د خیبر پښتونخوا د کورنیو او قبایلي چارو وزارت خبر ورکړی، چې تر دې دمه یوازې له دغه ایالت څخه ۹۸۸زره او ۸۱۲ افغانان بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي. د یاد وزارت په وینا؛ دغه کډوال د بېاسناده کډوالو د بېرته ستنېدو په اړه د پاکستان حکومت تر اعلان وروسته افغانستان ته ستانه شوي دی.
د ورکړل شویو شمېرو له مخې؛ د بېرته ستنو شویو کسانو له ډلې ۲۳۰زره او ۴۷۰کسان د «پي او ار» کارت لرونکي، ۷۱زره او ۵۷۰ کسان د افغانستان د پېژندپاڼو لرونکي او ۶۸۶زره او ۷۷۲ نور بیا بېاسناده افغانان دي.
یوازې د تېرې ورځې په ترڅ کې د تورخم له لارې ۲زره او ۳۱۲ افغانان بېرته افغانستان ته ستانه شوي، چې له دې ډلې ۱ زره او ۵۲۲کسان د پي او ار کارت لرونکي، ۲۷۷ د افغانستان پېژندپاڼو لرونکي او ۵۱۳ نور بیا پرته له قانوني اسنادو په دغه هېواد کې مېشت وو.
له بل پلوه د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت خبر ورکړی، چې یوازې په تېرې لېندۍ میاشت کې له ایران، ترکیې او پاکستان نه ۲۴۱زره او ۷۸۰ کډوال افغانستان ته ستانه شوي دي.
د دغه وزارت لهخوا په درېیو جلا خپرو شویو خبرپاڼو کې راغلي، چې له دې ډلې له ایران نه ۱۰۶زره او ۴۰۳ کډوال، له ترکیې ۱۶۸۸ او له پاکستان نه ۱۳۳زره او ۶۸۹ کډوال بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.
بېځایه شویو کورنیو ویلي، له تیرا څخه تر باړې بازار پورې له سلو کیلومترو زیات اوږد او ستړي سفرونه کوي چې په دې لاره کې ښځې، ماشومان او عمر خوړلي کسان تر ټولو ډېر له ستونزو سره مخ کېږي.
ډېری بېځایه شویو خبرداری ورکړی، که چېرې تخلیه په همدې ناوړه شرایطو کې دوام وکړي، نو دا به یو ستر انساني ناورین رامنځته کړي.