• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

حلیم فدایي: د نجونو پر زده کړو بندیز او انزوا هېڅکله نارمل سیاست نه دی

۴ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۴ جنوری ۲۰۲۶، ۰۷:۳۶ GMT+۰

د تېر جمهوري نظام پر مهال د خوست والي حلیم فدایي د افغان جونو په زده کړو بندیز ته په غبرګون کې د طالبانو په سیاستونو سخته نیوکه کړې او ویلي یې دي چې د طالبانو سیاستونه له بنسټه غیرنارمل دي او د عادي کېدو وړ نه دي.

حلیم فدایي په یوه ایکس پوسټ کې ټینګار کړی، چې ځینې کسان داسې انګېري چې طالبان او د هغوی سیاستونه به ورو ورو نارمل شي، او یا ځینې کړۍ د همدې اصطلاح تر نامه لاندې د طالبانو ملاتړ ته لاره هواروي، خو د هغه په باور، دا تصور له واقعیت سره هېڅ تړاو نه لري.

نوموړي لیکلي: «د طالبانو پېژندنه دا ده چې هم دوی او هم یې سیاستونه غیر نارمل دي.»

فدایي وایي، که څه هم کېدای شي ځینې کسان د طالبانو له سیاستونو سره عادت شي، خو دا عادت کېدل د نارمل انسان چلند نه دی. هغه دا حالت له نشه‌يي توکو سره د اعتیاد له بهیر سره تشبیه کړی او ویلي یې دي، چې عادت کېدل بالاخره د خطرناک ناروغ پړاو ته رسېدل دي.

د خوست پخواني والي په غیرمستقیم ډول د طالبانو پر کړنو نیوکه کړې او پوښتنه یې کړې، چې ایا د نجونو پر مخ د ښوونځیو تړل، د رهبر پټ ساتل، د جزا او سزا لپاره د ټولنې په طبقو وېشل او له نړۍ منزوي پاتې کېدل د نارمل سیاست بېلګې کېدای شي که نه. هغه ټینګار کوي چې دا ټول سیاستونه «غیر نارمل، بې‌ثباته او له افراطه ډک» دي.

فدایي همداراز ویلي، چې د طالبانو سیاست د یوه ناروغ انسان له حالت سره ورته دی او څرګندوي: «نارمل تعریف دا دی چې د افراط او تفریط ترمنځ منځنی حالت وي، خو د طالبانو سیاست همېشه له دې توازنه وتلی دی.»

نوموړي ویلي یې دي، چې اصلي وېره باید له ورو ورو عادت کېدو وي، ځکه دا کار د خلکو حساسیت کموي او د اوږدمهاله او ژورو خطرونو د درک مخه نیسي.

ترویج لرونکی

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي
۱

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۲

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۳

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

۴

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۵

حال‌وش: د ایران پوله‌ساتو ځواکونو پر افغان کډوالو ډزې کړي درې تنه وژل شوي

•
•
•

نور کیسې

ملګري ملتونه: په افغانستان کې د نجونو تعلیم خوندي کول بېړنۍ اړتیا ده

۴ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۴ جنوری ۲۰۲۶، ۰۶:۲۴ GMT+۰

د تعلیم نړیوالې ورځې په مناسبت، د ملګرو ملتونو دوه ادارو، یونسکو او یونسف په افغانستان کې د نجونو او ښځو د تعلیم د حق خوندي کولو غوښتنه کړې. دوی ټینګار کوي چې د ثانوي او لوړو زده کړو بندیزونه د ۲.۲ میلیونو نجونو راتلونکې ته زیان رسوي او د هېواد پرمختګ محدودوي.

یونسکو او یونسف د یوې اعلامیې په خپرو سره په خپلو ګډو څرګندونو کې ویلي، تعلیم نه یوازې د بشري حقونو بنسټ دی، بلکې د سولې، عزت او هر ماشوم او ځوان لپاره د فرصتونو د رامنځته کولو اساس هم دی.

اعلامیه کې راغلي چې افغانستان په نړۍ کې یوازینۍ هغه هېواد دی چې هلته د نجونو او ښځو په ثانوي او لوړو زده کړو بشپړ بندیز لګېدلی، چې د هغوی پر راتلونکو فرصتونو او د هېواد پر پرمختګ مستقیم اغېز لري.

اعلامیه زیاتوي، د ۲۰۲۵ کال د څېړنو لومړني موندنې ښيي چې زده کونکي هغه مهال ښه پایلې ترلاسه کوي کله چې ښوونکي لوړې زده کړې ولري، په ځانګړې توګه د ژبې په برخه کې. همدارنګه، ښځینه ښوونکې قوي محتوايي پوهه لري او د زده کوونکو د زده کړې په ښه والي کې مرسته کوي، چې دا د ښځینه ښوونکو شمېر زیاتول اړین ګڼل کېږي.

د یونسکو د افغانستان د دفتر مسول سوهیون کیم ویلي: «کله چې نجونو ته د تعلیم لاسرسی نه ورکول کېږي، ټول ملت یې بیه ورکوي. د بنسټیزو زده کړو پیاوړتیا او د ښځینه ښوونکو ملاتړ د افغانستان د بیا رغونې او مقاومت لپاره حیاتي پانګه اچونه ده.»

په افغانستان کې د یونسف استازي، ډاکټر تاجالدین اویوال هم ویلي: «افغانستان عاجل اړتیا لري چې ښځینه ښوونکي، نرسانې، د ټولنې روغتیايي کارکوونکي او ډاکټران ولري. په داسې حالت کې چې ښځې یوازې د ښځو له خوا درملنه کیدای شي، که نجونو ته نن د زده کړې اجازه ورنه کړل شي، نو راتلونکي کې به څوک ناروغه نجونې او ښځې وڅاري؟»

اعلامیه زیاتوي، یونسکو او یونسف په افغانستان کې د زده کړو د بشپړې بیا رغونې لپاره کار ته دوام ورکوي، چې پکې ښوونځي رغول، د ښوونکو ظرفیت پیاوړتیا، د بنسټیزو زده کړو پراخول او د ځوانانو، په ځانګړې توګه د نجونو او ښځو د مهارتونو روزنه شامل دي.

اعلامیه په پای کې د نړیوالې ټولنې څخه غوښتنه کوي چې عاجل او ګډ اقدامات وکړي او په تعلیم کې پانګه اچونه وکړي، څو ټول ماشومان او ځوانان په خوندي، بشپړ او ټولشموله توګه زده کړو ته لاسرسی ومومي.

تېره ورځ له ایران او پاکستان څه باندې دوه نیم زره کډوال افغانستان ته جبري ستانه کړل شوي

۴ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۴ جنوری ۲۰۲۶، ۰۵:۳۹ GMT+۰

د طالبانو تر واک لاندې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون وایي، د جمعې په ورځ ۴۴۹ کډوالې کورنۍ چې ټول ۲۵۱۵ کسان کېږي، له ایران او پاکستان نه افغانستان ته جبري ستنې شوې دي. د دغه کمېسیون د معلوماتو پر بنسټ، راستنو شویو کورنیو سره د اړتیا وړ مرسته هم شوې ده.

د دغه کمېسیون د راپور له مخې، دغه کډوال د ننګرهار تورخم، د کندهار سپین بولدک، د هلمند بهرامچې، د هرات اسلام‌کلا او د نیمروز ورېښمو پله له لارې ستانه شوي دي.

راپور زیاتوي، له یادو کورنیو څخه ۳۵۷ کورنۍ د تورخم له لارې، ۴۹ کورنۍ د سپین بولدک له لارې،۲۱ کورنۍ د ورېښمو پله له لارې، ۱۱ کورنۍ د بهرامچې له لارې او ۱۱ کورنۍ د اسلام‌کلا له لارې افغانستان ته ستنې شوې دي.

د طالبانو دغه کمېسیون وایي راستنو شویو کډوالو سره لومړۍ مرسته شوې او خپلو لایتونو ته خوندي لېږدول شوي دي.

په تورخم کې ۲۰۰ پاکستاني زده کړیالان پاکستان ته د تګ اجازه غواړي

۴ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۴ جنوری ۲۰۲۶، ۰۵:۱۸ GMT+۰

افغانستان کې نږدې ۲۰۰ پاکستاني محصلین، د تورخم د لارې د تړل کېدو له امله له څو میاشتو راهیسې په افغانستان کې بند پاتې دي او له دواړو هېوادونو غواړي چې د هغوی د تګ راتګ ستونزه ژر حل کړي.

د محصلینو استازي وايي، د طالبانو چارواکو ورته ویلي چې د پاکستان سفارت یا قونسلګري باید په رسمي ډول له هغوی سره اړیکه ونیسي او د محصلینو نوملړ د رسمي مهر له لارې تایید کړي. خو د محصلینو په وینا، پاکستاني چارواکي تر اوسه دې غوښتنې ته عملي ځواب نه دی ورکړی.

طالبانو د جنوري په ۱۲مه لومړۍ ډله چې ۲۶ محصلین پکې شامل وو، له تورخم څخه د تېرېدو اجازه ورکړه او پاکستان هم په ځانګړي ډول پوله ورته خلاصه کړه. خو هغه محصلین چې د جنوري په ۱۳مه تورخم ته رسېدلي، لا هم د اوښتو اجازه نه لري، ځکه طالبان ټینګار کوي چې د پاکستان سفارت په کابل یا د ننګرهار په جلال‌اباد کې قونسلګري باید د نوملړ رسمي تصدیق وکړي.

بلخوا، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر اندرابي ویلي، چې د پاکستان سفارت په کابل کې له خپلو وګړو سره په تماس کې دی. هغه زیاته کړې، چې حکومت به دا موضوع وڅېړي او هڅه به وکړي د شاوخوا ۲۰۰ محصلینو د تګ اسانتیا برابره کړي.

پییر پولیېور: کاناډایي سرتیرو په افغانستان کې د اتلولۍ بې‌سارې قربانۍ ورکړي

۴ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۴ جنوری ۲۰۲۶، ۰۴:۴۶ GMT+۰

د کاناډا د محافظه‌کار ګوند مشرپییر پولیېور، د ولسمشر ډونالد ټرمپ څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي، زرګونه کاناډایي سرتیري په افغانستان کې د هېواد دفاع او د ترهګرۍ پر وړاندې د جګړې په لومړۍ کرښه کې جنګېدلي، چې ۱۵۸یې خپل ژوند له لاسه ورکړی.

نوموړي په ایکسټرمپ ته خبرداری ورکړی چې د دې قربانیو یاد باید هېر نه شي او امریکایي متحدین هم باید د کاناډایي اتلانو عزت وکړي.

پییر پولیېور په ایکس پوسټ کې ویلي: «ولسمشر ټرمپ باید پوه شي، چې د سپتمبر د ۱۱ ترهګریز بریدونو وروسته، له ۴۰،۰۰۰څخه زیات کاناډایي سرتیري په افغانستان کې د ۱۳ کلونو لپاره د ژوند او مرګ جګړه کړې ده. دوی په تر ټولو خطرناکو سیمو کې، له تورې بورې د غرو سیمو څخه تر کندوز او کندهار سیمو پورې جنګېدلي. ۱۵۸یې خپل ژوند ورکړی، او زرګونه نور د جګړې د ژورو اغېزو سره مخ دي.»

هغه زیاته کړې: «موږ له خپلو اتلانو مننه کوو، د هغوی عزت کوو او هغوی یادوو. زموږ امریکایي ملګري هم باید دې قربانیو ته درناوی وکړي.»

پولیېور زیاته کړې چې د جګړې له پای ته رسېدو وروسته هم، زرګونه سرتیري د رواني او فزیکي ستونزو سره مخ دي، او دا د کاناډا حکومت او نړیوالو متحدینو مسولیت دی چې هغوی ته د ملاتړ او درملنې فرصتونه برابر کړي.

د نوموړي په وینا، د دې اتلانو قربانۍ او خدمتونه د کاناډا د ملي ارزښتونو، امنیت او نړیوالې همکارۍ بې‌ساري نمونه ده، چې باید هېڅکله هېر نه شي.

د تعلیم نړۍواله ورځ؛ ګوترېش: زده‌کړه د هر انسان بنسټیز حق دی

۴ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۴ جنوری ۲۰۲۶، ۰۳:۵۹ GMT+۰

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش د تعلیم د نړۍوالې ورځې په مناسبت خپاره کړي پیغام کې ویلي چې د نړۍ په کچه شاوخوا ۲۷۲ میلیونه ماشومان او ځوانان د فقر، تبعیض، جګړو، بې‌ځایه کېدو او طبیعي پېښو له امله له زده‌کړو بې‌برخې دي.

انتونیو کوترېش په ایکس لیکلي، چې باید د ټولو لپاره ټول‌شموله، مقاوم او نوښتګر تعلیمي نظامونه رامنځته شي، څو د زده‌کړې حق ټولو ته تضمین شي.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې نږدې پنځه کاله کېږي له شپږم ټولګي پورته د افغان نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې تړلې پاتې دي.

د روان کال په پیل کې د ملګرو ملتونو ویاند سټیفن دوجاریک خبرداری ورکړی و، چې که د نجونو پر زده‌کړو بندیز تر ۲۰۳۰ کال پورې دوام وکړي، نو د زده‌کړو څخه د بې‌برخې نجونو شمېر به تر څلورو میلیونو لوړ شي.