امریکا د ایران پر ضد د احتمالي پوځي عملیاتو لپاره چمتووالی بشپړ کړی

د لوړپوړو امریکايي چارواکو د اسراییل سفر په مهال، راپورونه وايي چې امریکا د ایران پر وړاندې د احتمالي پوځي اقدام لپاره خپل ټول پوځي چمتووالی بشپړ کړی، خو وروستۍ پرېکړه لا نه ده شوې.

د لوړپوړو امریکايي چارواکو د اسراییل سفر په مهال، راپورونه وايي چې امریکا د ایران پر وړاندې د احتمالي پوځي اقدام لپاره خپل ټول پوځي چمتووالی بشپړ کړی، خو وروستۍ پرېکړه لا نه ده شوې.
د امریکا د مرکزي قومندانۍ مشر جنرال برد کوپر تلابیب ته تللی او د اسراییلي پوځ له لوی درستیز ایال زمیر سره یې لیدنه کړې. په دې ناسته کې د اسراییل د پوځي استخباراتو او عملیاتو مشران هم حاضر وو.
کوپر د خبرو پر مهال ویلي چې ولسمشر ټرمپ لا هم د ایران پر ضد د مستقیم پوځي برید وروستۍ پرېکړه نه ده کړې، خو امریکا د احتمالي عملیاتو لپاره ټول اړین تجهیزات او چمتووالی نیولی دی.

د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) د امریکا لهخوا د دې سازمان د پرېښودو د پرېکړې په اړه خواشیني څرګنده کړې او ویلي یې دي چې دا اقدام نه یوازې د امریکا، بلکې د ټولې نړۍ امنیت کمزوری کوي.
دغه سازمان ویلي، امریکا د دې سازمان له بنسټګرو غړو څخه ده او په تېرو لسیزو کې یې د ګڼو مهمو روغتیايي بریاوو په ترلاسه کولو کې اساسي رول لوبولی، چې له ډلې یې د چیچک ناروغۍ بشپړه له منځه وړل او د پولیو، ایچاېوي، ایبولا، انفلوینزا، نري رنځ، ملاریا او نورو ساري ناروغیو پر وړاندې مبارزه یادولی شو.
د روغتیا نړۍوال سازمان د امریکا هغه تورونه رد کړي چې ګواکې دا سازمان د کووېډ–۱۹ وبا پر مهال ناکام شوی، مهم معلومات یې پټ کړي او یا یې خپلواکۍ ته زیان رسولی دی. د سازمان په وینا، د کرونا وبا پر مهال یې معلومات پر وخت او په شفاف ډول له نړۍ سره شریک کړي.
دغه سازمان وایي، د ۲۰۱۹ کال د ډسمبر په ۳۱مه، کله چې په چین کې د نامعلومې سینهبغل پېښې راپور شوې، سمدستي یې بېړنی سیستم فعال کړ او نړۍ ته یې خبرداری ورکړ. د ۲۰۲۰ کال د جنورۍ په ۳۰مه، هغه مهال چې له چین بهر لا له سلو کمې پېښې ثبت شوې وې، دغه سازمان کووېډ–۱۹ نړیوال روغتیايي بېړنی حالت اعلان کړ.
سازمان همداراز د امریکا دا ادعا هم ناسمه بللې چې ګواکې دا سازمان د امریکا د ګټو پر ضد سیاسي اجنډا تعقیبوي. د سازمان په وینا، د روغتیا نړۍوال سازمان یو بېطرفه بنسټ دی چې د ملګرو ملتونو تر چتر لاندې د ۱۹۴ غړو هېوادونو لهخوا اداره کېږي او د ټولو هېوادونو خدمت ته ژمن دی.
په پای کې، د روغتیا نړیوال سازمان هیله ښودلې چې امریکا به په راتلونکې کې بېرته دې نړیوال بنسټ ته فعاله ستنېدنه وکړي، او ټینګار یې کړی چې دوی به د ټولو خلکو لپاره د روغتیا د لوړې ممکنه کچې د حق د تحقق لپاره له ټولو هېوادونو سره خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنر فولکر ټورک په امریکا کې د کډوالو ضد پالیسیو او اقداماتو پروړاندې توند غبرګون ښودلی او دا کړنې یې زیانمنونکې او د انساني کرامت خلاف بللې دي.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمېشنر فولکر ټورک ویلي، چې په امریکا کې د کډوالو پر وړاندې سخت او ځپونکي اقدامات د اندېښنې وړ دي.
نوموړي زیاته کړې، چې د کډوالو پر ضد د امریکا روان اقدامات او پالیسۍ د بشري حقونو له معیارونو سره په ټکر کې دي.
نوموړي زیاته کړې: «که څه هم دولتونه دا واک لري چې د کډوالۍ په اړه خپلې ملي پالیسۍ رامنځته کړي، خو دا پروسه باید په بشپړ دول د قانون په چوکاټ او د بشري حقونو اصولو ته په پام سره ترسره شي».
نوموړي دا څرګندونې پر داسې مهال کړې دي، چې امریکا د غېرقانوني کډوالو د نیولو او په زور د اېستلو لړۍ چټکه کړې ده؛ د همدې اقداماتو په ترڅ کې نن هم د امریکا په یوه ایالت کې یو کډوال د کډوالۍ ادارې د کارکوونکو لهخوا په ډزو ووژل شو.

د امریکا جمهوريپال سناتور لینډسي ګراهام ویلي، که یې ګوند په سنا کې خپل اکثریت وساتي، نو په ۲۰۲۷ کال کې به د سنا د قضایې کمېټې د مشر په توګه د پناهغوښتونکو ښارونو جنجالي پالیسي د تل لپاره لهمنځه یوسي.
نوموړي پر خپلې اېکسپاڼې لیکلي، چې د سنا د قضايې کمېټې د مشرۍ په ترلاسه کولو سره به یې تر ټولو لومړی کار د داسې اساسي قانون تصویب وي، چې په امریکا کې د پناهغوښتونکو ښارونو جنجالي پالیسي د تل لپاره لهمنځه یوسي.
د نوموړي په خبره، دا پالیسي نه یوازې د مالیه ورکوونکو د پیسو د سترو ضایعاتو لامل کېږي، بلکې د امریکا لپاره نورې جدي امنیتي او ټولنیزې ستونزې هم پېښوي.
لینډسي ګراهام زیاته کړې: «که څه هم دا زما لومړیتوب دی، خو د هېواد د خیر لپاره هیلهمن یم چې تر ۲۰۲۷ کال پورې دا موضوع په خپله حل شوې وي او نورې قانوني مداخلې ته اړتیا پاتې نهشي».
د امریکا د پناهغوښتونکو ښارونو سیمهییز چارواکي له فدرالي حکومت سره د بېاسنادو کډوالو په نیولو او ډیپورټ کولو کې بشپړه همکاري نه کوي، چې له امله یې یاده موضوع د ډیموکراتانو او جمهوري غوښتونکو ګوندونو ترمنځ په تر ټولو تاوده سیاسي بحث بدله شوې ده.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې یوې نوې پټې وسلې د ونزوېلا د پخواني ولسمشر نیکولاس مادورو او د هغه د مېرمنې د نیولو په عملیاتو کې مهم رول لوبولی دی.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د نیویارک پوسټ ورځپاڼې سره په خپله تازه مرکه کې د دې وسلې نوم «ډیسکامبوبولیټور» بللی دی او وايي، چې یادې وسلې د ونزوېلا ټول دفاعي سیستم فلج کړ.
نوموړي زیاته کړې: «دوی ان ونشو کړای خپل توغندي وتوغوي. روسي او چینايي توغندي یې لرل، خو یو یې هم کار ونهکړ. موږ ننوتلو، هغوی تڼۍ ووهلې، خو هېڅ شي کار ونهکړ؛ که څه هم دوی زموږ مقابلې ته بشپړ چمتو وو».
ټرمپ ټینګار وکړ، چې د یادې وسلې په اړه نور جزییات نهشي ورکولای.
د پالس انرژۍ وسله او هاوانا سنډروم
نیویارک پوسټ لیکلي، چې ګومان کېږي دا د «پلسي انرژۍ» یوه وسله وي چې د جو بایډن په اداره کې اخېستل شوې وه. دا ډول وسلې د قوي انرژۍ په خپرولو سره الکترونیکي سیستمونه له کاره غورځوي او پر انسانانو د لنډ وخت لپاره فزیولوژیکي اغېزې کوي. ویل کېږي، چې دا وسله د «هاوانا سنډورم» په رامنځته کولو کې هم رول لري، د یادې وسلې په کارولو سره د سردرد، سرګرځېدل او په غوږونو کې د لویو غږونو ستونزې رامنځته کوي.
هاوانا سنډروم یو پر اسراره طبي حالت یا ناروغي ده، چې په لومړي ځل د کیوبا په هاوانا ښار کې د امریکايي او کاناډايي ډیپلوماټانو ترمنځ ولیدل شوه.
نیویارک پوسټ ویلي، چې د مادورو د نیولو په عملیاتو کې د کارول شویو وسلو په اړه ډېر جزییات نهشته، خو د ځینو راپورونو لهمخې، د امریکايي ځواکونو لهخوا د یادې وسلې په کارولو سره «امنیتي ځواکونه په ګونډو شول، له پوزې یې وینې وبهېدې او وینه یې استفراغ کړه».
له یادو عملیاتو څو ورځې وروسته د ونزوېلا د دفاع وزارت اعلان وکړ، چې په یادو عملیاتو کې د مادورو د ساتونکو د ټیم ګڼ غړي وژل شوي دي.
په راپور کې د مادورو د یوه ساتونکي له قوله راغلي: «ناڅاپه زموږ ټول رادار سیستمونه له کوم وضاحت پرته له کاره ولوېدل».
یاد عیني شاهد زیاته کړې: «ناڅاپه یو ډز وشو، زه په حقیقت کې نه پوهېږم څنګه یې تشریح کړم. دا د یو ډېر شدید غږ د څپې په څېر و. ما ناڅاپه احساس وکړ چې زما سر له درد څخه چوي. زموږ ټولو له پوزې وینې بهېدلې. ځینو یې وینه استفراغ کړه. موږ پر ځمکه ولوېدو او هېڅ حرکت مو نهشو کولای. د دې غږیږې وسلې وروسته یا هر هغه څه چې وو، موږ ان نهشو کولای چې پر خپلو پښو ودرېږو».
د یادولو ده، چې مادورو او مېرمنه یې د جنوري په لومړیو کې د امریکايي ځواکونو لهخوا ونیول شول او اوس په بروکلین کې په یوه فدرالي زندان کې د نشهيي توکو او تروریزم په تور د محاکمې په تمه بندیان دي.

د امریکا لوړپوړو استازو د شنبې په ورځ د اسراییل له لوړمړي وزیر بنیامین نتنیاهو سره په لېدنه کې له هغه غوښتي، چې په غزه کې د اوربند دویم پړاو پیل کړي.
یوه امریکايي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط اسوشېټېد پریس ته ویلي، چې امریکایي استازي له نتنیاهو سره په غزه کې د پاتې یرغمل شویو کسانو د جسدونو پر بېرته راګرځولو او د حماس د بېوسلې کولو په اړه پر راتلونکو ګامونو نږدې همغږي کوي.
نتنیاهو د شنبې په ورځ د امریکا د ولسمشر له ځانګړي استازي سټیو وېټکاف او د منځني ختیځ په چارو کې د ټرمپ له سلاکار جیرډ کوشنر سره کتلي، خو تر اوسه د یادې لېدنې په اړه نور جزییات نه دي خپاره شوي.
واشنګټن هڅه کوي، چې د ټرمپ په منځګړیتوب ترلاسه شوې هوکړه مخکې یوسي، خو نتنیاهو بیا د دویم پړاو د پیل لپاره د ټولو اسراییلي وژل شویو کسانو پر ورسپارلو ټینګار کوي.
په غزه کې د اوربند د دویم پړاو د پیل تر ټولو لویه نښه به د غزې او مصر ترمنځ د رفح سرحدي لارې پرانېستل وي.
په غزه کې د راتلونکي ټیکنوکرات حکومت د مشرۍ لپاره احتمالي نوماند علي شعث د پنجشنبې په ورځ ویلي و، چې یاده لاره به په راتلونکې اوونۍ کې د دواړو لوریو له خوا پرانېستل شي.
بلخوا، بیا اسراییل تر اوسه د رفح سرحدي لارې د پرانېستل کېدو موضوع نه ده تایید کړې، خو تمه کېږي چې د اسراییل کابینه به د یکشنبې په ورځ د رفح لارې د پرانېستلو د موضوع په اړه خبرې وکړي.
د غزې د اوربند د دویم پړاو په اړه خبرې وروسته له هغه پیل شوې، چې د شنبې په ورځ په غزه کې د اسراییل په بریدونو کې دوه تنکي فلسطنیان ووژل شول.
