د روسیې د بهرنیو چارو وزیر: افغانستان د سیمې د امنیتي اندېښنو په مرکز بدل شوی

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف وايي، په منځنۍ اسیا کې امنیتي ګواښونه او په افغانستان کې بدلونونه د ډلهییز امنیت تړون سازمان لپاره تر ټولو مهمه مسله ده.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف وايي، په منځنۍ اسیا کې امنیتي ګواښونه او په افغانستان کې بدلونونه د ډلهییز امنیت تړون سازمان لپاره تر ټولو مهمه مسله ده.
هغه د دوشنبې په ورځ په مسکو کې د ډلهییز امنیت تړون سازمان له عمومي منشي تالاتټ بک مسادیکوف سره د لیدنې پر مهال وویل، چې نوې امنیتي ننګونې او ګواښونه، په ځانګړي ډول هغه څه چې په مرکزي اسیا او افغانستان کې روان دي؛ د دغه سازمان د اندېښنو په سر کې ځای لري.
د ډلهییز امنیت تړون سازمان یوه سیمهییزه پوځي ټلواله ده، چې روسیه، ارمنستان، بېلاروس، قزاقستان، قرغزستان او تاجکستان یې غړي دي او د دغه سازمان د تګلارو له مخې پر یو غړي برید د ټولو غړو پر وړاندې برید ګڼل کېږي.
د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د افغانستان وضعیت لا هم د ګاونډیو هېوادونو او د سیمې لپاره یو له حساسو امنیتي موضوعاتو څخه بلل کېږي.

په مسکو کې د طالبانو سفیر ګلحسن وایي، د یادې ډلې اداره لېواله ده چې له روسیې څخه تېل، ګاز او نور توکي وارد کړي او هممهاله د افغان کارګرو د جذب او د کابل–مسکو د مستقیمو الوتنو د پیل په اړه هم خبرې روانې دي.
هغه د روسیې دولتي خبري اژانس «تاس» ته ویلي، که بانکي محدودیتونه او ځینې نور خنډونه لرې شي؛ نو افغانستان کولای شي له روسیې څخه تېل، ګاز او ګڼ نور توکي وارد کړي.
هغه زیاته کړې، چې طالبان د درملو، صنعتي توکو، غلې دانې، نباتي تېلو او نورو روسي محصولاتو پېرلو ته هم لېوالتیا لري او دغه ډول سوداګریزې راکړې ورکړې به د دواړه خواوو ترمنځ د سوداګرۍ کچه د پام وړ لوړه کړي.
د نوموړي په وینا؛ طالبان همداراز هڅه کوي چې په مسکو کې د افغان توکو نندارتون جوړ کړي، څو د افغانستان تولیدات د روسیې بازار ته ور وړاندې شي.
د کارګرو د لېږد خبرې
ګلحسن په همدې مرکه کې ویلي، چې روسیه او طالبان د افغان کارګرو د جذب په اړه هم خبرې کوي. د هغه په خبره؛ طالبان چمتو دي چې ځوان، مسلکي او ماهر کاري ځواک روسیې ته ور وپېژني او د دغه مذاکراتو د مثبتو پایلو لپاره زمینه برابره ده.
هغه زیاته کړې، چې دواړه لوري د هوایي اړیکو پر پراخېدو کار کوي او ټاکل شوې د کامایر هوايي شرکت مستقیمې الوتنې د کابل او مسکو ترمنځ پیل شي. روسیه تر دې مهاله یوازینی هېواد دی، چې د طالبانو حکومت یې په رسمیت پېژندلی.
ګلحسن چې د طالبانو لهخوا د سفیر په توګه ټاکل شوی، (د مرغومي په ۲۵مه) یې خپل باورلیک د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ته وسپاره. طالبان د روسیې سره د ډېپلوماټیکو او سوداګریزو اړیکو پرلهپسې پراخېدل د خپلې ادارې مهمه لاسته راوړنه بولي.

د ټولییز امنیت تړون یا سياېسټياو پرېکړه کړې، چې له افغانستان سره د تاجکستان د پولې د پیاوړتیا لپاره تاجکي ځواکونو ته وسلې او نور نظامي تجهیزات ولېږي، خو د کره نېټې په تړاو یې څه نهدي ویلي. دغې مسلې وروسته له هغې بېړنۍ بڼه خپله کړه، چې له افغان خاورې پر تاجکستان بریدونه وشول.
افغانستان د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره تر ټولو اوږده ګډه پوله له تاجکستان سره لري؛ دغه ګډه پوله ۱۳۴۴ کیلومتره دی او ډېره برخه یې سندیزه او غرنیزه ده.
له افغانستان څخه منځنۍ اسیا ته د ګواښ جوړېدو اندېښنه له ډېر پخوا راهیسې وه او په لومړي ځل ټولییز امنیت تړون له لوري په ۲۰۱۳ کال کې له افغانستان سره د تاجکستان د پولې د خوندینې او پیاوړتیا پر پلان کار پیل شو، خو د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته دغه اندېښنه جدي شوه او د ټولییز امنیت سازمان د ۲۰۲۴ کال په نومبر کې د استانه په سرمشریزه کې پرېکړه وکړه، چې تاجکستان ته د پولې د ساتنې او پیاوړتیا لپاره باید وسلې او نور نظامي تجهیزات برابر شي.
تاجکستان ته د نورو وسلو او تجهیزاتو د برابرولو پروګرام تر هغې وروسته بېړنۍ بڼه خپله کړه، چې د ۲۰۲۵ کال په وروستیو کې له افغان خاورې پر تاجکستان بریدونه وشول. د همدې کال د نومبر پر ۲۶مه د افغانستان له بدخشان ولایت څخه د ډرون او سپکو وسلو په وسیله د تاجکستان په ختلون سیمه کې د سرو زرو د کان پر یوه مرکز برید وشو او په پایله کې یې ۳ چینايي کارګر ووژل شول.
له دغې پېښې څلور ورځې وروسته له افغان خاورې یو شمېر وسلهوال تاجکستان ته واوښتل او هلته یې د چین د یوه دولتي شرکت دوه نور کارکوونکي ووژل او ۵ نور یې ټپيان کړل.

له دغو پېښو وروسته په دوشنبه کې د چین سفارت اړ شو، چې له افغانستان سره په پوله کې ټول چینايي کارکوونکي وباسي او په دې سره په تاجکستان کې د یوې لویې لارې پر یوې مهمې برخې کار په ټپه ودرول شو.
په هغه وخت کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د تاجکستان د ختلون ولایت په شمسالدین شاهین سیمه کې د درېیو چینایي وګړو وژنه وغندله او زیاته یې کړه: «د لومړنۍ ارزونې او معلوماتو پر بنسټ په دې کې هغه کړۍ لاس لري، چې په سیمه کې د ګډودۍ، بېثباتۍ او هېوادونو ترمنځ د بېباورۍ رامنځته کولو لپاره هڅې کوي».
د افغانستان او تاجکستان په ګډ سرحد کې تاوتریخوالي په ۲۰۲۶ کال کې هم دوام وموند. همدا څو ورځې مخکې (د جنورۍ ۲۹مه) د تاجکستان سرحدي ځواکونو د نشهيي توکو هغه درې قاچاق کوونکي ووژل، چې د افغانستان له تخار ولایت څخه اوښتي وو او دوه نور یې بېرته د پولې دې غاړې تښتېدلي وو.
د تاجکستان سرحدي ځواکونو له دغې پېښې وروسته وویل، چې له یادو قاچاق کوونکو یې یو شمېر وسلې، مهمات او د مخدره توکو ۷۳ بستې چې چرس او تریاک پهکې شامل وو، نیولي دي.
د تاجکستان او افغانستان پر پوله وسله واله نښته شوې ده | افغانستان انټرنشنل پښتو
له دغو پېښو وروسته د ټولییز امنیت سازمان منشي تالاتبېک مسادیکوف د جنورۍ په وروستیو کې په یوې مرکه کې په ډاګه کړه، چې د دغه سازمان غړو هېوادونو ته دا اوس یو مهم لومړیتوب دی چې تاجکستان وسلې او نور نظامي تجهیزات برابر کړي، خو د سپارلو د دقیق مهالوېش په تړاو یې څه ونهویل.
د «د ډيپلوماټ» خپرونې هم د دوشنبې په ورځ (د سلواغې ۱۳مه) په همدې تړاو په یوه تازه راپور کې تاجکستان ته د ټولییز امنیت سازمان د وسلو د ورکړې په تړاو شک ښودلی، ځکه په وینا یې، له افغانستان سره د تاجکستان د پولې د پیاوړتیا لپاره یوازې د یوه پلان جوړول او وروستي کول ۱۰ کاله وخت ونیوو.
دغه خپرونه همداراز زیاتوي، د افغانستان او تاجکستان ګډه پوله اوږده او غرنیزه ده او په وینا یې له کافي تجهیزاتو سره هم څارنه یې سخته ده.
د یادونې وړ ده، چې د ټولییز امنیت تړون یو نظامي اېتلاف دی او په ۲۰۰۲ کال کې د ګډ دفاعي بلاک په توګه جوړ شو. دغه تړون چې مشري یې روسیه کوي، تر یوه بریده د ناټو د سیال سازمان په بڼه جوړ او رامنځته شوی دی. بلاروس، قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان او ارمنستان یې غړي هېوادونه دي.

د اسټرالیا د بهرنیو چارو وزارت وایي، چې د ایران د سپاه پاسداران پر درېیو ادارو او د دغه رژیم پر ۲۰ لوړپوړو چارواکو یې بندیزونه لګولي دي. په اعلامیه کې ویل شوي، چې دغو چارواکو او ادارو د ایرانیانو په ځپلو کې لاس درلود او په لاریونونو کې یې له خلکو سره تاوتریخوالی کړی.
د دې اعلامیې په سریزه کې ټینګار شوی، چې د ایران حکومت په تېرو اوونیو کې زرګونه ایرانیان په ډلهییزه توګه وژلي او زرګونه نور یې د سولهییزو اعتراضونو له امله وهلي، نیولي او زنداني کړي دي. همداراز په اعلامیه کې د انټرنېټ او مخابراتي اړیکو سراسري پرې کېدل د هغې هڅې په توګه یاد شوي، چې موخه یې د تاوتریخوالي پټول دي.
د اسټرالیا حکومت ټینګار کړی، چې دا اقدام د دې هېواد د ژمنتیا څرګندونه کوي، څو «د ایران د خلکو ترڅنګ ودرېږي او له نړۍوالو شریکانو سره یوځای» د اسلامي جمهوریت د هغه کمپاین پر وړاندې ودرېږي، چې موخه یې «ځپل او بېثباته کول» دي.
د سپاه پاسداران د سایبري دفاع قومنداني، د سپاه قدس ځواک ۸۴۰ واحد او د سپاه پاسداران د استخباراتو څانګه هغه درې ادارې دي چې تر بندیزونو لاندې راوستل شوي دي.
د اعلامیې لهمخې، په دغو بندیزو کې شامل کسان «محمد صادقي، محمدصلاح جوکار، حسن شاهورپور، غلامحسین محمدياصل، رحیم جهانبخش، عباسعلي محمدیان، حجتالاسلام علي سعیدي، عبدالله عراقي، علي فضلي، احمدرضا رادان، محمدرضا فلاحزاده، محسن چزاري، علیرضا فدکار، مجید موسوي، سید امینالله امامي طباطبایي، علياصغر نوروزي، حسن صبورينژاد، جواد غفار حدادي، یحیی حسیني پنجکي او اسماعیل خطیب دي».
د دې اعلامیې لهمخې، د اسټرالیا حکومت تر دې مهاله له ۲۰۰ څخه زیات ایراني کسان او بنسټونه او له ۱۰۰ څخه زیات هغه کسان او ادارې چې له سپاه پاسداران سره تړاو لري، تر بندیزونو لاندې راوستي دي.

د برېتانیا د کورنیو چارو وزیرې شبانه محمود ویلي، چې هېواد یې له پاکستان سره پیاوړې او مثبتې اړیکې لري. نوموړې په لندن کې له جیونیوز سره په ځانګړې مرکه کې وویل، چې د پاکستان او برېتانیې حکومتونه په دوامداره ډول له یو بل سره په اړیکه کې دي او پر بېلابېلو مهمو موضوعاتو خبرې کوي.
شبانه محمود د خبرو پر مهال د برېتانیا د کډوالۍ په سیستم کې د شته نیمګړتیاوو د لهمنځه وړلو مسئله خپله لومړنۍ دنده وبلله او ویې ویل، چې هم قانوني او هم ناقانونه کډوال له ډېرې مودې راهیسې د کډوالۍ له سیسټم څخه ناوړه ګټه اخلي.
د برېتانیا د کورنیو چارو وزیرې په کوڅو کې د زیاتېدونکو جرمونو د مخنیوي لپاره د پولیسو اصلاحات اړین او نهجبرانېدونکي وبلل او ټینګار یې وکړ، چې د امنیت د ټینګښت لپاره باید د پولیسو په جوړښت او کړنو کې بنسټیز بدلونونه راوستل شي.
شبانه محمود وویل، اوس یې هویت د یوې انګریزې برېتانوۍ دی، خو مور او پلار یې له ازاد کشمیر سره تړاو لري.

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د جهادي اثارو او اسنادو د ثبت ریاست مشر سعید خوستي ویلي، د طالبانو د پیغام رسولو او رسنیز فعالیتونو چارې «ډېرې کمزورې» دي او که د «خواله رسنیو ډګر» بېپامه پرېښودل شي، نو «د دوښمن روایت پیاوړی کېږي او طالبان به ماته وخوري».
قاري سعید چې پخوا یې د حقاني شبکې د تبلیغاتو د څانګې مشري کوله، د روانې اوونۍ په پیل کې د طالبانو د مشر لهخوا د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ریاست په یوه بست کې وټاکل شو. هغه د هغو کسانو په یوې غونډه کې چې د طالبانو په ګټه په مجازي فضا کې تبلیغاتي فعالیتونه کوي، وویل چې کله کاروونکي ټولنیزو شبکو ته ننوځي، نو په ډېرو مواردو کې لومړني محتوا چې دوی یې ویني، د طالبانو د مخالفو رسنیو پیغامونه او روایتونه وي.
د خوستي په وینا، دا پیغامونه د ورځې په اوږدو کې څو څو ځله تکرارېږي او د ځوانانو او عامو خلکو پر ذهنونو اغېز کوي. هغه وویل: «د بېلګې په توګه، لیکي چې طالبانو په افغانستان کې یو جزايي قانون یا اصولنامه توشیح کړې ده، چې په هغه کې عدالت او مساوات نشته. دا هغه لومړني شیان دي چې د ورځې په پیل کې سترګې پرې لګېږي او بیا د ورځې په اوږدو کې دا انځورونه او پیغامونه څو ځله تکرارېږي».
د خوستي اشاره د طالبانو هغې جزايي اصولنامې ته ده، چې تازه په څه باندې سلو مادو کې خپره شوې او د جرمونو د څېړلو څرنګوالی، د قضايي بهیر طریقه او د طالبانو د محکمو د سزاګانو ډولونه پهکې ټاکل شوي دي.
خوستي وویل، که چوپتیا غوره شي، «د دوښمن روایت پیاوړی کېږي» او له همدې امله طالبان باید تل په دفاعي دریځ کې پاتې نهشي، بلکې باید د رسنیو په ډګر کې د ابتکار واګې په لاس کې واخلي. نوموړي همدارنګه وویل، هغه رسنۍ چې له طالبانو سره موافقې نه دي، واړه خبرونه «غټوي» او له دې لارې د طالبانو د روایت د کمزوري کولو هڅه کوي.
خوستي دا هم وویل، چې ټولنیزې رسنۍ «د جګړې ژوندی ډګر» دی او لکه څنګه چې پوځي ډګر ته پاملرنه کېږي، هماغه اندازه دا فضا هم پاملرنې او فعال حضور ته اړتیا لري.
یاده دې وي، چې قاري سعید خوستي د الاهې دلاوري په نوم پر یوې محصلې نجلۍ د جنسي تېري په تور هم تورن دی.
هغه تر دې وړاندې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند او وروسته د اطلاعاتو او کلتور وزارت سلاکار پاتې شوی و.
