طالبانو کابل کې رسنیو ته امر کړی چې د ایران د لاریونوالو په ملاتړ به خبرونه نه خپروي

افغانستان انټرنشنل - پښتو ته په کابل کې د دوو خصوصي رسنیو او ملي تلویزون سرچینو تایید کړې، چې د طالبانو اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ورته امر کړی، چې د ایران د لاریونوالو په ملاتړ او د ایران د حکومت په اړه به د منفي خبرونه نه خپروي.





