د ازبکستان ولسمشر په یوه رسمي سفر پاکستان ته رسېدلی

د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف په یوه رسمي سفر پاکستان ته رسېدلی او د دغه هېواد ولسمشر اصف علي زرداري او لومړي وزیر شهباز شریف یې د اسلام اباد په نور خان هوایي ډکر کې هرکلی کړی دی.

د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف په یوه رسمي سفر پاکستان ته رسېدلی او د دغه هېواد ولسمشر اصف علي زرداري او لومړي وزیر شهباز شریف یې د اسلام اباد په نور خان هوایي ډکر کې هرکلی کړی دی.
د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري په ایکس خواله رسنۍ کې ویلي، چې د ازبکستان د ولسمشر یې تود هرکلی کړی او دا سفر یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوهاړخیزو اړیکو او سیمهییز اتصال د پیاوړتیا لپاره مهم ګام بللی دی.
په پیغام کې راغلي، چې دغه سفر به د پاکستان او ازبکستان ترمنځ د سیاسي، اقتصادي او سوداګریزو همکاریو د پراختیا ترڅنګ د سیمې د هېوادونو ترمنځ اړیکې لا ټینګې کړي.
تمه ده، چې د دې سفر پر مهال د دواړو هېوادونو مشران د دوهاړخیزو اړیکو، سوداګرۍ، ترانزیټ او سیمهییزو همکاریو پر مهمو موضوعاتو خبرې اترې وکړي.


د امریکا په منځګړتوب د اوکراین او روسیې پلاوي د ۳۱۴بندیانو د تبادلې پر هوکړې سلا شوي دي. د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ځانګړي استازي سټیو ویټکاف ویلي، چې که څه هم د جګړې د پای ته رسولو لپاره لا هم مهم کارونه پاتې دي، خو دا هوکړه یو مهم پرمختګ بلل کېږي.
ویټکاف په خواله رسنۍ «ایکس» کې په یوه پیغام کې ویلي: «نن د امریکا، اوکراین او روسیې پلاویو د ۳۱۴بندیانو پر تبادلې هوکړه وکړه او دا په تېرو پنځو میاشتو کې د بندیانو لومړنۍ تبادله ده.»
هغه زیاته کړې، چې دغه پایله د سولې له هغو خبرو وروسته ترلاسه شوې، چې تفصیلي او ګټورې وې.
د ویټکاف د وینا له مخې، که څه هم لا د پام وړ کار پاتې دی، خو دا ډول ګامونه ښيي چې دوامدار ډیپلوماتیک تعامل عملي پایلې لري او د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو هڅې پر مخ وړي.
دا په داسې حال کې ده، چې د اوکراین د مرکچي پلاوي مشر د چارشنبې په ورځ په ابوظبۍ کې د امریکا په منځګړیتوب د نویو خبرو لومړۍ ورځ «رغنده» بللې وه.
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي هم ویلي وو، چې هېواد یې تمه لري دا خبرې به د بندیانو یوې نوې تبادلې ته لاره هواره کړي.
سټیو ویټکاف ویلي، چې خبرې به دوام ولري او تمه ده په راتلونکو اونیو کې نور پرمختګونه هم وشي. نوموړي دا نه دي روښانه کړي، چې هر هېواد به څو بندیان تبادله کوي. سپینې ماڼۍ هم تر اوسه په دې اړه کوم رسمي نظر نه دې ښکاره کړی.

له هغه وروسته چې امریکا او ایران د عمان په منځګریتوب په خبرو اترو هوکړې ته ورسېدل؛ د تېلو بیې نن پنجشنبه (د سلواغې ۱۶مه) راټیټې شوې دي.
د سياېنبيسي شبکې د راپور له مخې؛ د امریکا د خامو تېلو بیه په اسیا کې ۱.۴ سلنه راټیټه شوه او په هر بېرل کې ۶۴.۲۶ ډالرو ته ورسېده، په داسې حال کې چې د برینټ نړۍوال معیار ورته اندازه ۶۸.۴۹ ډالرو ته راټیټه شوه.
سياېنبيسي لیکي، ایران غواړي خبرې اترې یوازې پر اټومي موضوع متمرکزې شي؛ خو امریکا هڅه کوي د تهران د بالستیک توغندیو پروګرام، په سیمه کې د وسلهوالو ډلو ملاتړ او په ایران کې د بشري حقونو وضعیت هم د خبرو اجنډا ته ورزیات کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ توندې څرګندونې د تېلو بیې نږدې درې سلنه لوړې کړې وې. ټرمپ د چهارشنبې په ورځ ویلي و، چې علي خامنهیي «باید ډېر اندېښمن وي».
ټرمپ تېره میاشت هم خبرداری ورکړی و، که اټومي هوکړې ته ونه رسېږي؛ نو هغه به پر ایران د پوځي برید په اړه فکر وکړي او حتی د کورنیو لاریون کوونکو د ملاتړ امکان یې هم څرګند کړی و.
شنونکو سياېنبيسي ته ویلي، ښايي د تېلو بازار تر اړتیا زیات د ډیپلوماتیکو نښو پر وړاندې غبرګون ښودلی وي؛ هغه نښې چې کولای شي ډېر ژر بدلون ومومي.
د «اېم.اېس.ټي مارکی» د انرژۍ څېړنو مشر ساول کاوونیک ویلي، چې د ایران د خبرو اترو په اړه د متناقضو پیغامونو بېلول ګران دي او دغه خبرې اترې ښایي هم د تاوتریخوالي د کمېدو نښه وي او هم د پوځي اقدام تر مخه یوه تکتیکي تګلاره.
هغه ټینګار کړی، سره له دې چې بیې راټیټې شوې، بنسټیز ګواښونه لا هم لوړ دي او په سیمه کې د امریکا او د هغه د متحدینو لهخوا د پوځي ځواکونو او تجهیزاتو پراخ ځای پرځای کېدل ښيي چې د برید احتمال لاهم جدي دی.

د خیبرپښتونخوا په پېښور ښار کې د جعلي پاکستاني پېژندپاڼو جوړوونکو او مېشتو افغان کډوالو پر وړاندې په لويه کچه عمليات پيل شوي دي. ځایي چارواکو ویلي، شاوخوا ۴۵ کسان د جعلي پاکستاني پېژندپاڼو د جوړولو، برابرولو او ناقانونه فعالیتونو په تور نیول شوي دي.
دغه علمیات په اشرف روډ، اټه مارکېټ، چوک يادګار، نمک منډي، پيپل منډي او د پېښور کېنټ په بېلابېلو بازارونو کې ترسره شوي دي. د دغه عملياتو پرمهال ۴۵ کسان نيول شوي، چې ويل کېږي د جعلي پاکستاني پېژندپاڼو په جوړولو او نورو ناقانونه فعاليتونو کې یې لاس لاره.
پوليس او امنيتي ادارو د ښار په دروازو کې هم تالاشي پیل کړې او همدارنګه د ښار دننه بازارونو کې یې عمليات پراخ کړي دي. د چارواکو په وينا؛ د مرکزي او ایالتي ادارو په ګډه په ګڼو سيمو کې هم تالاشي پيل شوې. سرچینو زیاته کړې، چې د روژې میاشتې پورې د ناقانونه کړنو، جعلي پاکستاني پېژندپاڼو جوړونکو او افغان کډوالو پر وړاندې به دغه سخت عملیات دوام ولري.
تر دې وړاندې راپور ورکړل شوي و، چې په خیبرپښتونخوا کې د جعلي پاکستاني پېژندپاڼو په قضيو کې تراوسه پورې ۷۲زره ۷۰۳ پاکستاني پېژندپاڼې لغوه شوې دي.

د خیبرپښتونخوا ایالت د پېښور سترې محکمې پر پښتون ژغورنې غورځنګ، منظور پښتین او د دغه غورځنګ پر یو شمېر مشرانو د پاکستان حکومت لهخوا د لګېدلي بندیز پرېکړې پخلی کړی. له دغه محکمې پر پښتون ژغورنې غورځنګ د بندیز لرې کولو غوښتنه شوې وه؛ خو یادې محکمې دغه غوښتنه رد کړې ده.
د پاکستان ډان ورځپانې د یوه راپور په خپرولو سره ویلي، چې د پاکستان کورنیو چارو وزارت په ۲۰۲۴کال کې پر پښتون ژغورنې غورځنګ، منظور پښتین او یوشمېر نورو مشرانو بېلابېل بندیزونه ولګول.
محکمې ویلي، چې بشپړه پرېکړه به وروسته خپره کړې. عریضه کوونکو له محکمې غوښتنه کړې وه، چې فدرالي حکومت ته امر وکړي؛ څو پښتون ژغورنې غورځنګ او د مشرانو نومونه یې د بندیز له نوملړه وباسي. دوی دغه بندیز ناقانونه بللی.
خو وکیل ثناء الله بیا ویلي: «قانوني لارې چارې شته؛ عریضه کوونکي کولای شي د ۱۹۹۷کال د ترهګرۍ ضد قانون د ۱۱-سي مادې له مخې لومړی په لیکلي ډول د فدرالي حکومت له لارې د کورنیو چارو وزارت ته د بیاکتنې غوښتنلیک وړاندې کړي، چې له مخې یې د پښتون ژغورنې غورځنګ د ممنوعه سازمان په توګه اعلان شوی و».
نوموړي ادعا وکړه، چې د دغه غورځنګ مشران د دولت ضد فعالیتونو سره تړاو لري او په خپلو غونډو کې یې د پاکستان پر وړاندې له کرکې ډکې ویناوې کړې دي. هغه د یوې پوښتنې په ډول ویلي: «که پي ټياېم ځان سیاسي سازمان بولي؛ نو ولې د پاکستان د ټاکنو کمېسیون سره یې ځان نهدی ثبت کړی؟»
خو عریضه کوونکو بیا ویلي، د پښتون ژغورنې غورځنګ یو مدني او ټولنیز غورځنګ دی چې د ۲۰۱۴کال راهیسې د پښتنو د حقونو خوندیتوب لپاره فعالیت کوي. هغوی ویلي، چې دوی د سیمې له تاوتریخوالي یا وسلهوالو غورځنګونو سره توپیر لري او تل یې د تاوتریخوالي پر ضد دریځ غوره کړی دی.
د یاد غورځنګ وکیل ویلي، چې پيټياېم د ټاکنو کمېسون سره د ثبت اړتیا نهلري؛ ځکه دا یو غورځنګ دی، نه سیاسي ګوند. هغه زیاته کړې: «فدرالي حکومت پر پيټياېم بندیز ولګاوه او ادعا یې وکړه، چې کابینې پرې هوکړه کړې؛ خو نه یې پرېکړه عامه کړه او نه یې د بندیز لامل شریک کړ».
دغه غورځنګ له پيل څخه د بندیز د لاملونو په اړه د معلوماتو غوښتنه کړې؛ خو حکومت تر اوسه هیڅ ډول معلومات نهدي ورکړي. د پاکستان حکومت تر دې وړاندې هم په وار، وار د نامعلومو لاملونو له امله د دغه غورځنګ ګڼ مشران او غړي بندیان کړي دي.

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت خبر ورکړی، په روانه اونۍ کې ۱۵۳ افغان کډوال چې د پاکستان په زندانونو کې بندیان وو؛ له زندانه تر خوشې کېدو وروسته بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.
د یاد وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ دغه کسان چې د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې نیول شوي وو او د دغه هېواد په زندانونو کې له یوې ورځې تر دوو میاشتو پورې بندیان وو، تر خوشې کېدو وروسته د سپین بولدک له لارې افغانستان ته ستانه شوي دي.
په خبرپاڼه کې د دغه کسانو د جرمونو په اړه څه نهدي ویل شوي؛ خو په پاکستان کې افغانان تر ډېره په دغه هېواد کې د اوسېدو قانوني اسنادو نه لرلو له امله د پولیسو لهخوا نیول کېږي. په تېرو وروستیو کې دغه لړۍ د خیبرپښتونخوا ایالت ته هم غځېدلې ده.
په پېښور کې مېشت افغان کډوال وایي، چې د پولیسو له وېرې له کوره بهر نهشي وتلای او که پولیس یې ونیسي؛ نو بېرته یې په جبري توګه افغانستان ته ستنوي.
له هغه راهیسې چې له طالبانو سره د اسلاماباد اړیکې ترېنګلې شوې؛ پاکستان د پلازمېنې په ګډون په یوشمېر ښارونو کې د افغان کډوالو پرضد عملیاتو ته زور ورکړی. په تېرو وروستیو کې پاکستاني پولیسو د افغانانو د نیولو لپاره ان د دوی د کورونو دروازې هم ماتې کړې دي.