پخوانی امریکایي چارواکی: د ایران حکومت د خپل ۴۷ کلن تاریخ تر ټولو ستر ګواښ سره مخ دی

د منځني ختیځ او شمالي افریقا چارو کې د امریکا د ملي امنیت شورا پخوانی همغږونکی برت مک‌ګورک، د ایران د خلکو ملي پاڅون د اسلامي جمهوریت د ۴۷ کلن تاریخ تر ټولو ستر خطر بللی.