اسټرالیا له خپلو وګړو غوښتي چې له ایران نه ووځي

د اسټرالیا حکومت د سفر لارښود رسمي وېب‌پاڼې «سمارټ‌ټراول» له لارې خپلو وګړو ته خبرداری ورکړی، چې په ایران کې له تاوتریخوالي ډک لاریونونه د پراختیا په حال کې دي او دوی باید سملاسي دغه هېواد پرېږدي.