په سویس کې پنځو افغان ځوانانو یو ۳۷ کلن سویسی ډبولی

د سویس د سنت ګالن ښار د اورګاډي تمځي پر وړاندې د شنبې په ماښام پنځو افغان ځوانانو یو ۳۷ کلن سویسی وګړی وهلی او ډبولی دی. پولیسو ویلي، چې یاد کس برسېرن ټپي شوی او ټول بریدګر نیول شوي دي.

د سویس د سنت ګالن ښار د اورګاډي تمځي پر وړاندې د شنبې په ماښام پنځو افغان ځوانانو یو ۳۷ کلن سویسی وګړی وهلی او ډبولی دی. پولیسو ویلي، چې یاد کس برسېرن ټپي شوی او ټول بریدګر نیول شوي دي.
د کانتون سنت ګالن د پولیسود معلوماتو له مخې، پېښه شاوخوا د ماښام په ۵:۳۰ بجو د بس تمځي د «B» تمځای په سیمه کې شوې ده. پولیس وايي، لومړی یو ۱۹ کلن افغان ځوان یوه سویسي سړي ته ورنږدې شو او لږ وروسته د دواړو ترمنځ شخړه پیل شوه، خو دا یې نه دي ویلي، چې افغان ځوان په څه هدف ور نږدې شوی و.
پولیس وايي، د شخړې پر مهال، څلور نور ځوانان هم پر شخړه ور ګډ شول او ۳۷ کلن سړی یې په سوکانو او لغتو وواهه.
د پولیسو په وینا، له بریدګرو څخه یوه تن پر سویسي وګړي د لرګي وارونه کړي دي.
تر پېښې وروسته، پنځه واړه بریدګر چې عمرونه یې د ۱۹ او ۲۱ کلونو ترمنځ دي، له سیمې وتښتېدل، خو د ښار د پولیسو له خوا لږ وخت وروسته د ګالسپلاتڅ په سیمه کې ونیول شول او اوس په توقیف کې دي.
د سنت ګالن د کانتون پولیسو د څارنوالۍ تر لارښوونې لاندې د پېښې پلټنې پیل کړې دي او له خلکو یې غوښتي چې که د پېښې په اړه معلومات لري، له پولیسیو سره یې شریک کړي.

طالبانو په جرمني کې د افغانستان د دریو کونسلګریو له عوایدو شاوخوا لس میلیونه یورو را غونډ کړي، خو لاهم د بانکي بندیزونو له امله کابل ته د دې پیسو په لیږلو کې له ستونزو سره مخ دي. تېرکال هم ورته یو رپوټ ورکړل شوی و.
د جرمني رسنیو یوځل بیا خبر ورکړی، چې د طالبانو تر واک لاندې د بن، برلین او مونشن کونسلګریو کې شاوخوا لس میلیونه یورو عواید را ټول شوي دي، خو د بانکي بندیزونو له امله یې کابل ته نه شي استولی.
پر طالبانو له ۲۰۲۱ کال راهیسې سخت مالي بندیزونه لګول شوي، چې د بشري حقونو سرغړونې، په ځانګړي ډول د ښځو حقونو ته د پام نه کولو له امله دي. له همدې امله، د طالبانو ادارو ته له بانکي لارې پیسې لېږدول ناممکن شوي.
د اې ار ډي ټلویزیون د تېر کال د یوې څېړنې له مخې، طالبان ښايي د نغدو پیسو له لارې د دې بندیزونو شاته کولو هڅه کوي، خو تر اوسه ددغسې هڅو عملي شواهد نه دي موندل شوي.
د یادې رسنۍ په وینا، د ۲۰۲۵ کال د اپرېل په پای کې د طالبانو د مونشن کونسلګرۍ مسوول د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ددفتر له رییس سره کتلي وو، چې له اروپايي هېوادونو نه د عوایدو د لېږد پر څرنګوالي ورسره وغږیږي.
اوس یوځل بیا دا موضوع د جرمني بي ار ۲۴ رسنۍ راپورته کړې ده.
له تېر اکتوبر راهیسې، طالبانوپه جرمني کې درېواړې افغان ډیپلوماتیکې استازولۍ تر خپل نفوذ لاندې راوستې دي.
طالبانو تېرکال د اې ار ډي پوښتنو ته ځواب ورکړی و، چې د بندیزونو سرغړونې تورونه بېاساسه دي او ټینګار یې کړی و چې ټولې کونسلګرۍ فیسونه یوازې د بانک او ټیليکیش له لارې اخلي او نغدې پیسې نه اخلي.
د څېړنو له مخې، د افغان کونسلګریو په بانکي حسابونو کې لږ تر لږه لس میلیونه یورو شته چې له ۲۰۲۱ کال راهیسې کابل ته نه دي لېږدول شوي.
د مونشن کونسلګري چې واردمخه له طالبانو سره په همغږۍ کار کوي، په جرمني کې د طالبانو د عوایدو تر ټولو ستره سرچینه ګڼل کیږي. دې کونسلګرۍ ته په جرمني او اروپا کې د میشتو افغانانو یوه ستره برخه مراجعه کوي. کونسلګري د پاسپورټونو د نوي کولو، تمدید، نکاح خط او نورو اسنادو په بدل کې فیسونه اخلي.

د ایران د خراسان رضوي د ټرانسپورټ مرستیال محمود امتي وايي، چې د دوغارون-اسلام کلا پر پوله هره ورځ د شاوخوا ۲۰۰۰ کانټینرونو او لاریو دریدل دوی ته له یونیم تر دوو میلیونو ډالرو زیان اړوي. د نوموړي په وینا، زیاتره کانټینر او لارۍ افغانستان ته د اوښتو هڅه کوي.
د ایران د خراسان رضوي د ټرانسپورټ مرستیال محمود امتي د ایران ایسنا اژانس ته ویلي، چې د ایران او طالبانو ترمنځ د تړون له مخې هره ورځ ۲۰۰۰ لارۍ باید له دوغارون- تسلام کلا پولې تیرې شي.
نوموړی وايي، چې ددې ستونزې حل لپاره اړتیا ده چې پر پوله د دروازو شمیر زیات او د کار ساعتونو زیات شي.
دوی همدراز یاتوي، چې د لاریو څلور ساعته تصفیې لوی خنډ رامنځته کړی دی.
امامتي نیوکه وکړه، چې شوي تړونونه په سمه توګه نه عملي کېږي خو دا تمېدل، درانه لګښتونه، ناوخته فیس، د کانټینرونو ذخیره کول، د بار وړلو نرخونه لوړېدل او اضافي لګښتونه ددې لامل شوی، چې سوداګر بدیلې لارې ولټوي.
له دې وړاندې د ایران د تایباد مرستیال والي مهدي رجبي وایلي و، چې د دوغارون په اقتصادي مرکزونو کې د ایران او افغانستان د ټرانزیټي لاریو تګ راتګ ځنډېدل به دواړه هېوادونه له نه جبرانېدونکي زیان سره مخ کړي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وايي، چې امیرخان متقي په کابل کې د ترکیې له نوي سفیر سادین ای يلديز سره تعرفي کتنه کړې ده. په دې کتنه کې د دواړو هېوادونو د دوو اړخيزو اړيکو پر پراختيا خبرې شوې دي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت نن سې شنبه، د سلواغې پر ۱۴مه وویل، چې د طالبانو د بهرنيو چارو وزير امیرخان متقي د ترکيې جمهوريت د افغانستان نږدې دوست وگاڼه او دوې اړخيزې اړيکې مخ پر وده وارزول شوې.
طالبانو د ترکیې سفیر سادین ای يلداز له قوله ویلي، چې هغه هم پر خپل وار د دواړو هېوادونو اړيکې مثبتې وارزولې او په اقتصادي او روغتيايي برخو کې يې د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاريو پر پراختيا ټينگار وکړ.
د طالبانو د بیاځلي واک ته رسېدو سره انقرې خپل سفارت په کابل کې نه دی تړلی او دغه هېواد په ترکیه کې د افغانستان سیاسي استازولۍ د طالبانو په واک کې ورکړې دي خو د طالبانو اداره یې تراوسه په رسمیت نه ده پېژندلې.

د خیبر پښتونخوا ایالت د صوابۍ د پولیسو یو مشر عبدالعلي له دې امله له دندې لرې شوی، چې پر خپل واټساپ یې د طالبانو ددفاع وزیر مولوي یعقوب مجاهد انځور لګولی و. نوموړي دغه راز په ودونو کې پر موسیقۍ او بازار ته د ښځو پر تګ هم نیوکې کړې وې.
د خیبر پښتونخوا چارواکو په صوابۍ کې یو پولیس افسر د پاروونکو څرګندونو او پر خپل واټساپ د طالبانو ددفاع وزیر مولوي یعقوب مجاهد د انځور لګولو، یا پروفایل کولو له امله له دندې لرې کړی دی.
د ولسوالۍ د پولیسو افسر (SHO) عبدالعلي په یو شمېر هغو ویډیوګانو کې چې خپرې شوې، ویلي و چې په ودونو کې به موسیقي منع وي او ښځې باید یوازې بازار ته لاړې نه شي او محرم ورسره وي.

د صوابۍ د ولسوالۍ پولیس افسر (DPO) عبدالعلي ته امر کړی و چې د ملا یعقوب انځور د خپل واټساپ له پروفایل نه لرې کړي، خو نوموړي د دغه امر له منلو ډډه کړې ده. سرچینې وايي، چې له دې وروسته نوموړی له خپلې دندې لرې کړای شوی دی.
پولیسو ویلي چې دا اقدام د ضابطو او قوانینو له مخې شوی دی.
د خیبر پښتونخوا والي فيصل کریم کنډي هم د عبدالعلي څرګندونې غندلې دي او د ایالت د اصولو خلاف یې بللې دي.

ټاکل شوې د ملګرو ملتونو امنیت شورا په نږدې ورځو کې د طالبانو پر ضد د ۱۹۸۸ بندیزونو کمېټې د څارنې ټیم د ماموریت د تمدید په اړه رایه ورکړي. د یاد ټیم اوسنی ماموریت د سلواغې پر ۲۸مه پای ته رسېږي او که وغځول شي، طالبان به لا هم د ملګرو ملتونو په تور نوملړ کې پاتې وي.
د ۱۹۸۸ بندیزونو رژیم د شتمنیو کنګل کېدل، د سفر بندیزونه او د وسلو محدودیتونه رانغاړي، چې د طالبانو پر اړوندو کسانو او ادارو عملي کېږي.
دغه بندیزونه پر هغو اشخاصو لګېږي چې په تاوتریخوالي، وسلو برابرولو، د جنګیالیو جذب او یا د سولې او ثبات ضد فعالیتونو کې لاس لري.
کارپوهان وایي، له ۱۴۰۰ کال راهیسې چې طالبان بیا واک ته رسېدلي، له بشري مرستو پرته په بندیزونو کې کوم اساسي بدلون نه دی راغلی.
همدارنګه متحده ایالاتو سږکال د طالبانو د چارواکو لپاره د سفر د معافیت ډېری غوښتنې رد کړې دي.
واشنګټن ویلي، د معافیت هره غوښتنه به جلا او په جدي ډول وڅيړي. امریکا طالبان تورن کړي چې د یرغمل نیونې ډیپلوماسي کاروي او د ترهګرۍ ضد ژمنو ته ژمن نه دي پاتې شوي.
له همدې امله، ځینو هېوادونو د معافیت غوښتنو پر ځای د سفرونو په اړه د بندیزونو کمېټې ته رسمي خبر ورکړی دی.
د ۱۹۸۸ بندیزونو کمېټه د امنیت شورا تر چتر لاندې فعالیت کوي او د بندیزونو د پلي کېدو څارنه کوي. دغه کمېټه د بندیزونو نوملړ جوړوي، د معافیت غوښتنو په اړه پرېکړې کوي او امنیت شورا ته راپور وړاندې کوي.
شنونکي باور لري چې د پاکستاني طالبانو له تحریک (TTP)، القاعده او ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ سره د طالبانو د اړیکو دوام، د ښځو او نجونو پر زده کړو محدودیتونه او د ټولشموله حکومت نه جوړېدل هغه مهم عوامل دي چې ښايي د بندیزونو د تمدید لامل شي.
که امنیت شورا د بندیزونو نوی تمدید تصویب کړي، طالبان به په نړیواله کچه د سیاسي او اقتصادي فشارونو تر سیوري لاندې پاتې شي.
