د پاکستان تحریک انصاف ګوند د اپوزیسیون مشرۍ ته محمود خان اڅکزی نومولی

د پاکستان تحریک انصاف (پي ټي ای) ګوند د سې شنبې په ورځ په رسمي توګه د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزی د پاکستان په پارلمان کې د اپوزیسیون مشرۍ ته نومولی دی.

د پاکستان تحریک انصاف (پي ټي ای) ګوند د سې شنبې په ورځ په رسمي توګه د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزی د پاکستان په پارلمان کې د اپوزیسیون مشرۍ ته نومولی دی.
د پي ټي ای مشر بیسټر گوهر علي خان د اپوزیسیون مشرۍ لپاره د اڅکزي د نومونې اسناد د پاکستان د پارلمان رییس ایاز صادق ته د دوهم ځل لپاره په رسمي توګه وړاندې کړل.
د نومونې په لیک کې ویل شوي:«موږ، د پارلمان د اپوزیسیون غړي، د دې ویاړ لرو چې محمود خان اڅکزی د اپوزیسیون د مشر په توګه وټاکل شي.»
په لیک کې د پاکستان د ملي شورا د اصولو د قواعدو له مخې اشاره شوې چې د اپوزیسیون مشر باید د اپوزیسیون غړو د باور وړ وي او د اکثریت غړو ملاتړ له ځان سره ولري.

ایران د سازمان شوې چوپتیا په حالت کې دی. د دې چوپتیا موخه یوازې «امنیتي کنترول» نه دی، بلکې حقیقت پټول هم دي. پراخ انټرنېټي بندیز، د رسنیو بې مخینې بندول او د خبریالانو او شاهدانو ځورونه ټول یوه معنا لري: د یو ستر او تاریخي جنايت د ثبت، څارنې او تعقیب مخنیوی.
ایران انټرنشنل په تېرو ورځو کې، د ځینو پراخ خو ټکان ورکوونکو راپورونو ترلاسه کولو وروسته، خپلې ټولې هڅې د مسلکي رښتیا ازموینې لپاره کړې چې د وروستیو مظاهرو پر مهال د خلکو سخت ځپل او بېرحمانه وژنېکره و ارزوي. په داسې هېواد کې چې حکومت قصداً د معلوماتو لاسرسي لارې تړلې دي، دا ارزونه یوه ستونزمنه او وختنیوونکې پروسه ده، په ځانګړي توګه چې د قربانیانو د شمیر د ناسم اعلان له لارې کیدای شي حقیقت تحریف شي او د دې فاجعې کچه پټه پاتې شي.
له یکشنبې راهیسې د شواهدو او روایتونو پوښښ دومره زیات شوی چې د وضعیت یونسبتاً روښانه انځور وړاندې کولای شي.
د ایران انټرنشنل د مدیرانو شورا په تیرو دوو ورځو کې د لاندې سرچینو له لارې ټول معلومات څو پړاويزه او کره مسلکي ارزولي دي:
د دې ارزونو له مجموعې څرګندیږي چې:
د وژل شویو کسانو شمیر:
د شته معلوماتو پر اساس، او د ملي امنیت عالي شورا او ولسمشرۍ دفتر د باور وړ سرچینو د معلوماتو سره سم، د لومړني اټکل له مخې لږ تر لږه ۱۲ زره کسان په دې پراخې وژنې کې وژل شوي دي. د اړیکو د بندیز او مستقیم لاسرسي نشتوالي په شرایطو کې، د وروستۍ شمیرې ترلاسه کول کره مستندکولو ته اړتیا لري. تیرې تجربې ښيي چې د امنیتي ارګانونو له خوا د وژل شویو کسانو د دقیقو ارقامو ثبت او اعلان تل پټ ساتل شوی.
ایران انټرنشنل ژمنه کوي چې دا شمېر د خپلو مخاطبینو له لارې، د اسنادو راټولولو، روایتونو تطبیق او پرلهپسې رښتیا ازموینې له لارې دقیق کړي، څو هیڅ نوم پټ نه شي او د هیڅ قرباني کورنۍ چوپه پاتې نه شي.
د اړیکو او رسنیو وضعیت:
په هېواد کې رسنۍ بندې شوې دي. سلګونه ملي او محلي ورځپاڼې د ایران د مطبوعاتو په تاریخ کې بېساری پېښه تجربه کوي او له پنجشنبې راهیسې یې خپرونې درولې دي. نن ورځ، پرته له صدا او سیما، یوازې څو ویبسایټونه فعال دي، چې هغوی هم د امنیتي ارګانونو تر مستقیم کنترول لاندې کار کوي. دا وضعیت د «بحران کنترول» نښه نه ده، بلکې د حکومت د حقیقت د پټولو ویرې څرګندونه ده.
د اسنادو د سپارلو غوښتنه:
ایران انټرنشنل له ټولو هېوادوالو، په کور دننه او بهر، غواړي چې د وژل شویو کسانو هر ډول سند، ویدیو، عکس، روایت، د درملنې مرکزونو، د نښتو ځایونه، د پېښو وخت او ځایاو نور جزئیات چې د رښتیاازموینې وړ وي، را واستوي. د سرچینو امنیت او د معلوماتو محرمتوب زموږ لومړیتوب دی.
د نړیوالې مستندونې ژمنه:
ایران انټرنشنل د معلوماتو له دقیقې رښتیا ازموینې وروسته، خپلې پایلې خپروي او ټولو اړوندو نړیوالو سازمانونو ته یې وړاندې کوي.
جمهوري اسلامي نه شي کولای چې له نړۍ سره د ایرانیانو د اړیکو پرې کولو له لارې دا جنايت پټ کړي. حقایق به ثبت شي؛ د وژل شویو نومونه به خوندي وساتل شياو دا وژنې په چوپتیا کې نه دفن کېږي.
دا تلپاتې نومونه نه یوازې د داغدارو کورنیو لپاره ، بلکې د ایرانیانو په ملي انقلاب پورې هم اړه لري.
د ایران انټرنشنل د مدیرانو شورا

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په لارښوونه یې په ۲۰۲۵کال کې د بهرنیو وګړو څه باندې ۱۰۰زره ویزې لغو کړې دي. دغه شمېر دوه کاله وړاندې د جو بایډن د ولسمشرۍ د وروستي کال پر تله له دوه برابره هم ډېر دی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ (د مرغومي ۲۲مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، په دې کې شاوخوا ۸ زره د زدهکوونکو او ۲۵۰۰ ځانګړې مسلکي ویزې هم شاملې دي او د دغو کسانو ویزې ځکه لغو شوي چې جرمي مخینه یې درلوده. دغه وزارت ویلي: «موږ به د دغو مجرم کسانو اېستلو ته دوام ورکړو، څو امریکا خوندي وساتو».
د امریکايي رسنیو د راپور لهمخې، ډونالډ ټرمپ له بیا ځلي ولسمشر کېدو سره سم، د بهرنیو وګړو د ویزو د جدي ارزونې او همداراز د ناقانونه او مجرم کډوالو د اېستنې امر وکړ او په دې سره دغه شمېر د امریکا په تاریخ کې د تر ټولو لوړې کچې ښکارندويي کوي.
د امریکا د مخکیني ولسمشر جو بایډن د حکومت په وروستي کال (۲۰۲۴) کې یوازې ۴۰ زره ویزې لغوه شوې وې.
د فاکسنیوز د راپور لهمخې، په دغو لغو شویو ویزو کې ډېری یې هغه سوداګر او سیلانیان دي چې له قانوني مودې ډېر په امریکا کې پاتې شوي وو.
د تېر کال په اګسټ میاشت کې ډونالډ ټرمپ اعلان وکړ، چې په دغه هېواد کې د ټولو شاوخوا ۵۵ میلیونه بهرنيو وګړو چې د امریکا معتبرې ویزې هم لري، له سره ارزونه وکړي.
د یادونې وړ ده، چې په امریکا کې د یوه افغان له لوري پر امریکايي سرتېرو له ډزو وروسته امریکا ته په تمه د تلوونکو افغانانو چارې هم ټکنۍ شوې دي او د کډوالۍ ځينې پروسس چارې په ټپه ودرېدې او همداراز هلته ځينې افغانان هم د اېستنې له ګواښ سره مخ دي.

د جرمني د کورنیو چارو وزارت اعلان وکړ، چې په پاکستان کې څه باندې ۴۰۰ افغان کډوال به له نامعلوم حالت څخه وژغورل شي او جرمني ته به ولېږدول شي. د جرمني حکومت مخکې ژمنه کړې وه، چې د دې افغان کډوالو د ډېری برخې د لېږد پروسه به د ۲۰۲۵ کال تر پایه بشپړه کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره جمعه هم ۳۲ افغان کډوال په یوه ځانګړې الوتکه کې جرمني ته ولېږدول شول.
د «ولت» ورځپاڼې د راپور لهمخې، د دغه هېواد د کورنیو چارو وزارت یوه ویاند د دوشنبې په ورځ په برلین کې وویل، چې ۴۱۰ کسان جرمني ته د لېږد په تمه دي او د هغوی دوسیې د پاکستان د وتلو د وروستي پړاو د ارزولو په حال کې دي.
دغه کسان د ۳۶۰ هغو زیانمنونکو کسانو له ډلې دي، چې خبریالان او د بشري حقونو فعالین دي او همدارنګه ۵۰ تنه هغه پخواني سیمهییز کارکوونکي دي چې په افغانستان کې یې په جرمني پورې اړوندو ادارو سره کار کړی و.
د جرمني د کورنیو چارو وزارت ویاند همدارنګه وویل، چې له هغو کسانو سره به مالي مرسته وشي چې یا بیا افغانستان ستنېدو ته چمتو وي او یا غواړي کوم بل هېواد ته ولاړ شي.
د جرمني حکومت تر دې وړاندې د هغو ۶۰۰ افغان کډوالو غوښتنه رد کړې وه چې د جرمني د منلو د ژمنې په لیست کې پاکستان ته تللي وو.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې اسحاق ډار له خپل ایراني سیال سیدعباس عراقچي سره په ایران کې د روان وضعیت او پرمختګونو په اړه خبرې وکړې. په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې دواړو لوریو د دوامداره خبرو اترو او ښکېلتیا پر اهمیت ټینګار وکړ.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ (د مرغومي ۲۲مه) ویلي، چې اسحاق ډار او سیدعباس عراقچي په ټلیفوني خبرو کې موافقه کړې، چې نږدې اړیکې به ساتي.
د ایران په خراسان رضوي، شیراز، اصفهان، تهران، ملکشاهي (ایلام)، مشهد او کرمانشاه سربېره په ګڼو نورو ښارونو کې له تېرو اوو ورځو راهیسې لا هم لاریونونه روان دي.
د خامنهیي لهخوا د لاریونکوونکو د ځپلو د ګواښ سربېره نن شپه هم په ګڼو ښارونو کې لاریونونه دوام لري او د ایران پر ضد شعارونه ورکوي.
امریکا هم ایران ته ګواښ کړی، چې که د لاریون کوونکو پروړاندې مرګونی غبرګون وښيي، دوی به مداخله وکړي.

د مالدووا ولسمشرې مایا ساندو ویلي، چې که له رومانیا سره د یو کېدو په اړه ټولپوښتنه وشي، نو دا به یې په ګټه رایه وکاروي. نوموړې ویلي، چې دا کار د روسیې د فشارونو پر وړاندې د مالدووا نازکه ډیموکراسي خوندي کولای شي.
ساندو، چې د اروپايي اتحادیې پلوی واکمن ګوند یې تېر سپټمبر یو ځل بیا په واک کې اخېستی، تل روسیه تورنوي چې د مالدووا په کورنیو چارو کې لاسوهنه کوي.
مالدووا د پخواني شوروي اتحاد یو هېواد دی چې شاوخوا دوه اعشاریه څلور میلیونه نفوس لري، اکثریت یې د رومانیايي ژبې ویونکي دي او یو روسي ژبی اقلیت هم لري.
نوموړې د بریتانیا یوه پاډکسټ کې په مرکه کې ویلي، چې « که ټولپوښتنه وشي، زه به له رومانیا سره د یووالي په ملاتړ رایه ورکړم».
هغې زیاته کړه، « نړۍ ته وګورئ، د مالدووا په څېر د یوه کوچني هېواد لپاره ورځ تر بلې دا ستونزمنه کېږي چې د یوه ډیموکراتیک او خپلواک دولت په توګه پاتې شي او د روسیې پر وړاندې مقاومت وکړي».
ساندو ومنله چې ډېری مالدووايان د هغې له دریځ سره موافق نه دي او ویې ویل چې د اروپايي اتحادیې غړیتوب یو «لا واقعي هدف» دی.
د مالدووا حکومت غواړي تر ۲۰۳۰ کال پورې د اروپايي اتحادیې غړیتوب ترلاسه کړي، خو د دې موخې لپاره به له سختو اصلاحاتو سره مخ شي، په داسې حال کې چې روسیه یې مخالفت کوي. د یادونې وړ ده چې د مالدووا روسپلوه سوسیالیستي ګوند تر ۲۰۲۰ کاله پورې واکمن و.
مالدووا، چې له اوکراین سره هم ګډه پوله لري، د لومړۍ نړیوالې جګړې ترمنځ دوره کې د رومانیا برخه وه، خو د دویمې نړیوالې جګړې پر مهال د شوروي اتحاد له خوا ونېول شو او په ۱۹۹۱ کال کې یې له شوروي اتحاد څخه خپلواکي ترلاسه کړه.
