په راتلونکو څو اونیو کې پر ایران د امریکا د بریدونو اټکل کیږي

ایران انټرنشنل ته باوري سرچینو د یکشنبې په ورځ ویلي چې تمه کېږي امریکا «په راتلونکو څو اونیو کې» پر تهران احتمالي برید وکړي. د سرچینو په وینا، تېره اونۍ د امریکا ډېر وسایط منځني ختیځ ته لېږدول شوي او دا لړۍ لا هم روانه ده.