نبیل جمعه د (سلواغې ۳مه) پر اېکسپاڼه لیکلي، اوس هغه وخت رارسېدلی چې افغانستان باید یو نوی، زړور او بدیل مسیر وټاکي؛ داسې مسیر چې پهکې افراطیت تېر تاریخ ته وسپارل شي او دین د «تاوتریخجنو او سیاسي شویو تعبیرونو له اسارت» څخه خلاص شي.
هغه د افغانستان د ټولو وګړو پر تاریخي مسوولیت ټینګار کړی او زیاته کړې یې ده: «د افغانستان ټول سیاسي بهیرونه، روښان فکران، ځوانان، ازادفکره کسان، منځلاري دیني عالمان، ښځې او نارینه، د یو لوی تاریخي مسوولیت پر وړاندې ولاړ دي».
د نبیل په وینا، د افغانستان راتلونکی د یو نوي ملي روایت له رامنځته کېدو سره تړلی دی؛ داسې روایت چې د دین او حکومت ترمنځ پر درناوي ولاړ وي،د وګړو حقونه پهکې خوندي وي، قانونمحوره وي او د بشري حقونو پر بنسټ ولاړ دولت د جوړېدو ملاتړ وکړي.
د ملي امنیت پخواني رییس همدارنګه ټینګار کړی، چې د هېواد د راتلونکي لپاره مبارزه باید له قوم، ژبې او مذهب څخه پورته تعریف شي او اصلي محور یې دا وي چې دین بېرته خپل اخلاقي، انساني او د درناوي وړ مقام ته راوګرځول شي او د مدني ژوند په چوکاټ کې د وګړو کرامت خوندي وساتل شي.
نبیل د نورو هېوادونو تجربو ته په اشارې سره وایي: «دین هغه وخت خوندي پاتې کېږي چې د سیاسي واک وسیله ونه ګرځي او دولت هغه وخت پایدار پاتې کېږي چې د وګړو پر اراده ولاړ وي».
هغه زیاته کړې، چې افغانستان هم کولای شي دین له عقلانیت، زغم او د خلکو له ورځني ژوند سره پخلا کړي.
رحمتالله نبیل د خپل پیغام په وروستۍ برخه کې له سیاسي قوتونو، مدني ټولنو، د پوهنتون استادانو، دیني عالمانو، ښځو او ځوانانو غوښتي، چې د «د وګړو محور لرونکی، عادلانه او انساني افغانستان» د جوړولو لپاره سره یو موټی شي او د هېواد د راتلونکي لپاره یو نوی ملي روایت رامنځته کړي.
هغه خبرداری ورکړی، چې که دا کار ونهشي، افغانستان به یو ځل بیا د ناپوهۍ، افراطیت او تاوتریخوالي یوې تروې کړۍ ته داخل شي. د نبیل په وینا، «نه سبا جوړوي او نه وطن، بلکې یوازې اور، لوګی، وینه او وراني پرېږدي» او پایله به یې داسې خاوره وي چې «نه د خلکو کور وي او نه د دین لپاره یو امن ځای».
نوموړي دغه څرګندونې په داسې حال کې کړي چې د افغانستان انټرنشنل د موندنو لهمخې، د طالبانو مشر ملا هبتالله اخوندزاده په دې وروستیو کې د «جزایي اصولنامې» په نوم نوی قانون توشېح کړی، چې لهمخې یې عام وګړي له سختو سزاګانو سره مخ کېږي، خو د طالبانو غړو او ملایانو ته پهکې ځانګړی معافیت ورکړل شوی دی.
د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو د پخواني استاد نصرالله ستانکزي په ګډون د هېواد ګڼو حقوق پوهانو د ملا هبتالله دا توشېح شوی قانون غندلی دی. یو شمېر سیاستوالو بیا ویلي، د طالبانو مشر غواړي چې په دې تازه «اصولنامې» سره افغانان نور هم د «غلام» تر سیورې لاندې راولي او ازادۍ یې محدودې کړې دي.