په کونړ کې ۷۵۰ زلزله ځپلو کورنیو ته سولري کټونه وېشل شوي

په کونړ ولایت کې د طالبانو تر چتر لاندې پېښو سره د مبارزې او امادګۍ ریاست د ډنمارک د کډوالو شورا (DRC) په همکارۍ د نورګل ولسوالۍ ۷۵۰ زلزله ځپلو کورنیو ته سولري کټونه ویشلي.

په کونړ ولایت کې د طالبانو تر چتر لاندې پېښو سره د مبارزې او امادګۍ ریاست د ډنمارک د کډوالو شورا (DRC) په همکارۍ د نورګل ولسوالۍ ۷۵۰ زلزله ځپلو کورنیو ته سولري کټونه ویشلي.
ددغه ریاست په خبرپاڼه کې راغلي، دا مرسته د تیرې زلزلې د اغیزمنو کورنیو د سروې او اړتیاوو پر بنسټ ترسره شوې.
د یادې ادارې چارواکي وایي چې د سولري کټونو وېشل د کورنیو د بنسټیزو اړتیاوو د پوره کولو او د ژمي له سختو شرایطو د ژغورنې لپاره مهم ګام دی.

ایټالوي خبریاله والټینه سینیس چې د ۲۰۲۵ کال د لوېیس والټوینا نړیوالې بشري عکاسۍ جایزې وروستۍ سیاله ده وایي، د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان د ښځو ژوند سخت محدود شوی. نوموړې زیاتوي، افغان نجونو نه یوازې د کار کولو حق له لاسه ورکړی، بلکې زده کړې یې هم محدوده شوې ده.
سینیس وايي: «زه تل د ښځو کیسو ته غوږ نیسم. د طالبانو تر واک لاندې موږ ډېر لږ خبرونه درلودل، خو ما غوښتل پوه شم چې هغوی په رښتیا ژوند څنګه کوي.»
سینیس له هېڅ مطبوعاتي ادارې یا موسسې ملاتړ پرته ۲۰۲۴ کال کې افغانستان ته سفر وکړ. هغه په خپلو انځورونو کې جګړې، چاودنې یا زخمي جسدونه نه دي اخیستي، بلکې د ښځو ورځنی ژوند، لاسونه چې ګنډل کوي، یو بل ته لاس ورکول او موسکاګانې یې ثبت کړي.
هغه وايي: «زه د سنسیشنالیزم په لټه کې نه یم، د جګړې عکس اخیستل اسانه دي، خو د هغه داخلي درد ښکاره کول سخت دي، کله چې ستاسې راتلونکی درنه اخیستل شوی وي.»
سینیس د ښځو په کیسو کې د زده کړو په حق ځانګړی ټینګار کړی نوموړې زیاتوي: «دوی غوښتل نړۍ پوه شي چې تر ټولو ستر زیان دا نه دی چې کار نه شي کولی، بلکې دا دی چې د زده کړې حق ترې اخیستل شوې ده.»
نوموړې وایي، د طالبانو لخوا په ۲۰۲۲ کې د نجونو منځني ښوونځي منعه او وروسته د پوهنتون د زده کړو محدودیتونه د ښځو د ژوند لپاره لوی خنډ جوړ کړ.
سینیس وایي: «ډېرې ښځې د خپلو مېړونو یا پلرونو له خوا ساتل کېږي، خو د وېرې له کبله محدودې پاتې کېږي.»
د عکسونو د اخیستلو پر مهال، سینیس له لومړني لارښود او ژباړونکي وروسته خپل شبکه جوړه کړه، او هڅه یې وکړه چې د ښځو امنیت تر ټولو مهم وي، نوموړې وایي: «زه تل واضح وم چې زما د خونديتوب په اړه فکر لومړیتوب نه دی، بلکې مهمه دا ده چې هغوی په خطر کې وانه چول شي.»
سینیس په پای کې ټینګار کوي چې که یوه افغانه ښځه کولی شي نړۍ ته په ازاده توګه خبرې وکړي، نو غوښتنه به یې دا وي: «زده کړو ته حق، چې له موږه اخیستل شوی، او د نړیوالې ټولنې ملاتړ چې بیرته یې ترلاسه یې کړو.»

د امریکا د ورجینیا ایالت یوه قاضي د مهمو قانوني اصولو له پامه غورځولو سره، هغه افغانه نجلۍ امریکایي سمندري سرتیري ته سپارلې چې د جګړې له امله یتیمه او بې سر پرسته شوې وه.
د اسوشیټېډ پرېس په راپور کې راغلي،یاد قاضي ویلي چې د ماشوم وضعیت «بیړنی» وه او له همدې امله یې دغه پرېکړه په بیړه کړې ده. خو د امریکا حکومت ټینګار کړی چې دغه قاضي د دې نجلۍ د سپارلو قانوني صلاحیت نه درلود او دا اقدام د قانون خلاف ترسره شوی دی.
د راپور له مخې، د فلوانا ټولنې د سرکټ محکمې قاضي ریچارډ مور دا پرېکړه هغه مهال کړې چې ماشومه لا هم په افغانستان کې وه. قاضي ویلي چې هغه فکر کاوه د ماشوم وضعیت بیړنی دی، ځکه جګړه کې ټپي شوې وه او نه یې کورنۍ لرله، نه هم کوم هېواد د هغې د سرپرستۍ ادعا کوله.
خو د امریکا فدرالي حکومت دا څرګندونې رد کړې دي. د عدلیې وزارت یوې وکیلې، کاترین محکمې ته ویلي هغه معلومات چې قاضي پرې خپله پرېکړه کړې، سم نه وو. د نوموړې په وینا، افغان حکومت د ماشومې د کورنۍ لټون ته دوام ورکړی و او وروسته یې هغه له خپلو خپلوانو سره یوځای کړه.
د اسنادو له مخې، د امریکا حکومت لا له وړاندې پرېکړه کړې وه چې د ماشومې سرپرستي باید خپلو خپلوانو ته وسپارل شي، خو قاضي وروسته له دې پرېکړې د ماشومې د سرپرستۍ سپارلو حکم صادر کړ، چې دا د هغه له قانوني واک څخه بهر اقدام دی.
دغه قضیه په امریکا او نړیواله کچه له سختو نیوکو سره مخ شوې ده.
تازه خپاره شوي اسناد ښيي چې د قانوني او اداري ګډوډۍ له امله دا غیرقانوني کړنه ممکنه شوې ده. د امریکا عدلیې وزارت ویلي چې دا پېښه د ماشوم تښتونې په څېر تعبیرېدلی شي او د امریکا نړیوال اعتبار ته زیان رسوي.

په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازي مایک والټز ویلي، متحده ایالات به په راتلونکو څو اوونیو کې د ملګرو ملتونو د عادي بودیجې او سولهییزو ماموریتونو پاتې پیسې ورکړي. هغه ټینګار کړی چې دا تادیه د پورونو د کمولو او د سازمان د اصلاحاتو د ملاتړ یوه مهمه نښه ده.
والټز ویلي: «تاسې به ډېر ژر زموږ د کلني سهم یوه مهمه برخه وګورئ. دا یوازې د پورونو لومړنی قسط دی، خو یوه څرګنده نښه ده چې موږ د ملګرو ملتونو د اصلاحاتو ملاتړ کوو.»
هغه زیاته کړې چې امریکا غواړي ملګري ملتونه اغیزمن، تمرکزي او بېځایه څانګې کمې کړي او پر هغو برخو تمرکز وکړي چې د سولې، امنیت او بشري حقونو ساتنه یې تضمینوي.
د ملګرو ملتونو چارواکي وایي، د عادي بودیجې ۹۵ فیصده پور پر امریکا لري، او د سولهییزو ماموریتونو لپاره شاوخوا ۲.۴ میلیارد ډالر پاتې دي.

د عمان په منځګړیتوب د ایران او امریکا ترمنځ د خبرو اترو تر پای وروسته، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې واشنګټن له ایران سره «ډېرې ښې خبرې اترې»لرلې دي.
هغه زیاته کړې چې دا خبرې نه دي درېدلې او ټاکل شوې ده چې د راتلونکې اوونۍ په پیل کې د مذاکراتو بل پړاو هم ترسره شي.
ورته مهال، ټرمپ خبرداری ورکړی چې که ایران د خپل اټومي پروګرام په اړه کومې هوکړې ته ونه رسېږي، نو له «ډېرو سختو پایلو» سره به مخ شي.
دا په داسې حال کې ده چې تازه سپینې ماڼۍ ویلي، چې ډونالډ ټرمپ د جمعې په ورځ د یوه نوي اجراییوي فرمان په لاسلیک کولو سره د ایران پروړاندې «ملي بېړنی حالت» تمدید کړ او ورسره جوخت یې د هغو هېوادو پر وړاندې د تعرفې لګولو نوی میکانیزم رامنځته کړ، چې له ایران سره راکړه ورکړه لري.
سپینې مانۍ ایران د نړۍ په کچه د «ترهګرۍ تر ټولو لوی دولتي ملاتړی» بللی او پر تهران یې د اټومي وړتیاوو، بالسټیک توغندیو د پروګرام پراختیا، په منځني ختیځ کې د نیابتي ډلو له لارې د بېثباتۍ رامنځته کولو، د کورنیو اعتراضونو خونړۍ ځپنې، د ایران د سرچینو ناسم مدیریت او د خلکو د معیشت پر ځای پر پوځي پروګرامونو لګښت تورونه پورې کړې دي.

په ملګرو ملتونو جینوا کې د افغانستان دایمي استازی نصیر احمد اندېشه وايي، طالبان په وروستیو ورځو کې د نړیوالو راپورونو او څرګندونو د «بېاساس» بللو کمپاین تر ټولو لوړې کچې ته رسولی، خو دا چلند د ځواک نښه نه، بلکې د دې ډلې د سیاسي انزوا او مشروعیت د نشتوالي څرګند ثبوت دی.
اندېشه په ایکس لیکلي، چې د طالبانو ویاند په هممهاله ډول د روسیې د بهرنیو چارو وزیر څرګندونې، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا راپورونه، د جمعي امنیت تړون سازمان او د شانګهای همکارۍ سازمان ارزونې «بېاساس» ګڼي.
د هغه په وینا، طالبان داسې چلند کوي لکه په یوه موازي نړۍ کې چې ژوند کوي، داسې نړۍ چې نه پکې د افغانستان د خلکو غږ اورېدل کېږي او نه د نړیوال نظام اصول منل کېږي.
هغه ټینګار کړی، چې د طالبانو په دې لیدلوري کې هېڅ انتقاد مشروع نه بلل کېږي او دوی ځانونه د ځمکې پر مخ یوازیني حقلرونکي ګڼي.
اندېشه ویلي: «دا پرلهپسې انکارونه د ځواک نښه نه ده، بلکې د بېمشروعیتۍ او سیاسي یوازیتوب څرګند پیغام لري.»
د افغانستان دایمي استازي خبرداری ورکړی، چې د تاریخ تجربې ښيي، د ایډیالوژیکو رژیمونو ویاندان تل د حقیقت له منلو تېښته کوي، خو دا وضعیت دایمي نه وي.
هغه زیاته کړې: «هغه ورځ به راورسي، چې د طالبانو نننی ویاند به هم د نورو ایډیالوژیکو نظامونو د ویاندانو په څېر ووایي: ‘زه یوازې مامور وم’.»
یاده دې وي چې، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا، د شانګهای همکارۍ سازمان او د جمعي امنیت تړون سازمان په وروستیو راپورونو کې په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د دوامدار حضور، د بشري حقونو د سرغړونو، د ښځو او نجونو پر حقونو د محدودیتونو او د سیمې پر امنیت د احتمالي ګواښونو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر هم تازه ټینګار کړی، چې د طالبانو سیاستونه نه یوازې د افغانستان دننه بېثباتي زیاتوي، بلکې سیمهییز امنیت ته هم خطر پېښوي. طالبان بیا دا ټولې اندېښنې «بېاساس» بولي او ردوي یې، د طالبانو دې دریځ د نړیوالو بنسټونو او طالبانو ترمنځ واټن لا ژور کړی دی.
