د اسلاماباد یوې محکمې د سهیل اپریدي د نیولو امر صادر کړی دی

د اسلاماباد یوې محکمې پر دولتي ادارو د بېبنسټه تورونو لګولو په قضیه کې د خېبرپښتونخوا د اعلی وزیر سهیل اپریدي د نه حاضرېدو له امله د هغه د نیولو امر صادر کړی دی.

د اسلاماباد یوې محکمې پر دولتي ادارو د بېبنسټه تورونو لګولو په قضیه کې د خېبرپښتونخوا د اعلی وزیر سهیل اپریدي د نه حاضرېدو له امله د هغه د نیولو امر صادر کړی دی.
د پاکستان جيونیوز راپور ورکړی، چې د اسلاماباد ولسوالۍ محکمې نن د چهارشنبې په ورځ امر کړی، چې د خېبرپښتونخوا اعلی وزیر سهیل اپرېدي دې ونیول شي او محکمې ته وړاندې کړل شي.
د پلټنو فدرالي ادارې د سایبري جرمونو د مخنیوي قانون لهمخې پر سهیل اپرېدي د دولتي ادارو پر ضد د بېبنسټه تورونو د لګولو قضیه ثبت کړې وه، خو نوموړی نن یادې محکمې ته حاضر نهشو.
محکمې امر کړی دی، چې سهیل اپریدي دې ونیول شي او د فبروري پر ۱۰مه دې محکمې ته حاضر کړای شي.
د خېبرپښتونخوا اعلی وزیر سهیل اپریدي او د هغه رسنیز دفتر د هغه د نیولو د امر صادرولو په تړاو تر اوسه څه نه دي ویلي.


د خیبر پښتونخوا د تیرا سیمې له۷۰ زرو ډېر وګړي، چې زیات یې مېرمنې او ماشومان دي، د ټي ټي پي خلاف د پاکستان د پوځ د عملیاتو له وېرې بېځایه شوي، خو اوس ددغه هېواد چارواکي وايي، چې خلک د واورو له امله وتلي او دوی د وتلو امر نه دی ورته کړی.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر خواجه محمد ااصف د سیمې د خلکو او سیمهییزو چارواکو دا څرګندونې چې دوی اېستل شوي، رد کړې او ټینګار یې کړی چې د خیبر پښتونخوا په تیرا سیمه کې هیڅ ډول پوځي عملیات نه دي پلان شوي.
اصف په اسلاماباد کې د یوې خبري غونډې پر مهال وویل چې د خلکو د تښتېدلو علت پوځي اقدامات نه، بلکې سخت اقلیمي شرایط دي. دا څرګندونې څو اونۍ وروسته له هغې مطرح شوې چې خلک د تیرا سیمې څخه د احتمالي پوځي عملیاتو د ویرې له امله وتښتېدل.
د کډوالي څپه وروسته له هغې پیل شوه چې شاوخوا یو میاشت وړاندې، د جوماتونو له ممبرونو خلکو ته ویل شوي وو چې د جنورۍ تر ۲۳مه نېټې د تیرا سیمه پرېږدي څو له احتمالي جګړې په امان کې وي.
د خیبر پښتونخوا د ایالتي حکومت ویاند شفیع جان پر اېکسپاڼه لیکلي چې فدرالي حکومت د بې ځایه شویو خلکو د کړاو مسوول دی او اشاره یې کړې چې د اسلاماباد چارواکي د پوځي عملیاتو په اړه له خپل مخکیني دریځ څخه شاتګ کړی دی.

د خیبر پښتونخوا ایالت د دیره اسماعیل خان ولسوالۍ پولیسو خبر ورکړی، چې ناڅرګندو وسله والو د دېره اسماعیل خان او بنو پر سړک د ډزو په یوه پېښه کې د پاکستان د پوځ یو افسر وژلی دی.
پولیس وايي، پېښه د ډېره اسماعیل خان ولسوالۍ د شورکوټ په سیمه کې شوې ده.
د پېښې په انځورونو کې لیدل کیږي، چې د پوځي افسر موټر له سړک نه لاندې پټیو ته کوز شوی او نوموړی په شخصي جامو کې پر ځمکه پروت دی. پر موټر د سپکې وسلې د ډزو نښې لیدل کیږي.
د پولیسو په لومړني ثبت شوي رپوټ کې ویل شوي، چې وژل شوی افسر عمران نومېده او د ډګروال په رتبه کې یې د پاکستان په پوځ کې دنده ترسره کوله.

د خیبر پښتونخوا ایالت د باجوړ ولسوالۍ د ماموند په سېوۍ سیمه کې د بمي چاودنې له امله د پاکستان د پخوانۍ جماعت الـ.ـدعوه ډلې غړی او د ښاروالۍ ټاکنو نوماند نجیبالله وژل شوی دی.
پولیسو د پېښې تصدیق کړی او ویلي یې دي چې له چاودنې وروسته امنیتي ځواکونه سیمې ته رسېدلي، شواهد یې راټول کړي او د پېښې پلټنې یې پیل کړې دي.
سرچینې وایي چې وژل شوی نجیبالله له جماعتالدعوه (پخوانۍ لشکر طیبه او اوسنۍ ملي مسلملیګ) ډلې سره تړاو درلود. د بمي برید مسوولیت تر اوسه کومې ډلې نه دی منلی.

د افغانستان لپاره د پاکستان پخواني ځانګړي استازي اصف دراني ویلي، له نړۍوالې ټولنې سره د طالبانو اړیکې له دې امله زیانمنې شوې چې دوی ترهګرو ډلو ته خوندي پټنځایونه ورکړي دي. دراني دغه څرګندونې د چهارشنبې په ورځ (د سلواغې ۸مه) پر اېکس پاڼه کړې دي.
نوموړي ویلي، که افغانستان ثبات، اقتصادي رغونه او عادي نړۍوالې اړیکې غواړي؛ نو باید تمرکز له بهرني ملامتۍ د کور دننه حسابورکونې ته واړوي، په ځانګړي ډول د افغانستان په خاوره کې د ترهګرو د خوندي پټنځایونو پر وړاندې د باور وړ او عملي اقدام له لارې.
هغه ټینګار کړی، چې په افغانستان کې د ټيټيپي، داعش خراسان، القاعده او د ځینو نورو ډلو دوامدار حضور د پاکستان او د سیمې لپاره مستندې امنیتي پایلې لرلې دي. د هغه په وینا، یاد واقعیت له پامه غورځول یا کمارزښته ګڼل د افغانستان ګټې نه خوندي کوي؛ بلکې نړۍوالې اندېښنې زیاتوي او دغه هېواد انزوا کې ساتي.
دا هغه څرګندونې دي، چې پاکستاني چارواکي یې په وار، وار تکراروي؛ خو طالبان بیا دغه ادعاوې ردوي او وایي، چې د افغانستان خاوره به د هیچا پرضد ونه کارول شي.

په پاکستان کې د بېلابېلو پوهنتونونو یوشمېر افغان زدهکړیالان وایي، د ویزې ستونزې او د اوسېدو قانوني اسنادو نشتوالي یې زدهکړې له جدي ننګونو سره مخ کړې دي. د دغه زدهکړیالانو په وینا؛ د تحصیلي ویزو د ورکړې لړۍ بندېدو له امله د نیول کېدو او جبري ستنېدو له ګواښ سره مخ دي.
یو افغان زدهکړیال چې د ویزې موده یې د پای ته رسېدو په درشل کې ده، افغانستان انټرنشنل - پښتو سره په خبرو کې ویلي: «زما ویزه د ختمېدو په حال کې ده او اصلي وېره دا ده، که سیستم بند وي؛ نو ویزه به څنګه تمدید کړم. دا اندېښنه تل له موږ سره وي».
د هغه وینا؛ د ویزې د نهلرلو وېرې ډېری افغان زدهکړیالان دې ته اړ اېستي، چې یوازې له لیلې څخه پوهنتون او له پوهنتون څخه لیلې ته له تګ پرته له هر ډول تګ راتګ ډډه وکړي او له علمي سفرونو، سمینارونو او ښوونیزو پروګرامونو څخه ځان وساتي.
هغه وایي: «زدهکړیالان د نیول کېدو او اېستل کېدو له وېرې جرأت نهکوي، چې د پوهنتون څخه بهر په علمي پروګرامونو کې ګډون وکړي». نوموړی زیاتوي، چې دغه وضعیت د زدهکړیالانو تمرکز په جدي ډول ګډوډ کړی دی: «هره ورځ د درسونو پر ځای، د مېشتېدو او ویزې تشویش د زدهکړیالانو ذهن ګډوډوي».
دغه زدهکړیال همدارنګه د ویزې د ترلاسه کولو او تمدید بهیر له ستونزو هم یادونه کوي او ټینګار کوي، چې دغه ستونزې یوازې د سیستم له تړل کېدو سره تړاو نهلري. د هغه په وینا؛ ان د سیستم له بندېدو مخکې هم زدهکړیالان د ځانګړي سیستم له نشتوالي او پېچلو پروسو سره مخ وو.
هغه وایي: «زدهکړیالان اړ وو، چې د بهرنیو چارو وزارت مخې ته ساعتونه په کتار کې ودرېږي. ځکه جلا سیستم نه و، ځینې زدهکړیالان اړ اېستل کېده، چې د خپل نوبت مخکې کولو لپاره پیسې ورکړي؛ څو د درس وخت یې ضایع نهشي».
د نوموړي په وینا؛ پخوا د ویزې د پروسې یوه برخه انلاین وه؛ خو وروسته زدهکړیالان اړ شول چې د ویزې د ترلاسه کولو لپاره د پاکستان سفارت ته مرکه ورکړي، هغه بهیر چې لا ډېر وختنیونکی او پېچلی دی.
هغه وایي، دا مهال د ویزې د ترلاسه کولو او تمدید پروسه د څو بېلابېلو ادارو لاسلیکونو ته اړتیا لري چې دا چاره د لا زیات ځنډ او لالهاندۍ لامل شوې ده. په همدې حال کې یوې افغان زدهکړیالې چې د امنیتي اندېښنو له امله یې نه غوښتل نوم یې یاد شي وایي، د مېشتېدو قانوني اسنادو نشتوالي یې ورځنی ژوند سخت محدود کړی دی.
د هغې په وینا؛ ان په پوهنتون کې عادي تګراتګ هم ورته ستونزمن شوی دی. هغه وایي:« دا مهال اسناد نهلرم او د وېرې له امله حتا په اسانۍ د پوهنتون په انګړ کې هم نه وځم. هره شېبه داسې احساس کوم، چې ښايي ونیول شم».
نوموړې زیاتوي، سره له دې چې پوهنتون ته پولیس نهدي راغلي؛ خو د افغانانو د جبري اېستلو بهیر یې وېره زیاته کړې او د هغې د زدهکړې راتلونکی یې له ابهام سره مخ کړی دی. هغه وایي: «وېره لرم، چې زدهکړې مې نیمه پاتې نهشي. ټول وخت، زحمت او پیسې چې تر دې ځایه مې لګولي، ښايي ضایع شي».
د هغې په وینا؛ د همدې وېرې له امله یې یو شمېر دوستان نه افغانستان ته ستانه شوي او نه هم توانېدلي چې عادي ژوند ولري. د اقامتي ستونزو تر څنګ، افغان زدهکړیالان د کاري فرصتونو په برخه کې له تبعیض شکایت هم کوي.
د مرکه شوي زدهکړیال په وینا؛ ډېری افغان زدهکړیالان له کلونو زدهکړو وروسته سره له دې چې لوړې نمرې او په کاري مرکو کې ښه وړتیا لري، یوازې د افغانتابعیت له امله له ګومارنې پاتې کېږي.
هغه وایي: «افغان زدهکړیال چې لوړه فیصدي او قوي وړتیا ولري، یوازې د خپل تابعیت له امله نه ګومارل کېږي؛ خو پاکستانی زدهکړیال چې ټیټې نمرې هم ولري، هماغه دنده ترلاسه کولی شي».
افغان زدهکړیالان د پاکستان له حکومت او اړوندو ادارو غواړي، چې د ویزې او مېشتېدنې د ستونزو د حل لپاره یو روڼ، مشخص او پایدار مېکانېزم رامنځته کړي؛ څو وکولای شي له وېرې، تبعیض او لالهاندۍ پرته خپلو زدهکړو او راتلونکي ته دوام ورکړي.