار وکړ، چې د هغې تر مشرتابه لاندې غورځنګ د «ازادو او عادلانه» ټاکنو په صورت کې د پرېکنده بریا توان لري.

ماچادو له فاکس نیوز سره په مرکه کې د نیکولاس مادورو د نیولو په اړه د ډونالډ ټرمپ د اقدام ستاینه وکړه او ویې ویل، چې دا پېښه کېدای شي د ونزوېلا په تاریخ کې یو مهم بدلون‌ راولي. هغې ادعا وکړه، چې که رښتینې ټاکنې ترسره شي، اپوزیسیون به له ۹۰ سلنې ډېرې رایې ترلاسه کړي.

خو ټرمپ ویلي، چې تر هر ډول ټاکنو مخکې باید د دې هېواد وضعیت باثباته شي او د رایه ورکولو لپاره ټاکل شوی لنډمهاله مهالوېش یې «غېرواقعي» بللی دی.

په ورته وخت کې د رویټرز راپور ښيي، چې د ټرمپ اداره دا مهال د ثبات د ساتلو لپاره د د مادورو نږدې ملګرې او لنډ مهاله ولسمشرې ډیلسي رودریګز سره همکارۍ ته لومړیتوب ورکوي؛ دا دریځ د اپوزیسیون له نیوکو او د ونزوېلا د ټولنې د یوې برخې، په ځانګړي ډول د کډوالو له اندېښنو سره مخ شوی دی.

ماچادو د ۲۰۲۴ کال په ټاکنو کې له نوماند کېدو منع شوې وه، یو ځل بیا ټینګار وکړ چې هغه ټاکنې «ډیزاین شوې» وې او اپوزیسیون ترې له بریا بې‌برخې کړل شو.

هغې رودریګز د ځپنې، فساد او د نشه‌ يي توکو د قاچاق د جوړښت له مهمو څېرو وبلله او د روسیې، چین او ایران په څېر متحدانو سره یې د هغه اړیکو ته اشاره وکړه.

د اوکراین متحد هېوادونه د امنیتي تضمینونو د چوکاټ په جوړولو کې نوې پرمختګ ته رسېدلي دي

۱۶ مرغومی ۱۴۰۴ - ۶ جنوری ۲۰۲۶، ۲۰:۳۸ GMT+۰
100%

د اوکراین د متحدو هېوادونو اېتلاف په پاریس کې په خپلې غونډه کې د اوکراین لپاره د ناټو په څېر د امنیتي تضمینونو د وړاندې کولو په چوکاټ کې نوی پرمختګ کړی دی.

د غونډې موخه دا وه، چې د امکان تر حده د امنیتي تضمینونو لپاره د هېوادونو ونډې وروستۍ شي، څو کییف ته له روسیې سره د احتمالي اوربند تر ټینګېدو وروسته اړین ډاډ ورکړل شي.

دا میکانېزم د اوکراین د حاکمیت د ساتنې، د پوځي وړتیاوو د پیاوړتیا او د هر ډول احتمالي اوربند د څار لپاره د یوه ځواکمن سیستم د جوړولو په هدف رامنځته کېږي.

د دې ناستې تر پای وروسته د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ځانګړي استازي سټیو وېټکاف په پاریس کې اعلان وکړ، چې د اوکراین اړوند امنیتي پروتوکولونه تر ډېره حده وروستي شوي دي.

سوریې او اسراییل پرېکړه کړې چې پوځي تاوتریخوالی به راکم کړي

۱۶ مرغومی ۱۴۰۴ - ۶ جنوری ۲۰۲۶، ۱۹:۴۹ GMT+۰
100%

د امریکا، اسراییل او سوریې لوړپوړو چارواکو په پاریس کې سره کتلي او پرېکړه یې کړې، چې اسراییل او سوریه به پوځي تاوتریخوالي راکموي او خپل اختلافات به د یوه ځانګړي میکانیزم له لارې حل کړي.

په اعلامیه کې ویل شوي، چې دواړه حکومتونه به د امریکا تر څار لاندې د استخباراتي معلوماتو شریکولو ته دوام ورکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د سې‌شنبې په ورځ (د مرغومي ۱۶مه) په دې ګډه اعلامیه کې ویلي، چې په پاریس کې د درېیو هېوادونو لوړپوړو مشرانو په لیدنه کې د سوریې د حاکمیت او ثبات په درناوي او د اسراییل د امنیت او دواړو هېوادونو د سوکالۍ په اړه خبرې کړي.

د اعلامیې له‌مخې، د اسراییل او سوریې استازو د امنیت او ثبات د تامین په موخه پر زیاتو هڅو ټينګار کړی.

په اعلامیه کې راغلي: «دواړو لوریو پرېکړه کړې چې د یو ګډ همغږي میکانیزم او د اړیکو او همغږۍ څانګې له لارې، د امریکا تر څارنې لاندې د استخباراتي معلوماتو شریکولو، پوځي تاوتریخوالي کمولو، ډیپلوماټیکو اړیکو او سوداګریزو فرصتونو په برخو کې سمدستي او دوامداره همغږي رامنځته کړي».

امریکا د دې ګام ستاینه کړې او د تفاهم عملي کېدو ته یې ژمنتیا ښودلې.

په اعلامیه کې د خپلواکو هېوادونو دا ډول اقدام د نسلونو د ګټو لپاره مهم ګڼل شوي.