امریکا له سوریې څخه عراق ته د داعـ.ـش زندانیانو د لېږد نوی ماموریت پیل کړی

د امریکایي ځواکونو مرکزي قومنداني (سنټکام) وایي چې تېره ورځ یې د سوریې له شمال ختیځ څخه عراق ته د یادې ډلې د زندانیانو د لېږد یو نوی ماموریت پیل کړی دی.

د امریکایي ځواکونو مرکزي قومنداني (سنټکام) وایي چې تېره ورځ یې د سوریې له شمال ختیځ څخه عراق ته د یادې ډلې د زندانیانو د لېږد یو نوی ماموریت پیل کړی دی.
سنټکام په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د دغه ماموریت موخه دا ده چې ډاډ ترلاسه شي، د داعش اړوند زندانیان په خوندي توقیف ځایونو کې ساتل کیږي او د هر ډول احتمالي تېښتې مخه یې ونیول شي.
د دغه بهیر په لومړي پړاو کې، ۱۵۰د داعش وسله وال له سوریې څخه عراق ته ولېږدول شول. یاد کسان تر دې مخکې د سوریې په حسکه ولایت کې په یوه توقیف خونه کې ساتل کېدل.
د امریکا مرکزي قوماندانۍ د معلوماتو له مخې، ښايي په ټولیز ډول تر ۷زره پورې د داعش زندانیان له سوریې څخه د عراق تر کنټرول لاندې توقیف ځایونو ته ولېږدول شي.
د سنټکام قوماندان سمندرمشر برډ کوپر ویلي: «موږ دا ماموریت د عراق د حکومت په ګډون، له خپلو سیمهییزو شریکانو سره په نږدې همغږۍ پر مخ وړو.»
نوموړي ټینګار کړی چې د داعش د زندانیانو منظم او خوندي لېږد د دې لپاره حیاتي ارزښت لري، چې د هر ډول تېښتې مخه یې ونیول شي، ځکه د دوی تېښته د متحده ایالاتو او د سیمې امنیت ته مستقیم ګواښ پېښولای شي.
دا په داسې حال کې ده چې د امریکایي ځواکونو د مرکزي قوماندانۍ (سنټکام) د شمېرو له مخې، امریکايي ځواکونو یوازې په ۲۰۲۵کال کې د داعش له ۳۰۰څخه زیات غړي نیولي او له ۲۰څخه ډېر نور یې له منځه وړي دي.


د اروپايي پارلمان غړو له اروپايي شورا وغوښتل چې د سپاه پاسداران ځواک، د بسیج ملیشې او قدس ځواک د ترهګرو سازمانونو په توګه وپیژني. اروپایي ټولنې پر ایران د بندیزونو د پراخولو، د شتمنیو کنګل کولو او د ویزو بندیزونو د سختولو غوښتنه کړې ده.
اروپايي پارلمان په یوه پرېکړه لیک کې د لاریون کوونکو پر وړاندې د ایران د حکومت چلند، د هغوی وژل او بندي کول په کلکه غندلي او له ایراني چارواکو یې غوښتي چې سملاسي تاوتریخوالی ودروي او ټول سیاسي بندیان خوشې کړي.
دا پرېکړهلیک د پنجشنبې په ورځ د اروپايي پارلمان په عمومي غونډه کې په ۵۶۲موافقو، ۹مخالفو او ۵۷ممتنع رایو تصویب شو.
اروپايي پارلمان د ایران له خلکو او د هغوی له مشروع اعتراضي خوځښت سره بشپړ پیوستون څرګند کړ او د امنیتي ځواکونو لهخوا د ځواک پراخ او قصدي کارول یې په کلکه وغندل. په پرېکړهلیک کې له ایراني چارواکو غوښتنه شوې چې ټول اعدامونه ودروي او د سولهییزو لاریون کوونکو پر وړاندې تاوتریخوالی پای ته ورسوي.
همدا راز، د اروپايي پارلمان غړو له اروپايي شورا وغوښتل چې د سپاه پاسداران ځواک، د بسیج ملیشې او قدس ځواک، د ترهګرو سازمانونو په توګه وپیژني.
په پرېکړهلیک کې د ایران لهخوا د انټرنېټ بندولو او د معلوماتو د سانسور هڅې هم غندل شوې او له اروپايي ټولنې او غړو هېوادونو وغوښتل شول چې د سانسور د مخنیوي وسایلو او د سایبري امنیت لپاره تخنیکي او مالي ملاتړ زیات کړي.
اروپايي پارلمان همدا راز پر ایران غږ کړی چې د ملګرو ملتونو لهخوا ټاکل شوې حقیقت موندونکې ډلې ته له قید او شرط پرته لاسرسی ورکړي، څو د بشري حقونو د جدي سرغړونو، لکه وژنو، شکنجو، جنسي تېریو او جبري ورکېدنو، څېړنه وکړي.
په پای کې، پارلمان ټینګار کړی چې له ایران سره د اړیکو هر ډول عادي کېدل یوازې هغه وخت ممکن دي چې سیاسي بندیان خوشې شي او د دیموکراسۍ او د قانون د حاکمیت پر لور رښتینی پرمختګ وشي. د اروپايي پارلمان د مشرې روبرتا مېتسولا، هغه پرېکړه وستایل شوه چې د ایران د رژیم استازي یې د پارلمان له ودانیو منع کړي دي.

د ډونالډ ټرمپ ځانګړی استازی سټیو وېټکاف او د هغه زوم جارډ کوشنر د پنجشنبې په ورځ (د سلواغې ۲مه نېټه) د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره د لیدنې لپاره مسکو ته ځي. د کرملېن ویاند دیمتري پسکوف منلې، چې پوتین به د ټرمپ له استازو سره وګوري.
سټیو وېټکاف هم ویلي، چې ده د یادې لیدنې غوښتنه له روسي لوري کړې ده. هغه هیله څرګنده کړې، چې روسیه به د اوکراین د سولې له طرحې سره هوکړه وکړي.
د وېټکاف په وینا؛ د ځمکنۍ بشپړتیا مسله لاهم د اوکراین د شخړې د حل تر ټولو ستر خنډ بلل کېږي. د ټرمپ استازي تر دې وړاندې د لېندۍ میاشتې په ترڅ کې هم مسکو ته تللي وو او شاوخوا پنځه ساعته یې په کرملېن کې له پوتین سره مخامخ خبرې کړې وې.
هغه مهال د ولادیمیر پوتین ځانګړي سلاکار یوري اوشاکوف ویلي و، چې خبرې اترې رغنده وې؛ خو دواړه لوري نه سولې ته نږدې شوي وو او نه هم ترې لرې شوي وو. اوشاکوف سره له دې چې دغه خبرې رغنده بللې؛ خو دا یې هم منلې وه چې د اوکراین په اړه اختلافات لا هم پر خپل ځای پاتې دي. هغه ویلي و، روسي او امریکایي چارواکو هوکړه کړې ده چې د دغه مذاکراتو جزییات به رسنیو ته نه افشا کوي.

اسراییل د چهارشنبې په ورځ د سوریې او لبنان ترمنځ پر څلورو سرحدي لارو هوايي بریدونه کړي او ادعا یې کړې، چې دغه لارې د حزبالله لهخوا د وسلو د قاچاق لپاره کارېدې. تر دې وړاندې هم اسراییلي ځواکونو د لبنان پر ځینو کلیو بریدونه کړي وو، چې دوه کسان پهکې وژل شوي او ۱۹ نور ټپیان دي.
اسراییل ویلي و، چې د سوېلي لبنان په قناریط، کفور او جرجوعه سیمو کې به د «حزبالله بنسټیزې زېربناوې» په نښه کړي او د ځینو ودانیو اوسېدونکو ته یې د بریدونو خبرداری هم ورکړی و.
دغه بریدونه په داسې حال کې ترسره کېږي، چې لبنان او اسراییل په ۲۰۲۴کال کې د امریکا په منځګړیتوب د اوربند یوې هوکړې ته سره رسېدلي وو؛ خو له هغه وروسته دواړه لوري یو پر بل د اوربند د ماتولو تورونه لګوي.
د لبنان ولسمشر جوزف عون پر اېکس پاڼه لیکلي، اسراییل یو ځل بیا د لبنان پر ځینو سیمو هوايي بریدونه کړي چې دا «یو خطرناک تشدید» دی او په مستقیم ډول ملکي وګړي په نښه کوي. د لبنان پوځ هم دغه بریدونه د لبنان د حاکمیت او له اوربند ښکاره سرغړونه بللې او غندلي یې دي.

د ډونالډ ټرمپ ادارې لهخوا پر هغو هېوادونو چې له ایران سره اقتصادي همکاري لري، ۲۵سلنه نوې تعرفه لګول شوې ده. دغه اقدام په چابهار بندر کې د هند د پانګونې راتلونکی له ناڅرګند حالت سره مخ کړی او نوې ډیلي یې د ستراتیژیکو ملاحظاتو او د واشنګټن د فشار په اړه غور کولو ته اړ اېستې ده.
فارن پالیسي چهارشنبه (د سلواغې په لومړۍ نېټه) راپور ورکړی، د چابهار بندر پروژه چې د ایران، افغانستان او هند د ګډې همکارۍ پایله ده،؛ یو ځل بیا د امریکا د بندیزونو او د سیمې د ژيوپولیټیکي سیالیو په څلورلاري کې په یوې حساسې موضوع بدله شوې ده.
هند دغه بندر افغانستان او مرکزي اسیا ته د لاسرسي لپاره یوه مهمه لاره بولي؛ داسې لاره چې د پاکستان له خاورې تېرېدو ته اړتیا نهلري. نوې ډیلي د ۱۳۹۵ کال د غویي په میاشت کې له ایران او افغانستان سره یو تړون لاسلیک کړ، چې له مخې یې ژمنه وکړه شاوخوا ۵۰۰ مېلیونه ډالر د چابهار بندر او اړوندو بنسټیزو پروژو په پراختیا کې ولګوي چې پهکې د افغانستان تر پولې پورې د سړک او رېلپټلۍ جوړول هم شامل دي.
د یادې طرحې موخه له مرکزي اسیا سره د هند د سوداګریزو اړیکو پیاوړتیا او د پاکستان تر کنټرول لاندې لارو باندې د انحصار کمول بلل شوي دي. خو فارن پالیسي لیکي، چې د ایران پر حکومت د امریکا بندیزونه له هماغه پیل څخه د یادې پروژې د بشپړ تطبیق پر وړاندې جدي خنډ پاتې شوي دي.
که څه هم واشنګټن په ځینو پړاوونو کې د چابهار د فعالیت لپاره معافیتونه ورکړي وو؛ خو په ۲۰۱۸کال کې د ایران له اټومي تړونه د امریکا له وتلو وروسته د نامعلوم وضعیت فضا پر دې پروژې واکمنه شوه.
د اکونومېک ټایمز د راپور له مخې؛ د ټرمپ حکومت د نویو تعرفو له اعلان وروسته هند خپله اوسنۍ ۱۲۰ مېلیون ډالري مالي ژمنه تهران ته انتقال کړې او د امریکا د خزانې وزارت ته یې خبر ورکړی، چې غواړي په چابهار کې خپل فعالیتونه راکم کړي. د چابهار لپاره د هند د بندیز معافیت هم ټاکل شوی، چې د اپرېل په میاشت کې به پای ته ورسېږي.
له بل پلوه هندي دولتي سرچینو له اېنډيټيوي سره په خبرو کې دا ادعا رد کړې، چې ګوندې نوې ډیلي د چابهار پرېښودو نیت لري. د دغه سرچینو په وینا: «له بندر څخه وتل انتخاب نهدی» او د هند حکومت د داسې لارو چارو پر ارزونې بوخت دی، چې له مخې یې وکولای شي هم پروژه وساتي او هم د امریکا فشارونه مدیریت کړي.
فارن پالیسي ټینګار کوي، چې چابهار د هند لپاره لا هم ستراتیژیک اهمیت لري؛ ځکه دغه بندر افغانستان او مرکزي اسیا ته د نوي ډیلي یوازینۍ عملي لاره بلل کېږي. هند په وروستیو کلونو کې هڅه کړې، چې په دغه سیمو کې خپل حضور پراخ کړي.
د افغانستان تحولاتو هم یادې معادلې ته نوی اړخ ورکړی دی. د فارن پالیسي په لیکنه؛ افغانستان د طالبانو تر واکمنۍ لاندې اوس له نسبي ټیکاو برخمن دی او له هند سره مخ پر پراخېدونکې اړیکې لري؛ هغه څه چې د نوي ډیلي په سیمهییزه ستراتېژۍ کې د چابهار رول لا پیاوړی کولای شي.
په همدې حال کې هند نور بدیلونه هم لري. دغه هېواد له منځني ختیځ، په ځانګړي ډول له متحده عربي اماراتو سره خپلې اړیکې پیاوړې کړې دي او د هند–منځني ختیځ–اروپا اقتصادي دهلېز او د I2U2 ډلې په څېر نوښتونو کې یې ګډون کړی دی.
ځینې شنونکي باور لري، چې دغه لارې کولی شي د چابهار له اتکا پرته د هند د ستراتیژیکو اړتیاوو یوه برخه پوره کړي. خو له چابهار څخه شاتګ د هند حکومت لپاره کورني سیاسي لګښتونه لرلای شي.
فارن پالیسي لیکي، چې د ټرمپ حکومت تعرفهیي پالیسۍ او پر هند توندې نیوکې د واکمن بهارتیا جاناتا ګوند د ځینو ملاتړو غوسه راپارولې ده او هر ډول انګېرنه چې نوې ډیلي د امریکا د فشار پر وړاندې شاتګ کړی، ښايي حساسیتونه راوپاروي.
هند په وروستیو میاشتو کې د واشنګټن سره د تاوتریخوالي د کمولو لپاره ځینې امتیازونه هم ورکړي دي؛ لکه د امریکا د نویو بندیزونو له اعلان وروسته له روسیې د تېلو وارداتو کمول.

د اروپايي ټولنې کمېسیون د ۲۰۲۶کال لپاره د افغانستان، ایران او پاکستان سره د بشري مرستو په برخه کې ۱۲۶ مېلیونه يورو ځانکړې کړي دی. دغه کمېسیون ویلي، چې په نړۍ کې ۲۳۹ مېلیونه خلک بشري مرستو ته اړتیا لري.
د پاکستان ډان ورځپاڼې د پنجشنبې په ورځ (د سلواغې ۳مه) په یوه راپور کې ویلي، که څه هم لویو مرسته کوونکو هېوادونو خپلې مرستې کمې کړې؛ خو دغه کمېسیون د لومړنۍ مرستې بودجې یوه برخه ۱.۹ مېلیارده یورو له نړۍوالو ناورینونو سره د مبارزې لپاره ځانکړې کړې ده.
د یاد کمېسیون په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د دغه مرستو ترڅنګ د ۴۱۵ مېلیونه یورو څخه زیاتې پيسې د بېړنیو پېښو د مخنیوي او د ستراتیژیک اکمالاتي سلسلې د ساتلو لپاره خوندي شوې دي.
د اروپايي کمېسیون د برابرۍ، چمتوالي او ناورین مدیریت کمېشنرې هاجا لحبیب د مرستو دغه ژمنه د داووس نړۍوال اقتصادي فورم په غونډه کې کړې؛ تر څو د عامه مرستو ترڅنګ د خصوصي سکتور مالي ملاتړ او نوښتګرې حل لارې جلب کړي.
هغې وویل: «د بشري مرستو سیستم تر بل هر وخت زیات تر فشار لاندې دی او یوازې عامه بودجه د دغه ناورین د کچې د پوره کولو توان نهلري». د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) د اټکل له مخې؛ د روان کال تر پایه به د کډوالو شمېر له ۱۳۶ مېلیونو څخه واوړي.
لحبیب زیاته کړې: «اروپا اقدام کوي او د ۲۰۲۶ کال لپاره د ۱.۹ مېلیارده یورو لومړنۍ ژمنه کوي. د نړۍ تر ټولو لوی بشري مرسته کوونکي په توګه موږ خپل سیاسي مسوولیت منو».
بېکوره شوې کورنۍ
ورته مهال د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ د ۲۰۲۵کال په راپور کې ویلي و، چې د اټکل له مخې د ۲۰۲۵کال تر جون میاشتې پورې په ټوله نړۍ کې ۱۱۷.۳ مېلیونه خلک جبري بېځایه شوي، چې دا د ۲۰۲۴کال تر پایه د ثبت شوې شمېرې ۵ سلنه کموالی ښيي.
د اټکلونو له مخې؛ د ۲۰۲۶کال تر پایه پورې د جبري بېځایه شویو، ستنېدونکو او د بېاسناده کسانو شمېر ښایي ۱۳۶.۳ مېلیونو ته ورسېږي. په راپور کې د ملګرونو ملتونو د کډوالو ادارې په حواله ویل شوي، چې د مرستو کمښت د یادې ادارې د کار او په ځانګړې توګه د بېړنیو پېښو ته د ځواب ورکولو برخې زیانمنې کړې او دوی اړ شوي، چې خپل فعالیتونه او د کاري ځواک یو پر درېیمه برخه را کمه کړي.