هېګسټ ټرمپ ته؛ پنټاګون د ایران په اړه هر ډول اقدام ته چمتو دی

د امریکا د دفاع وزیر پېټ هېګسټ ویلي، چې په ایران کې د اټومي وسلو د جوړولو د مخنیوي لپاره، امریکايي ځواکونه د ډونالډ ټرمپ هرې پرېکړې پلي کولو ته چمتو دي.

د امریکا د دفاع وزیر پېټ هېګسټ ویلي، چې په ایران کې د اټومي وسلو د جوړولو د مخنیوي لپاره، امریکايي ځواکونه د ډونالډ ټرمپ هرې پرېکړې پلي کولو ته چمتو دي.
په منځني ختیځ کې د امریکايي ځواکونو د حضور پراخېدو پر مهال ډونالډ ټرمپ د کابینې په غونډه کې له هېګسټ څخه د اوسني وضعیت په اړه پوښتنه کړې او هېګسټ یې په ځواب کې ویلي: «ایران باید د اټومي وړتیاوو په لټه کې نهشي. موږ چمتو یو هر هغه څه ترسره کړو، چې ولسمشر یې د جګړې له وزارت څخه تمه لري».
امریکايي چارواکو ویلي، چې ولسمشر ټرمپ پر ځینو لارو چارو غور کوي، خو تر اوسه یې پر ایران د برید په اړه وروستۍ پرېکړه نهده کړې.
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې مخکې سياېناېن راپور وکړی، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران د اټومي پروګرام او بالسټیک توغندیو د تولید د مخنیوي په اړه د واشنګټن او تهران ترمنځ د لومړنیو خبرو له ناکامېدو وروسته پر ایران د لوی برید په اړه غور کوي.
ټرمپ خبرداری ورکړی، چې پر ایران به راتلونکی برید ډېر سخت وي.

امریکن اېرلاینز د پنجشنبې په ورځ وویل، چې د حکومتي اجازې له ترلاسه کولو او د امنیتي ارزونو له بشپړېدو وروسته پلان لري، چې ونزوېلا ته خپلې ورځنۍ الوتنې بېرته پیل کړي. دا اعلان یوازې څو اوونۍ وروسته له هغې شوی چې د امریکا پوځ د یاد هېواد ولسمشر ونیوه.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پنجشنبې په ورځ د ترانسپورټ له وزارت څخه وغوښتل، هغه محدودیتونه لرې کړي، چې دا مهال امریکا ته د ونزوېلا پر لور الوتنې منع کوي. دا غوښتنه د ونزوېلا د سرپرستې ولسمشرې دلسي رودریګز، سره تر خبرو وروسته وشوه.
ټرمپ وویل: «امریکايي اتباع به ډېر ژر وکولای شي ونزوېلا ته ولاړ شي او هلته به خوندي وي».
متحده ایالاتو د همدې میاشتې په پیل کې پر ونزوېلابرید وکړ او د یوه پوځي عملیاتو په ترڅ کې یې د دغه هېواد ولسمشر نیکولاس مادورو ونیوه او مخامخ یې امریکا ته د محاکمې لپاره ولېږداوه.
امریکن اېرلاینز، چې په ۱۹۸۷ کال کې یې په ونزوېلا کې فعالیت پیل کړی وو، وویل چې دا الوتنې به د سوداګرۍ، تفریح او بشري سفرونو لپاره سیمې ته فرصت برابر کړي. د الوتنو تر ځنډېدو مخکې، دا په ونزوېلا کې تر ټولو لوی امریکايي هوايي شرکت وو.
د فډرالي هوايي چلند ادارې ته به اړتیا وي، چې د الوتنو له بیا پیل مخکې امنیتي ارزونې تر سره کړي او داسې انګېرل کېږي چې دغه چاره به هم څو میاشتې وخت ونیسي.
د جنورۍ په ۱۶مه، د فډرالي هوايي چلند ادارې هوايي شرکتونو ته خبرداری ورکړ، چې د مکسیکو، مرکزي امریکا او د سویلي امریکا د ځینو برخو له پاسه د الوتنو پر مهال احتیاط وکړي، ځکه د احتمالي پوځي فعالیتونو او د«جيپياېس» د مداخلې خطرونه شته.
د امریکا او د سیمې د مشرانو تر منځ کړکېچونه وروسته له هغه زیات شوي، چې د ټرمپ ادارې د سویلي کارابین په سیمه کې پوځي ځواک ځای پر ځای کړ.
ټرمپ د همدې میاشتې په پیل کې وویل، چې د مخدره توکو کارتلونه مکسیکو چلوي او وړاندیز یې وکړ، چې امریکا کولی شي د هغوی پر ضد د ځمکې هدفونه وولي. دا د هغو ګواښونو له لړۍ څخه وو، چې پکې د کارتلونو پر ضد د امریکايي پوځي ځواک د کارولو خبره شوې ده.
د مکسیکو ولسمشرې کلاډیا شینباوم، څو ځله خبرداری ورکړی، چې په مکسیکو کې د امریکا هر ډول یو اړخیز پوځي اقدام به د دغه هېواد له ملي حاکمیت څخه جدي سرغړونه وي. په ورته وخت کې، هغې له امریکا سره پر دوه اړخیزو امنیتي همکاریو هوکړه کړې، څو مکسیکو د ټرمپ له فشار څخه لرې وساتل شي.

د بریتانیا پخوانی لومړي وزیر او د نړیوالې زدهکړې په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی ګورډن براون وایي چې د طالبانو پر وړاندې د نړیوالې ټولنې د سازشي سیاست ناکام شوی او دې تګلارې په افغانستان کې د ښځو او نجونو د ځپلو لړۍ لا پسې شدیده کړې ده.
هغه وایي طالبان د افغانستان اقتصادي او بشري راتلونکی له جدي ګواښ سره مخ کوي.
براون دا خبرې ګارډین ورځپاڼې ته په یوې مقاله کې کړي، چې په کې یې په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر وړاندې د ځپنې زیاتوالی او د زدهکړو د محرومیت پراخوالی څېړلی دی.
هغه لیکلي چې د طالبانو اداره د ښځو او نجونو د زدهکړې د محدودولو په برخه کې تر ټولو افراطي ګامونه اخیستي او هغوی یې له ښوونځیو او هر ډول زدهکړې سره له اړیکې محرومې کړې دي. براون دا کړنه «جنسیتي اپارتاید» بللی دی.
د ګورډن براون په باور، دا اقدامات د «کندهار د افراطي دیني مشرانو د جناح بریا پر هغو وزیرانو ښکارندويي کوي چې په کابل کې مېشت دي.»
هغه ټینګار کړی چې دا کړنې ښایي د ملګرو ملتونو له خوا د بشریت پر ضد د جنایت په توګه طبقهبندي شي.
د بریتانیا پخواني لومړي وزیر د طالبانو پر وړاندې د نړۍ د هېوادونو پر چلند نیوکه کړې او ویلي یې دي چې ځینو هېوادونو په داسې حال کې چې ښځې او نجونې ځپل کېدې، د طالبانو سره د اړیکو پراخولو او د ډیپلوماتیکو اړیکو د بیا پیل هڅې کولې.
هغه همدارنګه د ښځو پر کار بندیز، له محرم پرته پر سفر بندیز او په عامه ځایونو لکه پارکونو او ورزشي کلبونو کې پر حضور محدودیتونو ته اشاره کړې ده. د هغه په وینا، د طالبانو سره د سازش سیاست د روسیې، چین او هند په مشرۍ پیل شوی او ځینې اروپايي هېوادونه هم ورپسې تللي دي.
هغه د ښځو پر وړاندې د ځپنې زیاتوالی د هبتالله اخندزاده د سیاستونو پایله بللې او ټینګار یې کړی چې په کابل کې د طالبانو جناح دا مني چې د هېواد اقتصاد د ښځو ګډون او زدهکړې ته لاسرسي ته اړتیا لري.
براون د طالبانو د مشر په اړه لیکلي: «د هغه ایډیالوژي دومره وچه او سختدریځه ده چې ان د خپل زوی د ځانمرګي بریدګر کېدو ملاتړ یې کړی دی.»
ګورډن براون ټینګار کړی چې د نجونو د زدهکړو څخه محرومول به د طالبانو د ړنګېدو لامل شي، ځکه افغانستان چې له ۴۳ میلیونو څخه زیات نفوس لري، د خوړو له سخت ناامنۍ او خوارځواکۍ سره مخ دی .

د افغانستان لپاره د بریتانیا سفارت اعلان کړی چې د روانې اوونۍ په ترڅ کې یې د افغانستان د خلکو د بیړني بشري وضعیت د ارزونې په موخه، د افغان غیر دولتي بنسټونو په ګډون یوه ناسته ترسره کړې ده.
دغه سفارت د ټولنیزې شبکې ایکس له لارې په خپاره کړي پیغام کې ویلي چې دا ناسته په ترکیه کې جوړه شوې او موخه یې د همکارو بنسټونو ترمنځ د نظرونو او تجربو شریکول وو.
د بریتانیا سفارت ویلي، دا ناسته د اغېزمنو مرستو د څرنګوالي د ارزونې او د داسې لارو چارو د موندلو لپاره مهم فرصت و، چې له لارې یې د افغانستان د تر ټولو زیانمنو قشرونو لپاره د بشري مرستو اغېزمنتوب او رسېدنه لوړه شي.
سره له دې، تر اوسه د دې ناستې د ګډونوالو بنسټونو، پایلو او یا هم کومو مشخصو هوکړو په اړه جزییات نه دي خپاره شوي.
دا ناسته په داسې حال کې ترسره شوې چې د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، د روان میلادي کال په ترڅ کې ۲۱.۹میلیونه کسان په افغانستان کې بشري مرستو ته اړتیا لري او د هغوی د اړتیاوو د پوره کولو لپاره ۱.۷۲میلیارده ډالرو بودجې ته اړتیا ده.

د استرالیا د بهرنیو چارو وزیرې، پني وانګ اعلان کړی چې هېواد به یې د نړیوالو شریکانو سره په ګډه د طالبانو پر ضد حقوقي اقداماتو ته دوام ورکړي. نوموړې ویلي، طالبان په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د هر ډول تبعیض د مخنیوي نړیوال کنوانسیون په پرلهپسې ډول نقض کوي.
پني وانګ د پنجشنبې په ورځ، د سلواغېپه نهمه، وویل چېد قانوني لارو له لارې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د ښځو د حقونو د دوامدارو سرغړونو قضیه تعقیب کړي. هغې د طالبانو «ځپونکي چلندونه»، په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو پر وړاندې، په کلکه وغندل.
د استرالیا د بهرنیو چارو وزیرې ټینګار وکړ چې د افغانستان خلک دا مهال د نړۍ له تر ټولو اوږدمهالو او سختو بشري ناورینونو څخه یو تجربه کوي.
تېر کال استرالیا، کاناډا، جرمني او هالنډپه ګډه اعلان وکړ چې د بشري حقونو د پراخو سرغړونو له امله به د طالبانو پر ضد د هاګ نړیوالې محکمې ته شکایت کوي. د ملګرو ملتونو سازمان او له ۲۰څخه زیاتو هېوادونو د دغو څلورو هېوادونو د اقدام ملاتړ کړی دی.
دا په داسې حال کې ده چې د نړیوالې جزايي محکمې له لوري د طالبانو د مشر او د دې ډلې د سترې محکمې د رئیس د نیولو حکم د بشري حقونو د سرغړونو او «د بشریت پر ضد د جرمونو» په تور صادر شوی دی.
د استرالیا د بهرنیو چارو وزارت همدارنګه اعلان کړی چې د افغانانو د خرابېدونکي بشري وضعیت د ښه کولو لپاره یې ۵۰میلیونه ډالره نور ځانګړي کړي دي.
د یاد وزارت په وینا، دا مرسته به د ښځو او نجونو ملاتړ، د خوړو خوندیتوب، روغتیايي خدمتونه او د انساني کرامت ساتنه په لومړیتوب کې ولري. استرالیا وایي دا مرستې به د ملګرو ملتونو د ادارو له لارې وېشل کېږي، څو ډاډ ترلاسه شي چې مرستې اړمنو خلکو ته رسېږي، نه طالبانو ته.

فرانس پرېس خبري اژانس د چین د ځايي چارواکو په حواله راپور ورکړی چې نند میانمار پولې ته نږدې د مېشتو جنايي ډلو ۱۱مهم غړي اعدام شوي دي. دغه کسان د انټرنیټي او ټیلیفوني درغلیو په پراخو شبکو کې د لاس لرلو په تور مجرم پېژندل شوي وو.
د چینايي چارواکو په وینا، پر دغو کسانو د قتل، انسانتښتونې، په ناقانونه ډول د خلکو ساتلو او د شاوخوا ۱.۴میلیارد ډالرو په ارزښت د مالي درغلیو تورونه ثابت شوي وو.
د فرانس پرېس د راپور له مخې، د یادو جنايي ډلو د فعالیتونو له امله لږ تر لږه ۱۴چینايي وګړي وژل شوي او ګڼ نور ټپیان شوي دي.
دا پېښه په داسې حال کې رامنځته شوې چې په وروستیو کلونو کې د میانمار په سرحدي سیمو کې د انټرنیټي درغلیو مرکزونه جوړ شوي، چېرې چې زرګونه کسان په جبري توګه کار ته اړ ایستل کېږي، څو د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو د خلکو څخه د انټرنیټ له لارې پیسې غلا کړي.
چارواکي وايي، چین د دغو نړیوالو جنايي شبکو پر وړاندې د سختو اقداماتو لړۍ چټکه کړې ده.
