هېګسټ: که ایران له مذاکرې ډډه وکړي، پنتاګون تر بل هر وخت ډېر اقدام ته چمتو دی

د امریکا دفاع وزیر پېټ هېګسټ ایران ته خبرداری ورکړ، چې که چېرې له متحده ایالاتو سره له مذاکرې ډډه وکړي، پنټاګون "تر بل هر وخت ډېر اقدام ته چمتو" دی.

د امریکا دفاع وزیر پېټ هېګسټ ایران ته خبرداری ورکړ، چې که چېرې له متحده ایالاتو سره له مذاکرې ډډه وکړي، پنټاګون "تر بل هر وخت ډېر اقدام ته چمتو" دی.
د هېل ورځپاڼې د راپور لهمخې، هغه په فلوریډا ایالت کې د "بلواوریجین" شرکت په تاسیساتو کې تر وینا وروسته خبریالانو ته وویل: «ولسمشر له هماغه پیله په روښانه توګه ویلي چې ایران باید د اټومي وسلو د ترلاسه کولو وړتیا ونهلري. نو ځکه، یا دوی کولای شي په دې اړه مذاکره وکړي او یا موږ په نورو انتخابونو سره مخکې ځو».هېګسټ ټینګار وکړ: «د جګړې وزارت بلکل د همدغو انتخابونو لپاره شتون لري».د متحده ایالاتو د جګړې وزیر دې ته په اشارې سره چې داسې یوې لور ته تلل یې خپله غوښتنه نه ده، زیاته کړه: «زموږ دنده دا ده چې چمتو اوسو او البته چې چمتو هم یو، تر هغه څه چې اړتیا ده ډېر چمتو یو. موږ تل ویلي چې ولسمشر ټرمپ سولې ته ژمن دی او که ایران هوکړې ته د رسېدو لپاره جدي وي، هغه هم هوکړې ته ژمن دی؛ خو باید وکتل شي چې څه کېږي. دا په ایران پورې اړه لري».هېګسټ په ایران کې د رژیم د بدلون د احتمال په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې له مستقیم ځواب ورکولو ډډه وکړه او استدلال یې وکړ، چې پنټاګون د امر د ورکړې په صورت کې اقدام ته چمتو دی.هغه وویل: «اوس مهال زموږ دنده دا ده چې چمتو اوسو او ایران دا انتخاب لري چې د خپلو اټومي وړتیاوو په اړه مذاکره وکړي او که نه».


د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي وایي، نړۍ په ایران کې د تاوتریخوالي او د خلکو د وژنې ټولو اړخونو ته ځیر ده. هغه زیاته کړه، نړۍ ګوري چې د ایران رژیم څنګه په سیمه او نړۍ کې د جګړې او ناامنۍ خپرولو لپاره لویې سرچینې لګوي.
زېلېنسکي په اوکراین کې د روسیې له لوري د ایراني بېپيلوټه الوتکو کارونې ته اشاره وکړه او ټینګار یې وکړ، چې هېواد به یې هېڅکله د هغو زرګونو بېپيلوټه الوتکو بریدونه هېر نه کړي، چې د اوکراین ښارونه، کلي او خلک یې په نښه کړي دي.
هغه زیاته کړه: «د ایران په اړه ځینو اروپایي هېوادونو په ځانګړي ډول هغو چې د فعالې همکارۍ او اصولي دریځ غوښتونکي وو او همدارنګه پخپله ایرانیانو د اوکراین غږ اورېدلی دی».
د اوکراین ولسمشر همدارنګه اعلان وکړ، چې د اروپایي ټولنې هېوادونو عملي توافق ته رسېدلي چې د ایران د رژیم له اصلي بنسټونو څخه یعنې د اسلامي انقلاب د ساتونکو ځواک یا سپاه پاسداران د ترهګرې ډلې په توګه پېژندلو پرېکړه وکړي. د دې پرېکړې اړوند حقوقي او اجرایي بهیرونه په اروپا کې روان دي.
زېلېنسکي د اوکراین په اړه وویل: «موږ دا پرېکړه مخکې له مخکې کړې او سپاه پاسداران مو د ترهګرې ډلې په توګه وپېژانده. زموږ لپاره دا موضوع پای ته رسېدلې ده».
په پای کې زېلېنسکي ټینګار وکړ، چې په نړۍ کې ټولې ترهګرې ډلې او سازمانونه باید له یو شان چلند او غندنې سره مخ شي او هېڅ ترهګر ته اجازه ورنهکړل شي چې بریالی شي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، د هند له لومړي وزیر نرېندرا مودي سره یې د سوداګرۍ او همداراز د روسیې او اوکراین د جګړې د پای ته رسېدو په تړاو خبرې کړې دي. ټرمپ ویلي، هند موافقه کړې، چې تر دې وروسته به د روسیې پر ځای له امریکا او احتمالاً له ونزوېلا نفت وپېري.
واشنګټن په اوکراین کې د جګړې د پای ته رسېدو لپاره پر روسیې د فشار راوړلو په ترڅ کې د روان کال په زمري میاشت کې له مسکو څخه د نوي ډیلي د نفتي موادو د نهپېرلو په موخه امریکا ته د هند پر صادراتي توکو تعرفه ۵۰ سلنه زیاته کړه.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دوشنبې په ورځ (د سلواغې ۱۳مه) په خپله ټولنیزه پاڼه وویل، چې د هند له لومړي وزیر سره یې په ټلیفوني خبرو کې پر دې سلا کړې، چې هند به له روسیې د نفتي موادو پېرل ودروي او پر ځای به یې له امریکا او احتمالاً له ونزوېلا د اړتیا وړ نفتي مواد وپېري.
ټرمپ ویلي: «دغه چاره به په اوکراین کې د جګړې له پای ته رسېدو چې له امله یې هره اوونۍ زرګونه کسان وژل کېږي مرسته وکړي».
نوموړي زیاته کړې: «موږ د امریکا او هند تر منځ د سوداګریزو چارو پر هوکړې هم موافقت وکړ او ورسره به امریکا ګمرکي تعرفه له ۲۵ سلنې څخه ۱۸ سلنې ته راټيټه کړي او هغوی به هم د امریکا پر وړاندې تعرفې راکمې او همداراز غېر تعرفهيي خنډونه صفر ته راښکته کړي».
د ټرمپ په وینا، هند همداراز ژمنه کړې، چې د څه باندې ۵۰۰ میلیارده ډالرو په ارزښت له امریکا انرژي، د ډبرو سکاره او همداراز د ټېکنالوژۍ او کرنې اړوند محصولات وپېري.
له دې سره سم، د هند لومړي وزیر نرېندرا مودي هم د دوشنبې په ورځ (د سلواغې ۱۳مه) په خپله اېکسپاڼه امریکا ته د هندي محصولاتو پر صادراتو ۱۸ سلنې ته د ګمرکي تعرفې له راټيټېدو خوښي څرګنده کړې او ویلي یې دي: «د دې په زړه پورې اعلان له امله د هند د ۱ اعشاریه ۴ میلیارده خلکو په استازیتوب له ولسمشر ټرمپ څخه ډېره مننه کوم. کله چې دوه لوی اقتصادي هېوادونه او د نړۍ تر ټولو سترې ولسواکۍ په ګډه کار کوي، دا زموږ د خلکو په ګټه تمامېږي او د متقابلې ګټې لپاره ستر فرصتونه رامنځته کوي».
مویي همداراز د نړۍوالې سولې، ثبات او سوکالۍ لپاره د ډونالډ ټرمپ رول مهم ګڼلی او زیاته کړې یې ده، چې هند هم د هغه په مشرۍ د سولې له هڅو ملاتړ کوي.
د یادونې وړ ده، چې هند تر دې مخکې د خپلې اړتیا وړ نفتي مواد له روسیې او ایران څخه واردول، خو اوس به دغه مواد له امریکا او په ځانګړې توګه له ونزوېلا واردوي.

د هند او طالبانو ادارې ترمنځ د اړیکو له تودېدو سره هممهاله، هند په خپله نوې مالي بودیجه کې له افغانستان سره یو اعشاریه پنځه میلیارده هندي روپۍ چې شاوخوا ۱۶ نیم میلیونه امریکايي ډالره کېږي، د مرستې په توګه ځانګړې کړې دي.
د هند د حکومت د بودیجې سند ښيي، چې دې هېواد د تېر کال پرتله له افغانستان سره خپلې بشري مرستې لږ څه زیاتې کړې دي، خو دا اندازه د هغو مرستو پرتله ډېره کمه ده چې هند پخوا د افغانستان له پخواني حکومت سره کولې.
د ۲۰۲۵ مالي کال پر مهال، هند افغانستان ته شاوخوا ۱۰۰ کروړه هندي روپۍ چې نږدې ۱۱ میلیونه ډالره کېږي، مرسته کړې وه. د هند تر ټولو زیاتې مرستې د سوېل ختیځې اسیا هېوادونو ته ځانګړې شوې دي، لکه بوتان او سرېلانکا چې له هند سره نږدې او ښې اړیکې لري. د بودیجې په سند کې لیدل کېږي، چې هند خپلو مرستو ته په یو شمېر دغو هېوادونو کې زیاتوالی ورکړی دی.
د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان ته د هند د مرستو زیاتوالی له طالبانو سره د نوي ډیلي د اړیکو له تودېدو سره نږدې تړاو لري. هند نه یوازې په کابل کې د افغانستان سفارت او کونسلګرۍ طالبانو ته سپارلې دي، بلکې په وروستیو میاشتو کې یې د طالبانو د بهرنیو چارو، سوداګرۍ او عامې روغتیا وزیران هم مېلمانه کړي دي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي ته د هند تود هرکلی د دې ښکارندويي کوي، چې هند غواړي له طالبانو سره خپلې اړیکې لا پراخې کړي. دې اړیکو اسلاماباد اندېښمن کړی او پاکستان پرلهپسې هند او طالبان تورنوي، چې د پاکستان په خاوره کې د وسلهوالو ډلو او بریدونو ملاتړ کوي.
د هند د بودیجې په سند کې دا نه دي روښانه شوي چې دا پیسې به په کومو برخو او یا کومو پروژو کې ولګول شي. تر دې وړاندې هند د طالبانو ادارې ته د درملو او خوراکي توکو مرستې هم استولې وې.
د ځانګړو شویو محدودو مالي سرچینو لهمخې، داسې ښکاري چې د طالبانو د خوښې خلاف، هند به د طالبانو د ادارې په بنسټیزو او زېربنایي پروژو کې برخه وانخلي او خپلې مرستې به یوازې پر بېړنیو او بشري مرستو محدودې وساتي.
سره له دې چې د هند مرستې د طالبانو ادارې ته زیاتې شوې دي، خو د پخواني افغان حکومت د مرستو پرتله ډېرې کمې دي.
هند د ۲۰۰۱ او ۲۰۲۱ کلونو ترمنځ په ټولییزه توګه له افغانستان سره له درې میلیارده ډالرو زیاتې مرستې کړې وې. د ۲۰۲۱ کال له سقوط وروسته دا مرستې ودرېدې، خو په ۲۰۲۴ کال کې بیا پیل شوې.
په افغانستان کې د هند له سترو پروژو څخه د سلما بند جوړول، د افغانستان د ملي شورا ودانۍ او د زرنج–ډیلارام لویه لار یادولی شو، چې شاوخوا ۲۱۵کیلومتره اوږدوالی لري او د افغانستان لوېدیځ یې د ایران له چابهار بندر سره نښلولی.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی، چې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي د دوشنبې په ماښام د اردن د بهرنیو چارو له وزیر اېمن الصفدي سره په ټلیفوني اړیکه کې د سیمې د وروستیو سیاسي او امنیتي بدلونونو په اړه د نظر تبادله کړې ده.
د یاد وزارت د معلوماتو لهمخې، د ایران د بهرنیو چارو وزیر په دې ټلیفوني خبرو کې د اسلامي جمهوریت هغه دریځونه تشریح کړي، چې لهمخې یې ایران د ولس د حقونو او ملي ګټو د خوندي کولو لپاره له ډیپلوماسۍ څخه کار اخلي او همدارنګه د سیمې د سولې او ثبات د ساتنې پر اهمیت ټینګار کوي. نوموړي اردني لوري ته په دې برخه کې د روانو ډیپلوماتیکو هڅو او سلا مشورو د وروستي وضعیت په اړه هم معلومات ورکړل.
په مقابل کې، د اردن د بهرنیو چارو وزیر د سیمې پر ثبات او امنیت د هر ډول ترینګلتیا د زیاتېدو د منفي پایلو په اړه اندېښنه څرګنده کړه او ټینګار یې وکړ، چې د سیمې ثبات لپاره ډیپلوماسي د ستونزو د هواري یوازینۍ او ښه لاره ده. هغه زیاته کړه، چې اردن د هر هغه ډیپلوماتیک بهیر او نوښت ملاتړ کوي، چې موخه یې د تاوتریخوالي کمول او د سیمې د ثبات پیاوړتیا وي.
دا په داسې حال کې ده، چې ټرمپ له څو اوونیو راهیسې پر ایران د برید ګواښونه کړي او د تازه راپورونو لهمخې، ښايي د تهران او واشنګټن استازي په نږدې ورځو کې استانبول کې سره وګوري او د مسایلو پر حل بحثونه وکړي.

د امریکا ځانګړی استازی سټیو ویټکاف او د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د جمعې په ورځ په استانبول کې سره ګوري. یو امریکایي چارواکي ویلي، « ټرمپ غواړي دواړې خواوې موافقه وکړي. دا لیدنه د دې لپاره ده چې واوري هغوی څه وایي».
د رویترز راپور له مخې، د تهران او واشنګټن ترمنځ د ډیپلوماسۍ د بیا فعالېدو نښې لیدل کېږي او ښايي د دواړو هېوادونو لوړپوړي چارواکي په نږدې ورځو کې په ترکیه کې سره وګوري.
بل خوا امریکا د ایران شاوخوا خپل پوځي حضور زیات کړی او له تهران څخه یې غوښتي چې د یورانیمو بډاینه ودروي، د بالستیک توغندیو پروګرام محدود کړي او له سیمهییزو وسلهوالو ډلو خپل ملاتړ پای ته ورسوي. خو ایران دا شرطونه د خپل ملي حاکمیت پر ضد بولي.
تهران ټینګار کوي چې خبرې باید له شرطونو پرته وشي او د نړیوالو بندیزونو لرې کېدل د هر ډول هوکړې اساسي شرط ګڼي.