د بالیووډ نوموتی اداکار اکشی کمار له یوې ټرافیکي پېښې روغ وتلی

د بالیووډ نوموتی اداکار اکشی کمار او د هغه مېرمن ټوېنکل کنه له یوې ټرافیکي پېښې روغ وتلي دي. د هندي رسنیو د راپورونو له مخې؛ یاده پېښه تېر ماښام شوې، خو چاته پهکې د سر زیان نهدی اوښتی.

د بالیووډ نوموتی اداکار اکشی کمار او د هغه مېرمن ټوېنکل کنه له یوې ټرافیکي پېښې روغ وتلي دي. د هندي رسنیو د راپورونو له مخې؛ یاده پېښه تېر ماښام شوې، خو چاته پهکې د سر زیان نهدی اوښتی.
په راپور کې راغلي، اکشی کمار له خپلې مېرمنې سره له هوایي ډګر څخه د کور خوا ته روان چې د ممبۍ جوهر سیمې ته نږدې یو ناڅاپه یې موټر له یوې رېکشا سره ټکر شو. دغه پېښه داسې مهال شوې، چې دغه جوړه له هېواده بهر د خپل واده ۲۵مې کلیزې تر نمانځنې وروسته تازه ممبۍ ته ستنه شوې وه.
پولیسو ویلي، دغه پېښه د یوه موټر د چټک مزل له امله رامنځته شوې چې له کبله یې یوه رېکشا په بشپړه توګه ویجاړه شوې ده.

د «افروتروس» په نوم یوې هالندۍ شبکې د «له طالبانو ور هاخوا هیلا» مستند په هرات کې د طالبانو له لوري د یوې ټکواندو کارې خدیجه احمدزاده له نیول کېدو وروسته له خپلو شبکو حذف کړ. دغې شبکې ویلي، دا پرېکړه د هغو ښځو د خوندینې لپاره شوې چې په یاد مستند کې ونډه لري.
خدیجه احمدزاده د مرغومي په ۲۰مه په هرات کې د طالبانو له لوري نیول شوې او دغې ډلې د هغې د نیول کېدو په تړاو هېڅ سپیناوی نهدی کړی.
خدیجې احمدزاده په «له طالبانو ور هاخوا هیلا» مستند کې په داسې حال کې چې څېره یې په واضح توګه ښکاري د طالبانو له لوري د ښځو د ځپنې په تړاو څرګندونې کړې دي. دغه مستند د تېر زېږیز کال په وروستیو کې خپور شو، خو اوس حذف شوی دی.
د «افروتروس» په نوم یوې هالندۍ شبکې زیاته کړې: «تر هغې چې دغه قضیه روانه وي له موږ په ښکاره غوښتل شوي د هغې د امنیت خوندینې لپاره ډېر احتیاط وکړو. نو له همدې امله به اوس نور څه نهوایو».
د دغه مستند د جوړولو لپاره افغان خبریاله هیلا نورزۍ خپل ټاټوپي (هرات) ته تللې وه، څو د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان کې د ښځو وضعیت وارزوي. په دې مستند کې خدیجه احمدزاده یوه څېره معرفي شوې او همداراز هغه د ورزشکارو ښځو د خاموشه مقاومت په توګه یاده شوې ده.
په همدې تړاو د هیلا نورزۍ یوه ټلویزیوني مرکه او همداراز په افروتروس رسمي وېبپاڼه کې د یاد مستند په تړاو نور جزییات هم حذف شوي او د هیلا نورزۍ انستاګرام اکونټ خصوصي حالت ته ګرځول شوی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارد بېنټ او په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق په هرات کې د طالبانو له لوري د خدیجې احمدزاده نیول کېدل غندلي او په بېړه او له قید و شرط پرته د هغې د خوشې کېدو غوښتنه کړې ده.

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویاند وایي چې د ۱۴۰۴ لمریز کال له پیل راهیسې تر اوسه شاوخوا ۵۷ لرغوني او تاریخي ځایونه په افغانستان کې موندل شوي دي.
خبیب غفران ویلي چې د دغو تاریخي او لرغونو ځایونو ډېره برخه په لوګر او ننګرهار ولایتونو کې موقعیت لري.
د نوموړي په وینا، د لرغونو ځایونو د موندنې، ثبت او بیارغونې بهیر د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځانګړو کړنلارو له مخې ترسره کېږي.
د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت تر دې وړاندې ویلي وو چې که د لرغونو ځایونو ثبت او ارزونه په دقیق ډول ترسره شي، نو په افغانستان کې به د ۱۵ زرو څخه تر ۲۰ زرو پورې لرغوني ځایونه موجود وي.

د ترکیې اناتولي خبري اژانس راپور ورکړی، چې په تېر ۲۰۲۵کال کې تر درې مېلیونه ډېرو سېلانیانو په قونیې ښار کې د مولانا جلالالدین محمد بلخي له زیارت او موزیم څخه لیدنه کړې ده.
یاد اژانس د چهارشنبې په ورځ (د مرغومي ۱۷مه) راپور ورکړی، چې د ترکیې په قونیې ښار کې د مولانا جلالالدین محمد بلخي موزیم او زیارت تېر کال د درې مېلیونه او ۶۲زره او ۸۰۰ کسانو کوربهتوب کړی دی.
د مولانا د زیارت د موزیم مدیر ناجي باکيرجي له یاد اژانس سره په خبرو کې ویلي، چې د کورنیو او بهرنیو سېلانیانو شمېر لا هم د زیاتېدو په حال کې دی. د هغه په وینا؛ نږدې لسمه برخه لیدونکي د نړۍ له لرو پرتو سیمو لکه ختیځې اسیا، اروپا او د امریکا متحده ایالاتو څخه راغلي وو، چې دا د مولانا نړۍوال مقام د یو ستر فرهنګي او معنوي لوی شخصیت په توګه څرګندوي.
هغه زیاته کړه، چې دغه موزیم د سولې، مینې، ورورولۍ او کلتوري زغم نښه ده او د ترکیې له مهمو کلتوري او معنوي جاذبو څخه شمېرل کېږي. د مولانا زیارت او موزیم په قونیه ښار کې د ترکیې تر ټولو ډېرو لیدل شویو سیاحتي ځایونو څخه دی.
په ۲۰۲۴کال کې هم نږدې درې مېلیونه کسانو له دغه ځایه لیدنه کړې وه؛ خو د تېر کال شمېرې د مولانا فکري او معنوي میراث پر وړاندې د نړۍوالې لېوالتیا زیاتوالی ښيي.
مولانا جلالالدین محمد بلخي د اوومې هجري پېړۍ ستر شاعر، عارف او عالم، د فارسي ژبې د شعر له تر ټولو اغېزناکو څېرو ګڼل کېږي. هغه په بلخ ښار کې زېږېدلی؛ خو په ماشومتوب کې یې له خپلې کورنۍ سره بلخ پرېښی او له کلونو کډوالۍ وروسته په اناتولیه (قونیه) کې مېشت شوی او تر پایه یې هلته ژوند کړی دی.
د هغه مشهور اثار او په ځانګړي ډول «مثنوي معنوي» د نړۍ په څو مهمو ژبو ژباړل شوی دی.

نومیالي افغان هنرمند او سندرغاړی فرهاد دریا له افغانستان انټرنشنل سره په یوه ځانګړې مرکه کې د خپلو هنري فعالیتونو او په هېواد کې د موسیقۍ او هنر د راتلونکې په اړه خبرې کړې دي. دریا وايي، دا مهال په افغانستان کې موسیقي ځپل شوې «خو هېڅ شریر او تور ځواک موسیقي نه شي غلې کولای».
دریا د افغانستان د موسیقۍ د وضعیت په اړه وویل: « موسیقي ښايي په هېواد کې چوپه شوې وي، خو هېڅکله به له منځه ولاړه نه شي، نه به راولوېږي او نه به له ژوند څخه ورکه شي. هېڅ ځواک، ان تر ټولو پیاوړي تور او شریر ځواکونه هم، د موسیقۍ د چوپولو توان نه لري، موسیقي پخپله ژوند دی».
دغه وتلي هنرمند ټینګار وکړ چې که څه هم موسیقي د افغانستان د اوسنیو واکمنانو له لوري ځپل شوې، خو لا هم د خلکو په زړونو او کورونو کې ژوندۍ او روانه ده.
فرهاد دریا همداراز له هېواد څخه بهر د افغان هنرمندانو هڅو ته په اشارې د موسیقۍ د راتلونکې په اړه وویل، « بدلون را روان دی، هغه هیلې چې موږ په افغانستان او خپل ژوند کې له لاسه ورکړې دي، بېرته به را وګرځي، موږ باید په دې بدلون کې ونډه ولرو او د هغه برخه شو».
هغه زیاته کړه، « ټولنه بدلون ته اړتیا لري، ډبرین زړونه باید وېلې شي او مات شي».
نوموړي د افغانستان پر ښځو او نجونو لګول شویو محدودیتونو ته په اشارې وویل چې د هغوی هڅې به یوه ورځ پایله ورکړي او ښځې به د هېواد راتلونکې مشرانې وي.
فرهاد دریا له افغان ښځو او نجونو وغوښتل چې د ټکنالوژۍ له لارې د خپل پرمختګ، پوهاوي او ځواکمنتیا لپاره هڅې وکړي.

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت وایي چې د افغانستان او چین ترمنځ د متقابلې هوکړې د همکاریو د پیاوړتیا او علمي او تحقیقي اړیکو د پراخولو په موخه د چین د څېړونکو او پوهانو یو پلاوي افغانستان ته د خپل سفر په ترڅ کې په کابل کې له ملي موزیم لیدنه کړې ده.
د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د چارشنبې په ورځ ویلي، چې یاد پلاوي د ملي موزیم تاریخي، فرهنګي او هنري اثار وکتل.
د طالبانو یاد وزارت وايي، چې چینايي څیړونکو د ملي موزیم د مسوولینو له لوري د فرهنګي میراثونو د ساتنې او پالنې په برخه کې «ترسره شوې هڅې» وستایلې او د افغانستان له تاریخي شتمنیو سره یې ځانګړې لېوالتیا وښوده.
چینایي پلاوي ته د افغانستان د تاریخي، فرهنګي او هنري اثارو په اړه څو جلده کتابونه او معلوماتي کتالوګونه ډالۍ شوي دي.
یاد وزارت دا لیدنه د افغانستان او چین ترمنځ د فرهنګي او علمي اړیکو د لا پیاوړتیا ترڅنګ، نړیوالو ته د افغانستان د بډایه فرهنګي میراثونو د پېژندنې په برخه کې مهم او اغېزناک ګام بللی دی.