طالبان وایي روان کال په دایکنډي ولایت کې ۱۷ ټرافیکی پېښې ثبت شوې دي

په دایکنډي ولایت کې د طالبانو د امنیې قوماندانۍ ویاند غلام علي جاوېد ویلي، روان کال په دغه ولایت کې ۱۷ ټرافیکي پېښې شوې دي. د نوموړي په وینا؛ د تېرکال پرتله روان کال په ټرافیکي پېښو کې کموالی راغلی چې تېرکال په دغه ولایت کې ټولټال ۲۳ ټرافیکي پېښې ثبت شوې وې.
