د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش د پنجشنبې په ورځ (د سلواغې ۹مه) په نیویارک کې د یوه خبري کنفرانس پرمهال وویل، چې له طالبانو سره په ځینو برخو کې تعامل «مثبتې اغیزې» لرلي. نوموړي د خصوصي سکټور په برخه کې له طالبانو سره همکارۍ ته اشاره وکړه او په وینا يې چې «دې چارې په افغانستان کې زمینه برابره کړه، چې ښځې په څو برخو کې په کار بوختې شي».
ګوترېش ومنله، چې طالبان د ښځو د کار او زدهکړو له بندیز څخه نهدي پر شا شوي.
نوموړي د ملګرو ملتونو د ښځینه کارکوونکو یادونه هم وکړه، چې خپلو دفترونو ته د تلو اجازه نهلري، خو په وینا یې، د ملګرو ملتونو ښځینه کارکوونکو ته اجازه ورکړل شوې، چې ځینې ساحوي ماموریتونو کې برخه واخلي.
ګوترېش وویل، چې د طالبانو لهخوا د ملګرو ملتونو په دفترونو کې د ښځو د کار مخنیوی «خورا ناهیلې کوونکی او د نهمنلو وړ دی».
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ښځو د برخې ځانګړې استازې سوزان فرګوسن هم په لیندۍ میاشت کې ویلي وو، چې ملګري ملتونه ښځینه کارکوونکو ته اړتیا لري، ځکه چې افغان ښځو ته مرستې باید د ښځینه مرستندویانو لهخوا ورکړل شي.
نوموړې ویلي وو: «یوازې د دوی د حضور له لارې موږ کولی شو، په خوندي ډول ښځو او نجونو ته رسېدنه وکړو او هغو کسانو ته مرستې چمتو کړو، چې ورته اړتیا لري. مرستې باید د ښځو لهخوا ښځو ته ورکړل شي».
په ورته مهال، د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې روزماري ډيکارلو تېره اوونۍ کابل ته د خپل سفر په ترڅ کې له طالب چارواکو سره د ښځو او نجونو د زدهکړو په اړه خبرې وکړې، خو طالبانو د نوموړې غوښتنو ته مثبت ځواب نهدی ورکړی.
د ملګرو ملتونو لومړیتوبونه
د ملګرو ملتونو سرمنشي ویلي، چې په افغانستان کې څلور موخې تعقیبوي.
نوموړي وویل: «افغان ادارې باید په حقیقت سره ټولشموله وي، په دې مانا چې د افغانستان د ټولو قومي ډلو استازیتوب وکړي او دا په افغانستان کې د تلپاتې سولې لپاره یو بنسټیز شرط دی».
نوموړي ویلي، چې د طالبانو اداره باید بشري حقونو ته درناوی وکړي او د ترهګرو سازمانو لهخوا د افغانستان د خاورې د کارولو مخه ونیسي.
نوموړي په پاکستان کې وسله والو بریدونو ته په اشارې وویل: «موږ په ځانګړې توګه د هغه څه په اړه چې له پاکستاني طالبانو سره تړاو لري او له هغه ملاتړ څخه چې دوی یې ترلاسه کوي ژوره اندېښنه لرو».
همدارنګه د ملګرو ملتونو سرمنشي د نشهيي توکو پر وړاندې د طالبانو مبارزه وستایله او ویې ویل، چې یادې ډلې«په دې برخه کې د پام وړ پرمختګونه کړي دي».