خان عبدالغفار خان چې په باچا خان فخر افغان هم پېژندل کېږي د شلمې پېړۍ د عدم تشدد بنسټګر او سرلاری مبارز و، چې په خپله مبارزه کې يې ډېرې سختۍ وزغملې، خو له خپلې غوره کړې لارې يو قدم هم شاته نهشو. د باچا خان زوی عبدالولي خان هم د هغه لاره تعقیب کړه.
په لندن کې د باچا خان او عبدالولي خان په مناسبت په جوړه شوې غونډه کې ګډونوالو د عدم تشدد د سر لارو مبارزې وستایلې او همداراز یې د همدغه سیاست پر دوام ټینګار وکړ.
د یادې غونډې ګډونوالو د باچا خان د ژوند پر بېلابېلو برخو خبرې وکړې او په وینا یې، باچا خان د پښتنو د ژوند په بېلابېلو برخو کې کار کړی او په ځانګړي ډول د ښځو لپاره یې ډېرې هڅې کړې دي.
په برېتانیا کې د عوامي نشنل ګوند یوه مسوول زاهد خان افغانستان انټرنشنل- پښتو ته وویل: «باچان خان یوازې سیاستوال نهوو، بلکې زموږ د ټولنې اصلاحګر وو او د انګرېزانو پر وړاندې د «عدم تشدد» سیاست په وسیله مبارزه کړې ده».
باچا خان په خپل وخت کې د نړۍ له ډېرو نورو مبارزینو د هغې ډلې له ګاندي سره ډېره راشه درشه درلوده او په ګډه یې مبارزه کوله.
د کابل پوهنتون پخوانی استاد محبوبشاه محبوب باچا خان د پښتني ټولنې لپاره یو «نعمت» وباله، خو په وینا یې، پښتنو د نیابتي جګړو له امله ونهشوای کولای د نوموړي د لارې پیروي وکړي.
نوموړی زیاتوي، باچا خان د پښتنو لپاره د زدهکړو غوښتونکی وو او هڅه یې کوله چې په پښتنو کې د زدهکړو بنسټ کېښودل شي؛ له همدې امله د لرې پښتونخوا پر تله په کوزې پښتونخوا کې پښتانه ډېر لوستي دي.
له دې سره سم، لیکوال او فرهنګپال اصف ننګ وایي، لر او بر یو نسل دي او په باور یې د باچا خان د عدم تشدد مبارزه ډېره کمزورې وه؛ عدم تشدد هغه فاتح پښتون ډېر پڅ کړ چې هند، سند، تر بخارا او نیشاپور پورې یې فتحې کړې وې.
د نوموړي په وینا، د باچا خان په منشور کې «ملت پالنه» زیاته، خو «دولت جوړونه» تله کمزورې وه.
د یادونې وړ ده، چې خان عبدالغفار خان په ۱۸۹۰ کال کې د چارسدې په اتمانزو کې وزېږېد او د «عدم تشدد» د پالیسو د پرمخ بیولو لپاره د «خدايي خدمتګار تحریک» جوړ کړ او بالاخره ۱۹۸۸ کال د جنورۍ په ۲۰مه له دې نړۍ سترګې پټې کړې او د وصیت لهمخې په جلالاباد ښار کې خاورو ته وسپارل شو.