د عراق دفاع وزارت: له عین الاسد هوايي اډې څخه امریکايي ځواکونه ووتل

د عراق دفاع وزارت ویلي، چې له عین الاسد هوايي اډې څخه امریکايي ځواکونه وتلي او اوس د یادې اډې بشپړ کنټرول د عراقي ځواکونه په واک کې دی.

د عراق دفاع وزارت ویلي، چې له عین الاسد هوايي اډې څخه امریکايي ځواکونه وتلي او اوس د یادې اډې بشپړ کنټرول د عراقي ځواکونه په واک کې دی.
د عراق دفاع وزارت د شنبې په ورځ (د مرغومي ۲۷مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د عراق په لویدیځ کې له عین الاسد هوايي اډې څخه د امریکا په مشرۍ ټول بهرني ځواکونه وتلي او اوس د یادې هوايي اډې بشپړ کنټرول د عراقي ځواکونه په لاس کې دی.
رویټرز خبري اژانس ته هم د عراق د پوځ یوه لوړ پوړي چارواکي تایید کړې، چې له یادې اډې څخه د امریکا په مشرۍ بهرني ځواکونه وتلي، خو وايي، چې د ځینو لوژستیکي ستونزو له امله لا هم ډېر کم شمېر بهرني سرتیري د عین الاسد په اډه کې پاتې دي.
واشنګټن او بغداد په ۲۰۲۴ کال کې د امریکا په مشرۍ د ایتلافي ځواکونو د وروستي پړاو وتلو او دوه اړخیزو امنیتي اړیکو جوړولو په اړه هوکړه کړې وه. په یاده هوکړه کې ویل شوي و، چې سلګونه بهرني ځواکونه به د ۲۰۲۵ کال تر سپټمبر او پاتې نور به یې د ۲۰۲۶ کال تر پایه له عراق څخه ووځي.


د فرانسې ولسمشر، د بریتانیا لومړي وزیر، د اروپايي کمېسیون مشرې، د سویډن لومړي وزیر او د اروپايي شورا مشر په جلا جلا بیانونو کې د ټرمپ هغه خبرداري ته چې د ګرینلنډ نهپېرلو هوکړې په صورت کې به د ګرینلنډ او ډنمارک پر ملاتړو هېوادونو لوړې تعرفې ولګولي سخت غبرګونونه ښودلي دي.
د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ لهخوا د ګرینلنډ د پېرلو نههوکړې په صورت کې پر ډنمارک او د برېتانیا په ګډون پر ځینو نورو اروپايي هېوادونو د تعرفو لوړولو خبرداري ته د فرانسې ولسمشر، د بریتانیا لومړي وزیر، د اروپايي کمېسیون مشرې، د سویډن لومړي وزیر او اروپايي شورا سخت غبرګونونه ښودلي دي.
د برېتانیا لومړي وزیر کیرسټارمر ویلي: «د ګرینلنډ په اړه زموږ دریځ ډېر روښانه دی، ګرینلنډ د ډنمارک سلطنت برخه ده او د راتلونکي په اړه یې پریکړه د ګرینلنډیانو او ډنمارک په خلکو اړه لري».
په ورته مهال، د سویډن د لومړي وزیر دفتر د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، هېچاته اجازه نهورکوي، چې د اخاذۍ او باج اخیستنې له لارې تر فشار لاندې راوستل شي. په اعلامیه کې ویل شوي: «سویډن د اوس لپاره له برېتانیا، ناروې او نورو اروپايي هېوادونو سره د ګډ ځواب ورکړې په اړه خبرې کوي».
له دې سره سم، د فرانسې ولسمشر امانوېل مکرون ویلي، چې فرانسه د هېوادونو حاکمیت او خپلواکۍ ته ژمنه ده او د تعرفو لوړولو په نوم هېڅ ډول ګواښونه به پرې اغېز ونهکړي.
اروپايي کمیسیون او اروپايي شورا هم د ټرمپ لهخوا د تعرفو لوړولو ته سخت غبرګونونه ښودلي دي.
بل خوا امریکايي سناتور راېن سنډر پر ګانګرس غږ کړی، چې د متحدینو د ایتلافونو له ویجاړولو د مخنیوي په موخه د تعرفو لوړولو غوښتنه دې رد کړي.

په تېرو شاوخوا ۲۶ کلونو کې په ایران د لاریونونو شپږ پراخې څپې راپوته شوې دي. د هر لاریون لامل بېل و. له ۲۰۰۰م کال راهیسې په لاریونونو کې په ښکاره ډول د دغه هېواد د مذهبي مشر علي خامنهيي پر ضد شعارونه ډېر شوي دي.
په ایران کې د ۱۹۹۹ کال راهیسې تر ۲۰۲۶ کال پورې شپږ لوی لاریونونه ترسره شوي او د یادو لاریونونو په ترڅ کې ګڼ کسان وژل شوي، نیول شوي او بندیان شوي هم دي، خو لا هم د خامنهيي په رهبرۍ د دولت ستنې ولاړې دي.
په ایران کې د خامنهيي پر ضد د پراخو لاریونونو سلسله په ۱۹۹۹ کال کې پیل شوه، چې شاوخوا شپږ ورځې یې دوام وکړ.
یاد لاریونونه د تهران پوهنتون په لیله کې پر محصلینو د برید په غبرګون پیل شول او وروسته د ایران تر نورو ښارونو هم وغځیدل.د لاریونونو پرمهال لاریون کوونکو د خامنهيي پر ضد شعارونه ورکول.
د ایران د لاریونونو په تاریخ کې دا هغه لومړنۍ لاریون و، چې په ښکاره ډول پهکې د خامنهيي پر ضد شعارونه ورکول کېدل.
دغه ډول په پراخه کچه لاریونونه بیا د لسو کالو په ترڅ کې ترسره نهشول، خو په ۲۰۰۹ او ۲۰۱۰ کلونو کې د محمود احمدي نژاد پر دویم ځل ولسمشر کېدو او په ټاکنو کې د درغلیو په غبرګون کې میلیوني لاریونونه پیل شول.
د یادو لاریونونو په پیل کې ډېره پاملرنه په ټاکنو کې د درغلیو په اړه وه، خو وروسته بیا په مذهبي ضد او خامنهيي ضد شعارونو ورکولو واوښتل. لاریونوالو خامنهيي ته په اشاره «مرګ پر دیکتاتور» شعارونه ورکول.
تر اوږدې دمې وروسته د درېیم ځل لپاره د ۲۰۱۷ کال په ډسمبر کې د اقتصادي ناخوښۍ، بې کارۍ او جبري حجاب پر ضد په مشهد کې لاریونونه پیل شول او د ۲۰۱۸ کال تر جنورۍ پورې یې دوام وکړ. د یادو لاریونونو سلسله د ایران تر لسګونو ښارونه ورسېده.
د یادو لاریونونو پر مهال لاریون کوونکو په ښکاره ډول د خامنهيي پرضد شعارونه ورکول. لاریونوالو د رژیم د بدلون، د مذهبي واک پای ته رسولو او د فساد پر ضد هم شعارونه ورکول.
له یادو لاریونونو څخه نږدې یو کال وروسته د ۲۰۱۹ کال په نومبر کې یو ځل بیا د تېلو د بیو ناڅاپي لوړېدو او اقتصادي ناورین په غبرګون لاریونونه پیل شول او د ۲۰۲۰ کال تر لومړیو یې دوام وکړ. دا ځل لاریونونه دومره پراخ و، چې د ایران له ۱۰۰ تر زیاتو ښارونو پورې ورسېدل.
په یادو لاریونونو کې هم د خامنهيي پر ضد شعارونه ورکول کېدل، د هغه مجسمې او انځورونه لهمنځه یوړل شول او لاریونوالو د رژيم د بدلون غوښتنه کوله.
دغه لاریونونه د ایران حکومت له لوري سخت وځپل شول. د راپورونو لهمخې، په دغو لاریونونو کې ۱۵۰۰ کسان ووژل شول او سلګونه نور ټپیان شول.
له دوه کلنې دمې وروسته د ۲۰۲۲ کال په سپټمبر میاشت کې د دغه هېواد په یوه زندان کې د مهسا امیني د جسد له موندلو وروسته یوځل بیا د «ښځه، ژوند، ازادي» خوځښت پیل شو. دغو لاریونونو د څو میاشتو لپاره د ایران په بېلابېلو ښارونو او پوهنتونونو کې دوام درلود.
په دغو لاریونونو کې «مرګ پر خامنهيي» او «خامنهيي قاتل دی» شعارونه ورکول کېدل او د رژیم د بدلون غوښتنې هم کېدلي.
په ایران کې وروستي لاریونونه د ۲۰۲۵ کال په وروستیو کې د ډالر پر وړاندې د تومان د ارزښت د سقوط او د اقتصادي ستونزو په غبرګون پیل شول او لا هم دوام لري.
د یادو لاریونونو پرمهال هم «مرګ پر خامنهيي»، «مرګ پر دیکتاتور» او «سږکال به خامنهيي له واکه لرې کېږي» شعارونه ورکول کېږي. قهر جنو لاریونوالو د خامنهيي انځورونه وسوځول د ایران د اوسني بیرغ پر ځای یې د شاهي دورې بیرغ تر څنګ د رژیم د بدلون غوښتنې لري.
د لاریونونو دغه څپه له ۱۹۷۹ کال راهیسې په ایران کې د انقلاب تر ټولو ستر انقلابي لاریونونه بلل کېږي، خو د حکومت د سختو ځپونکو اقداماتو په پایله کې زرګونو کسانو خپل ژوند هم پکې بایللی دی.
د یادو لاریونونو پرمهال د سختو ځپنو او زرګونو کسانو د وژل کېدو د راپورونو ترڅنګ انټرنېټ بند شوی او د لاریونوالو د ځپلو لپاره له عراق څخه د شعیه وسلهوالو د داخلېدو راپورونه هم ورکړل شوي دي. دغه لاریونونه لا هم دوام لري، خو د راپورونو لهمخې، د امنیتي ځواکونو له پراخو ځپلو وروسته یې پراخوالی یو څه کم شوی دی.
د راپورونو لهمخې، له ۱۹۹۹ کال راهیسې د ایران په لاریونونو کې مرحلهوار بدلونونه راغلي، چې له سیمهییزو او محدودو غوښتنو څخه تر ملي او شخصي هدفمندو شعارونو پورې پراخ شوي دي. د لاریونونو وروستۍ څپه چې د ۲۰۲۶ کال د جنوري ۱۷مې پورې لا هم روانه ده، د ایران د مذهبي مشر علي خامنهيي پر ضد شعارونه تر ټولو څرګند او پراخ دي، چې د ایران د حکومت لهخوا له سختو ځپونکو اقداماتو او نړۍوالو اندېښنو سره مخ دي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان وکړ، که د «ګرینلنډ د بشپړ او ټولیز پېرلو» په اړه کومه هوکړه ونهشي، نو متحده ایالات به پر ډنمارک، یو شمېر نورو اروپايي هېوادونو او برېتانیا پرلهپسې زیاتېدونکي تعرفې ولګوي.
د نوموړي په وینا، دا تعرفې به د فبرورۍ له لومړۍ نېټې څخه د ۱۰ سلنې په کچه پیل شي او د جون تر لومړۍ نېټې به ۲۵ سلنې ته لوړې شي. ټرمپ ویلي، چې دا اقدام د امریکا د ملي امنیت او د نړۍوالو امنیتي اندېښنو د خوندي کولو لپاره اړین دي.
نوموړي ټینګار وکړ، چې واشنګټن به د خپلو ستراتېژیکو ګټو د ساتنې لپاره له اقتصادي فشارونو کار واخلي او زیاته یې کړه، چې د ګرینلنډ موضوع د امریکا لپاره مهم امنیتي او جیوپولیټیک اړخونه لري.
تر اوسه د ډنمارک، اروپايي هېوادونو او برېتانیا له لوري د دې څرګندونو په اړه رسمي غبرګون نهدی خپور شوی.
د یادونې وړ ده، چې ګرینلنډ د شمالي امریکا په لویه وچه کې موقعیت لري، خو له سیاسي پلوه د ډنمارک تر واک لاندې یوه خودمختاره سیمه ده.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتین پر اروپامېشتو پښتنو غړ کړی، چې په سویس زیرلینډ کې د نړۍوال اقتصادي فورم کلنۍ غونډې پر مهال د پښتنو د حقونو لپاره د غږ پورته کولو په موخه لاریونونه وکړي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتین په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي، چې سویس زیرلینډ په ډېوس کې د نړۍوال اقتصادي فورم کې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د ځینو نورو هېوادونو د مشرانو تر څنګ د پاکستان د حکومت مشران هم ګډون کوي.
نوموړي ویلي، چې د یاد اقتصادي فورم پر مهال د پښتنو د حقونو لپاره د غږ پورته کولو ښه چانس دی.
پښتین ویلي، چې د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف او د پوځ مشر هم په یاده غونډه کې ګډون کوي او غواړي په دغې جوړېدونکې غونډه کې په «دروغو» سره د بشري حقونو او جمهوریت په دعوې سره پاکستان د یوه مشروع هېواد په توګه معرفي کړي، خو په حقیقت کې د پاکستان نظام استعماري، د «پښتنو قاتل» او د پښتونخوا د خاورې «لوټمار» دی.
پښتین لیکلي: «دوی یوازې یو کار مخته اخیستی دی هغه دا چې، پښتانه تباه او برباد کړي، ډالر وګټي او معدنیات لوټ کړي».
نوموړي له خلکو غوښتنه کړي، د نړۍوال اقتصادي فورم غونډې پرمهال د لاریون لپاره کمپاینونه وکړي.
د یادونې وړ ده، چې یاده نړۍواله څلور ورځنۍ غونډه سبا نه بل سبا پیلېږي.

د الجزیرې د راپور له مخې، د تېر کال د اکتوبر له اوربند راهیسې لږ تر لږه ۴۶۳ فلسطیني وګړي وژل شوي او پر غزه د اسراییلي ځواکونو بریدونه لا هم دوام لري.
الجزیرې تلویزون د شنبې په ورځ راپور ورکړی چې د سپوږمکۍ انځورونه ښيي اسراییلي ځواکونه د غزې له ۵۰سلنې څخه زیاته برخه تر خپل کنټرول لاندې لري.
راپور زیاتوي، اسراییلي ځواکونو تر اوسه څو ځله ژېړه سرحدي کرښه بدله کړې، چې دا چاره هغوی ته زمینه برابروي څو نورې سیمې هم تر خپلې ولکې لاندې راولي.
دا لا څرګنده نه ده، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ حکومت به وکولای شي چې اسراییل له یادو سیمو شاتګ ته وهڅوې که نه.
دا په داسې حال کې ده چې اسراییل د ۲۰۲۳کال له اکتوبر راهیسې تر اوسه څه باندې ۷۱زره فلسطیني وګړي وژلي او له ۱۷۱زرو څخه ډېر یې ټپیان کړي دي.