• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په ایران کې د اعتراضونو یوولسمه ورځ؛ په سړکونو کې لاریونونه او په بازارونو کې اعتصاب

۱۷ مرغومی ۱۴۰۴ - ۷ جنوری ۲۰۲۶، ۱۸:۳۰ GMT+۰تازه شوی: ۱۷ مرغومی ۱۴۰۴ - ۷ جنوری ۲۰۲۶، ۲۱:۲۱ GMT+۰

د ایران په بېلابېلو ښارونو کې لاریونونه د پرله‌پسې یوولسمې ورځې لپاره هم دوام لري. دا لاریونونه چې د ۱۴۰۴ کال د مرغومې له اوومې نېټې د تهران د بازار د سوداګرو له اعتصاب او د اقتصادي وضعیت د خرابوالي پر ضد پیل شوي وو، اوس د دې هېواد ګڼو سیمو ته غځېدلي او سیاسي رنګ یې هم خپل کړی.

د ایراني رسنیو د راپورونو او په ټولنیزو شبکو کې د خپرو شویو ویډیوګانو له مخې، د چهارشنبې په ورځ (د مرغومې ۱۷مه) په څو ښارونو کې د خلکو حضور او اعتراضونه ثبت شوي دي.

په شیراز ښار کې لاریونوالو په سړکونو کې اورونه بل کړي او راپورونه ښيي، چې په «صدرا»، «د بوشهر سړک» او «باهنر» سیمو کې د معترضانو او امنیتي ځواکونو ترمنځ نښتې شوې دي.

همدارنګه، په کرمانشاه کې د دیزل‌اباد په سیمه کې د نښتو راپورونه ورکړل شوي دي. اعتراضونه په نیشابور او بندرعباس ښارونو کې هم لیدل شوي دي.

په قزوین کې خپاره شوي انځورونه ښيي، چې معترضانو د ښار په مرکزي سیمو لکه بازار، خیام سړک او سبزه‌میدان کې راټول شوي دي. د شمالي خراسان ولایت په مرکز بجنورد کې بازار کې د اعتصاب ترڅنګ راپورونه ورکړل شوي چې خلک سړکونو ته راوتلي دي.

بل لور ته، د قُم د اسلامي ازاد پوهنتون محصلانو د پوهنتون د ننوتلو دروازې مخې ته په راټولېدو سره اعتراض کړی او د «زده‌کړیال مري، خو ذلت نه مني» په ګډون یې شعارونه ورکړي دي.

چارواکو تر اوسه د دې اعتراضونو په اړه رسمي څرګندونې نه دي کړي، خو راپورونه ښيي چې وضعیت تر دې هم کړکېچن دی.

ترویج لرونکی

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟
۱
معلومات او ټېکنالوژي

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟

۲

ترکیې ۲۰زره افغانانو ته د مالدارۍ په برخه کې کاري ویزې صادرې کړې دي

۳

روسی چارواکی: په کابل کې به د روسیې د ولسي ډیپلوماسۍ مرکز جوړ شي

۴

طالبانو د هبت‌الله تر توشیح وروسته د زوجینو د تفریق اصولنامه په رسمي جریده کې خپره کړې

۵

ملا شیرین د کندهار د ولسوالیو له امنیه قوماندانانو سره د نشه‌يي توکو په تړاو ناسته کړې

•
•
•

نور کیسې

متقي له خپل عماني سیال سره د سوداګریزو او ټرانسپورټي همکاریو د پراخولو په اړه خبرې کړې دي

۱۷ مرغومی ۱۴۰۴ - ۷ جنوری ۲۰۲۶، ۱۸:۰۹ GMT+۰

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د خپل عماني سیال بدر بن حمد البوسعیدي سره په ټلیفوني خبرو کې د دوه اړخیزو اړیکو ترڅنګ، د سوداګریزو، ټرانزيټي او ټرانسپورټي همکاریو د پراخولو پر لارو چارو خبرې کړې دي. متقي خپل عماني سیال ته کابل ته د سفر بلنه هم ورکړې ده.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د چهارشنبې په ورځ (د مرغومي ۱۷مه) په یوه اعلامیه کې ویلي، چې متقي د عمان سلطنت د بهرنیو چارو له وزیر بدر بن حمد البوسعیدي سره په ټلیفوني خبرو کې د دوه اړخیزو اړیکو پر زیاتوالي خبرې کړې دي.

متقي عمان ته خپل وروستی سفر ګټور ګڼلی او د دواړو هېوادونو د پلاویو تبادله یې د همکارۍ د پراختیا په برخه کې مهم بللی.

د عمان د بهرنیو چارو وزیر ویلي، چې په نږدې ورځو کې به د عمان د هوايي چلند تخنیکي پلاوی کابل ته سفر وکړي.

نوموړي هیله ښودلې، چې کابل ته د سفر پر مهال به د دوه اړخیزو همکاریو د پراختیا په اړه ګټورې خبرې تر سره شي.

امریکا هڅه کوي د روسيې تر بیرغ لاندې د وینزویلا د نفتو یوه بېړۍ ونیسي

۱۷ مرغومی ۱۴۰۴ - ۷ جنوری ۲۰۲۶، ۱۵:۰۵ GMT+۰

امریکا هڅه کوي له وینزویلا سره تړلې د نفتو هغه کښتۍ ونیسي چې د روسیې بیرغ پرې رپیږي. دا اقدام د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د هغه سیاست برخه ده، چې هدف یې د امریکا په شاوخوا سیمو کې د تېلو بهیر تر خپل کنټرول لاندې راوستل دي، خو د روسیې او امریکا ترمنځ د نوې شخړې خطر زیاتوي.

د رویټرز د چارشنبې راپور له مخې، د امریکا ساحلي ساتونکو او پوځ هڅه کړې هغه کښتۍ ونیسي چې تېره میاشت یې د تلاشي اجازه نه وه ورکړې. دا اقدام د روسیې او امریکا ترمنځ د نوې شخړې خطر زیاتوي، ځکه د پېښې په شاوخوا کې د روسیې پوځي بېړۍ او حتا یو اوبتل موجود و. روسیې او چین دواړو د امریکا دا چلند غندلی او دا یې زور کارونه بللې ده.

ټرمپ څرګنده کړې چې امریکا به د وینزویلا نیول شوي تېل د نړیوالو بازارونو په بیه وپلوري او عواید به یې د امریکا حکومت تر کنټرول لاندې اداره کیږي، چې د ده په وینا دا پیسې به د امریکا او وینزویلا د خلکو په ګټه ولګول شي.

نوموړي همدارنګه ویلي چې غواړي د وینزویلا تر ټولو سترې د تېلو زېرمې د امریکایي شرکتونو په مرسته اداره کړي.

همدارنګه، د امریکا او د وینزویلا دولتي تېلو شرکت (PDVSA) ترمنځ د یوې موافقې خبرې روانې دي چې له مخې به یې ځینې د تېلو بارونه چې چین ته تلل، امریکا ته واوړي. چین، چې د وینزویلا د تېلو لوی پېرېدونکی دی، دا غوښتنه په کلکه غندلې ده.

راپورونه وایي چې د نیکولاس مادورو د نیولو پر مهال لسګونه امنیتي کسان وژل شوي او مادورو اوس په امریکا کې د مخدره موادو په تړاو محاکمه کېږي. سره له دې، امریکا دا مهال د هغه له نږدې متحدینو سره کار کوي چې د وینزویلا د تېلو سکتور بېرته ژوندی کړي، نه دا چې ژر سیاسي بدلون یا ازاد انتخابات وکړي.

د وینزویلا اپوزیسیون، په ځانګړي ډول ماریا کورینا ماچادو، تر ډېره څنډې ته پاتې دی، خو هڅه کوي له امریکا سره اړیکې خرابې نه کړي. په ورته وخت کې، امریکا د وینزویلا لوړپوړو چارواکو ته خبرداری ورکړی چې که همکاري ونه کړي، د مادورو په شان به له سختو پایلو سره مخ شي.

عراقچي: د امریکا اوسني سیاستونه د مذاکراتو لپاره مناسبه فضا نه برابروي

۱۷ مرغومی ۱۴۰۴ - ۷ جنوری ۲۰۲۶، ۱۱:۳۷ GMT+۰

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي وايي، تهران د واشنګټن پرمخ د خبرو اترو دروازې نه دي تړلي، خو د امریکا اوسني سیاستونه د مذاکراتو لپاره مناسبه فضا نه برابروي.

عراقچي چې د چارشنبې په ورځ یې د ایران د وزیرانو تر غونډې وروسته له خبریالانو سره خبرې کولې، ټینګار وکړ چې تهران هېڅکله د مذاکرې مېز نه دی پرېښی او تل د ګډو ګټو او متقابل درناوي پر بنسټ خبرو ته چمتو دی، خو د ده په وینا، د امریکا اوسنی حکومت له داسې چلند څخه کار نه اخلي.

عراقچي دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې په کور دننه ایران کې په بېلابېلو ښارونو کې لاریونونو زور اخیستی چې له امله یې یو شمېر لاریون وال هم وژل شوي دي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ایران ته ګواښ کړی چې که له لاریون کوونکو سره تاوتریخوالی او د هغوی وژل ادامه پیدا کړي نو، واشنګټن به مداخله وکړي.

د امریکا د پوځي عملیاتو په لړ کې د وینزویلا د ولسمشر له نیولو وروسته، باور دا دی چې اوس د ایران نوبت دی او که له ټرمپ سره جوړجاړی ونه مني ښایي ایران هم د وینزویلا له برخلیک سره مخ شي.

دا په داسې حال کې ده چې یو شمېر هېوادنه اوس له ایران څخه د خپلو وګړو د اېستلو په حال دي.

د اسټرالیا حکومت د سفر لارښود رسمي وېب‌پاڼې «سمارټ‌ټراول» له لارې خپلو وګړو ته خبرداری ورکړی، چې په ایران کې له تاوتریخوالي ډک لاریونونه د پراختیا په حال کې دي او دوی باید سملاسي دغه هېواد پرېږدي.

عراقچي د خپل راتلونکي سفر په اړه چې لبنان ته به یې وکړي، وویل چې تهران د بیروت له ټولو دولتي بنسټونو سره د اړیکو د پراخولو پلان لري. د عراقچي په وینا، ایران غواړي له لبنان سره سیاسي، اقتصادي او دولتي اړیکې نورې هم پیاوړې کړي او دا موخه د دواړو لوریو ګډه غوښتنه ده.
د ده په وینا، له نوموړي سره به یو اقتصادي پلاوی هم مل وي چې د سوداګرۍ او پانګونې فرصتونه وارزوي او هیله ده چې په نږدې راتلونکي کې اقتصادي همکاري لا نوره پراخه شي.

عراقچي د ایران د کورنیو چارو په اړه هم څرګنده کړه چې داخلي مسایل یوازې د ایران په خلکو پورې تړلي دي او هېڅ بهرنی هېواد حق نه لري چې د تهران په داخلي چارو کې مداخله وکړي.

پاکستان د چینایي وګړو د ساتنې لپاره ځانګړی امنیتي ځواک جوړوي

۱۷ مرغومی ۱۴۰۴ - ۷ جنوری ۲۰۲۶، ۱۰:۳۳ GMT+۰

د پاکستان د کورنیو چارو فدرالي وزیر محسن نقوي ویلي، چې په اسلام‌اباد کې به د چینایي وګړو د امنیت لپاره یو ځانګړی ساتونکی ځواک جوړ شي. نوموړي دا خبره د چین د عامه امنیت وزارت په مرکزي دفتر کې له خپل چینایي سیال سره د لیدنې پر مهال کړې.

محسن نقوي د پاکستاني پلاوي په ملتیا د چین د عامه امنیت وزارت مرکزي دفتر کې د چین د کورنیو چارو وزیر وانګ شیاوهونګ سره لیدلي او شاوخوا درې نیم ساعته ناسته یې کړې ده.

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت ویلي، چې په دې ناسته کې د پاکستان او چین ترمنځ پر دوه‌اړخیزو اړیکو او د ترهګرۍ پر وړاندې پر ګډو اقداماتو خبرې وشوې.

دواړو لوریو هوکړه کړې چې د پاکستان او چین ګډ کاري ګروپ به هرې درې میاشتې وروسته غونډه کوي. همدارنګه پرېکړه شوې چې د دواړو هېوادونو د کورنیو چارو وزیران به هر کال یو ځل سره ګوري.

چین په پاکستان کې د خپلو وګړو او د چینايي شرکتونو د کارکوونکو د خوندیتوب له اړخه اندېښمن دی.

په پاکستان کې چینايي اهداف وخت ناوخته ددغه هېواد د وسله والو جنګیالیو له لوري په نښه کیږي.

ایران اسراییل ته د جاسوسۍ په تور یو کس اعدام کړ

۱۷ مرغومی ۱۴۰۴ - ۷ جنوری ۲۰۲۶، ۰۷:۴۳ GMT+۰

د ایران قضایه قوې اړوند «میزان» خبري اژانس د چهارشنبې په ورځ (د مرغومي ۱۷مه) راپور ورکړی، چې د علي اردستاني په نوم یو ایرانی وګړی «اسراییل ته د جاسوسۍ» په تور اعدام شوی دی.

دغه اژانس ویلي، «علي اردستاني د خواله رسنیو له لارې د اسراییل د استخباراتي او ترهګریز سازمان موساد له‌خوا جذب شوی و او د ټاکلو پیسو او بې‌بنسټه ژمنو په بدل کې یې موساد ته ماموریتونه ترسره کړي دي.»

د راپورونو له مخې؛ د ۱۲ ورځنۍ جګړې له پای ته رسېدو وروسته د ایران حکومت یوشمېر نور ایراني وګړي هم اسراییل ته د جاسوسۍ په تور اعدام کړي دي. ویل کېږي، چې د دغه کسانو محاکمه د مدافع وکیل پرته په غیرعلني محکمو کې ترسره شوې ده.

له بل پلوه د بشري حقونو فعالانو د دغه قضیو د څېړلو بهیر ناعادلانه او له قانون سره په ټکر کې بللی.