د المان د کارګرانو سراسري اتحادیې له ایراني ولس سره خپل بېقید او شرط پیوستون اعلان کړ

د المان د کارګرانو سراسري اتحادیې په یوه اعلامیه کې له ایراني ولس سره خپل بېقید او شرط پیوستون اعلان کړ.

د المان د کارګرانو سراسري اتحادیې په یوه اعلامیه کې له ایراني ولس سره خپل بېقید او شرط پیوستون اعلان کړ.
په دغه اعلامیه کې راغلي دي، چې د ځپلو پر وړاندې د خلکو زړوره مبارزه د سیاسي ځپلو، د بشري حقونو د سیستماتیکې سرغړونې، د مستبد حکومت او د دولت د ناغېړۍ پر خلاف وه؛ چې د نفوس پراخه برخه یې د فقر او ناامنۍ کندې ته غورځولي دي.د المان د کارګرانو سراسري اتحادیې «د سولهییزو اعتراض کوونکو پر وړاندې د رژیم بېرحمانه تاوتریخوالي، خپلسرو نیونو او وژنو» ته په اشارې سره زیاته کړه، چې دا کړنې په ښکاره ډول ښيي چې «سیاسي مشرتابه خپل مشروعیت له لاسه ورکړی دی». دغه بنسټ ټینګار وکړ، د هغو ټولو کسانو ترڅنګ ولاړ دی چې د کرامت، برابرۍ، د بیان د ازادۍ او ټولنیزو حقونو لپاره مبارزه کوي.د اعلامیې په یوه برخه کې دې ټکي ته په اشارې سره چې خپلواکې کارګري اتحادیې د یوې ډیموکراتیکې ټولنې له بنسټونو څخه دي، راغلي چې په ایران کې دا ډول اتحادیې په قصدي توګه ځپل کېږي.د المان د کارګرانو سراسري اتحادیې همدارنګه د دغه هېواد له دولت، اروپايي ټولنې او نړۍوالې ټولنې څخه د اسلامي جمهوریت پر وړاندې د پرېکنده او دوامداره اقداماتو غوښتنه وکړه او په دې برخه کې یې د ترهګرو سازمانونو په نوملړ کې د سپاه پاسداران شاملولو اړتیا ته اشاره وکړه.دغې اتحادیې ټینګار وکړ، چې د یو ازاد، ډیموکراتیک او سیکولار ایران ته د رسېدو لاره باید پخپله د ایران د خلکو له لوري په سولهییزه، خپلواکه او پرته له بهرنۍ مداخلې وټاکل شي.


د پولنډ لومړي وزیر ویلي، د افغانستان په جګړه کې باید د وژل شویو پنځو پولنډي سرتېرو د جنازې او رخصتۍ پر ورځ، د هغوی قرباني د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته ور یادې کړای شي. هغه زیاتوي: «په هماغه ورځ لوړپوړو امریکايي پوځي افسرانو ماته ډاډ راکړ چې دا قربانۍ به هېڅکله هېرې نهشي»
دا څرګندونې وروسته له هغه کېږي، چې ډونالډ ټرمپ تازه د افغانستان په جګړه کې د ناټو د متحدینو رول کماهمیته بللی دی. د پولنډ پخواني لومړي وزیر ډونالډ توسک د هغو پنځو پولنډي سرتېرو پېښې ته اشاره کړې چې په ۲۰۱۱ کال کې د افغانستان په سوېل ختیځ د غزني ولایت کې ووژل شول.
ښاغلي توسک وویل، کله چې د دغو سرتېرو جنازې بدرګه کېدې، نو لوړپوړي امریکايي افسران هم هلته حاضر وو.
هغه هیله وښوده، چې امریکایان به خپلې هغه ژمنې او خبرې هېرې نه کړي. په همدې وخت کې، د پولنډ د دفاع وزیر ولادیسلاو کوشینیاک کامیش هم ویلي، چې پولنډ تل د ناټو یو مسوول او د باور وړ متحد پاتې شوی دی.
هغه ټینګار وکړ، چې د پولنډ پوځ د افغانستان او عراق په ماموریتونو کې د خپلو متحدینو ترڅنګ اوږه په اوږه برخه اخیستې ده. نوموړي زیاته کړې، پولنډ دا مهال هم د ناټو په بېلابېلو عملیاتو کې فعاله ونډه لري.
بلخوا، ډونالډ ټرمپ د پنجشنبې په ورځ د (سلواغې ۲مه) د سویس په داووس ښار کې د نړۍوال اقتصادي فورم غونډې په څنډه کې له فاکسنیوز شبکې سره په مرکه کې وویل، چې د افغانستان په جګړه کې د ناټو د متحدینو رول لوی ښودل شوی دی.
هغه ادعا وکړه، چې غېرامریکايي ځواکونه «له لومړۍ کرښې لږ شاته او لرې» ځای پر ځای شوي وو.
ټرمپ په همدې مرکه کې دا شک هم څرګند کړ، چې که پر امریکا برید وشي، ایا د ناټو غړي به لکه څرنګه چې تمه ترې کېږي، د دې هېواد د دفاع لپاره راودانګي او که نه؟
تر دې وړاندې، د برېټانیا چارواکو هم د ټرمپ د دغو څرګندونو په غبرګون کې دریځ نیولی و. هغوی ټینګار کړی و، چې د ناټو د تړون «پنځمه ماده» تر اوسه یوازې یو ځل، هغه هم د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د ۱۱مې نېټې له بریدونو وروسته فعاله شوې ده.
په هماغه وخت کې ناټو پرېکړه وکړه، څو د ګډې دفاع په چوکاټ کې له امریکا سره همکاري وکړي.
د دې مادې له مخې، که د ناټو پر کوم غړي په اروپا یا شمالي امریکا کې وسلهوال برید وشي، دا برید به د ټولو غړو پر وړاندې تېری ګڼل کېږي او هر غړی هېواد مکلف دی هغه اقدامات ترسره کړي، چې اړین یې وبولي.

د امریکا د خزانې وزارت د ایران اړوند ۸ سمندري شبکې او ۹ بېړۍ د دغه هېواد د سلګونه میلیونه ډالرو په ارزښت د نفتي موادو او محصولاتو د صادراتو له امله تحریم کړي دي. په هند کې د ایت او په لېبریا کې د بنوېل شرکتونو حقوقي کسان هم تحریم شوي دي.
د امریکا د خزانهدارۍ وزارت د جمعې په ورځ (د سلواغې ۳مه) د یوې اعلامیې په خپرولو سره زیاته کړې، په عمان کې د تورې ډبرې نفت او ګازو شرکت، په سېشل کې د ګالران خدماتي شرکت، په دوبۍ کې د هورایزون هاروست ټرانسپورټي شرکت، په جزایر کې د لانګویتي لېمېتد، اودیسه مارین او ټرېد بریج ګلوبل هغه شرکتونه دي چې په دې نوملړ کې شامل دي.
دغه وزارت همداراز د پالایو، پاناما او کومور بیرغ لرونکې بېړۍ هم تحریم کړي دي.
په اعلامیه کې راغلي، د نفتي موادو د صادراتو له درکه د دغو تحریم شویو بېړیو او شرکتونو له لارې ترلاسه کېدونکي عواید، «چې د ایران ولس حق کېږي او د دې پر ځای چې د ایران زړور ولس د اقتصاد د ښهوالي لپاره ولګول شي، په سیمه کې د نیابتي ترهګرو ډلو پر ملاتړ، تسلیحاتي پروګرامونو او د رژيم د امنیتي خدماتو» په برخو کې لګول کېږي.
ایران لا تر اوسه د امریکا د دغو بندیزونو په تړاو څه غبرګون نهدی ښودلی.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنر ولکر ترک، نن د جمعې په ورځ د امریکا له حکومت څخه وغوښتل چې ډاډ ترلاسه کړي د کډوالۍ تګلارې یې د فردي حقونو او نړیوالو قوانینو سره سمون لري. نوموړي په ځانګړي ډول د کډوالو د نیونو او د زور د کارولو په اړه جدي اندېښنه څرګنده کړې ده.
ولکر ترک وویل چې کډوال تر څارنې وروسته نیول کېږي او په ځینو مواردو کې دا نیونې له تاوتریخوالي سره مل وي. د هغه په وینا، دا عملیات حتا په روغتونونو، کلیساوو، جوماتونو، محکمو، بازارونو، ښوونځیو او د خلکو په شخصي کورونو کې ترسره شوي، چې ډېری وخت یوازې د شک پر بنسټ وي چې دغه کسان بې اسناده کډوال دي.
د راپورونو له مخې، د ډونالډ ټرمپ د کډوالۍ د سیاستونو له سختېدو وروسته شاوخوا درې زره وسلهوال او نقابلرونکي ماموران د مینیاپولیس ښار ته ولېږل شول، څو هغه کسان ونیسي چې د چارواکو په وینا د کډوالۍ قوانین یې نقض کړي دي.
وروسته له هغه چې د جنورۍ په اوومه د کډوالۍ یوه ۳۷کلنه امریکایۍ ماموره رني ګوډ، چې د درې ماشومانو مور وه، په ډزو ووژله، یاد ښار له تاوتریخوالي او پراخو اعتراضونو سره مخ شو.
په دې تړاو، د امریکا د ولسمشر مرستیال جيډي ونس ویلي چې «د افراطي چپ لوري پاروونکي» او نه همکار محلي چارواکي د سړکونو د ګډوډیو مسوولیت لري.
ولکر ترک ټینګار کړی چې د کډوالۍ د قوانینو د پلي کولو پر مهال داسې ځواک کارول شوی چې «غیر ضروري او نامتناسب» دی. هغه زیاته کړې چې زور باید یوازې د وروستي انتخاب په توګه وکارول شي او هغه مهال چې یو کس د نورو د ژوند لپاره سمدستي ګواښ وي.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنر همدارنګه ویلي چې امریکا باید نړیوالو قوانینو ته ژمن پاتې شي او د کډوالۍ د قوانینو د پلي کولو پر مهال د عادلانه قضایي بهیر اصول رعایت کړي.
نوموړي د امریکا د کډوالۍ ادارې په توقیف ځایونو کې د مړینو د زیاتوالي په اړه د خپلواکو څېړنو غوښتنه هم کړې او ویلي یې دي چې یوازې په ۲۰۲۵ کال کې د ۳۰ مړینو راپور ورکړل شوی او د روان کال تر اوسه شپږ نورې پېښې ثبت شوې دي.

د ښځو د سولې او ازادۍ غورځنګ وایي، چې د طالبانو لهخوا د محکمو لپاره تصویب شوې «جزایي اصولنامه» په افغانستان کې تاوتریخوالی بنسټیز او قانوني کوي. دغه غورځنګ له خلکو غوښتي چې طالبانو ته اجازه ورنه کړي چې خپل جنایتونه د قانون تر نامه لاندې عادي او رسمي کړي.
یاد غورځنګ نن د جمعې په ورځ په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي، طالبان دا اصولنامه د خپل واک د ټینګښت او د خلکو، په ځانګړي ډول د ښځو، د لا سخت ځپلو په موخه جوړه کړې ده.
په اعلامیه کې راغلي، دغه اصولنامه غلامي ترویجوي، د سزا بنسټ د ملايانو پر امر او تفسیر ږدي، د ښځو ازادي نوره هم محدودوي، فرهنګي مناسبتونه جرم ګڼي، د مخالفانو وژنه روا بولي، پر مذهبي ازادیو فشار زیاتوي او تاوتریخوالي ته مشروعیت ورکوي.
د ښځو د سولې او ازادۍ غورځنګ له نړیوالې ټولنې غوښتي چې طالبان د بشري حقونو د سیستماتیکو سرغړونو او د ښځو پر وړاندې د جرمونو د عادي کولو له امله حساب ورکولو ته راوبولي.
دغه غورځنګ همداراز پر طالبانو د اغېزمنو او هدفمند سیاسي او دیپلوماتیکو فشارونو د زیاتولو غوښتنه کړې او ټینګار یې کړی چې په افغانستان کې د تبعیض او سیستماتیک ځپنې د پای ته رسولو لپاره باید بېړني او جدي اقدامات وشي.

د ډونالد ټرمپ هغه څرګندونو چې ویلي یې دي «د ناټو متحدینو په افغانستان کې د جګړې په لومړۍ کرښه کې ګډون نه دی کړی،» د بریتانیا د سیاستوالو سخت غبرګون راپارولی. ټرمپ ویلي چې د ناټو ځواکونه په افغانستان کې د امریکایي سرتېرو په پرتله شاته پاتې شول او د «لومړۍ کرښې» څخه لرې شول.
د امریکا ولسمشر په یوې نوې مرکې کې له فاکس نیوز سره ویلي چې هغه «باوري نه دی» چې ناټو به «په سخت وخت کې د امریکا ترڅنګ ودرېږي».
هغه زیاته کړه: «موږ هیڅکله دوی ته اړتیا نه لرله. هغوی به وايي چې ځواکونه یې افغانستان ته ولېږل.هو، دا رښتیا ده، خو لږ شاته پاتې شول او د لومړۍ کرښې څخه لرې پاتې شول.»
د ناټو عمومي منشي د ډاووس اقتصادي غونډې په څنډه کې، د ټرمپ سره په لیدنه کې ټینګار کړی و که چیرې د سپټمبر ۱۱مې پېښې په څیر امریکا ته کوم ګواښ پیښ شي، متحدین به بې له شکه د دې هېواد ترڅنګ ودرېږي.
مارک روټه ټرمپ ته وویل چې تاسو په بشپړه توګه باوري نه یاست چې اروپایان به د امریکا په وړاندې د برید په صورت کې مرسته وکړي.
هغه زیاته کړه: «اجازه راکړئ ووایم هغوی به راشي. او لکه څنګه چې پوهېږئ، افغانستان ته هم راغلل او د امریکایانو لپاره چې لویه قرباني یې ورکړه، هغه سرتېری و چې د ناټو له بل هېواد څخه و چې کور بیا ستون نه شو».
بریتانیا د افغانستان دشل کلنې جګړې په ترڅ کې ۴۵۷سرتېري له لاسه ورکړل چې د متحدینو په منځ کې د نفوس په نسبت تر ټولو زیات تلفات دي.کاناډا ۱۶۵او ډنمارک ۴۴سرتېري تلفات ورکړل.
ناټو د سپټمبر ۱۱بریدونو وروسته د لومړي ځل لپاره د دفاعي تړون پنځمه ماده فعاله کړه.
د بریتانیا د روغتیا وزیر سټیون کیناک د جمعې په ورځ له سکای نیوز سره په مرکه کې د ټرمپ څرګندونې «ډېرې مایوسه کوونکې» وبللې او وویل: «واقعاً بله لار نشته چې دا تشریح کړو.»
هغه ټینګار وکړ چې دغه ادعاوې «هیڅ بنسټ نه لري.» هغه زیاته کړه: «هر څوک چې د بریتانوي ځواکونو قرباني تر پوښتنې لاندې راولي، په ښکاره ډول تېروتنه کوي.»
کیناک د بي بي سي سره په مرکه کې هم وویل: «په دې وخت کې غوره ده چې خپل ذهن له هغو خبرو چې له واقعیت سره هېڅ تړاو نه لري، لیرې وساتو.»
د امریکا او بریتانیا اړیکې په وروستیو اونیو کې تر فشار لاندې وې. ټرمپ لومړی بریتانیا د لندن د ډنمارک سره د ګرینلند په موضوع کې د ملاتړ له امله د سوداګریزو تعرفو له ګواښ سره مخ کړ، بیا یې شاته شو او په عین وخت کې د چاګوس ټاپوګانو د راتلونکي په اړه د لندن تړون په لفظي توګه نیوکه وکړه.
د بریتانیا د پارلمان د بهرنیو اړیکو کمیټې رییسې امیلي تورنبريد ټرمپ خبرې «تېروتنه» او د قربانیانو د غمجنو کورنیو لپاره «روښانه سپکاوی» وباله.
د لیبرال ډیموکرات ګوند مشر او د ټرمپ سخت منتقد اډ دیوي، دې ته په اشاره چې د امریکا ولسمشر «پنځه ځله د پوځي خدمت څخه معاف شوی» وویل: «هغه په کوم جرأت د نورو قرباني تر پوښتنې لاندې راوړي؟»
څو بریتانوي د پارلمان استازو چې پخپله یې په افغانستان کې د خدمت تجربه لرلې ده، د ټرمپ څرګندونو ته یې غبرګون ښودلی دی.
د کارګر ګوند استازی او د پخواني سلطنتي هوایي ځواک افسر کالوین بیلي وویل چې دا څرګندونې «له هغه واقعیت سره هېڅ تړاو نه لري چې موږ هلته تجربه کړ.»
د محافظه کار ګوند استازی او د بریتانیا پخوانی پوځی کپتان بن اوبِس جکتی هم وویل: «دا چې زموږ هېواد او د ناټو د نورو شریکانو قرباني تر دې حده کم اهمیته ښودل کېږي، د تأسف وړ ده.»