ملک سلمان بنسټ په شبرغان کې د مرستې ۵۷۰ کڅوړې وېشلې دي

د ملک سلمان د خیریه مرستو او بشرپاله چارو بنسټ وایي، چې د جوزجان ولایت په شبرغان ښار کې یې پر اړو کورنیو د مرستې ۵۷۰ کڅوړې وېشلې دي.

د ملک سلمان د خیریه مرستو او بشرپاله چارو بنسټ وایي، چې د جوزجان ولایت په شبرغان ښار کې یې پر اړو کورنیو د مرستې ۵۷۰ کڅوړې وېشلې دي.
د دغه بنسټ د معلوماتو له مخې، یادې مرستې ۵۷۰ کورنیو ته ځانګړې شوې وې، چې هېواد ته راستانه شوي کډوال، بېځایه شوي او نورې اړمنې کورنۍ پکې شاملې دي. له دغو مرستو ټولټال ۳۴۲۰ کسانو ګټه اخیستې ده.
د ملک سلمان بنسټ ویلي، دا مرسته د ۲۰۲۶کال لپاره په افغانستان کې د خوړو د خوندیتوب او بېړنیو بشري مرستو د پروژې په چوکاټ کې شوې ده.
د بنسټ د څرګندونو له مخې، د خوراکي توکو وېش د سعودي عربستان د بشردوستانه هڅو یوه برخه ده چې د ملک سلمان د مرستو د مرکز له لارې د افغانستان له خلکو سره د همکارۍ او د هغوی د ستونزو د کمولو په موخه پلې کېږي.
د یادونې وړ ده چې د ملک سلمان بنسټ تر دې وړاندې هم له افغانانو سره، په ځانګړي ډول د کونړ ولایت په زلزلو ځپلو سیمو کې، بشري مرستې کړې دي.


د طالبانو د بدخشان ولایت اطلاعاتو او کلتور ریاست وایي، چې د کشم ولسوالۍ پولیسو له یوه عمرخوړلي او مسلکي سوالګر سره ۴۹۱ زره افغانۍ کشف او ضبط کړې دي.
د طالبانو د بدخشان ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند احسان الله کامګار ویلي چې یاد کس د ډیر عمر درلودو له امله کمزوری دی او سختې یخنۍ یې ژوند له ګواښ سره مخ کړی و، چې د ساتنې لپاره قوماندانۍ ته لېږدول شوی.
طالب ویاند زیاته کړې چې له دغه عمرخوړلي سوالګر څخه د پلټنو پر مهال یادې(۴۹۱ زره) نغدې پیسې ترلاسه شوې.
دغه کس ځان د یفتل بالا ولسوالۍ اوسېدونکی معرفي کړی او اوس مهال د کشم د امنیه قوماندانۍ تر څار لاندې دی. د قوماندانۍ طالب چارواکو له دې شخص څخه د خپلوانو د ورپېژندلو غوښتنه کړې چې د رسمي مراجعې له لارې یاد شخص او د هغه نغدې پیسې ور وسپاري.

د طالبانو له سرې میاشتې ټولنې ترلاسه شوی اسناد ښيي، چې د یادې ادارې مشر شهاب الدین دلاور خپل زوی کریم الله دلاور ته، چې ده د خپل ساتونکي په توګه معرفي کړی، د قطر، ترکیې، ډنمارک او ناروې په ګډون د بېلابېلو هېوادونو له پنځو مرستندویه ادارو امتیازي معاشونه اخلي.
په یوه ترلاسه شوي مکتوب کې لیکل شوي، چې د طالبانو د سرې میاشتې ټولنې د بریښنا لیک پر بنسټ د قطر سره میاشت د ۲۰۲۵ میلادی کال د مارچ میاشتې له لومړی نیټې څخه د شهاب الدین دلاور زوی کریم الله دلاور ته امتیازي معاش ورکوي.

د طالبانو په سرې میاشتې ټولنه کې سرچینو وویل، چې ددې ډلې د سرې میاشتې رییس شیخ شهاب الدین دلاور خپل زوی ته د قطر سرې میاشتې ټولنې ترڅنګ د ډنمارک سره صلیب، ترکۍ سرې میاشتې او د ناروې له سره صلیب څخه امتیازي معاشونه اخلي.
دوی زیاتوي، چې پخوانۍ رهبرۍ د سرې میاشتې ټولنې کارمندانو ته ۳ زره افغانۍ امتیازي معاش ټاکلی و خو شهاب الدین دلاور د مامورینو یاد امتیازي معاش بند کړ.
د طالبانو د سرې میاشتې ټولنې ځینو کارمندانو نیوکه وکړه، چې شهاب الدین دلاور نه یوازې یو زوی ته بلکې د زامنو په ګډون ګڼو خپلوانو ته ورته امتیازي معاشونه له ډونرانو څخه اخلي.
افغانستان انټرنشنل د طالبانو سرې میاشتې ټولنې رییس شهاب الدین دلاور د اداري فساد او د خپلوانو د ګمارنو په اړه رسمي مکتوبونه خپاره کړل خو نوموړی تر دې دمه کوم غبرګون نه دی ښودلی.
تیره ورځ افغانستان انټرنشنل - پښتو د سندونو له مخې راپور خپور کړ، چې د طالبانو تر واک لاندې د افغاني سرې میاشتې ټولنې عمومي مشر شهاب الدین دلاور د خپلې لور خسر «مولوي حفیظ الله» په سره میاشت ټولنه کې په لومړی بست کې د خپل مشاور په توګه ټاکلی دی.
سرچینې وايي، چې مولوي حفیظ الله د سرې میاشتې د قراردادونو په فساد کې پراخ لاس لري.
د روان کال د مرغومي پر دویمه افغانستان انټرنشنل - پښتو داسې سندونه ترلاسه کړل، چې له مخې یې د طالبانو تر واک لاندې د افغاني سرې میاشتې ټولنې عمومي مشر شهاب الدین لاور خپل زوم شکرالله شاکر په خپله اداره کې د یوه کال په موده کې څوځله پر بېلابېلو څوکیو ګومارلی دی. په یوه مکتوب کې لیدل کیږي چې شکرالله شاکر ځان پخپله د خپل خسر د دفتر رییس ټاکلی دی.
له دې وړاندې هم افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته رسېدلو سندونو کې ښودل شوې، چې د طالبانو د افغاني سرې میاشتې ټولنې مشر شهاب الدین دلاور خپل څو تنه نژدې کسان له کانونو وزارت څخه بېولي او په دې ټولنه کې یې مقرر کړي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د ملا هبت الله د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت ریاست څه موده وړاندې د طالبانو ټولو ملکي او نظامي ادارو ته لارښوونه کړې وه، چې د دې ډلې د مشر له فرمان څخه اطاعت وکړي، چې وايي، « د خپلوۍ او انډيوالۍ پر بنسټ دې په ادارو کې څوک نه ګوماري».
په دغه مکتوب کې، چې افغانستان انټرنشنل - پښتو ته هم رسېدلی و، ویل شوی وو، چې «د خپلوۍ له مخې د اشخاصو ګومارل د الله د نارضایتۍ او عذاب سبب کیږي»

له پېښو سره د طالبانو د مبارزې د چمتووالي ادارې رییس د ډنمارک د کډوالو شورا د پروګرامونو له مسوولې هنا روزهالوي سره په لیدنه کې ویلي، چې طالبان اړمنو خلکو ته د مرستو رسېدو په خاطر له موسساتو سره له خنډ او ځنډ پرته د همکاریو هوکړه لیکونه لاسلیکوي.
یادې ادارې نن شنبه، د مرغومي پر ۲۱مه په اېکس کې لیکلي، چې نورالدین ترابي په ناسته کې د مرستو پر شفافیت او چټکتیا ټینګار کړی دی.
ترابي ویلي، چې دوی د استنادي دیوالونو، پل او پلچک جوړولو، د زیانمنو ودانیو بیا رغونې، خوراکي او غیرخوراکي توکو برابرولو، د رضاکارانو ګومارنې، د ژغورنې او لټون ټیمونو روزنې او تجهیز او نورو برخو کې د مرستو ترلاسه کولو لپاره یو نوملړ چمتو کړی دی.
ترابي دغه نوملړ د ډنمارک د کډوالو شورا د پروګرامونو له مسوولې هنا روزهالوي سره شریک کړی او غوښتنه یې کړې ده، چې دا لیک په خپلو راتلونکو پروژو کې ځای پر ځای کړي.
نوموړي له موسسو څخه غوښتي چې د هر ډول طبیعي پېښو له امله زیانمنو ته مرستې ورسوي.
یاد وزارت د ډنمارک د کډوالو شورا د پروګرامونو مسوولې هنا روزهالوي له قوله ویلي، چې دې شورا د روان زېږدیز کال لپاره په پام کې نیول شویو پروژو؛ د ماین پاکۍ، په درې زونونو کې په ځانګړي ډول په صفري نقطو کې د معیشت ، راستنېدونکو او د کونړ زلزله ځپلو ته د رسیده ګي، د اوبو شبکو جوړولو، د طبیعي پېښو پر مهال د ډرون ټکنالوژۍ په تړاو معلومات شریک کړي دي.

د کډوالۍ نړیوال سازمان (ای او ایم) وایي، له ګاونډیو هېوادونو څخه افغانستان ته بېرته راستانه شوي شاوخوا ۲،۴ میلیونه کډوال د بېرته ادغام په بهیر کې له ګڼو او جدي ننګونو سره مخ دي. د سازمان په وینا، یوازې ۱۱سلنه راستنو شویو کډوالو کار موندلی او پاتې ۸۹ سلنه نور یې لا وزګار دي.
د کډوالۍ نړیوال سازمان، نن د یکشنبې په ورځ وویل، چې له هرو څلورو بېرته راستنو شویو کډوالو څخه یو تن مناسبې سرپناه ته لاسرسی نه لري او د استوګنې له جدي ستونزو سره مخ دی.
د ملګرو ملتونو د معلوماتو پر بنسټ، له نیمایي ډېر بېرته راستانه شوي کډوال د هویت له اسنادو او اړینو مدارکو بېبرخې دي. دا ستونزه د دې لامل شوې چې هغوی ونهشي کولی دولتي خدمتونو، بانکي اسانتیاوو، زدهکړو او د کار بازار ته اسانه لاسرسی ولري.
یاد سازمان همداراز ویلي چې ډېری بېرته راستانه شوي افغانان د استوګنې، معیشت، بنسټیزو خدماتو او د ملاتړ میکانیزمونو ته محدود لاسرسی لري، چې دغه وضعیت د هغوی د ژوند شرایط لا پسې ستونزمن کړي دي.
دا اندېښنې په داسې حال کې مطرح کېږي چې د روان کال د لیندي میاشتې په وروستیو کې ملګرو ملتونو په یوه راپور کې اعلان وکړ، چې په ټول افغانستان کې د بېکارۍ کچه ۷۵سلنې ته رسېدلې ده. د راپور له مخې، له ۹۰سلنې ډېر افغانان د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي.
اقتصادپوهان وایي، د سړي سر عاید کمېدل، د ناخالص کورني تولید راټیټېدل او د بشردوستانه مرستو کمښت، د بېساري فقر او د بېکارۍ د کچې د زیاتوالي اصلي لاملونه دي.

د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وایي، چې د روان کال په ترڅ کې له کندهار ولایت څخه ټولټال دوه نیم ټنه شات بهرنیو هېوادونو ته صادر شوي دي. د یاد وزارت په وینا، دغه صادرات د شاتو په تولید کې د پام وړ زیاتوالي او د ریحان د کرنې د پراخېدو ښکارندویي کوي.
د طالبانو د کرنې وزارت د معلوماتو له مخې، یاد صادرات د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندې د مالدارۍ امریت د مسلکي مسوولینو د ارزونو پر بنسټ شوي دي.
د طالبانو د کرنې وزارت وایي، چې په وروستیو کلونو کې د شاتو د مچیو روزنې ته ځانګړې پاملرنه شوې او بزګرانو ته تخنیکي لارښوونې شوې دي.
د طالب چارواکو په وینا، د ریحان د کرنې پراخوالي د شاتو د تولید په لوړولو کې مهم رول لوبولی، ځکه د شاتو مچۍ له ریحان څخه د ګټې اخیستنې له لارې د لوړ کیفیت شات تولیدوي.
د دوی په وینا، د اقلیم مناسب شرایط او د بزګرانو هڅې هم د دې سکتور د ودې لامل شوې دي.
د طالبانو د کرنې وزارت همداراز ویلي، چې د شاتو صادرات نه یوازې د بزګرانو لپاره د عاید یوه مهمه سرچینه ده، بلکې کولی شي د هېواد پر صادراتي توازن او اقتصادي وده هم مثبت اغېز ولري.
دغه وزارت ټینګار کوي، چې هڅه به وکړي د مالدارۍ او شاتو د تولید برخې ته لا ډېره پاملرنه وکړي او بزګرانو ته نورې اسانتیاوې برابرې کړي.
په تلې میاشت کې د کندهار ولایت د طالبانو د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ ریاست خبر ورکړی و، چې په دغه ولایت کې هر کال شاوخوا ۴۵ ټنه شات تولیدېږي. د دغه ریاست په وینا، له دې ډلې ۶ټنه یې بهرنیو هېوادونو ته صادرېږي.
د روان کال په وږي میاشت کې د طالبانو د کرنې او اوبو لګونې وزارت وویل، چې اوس مهال په افغانستان کې د شاتو مچیو ۳ زره او ۲۰۰ فارمونه فعال دي چې هر کال ۲ زره او ۲۰۰ مټریک ټنه شات تولیدوي.
د شاتو مچیو یو شمېر پالونکي او کاروباریان باور لري چې د کېفیت له پلوه د افغانستان شات ځانګړي دي او باید د دغه سکټور د لا ودې لپاره کار وشي. د طالبانو د معلوماتو له مخې، تر ۳ زرو ډېر کسان د شاتو مچیو پر پالنه بوخت دي.
په افغانستان کې د شینشوبي تر څنګ د بېلابېلو بوټو شات تولیدېږي او کاروباریان هیلهمن دي د بیرې شاتو د ډېر تولید لپاره باید باغونه جوړ شي.
د شاتو مچیو پالنې ډېری فارمونه د افغانستان په ختیځ په ځانګړي ډول ننګرهار او کونړ کې دي. همدا راز یادو ولایتونو کې د شاتو د پروسېس کارخونې هم شته چې څو څو ځله یې له نړۍوالو بازارونو سره د نښلېدو غوښتنې کړي دي.
د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې نړۍوال سازمان (FAO) هم په افغانستان کې د شاتو مچیو د پالنې او کاروبارونو د پراختیا په برخه کې د ملاتړ ګڼې پروژې پلي کړې دي. دغه سازمان هیلهمندي ښودلې چې په راتلونکو کلونو کې به دغه صنعت لا پراخ او پیاوړی شي.