د طالبانو کابینې په پلان شویو پروژو کې د پراختیایي بودجې پر مصرف ټینګار کړی

د طالبانو د ریاست الوزرا ملامحمد حسن په مشرۍ ددې ډلې د کابینې غونډه کې د پراختیایي بودجې د لګولو او د افغان کډوالو ستونزو ته د رسېدنې په اړه بحث شوی.

د طالبانو د ریاست الوزرا ملامحمد حسن په مشرۍ ددې ډلې د کابینې غونډه کې د پراختیایي بودجې د لګولو او د افغان کډوالو ستونزو ته د رسېدنې په اړه بحث شوی.
د طالبانو تر واک لاندې ارګ نن سې شنبه، د سلواغې پر ۱۴مه لیکلي، چې ددې ډلې د کابینې څوارلسمه غونډه پرون ترسره شوې ده.
په ناسته کې د پراختیایي بودجې د مصرف راپور تایید او اړوندو ادارو ته لارښوونه شوې، چې پراختیایي بودجه په پلان شویو پروژو کې پر وخت مصرف او پراختیایي چارې دې په ښه توګه له پلان سره سمې پر مخ یووړل شي.
دغه راز په یاده غونډه کې د افغان کډوالو ستونزو ته د رسېدنې په اړه بحث شوی او اړوندو ادارو ته دنده سپارل شوې، چې ستونزو ته د رسېدنې په موخه دې حل لارې وموندل شي.
په دې وروستیو کې له پاکستان او ایران څخه د افغان کډوالو اېستلو پروسه چټکه شوې ده.
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ تازه ویلي، چې د ۲۰۲۵کال له جنورۍ تر نومبر پورې شاوخوا ۱.۸میلیونه افغانان له ایران او نږدې ۹۰۰زره نور له پاکستان څخه افغانستان ته ستانه شوي دي.

د پاکستان د ملي اسامبلۍ د اپوزېسیون مشر محمود خان اڅکزي د سې شنبې په ورځ ددغه هېواد لومړي وزیر شهباز شریف ته لیک استولی او له هغه یې د عمران خان د روغتیا په برخه کې د شخصي مداخلې غوښتنه کړې ده. اڅکزي ویلي، د عمران خان روغتیايي وضعیت باید د هغه باوري ډاکټران وګوري.
دغه لیک د تحریک تحفظ ایین پاکستان (TTAP) له لوري پر ایکس خپور شوی دی.
اڅکزي په لیک کې ویلي چې په اډیاله زندان کې د عمران خان وروستي طبي معاینات د هغه د شخصي ډاکټرانو او کورنۍ له خبرتیا او شته والي پرته شوي دي.
نوموړي ټینګار کړی چې د عمران خان شخصي ډاکټران، چې د هغه له طبي تاریخ سره بلد دي، باید په معایناتو کې شامل شي.

په خوست کې سیمه یزو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د باتور خان په نامه د طالبانو یو غړي په مرکز متون کې په خپل کور کې ځان وژنه کړې ده. د سرچینو په وینا، نوموړي په دې وروستیو کې خپله دنده له لاسه ورکړې وه. د باتور خان پلار او ورو د طالبانو په نظامي لیکو کې دندې لري.
په خوست کې سیمه ییزو سرچینو نن سې شنبه، د سلواغې پر ۱۴مه وویل، چې دا پېښه نن ماسپښین شوې ده.
د طالبانو د غړي باتورخان د ځان وژنې په اړه یې ځینې خپلوان وايي، چې په وروستیو کې له خپلې دندې ګوښه شوی و او په رواني ناروغۍ هم اخته شوی و.
یو عیني شاهد وویل:« باتور د کور په مخ کې خپل ځان په تفنګچه وویشت او ځای پر ځای مړ شو.»
د باتور خان کورنۍ سبا لس بجې د هغه د جنازې اعلان کړی دی او د درې ورځو لپاره یې نژدې جومات کې فاتحه اخیستل کېږي.
په خوست کې له دې وړاندې هم د ځانوژنې د پېښو په اړه رپوټونه ور کړل شوي دي.
د روان کال د چنګاښ په میاشت کې د خوست ولایت د ځاځي میدان ولسوالۍ اړوند په « پیرمیلي» کلي کې یوه ځوان ځان وژلی و.
افغانستان انټرنشنل-پښتو د روان کال په چنګاښ میاشت کې موندلې وه، چې د هغې میاشتې د یوې اونۍ په ترڅ کې د پلازمېنې کابل په ګډون د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د ځوانانو د ځانوژنې لږترلږه ۱۰ پېښې شوې وې.
اقتصادي ستونزې، بېکاري او رواني فشارونه د دغه پېښو لوی لاملونه بلل کېږي.
د ځوانانو د ځانوژنې د پېښو له زیاتوالي سره جوخت یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل-پښتو ته ویلي و، چې طالبانو په خوست کې ملایانو ته سپارښتنه کړې چې د ځانوژونکو د جنازو امامت ونهکړي او د هغوی له کورنیو سره خواخوږي ونهښيي.

د تخار ولایت د خواجه بهاوالدین، درقد او دشتقلعه ولسوالیو ترمنځ د کهنه خانې مشهور ځنګل د طالبانو د کرنې وزارت او محلي ادارو د پرېکړې له مخې وهل شوی او پر خلکو وېشل شوی دی. د سیمې خلکو دا د چاپیریال لپاره زیانناک ګام ګڼلی، خو طالبانو تراوسه په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.
له سیمې څخه خلکو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې دغه ځنګل پر۲۰ زره جریبه ځمکه ولاړ و او د طالبانو د کرنې وزارت د اداري او مالي معیین مولوي نورالدین عمیر، د تخار د کرنې ریاست د رییس او د ځمکو د ادارې د امر په امر وهل شوی او لرګي یې پر خپلو خپلوانو وېشلي دي.
د سیمې خلکو ددغه ځنګله د وهلو ویډیوګانې هم افغانستان انټرنشنل ته استولې دي.
د سیمې اوسېدونکو وویل، چې د ځنګل له وهلو وروسته د لاوډسپیکر له لارې اعلانونه وشول او خلکو ته وویل شول چې راشي او له ځنګله لرګي یوسي.
د محلي سرچینو د معلوماتو له مخې، په تېرو پنځو ورځو کې په زرګونو کسان د ځنګله د لرګیو او بوټو د انتقال لپاره دې سیمې ته تللي دي. د سیمې د خلکو په وینا، د لرګیو د انتقال لپاره له نورو ولایتونو، په ځانګړې توګه بدخشان نه هم خلک ورغلي دي.
تر اوسه د طالبانو د محلي او مرکزي ادارو له خوا د دې موضوع په اړه رسمي وضاحت نه دی ورکړل شوی، خو د چاپېریالي زیان، بېنظمۍ او اداري فساد په اړه د خلکو اندېښنې ورځ تر بلې زیاتېږي.
د سیمې خلکو نیوکه کړې، چې د ځنګله وهل پر اقلیم او چاپیریال ناوړه اغیزې کوي او تر ټولو بده لا دا، چې ددې چارې امر د طالبانو د کرنې وزارت له خوا ورکړل شوی دی.
د محلي سرچینو په وینا، د طالبانو محلي اداره غواړي چې د ځنګل ځمکه خپلو اړوندو کسانو ته په اجاره ور کړي.

د سویس د سنت ګالن ښار د اورګاډي تمځي پر وړاندې د شنبې په ماښام پنځو افغان ځوانانو یو ۳۷ کلن سویسی وګړی وهلی او ډبولی دی. پولیسو ویلي، چې یاد کس برسېرن ټپي شوی او ټول بریدګر نیول شوي دي.
د کانتون سنت ګالن د پولیسود معلوماتو له مخې، پېښه شاوخوا د ماښام په ۵:۳۰ بجو د بس تمځي د «B» تمځای په سیمه کې شوې ده. پولیس وايي، لومړی یو ۱۹ کلن افغان ځوان یوه سویسي سړي ته ورنږدې شو او لږ وروسته د دواړو ترمنځ شخړه پیل شوه، خو دا یې نه دي ویلي، چې افغان ځوان په څه هدف ور نږدې شوی و.
پولیس وايي، د شخړې پر مهال، څلور نور ځوانان هم پر شخړه ور ګډ شول او ۳۷ کلن سړی یې په سوکانو او لغتو وواهه.
د پولیسو په وینا، له بریدګرو څخه یوه تن پر سویسي وګړي د لرګي وارونه کړي دي.
تر پېښې وروسته، پنځه واړه بریدګر چې عمرونه یې د ۱۹ او ۲۱ کلونو ترمنځ دي، له سیمې وتښتېدل، خو د ښار د پولیسو له خوا لږ وخت وروسته د ګالسپلاتڅ په سیمه کې ونیول شول او اوس په توقیف کې دي.
د سنت ګالن د کانتون پولیسو د څارنوالۍ تر لارښوونې لاندې د پېښې پلټنې پیل کړې دي او له خلکو یې غوښتي چې که د پېښې په اړه معلومات لري، له پولیسیو سره یې شریک کړي.

طالبانو په جرمني کې د افغانستان د دریو کونسلګریو له عوایدو شاوخوا لس میلیونه یورو را غونډ کړي، خو لاهم د بانکي بندیزونو له امله کابل ته د دې پیسو په لیږلو کې له ستونزو سره مخ دي. تېرکال هم ورته یو رپوټ ورکړل شوی و.
د جرمني رسنیو یوځل بیا خبر ورکړی، چې د طالبانو تر واک لاندې د بن، برلین او مونشن کونسلګریو کې شاوخوا لس میلیونه یورو عواید را ټول شوي دي، خو د بانکي بندیزونو له امله یې کابل ته نه شي استولی.
پر طالبانو له ۲۰۲۱ کال راهیسې سخت مالي بندیزونه لګول شوي، چې د بشري حقونو سرغړونې، په ځانګړي ډول د ښځو حقونو ته د پام نه کولو له امله دي. له همدې امله، د طالبانو ادارو ته له بانکي لارې پیسې لېږدول ناممکن شوي.
د اې ار ډي ټلویزیون د تېر کال د یوې څېړنې له مخې، طالبان ښايي د نغدو پیسو له لارې د دې بندیزونو شاته کولو هڅه کوي، خو تر اوسه ددغسې هڅو عملي شواهد نه دي موندل شوي.
د یادې رسنۍ په وینا، د ۲۰۲۵ کال د اپرېل په پای کې د طالبانو د مونشن کونسلګرۍ مسوول د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ددفتر له رییس سره کتلي وو، چې له اروپايي هېوادونو نه د عوایدو د لېږد پر څرنګوالي ورسره وغږیږي.
اوس یوځل بیا دا موضوع د جرمني بي ار ۲۴ رسنۍ راپورته کړې ده.
له تېر اکتوبر راهیسې، طالبانوپه جرمني کې درېواړې افغان ډیپلوماتیکې استازولۍ تر خپل نفوذ لاندې راوستې دي.
طالبانو تېرکال د اې ار ډي پوښتنو ته ځواب ورکړی و، چې د بندیزونو سرغړونې تورونه بېاساسه دي او ټینګار یې کړی و چې ټولې کونسلګرۍ فیسونه یوازې د بانک او ټیليکیش له لارې اخلي او نغدې پیسې نه اخلي.
د څېړنو له مخې، د افغان کونسلګریو په بانکي حسابونو کې لږ تر لږه لس میلیونه یورو شته چې له ۲۰۲۱ کال راهیسې کابل ته نه دي لېږدول شوي.
د مونشن کونسلګري چې واردمخه له طالبانو سره په همغږۍ کار کوي، په جرمني کې د طالبانو د عوایدو تر ټولو ستره سرچینه ګڼل کیږي. دې کونسلګرۍ ته په جرمني او اروپا کې د میشتو افغانانو یوه ستره برخه مراجعه کوي. کونسلګري د پاسپورټونو د نوي کولو، تمدید، نکاح خط او نورو اسنادو په بدل کې فیسونه اخلي.
